Dec 07, 2023 13:31 Asia/Kabul
  • د هیلې رڼا (۴۹) اسلامي انقلاب، د حضرت مهدي «عج» ظهور ته د زمینې برابروونکی

د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو په دې شېبو کې د هیلې رڼا نومي لړۍ له (۴۹م) مطلب سره ستاسو په خدمت کې یو، هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي. دوستانو په دغه پروګرام کې د حضرت مهدي (عج) ظهور ته د زمینې په برابرولو کې د ایران د اسلامي جمهوریت د نظام رول او درېځ څېړل کېږي. زموږ سره واوسئ.

لکه څنګه چې مو وویل، د مهدي موعود (عج) د ظهور لپاره د زمینې د برابرولو په موخه، د اسلامي حکومت جوړول، د دې سترې الهي وعدې د پوره کېدو لپاره، تر ټولو غوره او ګټوره لاره ده. دا مهم ګام د لومړي ځل لپاره د ایران د اسلامي انقلاب په راتلو سره واخیستل شو، چې د مهدویت تفکر د خپراوي په لاره کې د پام وړ لاسته راوړنې لري. دغه ولسي حرکت په وړه کچه دا وښوده، چې څنګه د اسلامي حکومت د جوړولو په لاره کې، د خلکو زړونه هدایتولای شو. همدارنګه، د بشریت د ژغورونکي له ظهور څخه مخکي شرایط، تر ډېره حده د ایران د خلکو له پاڅون څخه له مخکي وضعیت سره ورته والی لري. لکه څنګه چې په ګڼو احادیثو کې راغلي، حضرت بقیة (عج) په داسې شرایطو کې قیام کوي، چې ځمکه له ظلم او بې عدالتۍ څخه ډکه شوې وي.

ستر اسلامي متفکر شهید آیت الله مطهري په دې اړه وايي: په اصل کې هر انقلاب د یو لړ ناخوالو او ناخوښیو له امله رامنځته  کېږي، يعنې کله چې خلک د حاکم له وضعیت څخه ناخوښه وي او د ښه حالت غوښتنه وکړي، د انقلاب لپاره زمينه برابرېږي.»  

له اسلامي انقلاب څخه مخکې، د پهلوي کورنۍ ظالم پاچا محمد رضا هم پر خلکو باندې په ظلم او بې انصافۍ سره حکومت کولو او فساد، فقر او فشار خلک یې ستومانه کړي وو. په داسې شرایطو کې وو چې دوی د انقلاب د ستر لارښود، حضرت امام خمیني (ره) غوښتنې ته، چې د شاه د واکمنۍ پر ضد راپاڅېدل او د یوه اسلامي نظام د رامنځته کول وو، مثبت ځواب وویلو او په پای کې ظالم حکومت نسکور او اسلامي جمهوري نظام یې تاسیس کړ، چې د امام زمان د ظهور لپاره د زمینې جوړولو په لټه کې دی.

په ځینو اړخونو کې کولای شو د ایران اسلامي جمهوریت، د حضرت صاحب الزمان (عج) د نړیوال حکومت یوه کوچنۍ بېلګه وګڼو. د هغه حضرت د حکومت کوچنۍ ځانګړنه، د معنویت او د خدای لټون او په ټولنه کې د اخلاقو لکه تقوی، ښېګڼو، ښه سلوک، صبر، ایثار او زغم ته وده ورکول دي. له اسلامي انقلاب وروسته، ډېری دغه ځانګړنې د ایراني ټولنې په لویې برخې کې زیاتې شوې، چې بېلګې یې د ایران پر وړاندې د صدام د رژیم د تپل شوې جګړې په ترڅ کې، د ایران د زړورو مبارزینو په منځ کې څرګندې شوې.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت آیت الله خامنه يي په دې اړه فرمايي: تاسو ګرانو خلکو په تېره بیا تاسو ځوانان، که هرڅومره د خپل ځان د اصلاح، د علم، اخلاقو، سلوکو او په خپل وجود کې د وړتیاوو ترلاسه کولو لپاره ډېره هڅه وکړئ، دا د ظهور راتلونکی به نږدې کړي، دا زموږ په خپل لاس کې دي...» د حضرت مهدي (عج) حکومت په عدالت سره پېژندل کېږي او هغه به په نړۍ کې د انسان دغه ستر ارمان پوره کړي. بې له شکه چې دا ستر کار، د هغه له الهي حکومت پرته، د بل هېڅ ځواک او حکومت له خوا نه ترسره کېږي.

امام خمیني (ره) په دې اړه فرمایي: هغه څوک چې په ټوله نړۍ کې عدالت پلی کوي، نه هغه عدالت چې عام خلک پرې پوهېږي، بلکې د بشریت په ټولو سطحو کې عدالت پلي کوونکی، یوازې حضرت صاحب الزمان (عج) دی. خو هغه نظام چې د هغه حضرت د لارې او روش د پیروۍ ادعا کوي، باید د عدالت پلي کولو او د تبعیض له منځه وړلو په لټه کې وي. د ایران اسلامي جمهوریت هم چې د مهدويت آرمانونه تبلیغ او ترویج کوي، د عدالت ټینګښت، له خپلو مهمو موخو څخه ګڼي، که څه هم عملي کول یې خورا ستونزمن دي. آیت الله خامنه يي ټینګار کوي چې په اسلامي جمهوریت کې د عدالت په ډګر کې، ستر ګامونه اخیستل شوي دي، خو له هغه څه سره چې باید ترسره شي، واټن لري.

د ظلم پر ضد مبارزه د اسلام له مهمو اصولو څخه ده، چې حضرت صاحب الزمان (عج) به پرې پرېکنده عمل کوي. د دوی له خوا د عادلانه او الهي حکومت رامنځته کېدل به، د زورواکو، قدرت غوښتونکو او تسلط غوښتونکو له مقاومت سره مخ او هغوی به د بشریت له دغو دښمنانو سره جګړې ته اړ شي. اسلامي جمهوريت هم تل د قرآن او اسلامي احکامو او د مهدوي لارې په رڼا کې، له ظلم، تېري او استبداد سره مبارزه کړې ده.

په اصل کې د ایران اسلامي انقلاب، د پهلوي رژیم له ظلم او استبداد سره د مبارزې لپاره، رامنځته شو او له بریا وروسته هم، د محرومو او مظلومو د ژغورنې لپاره، دغې مبارزې ته په پراخه پیمانه دوام ورکړ. له تسلط او جنګ غوښتونکو سره د ایران د مخالفت له امله، اوس د امریکا او صهیونیسټي رژیم په څېر تېري کوونکي او استعمارګر حکومتونه، له اسلامي جمهوریت سره دښمنۍ ته مخه کړې ده او له بلې خوا د نړۍ په مختلفو سیمو کې مظلوم او مستضعف کسان، هغه خپله هیله ګڼي. اوس ظالم او ځان غوښتونکي حکومتونه د همدغه استبدادي او ظالمانه درېځ له امله، ایران یې له سیاسي، اقتصادي، تبلیغاتي او پوځي ګواښونو سره مخامخ کړی دی.

البته د ظالمانو قدرت او په ټوله نړۍ کې د هغوی د اقداماتو اندازې ته په پام سره، څرګنده ده چې اسلامي جمهوريت يوازې د خپل توان په اندازه، کولای شي د ظالمو قدرتونو له سرکشۍ سره مبارزې ته دوام ورکړي او د حق او باطل وروستۍ جګړه به د حضرت حجت (عج) لخوا ترسره کېږي.

د ایران د اسلامي جمهوریت بنسټ اېښودونکی حضرت امام خمیني (ره) دغه مسئله په لاندې ډول بیانوي:« نړۍ له ظلمونو ډکه ده. که موږ وکولای شو د ظلم مخه ونیسو، باید یې ونیسو، زموږ دنده ده. ... خو موږ یې نشو کولای، ځکه چې موږ یې نشو کولای، باید هغه (امام زمان) راشي، ترڅو دا کار ترسره کړي، مګر موږ باید کار چمتو کړو، د وسیلو برابرول دا دي چې کار نږدې کړو، داسې کار وکړو چې نړۍ حضرت علیه السلام ته چمتو شي...

په مختلفو احادیثو کې، د حضرت مهدي (عج) د قیام د منتظرانو یوه دنده، د هغه حضرت له ظلم غندونکي او حق غوښتونکي لښکر سره، د یو ځای کېدو لپاره پوځي تیاری دی. ښکاره ده چې نن ورځ د دې چمتووالي مطلب، په لیندۍ، غشي او تورې سره د جګړې زده کول نه دي، بلکې په نننۍ نړۍ کې باید د پرمختللو جنګي وسلو د کارولو مهارت زده شي. البته هېڅ دولت خپلو اتباعو ته اجازه نه ورکوي، چې دا ډول عمل ترسره کړي، مګر دا چې د ایران د اسلامي جمهوریت په څېر، د ژغورونکي موعود ظهور ته د تیارۍ په لټه کې وي. اوس د ایران د اسلامي جمهوریت وسله وال ځواکونه، ځانونه د هغه حضرت د پوځ یوه برخه ګڼي، چې د هغه د نایب، آیت الله خامنه يي تر قوماندې لاندې، ورځ په ورځ خپل ځواک زیاتوي.

په بل عبارت، د ایران اسلامي جمهوریت، د حضرت بقیة الله (عج) د ظهور د زمینې د برابرولو لپاره، د خپل اصلي ماموریت په درشل کې ، له پوځي اړخه هم ځان چمتو کړی دی. په ټولیز ډول، د اسلامي جمهوریت نظام، د امام زمان(عج) ظهور ته د انتظار لپاره، یو نوی مفهوم او پراخ ابعاد ورکړي او د هغه د تحقق لپاره یې مختلفې او پراخې زمینې برابرې کړې دي.

د پروګرام په اخري مناجات کې، له خدای پاک څخه غواړو، ترڅو د امام مهدي (عج) د ظهور په ګړندي کولو سره، ټولې ناخوالې لیري کړي، ترڅو د ځمکې خلک د خوشحالۍ او نېکمرغۍ لارې ته هدایت شي:

« ... اَللّهُمَّ اشْعَبْ بِهِ الصَّدْعَ ، وَ ارْتُقْ بِهِ الْفَتْقَ، وَ اَمِتْ بِهِ الْجَوْرَ ، وَ اَظْهِرْ بِهِ الْعَدْلَ ، وَ زَیِّنْ بِطُولِ بَقآئِهِ الاَْرْضَ ، وَ اَیِّدْهُ بِالنَّصْرِ، وَانْصُرْهُ بِالرُّعْبِ ، وَ قَوِّ ناصِریهِ، وَ اخْذُلْ خاذِلیهِ، وَ دَمْدِمْ مَنْ نَصَبَ لَهُ، وَ دَمِّرْ مَنْ غَشَّهُ ...

اې خدایه! په ټولو چارو کې د هغه (حضرت مهدي) په لاس تیت پرک والی اصلاح کړه او فاصلې او اختلافات لېرې کړه، او د هغه په وسیله ظلم له منځه یوسه او عدالت ښکاره کړه او د هغه د عمر په اوږدولو سره، ځمکې ته ښکلا ورکړه او بریا ته په رسېدو کې، له هغه سره مرسته وکړه او د دښمنانو په زړونو کې، د وېرې په اچولو سره، د هغه مرسته وکړه او د هغه مرسته کوونکي پیاوړي کړه او هغه کسان چې له هغه سره له مرستې څخه انکار کوي، ذلیله کړه، او هغه څوک چې له هغه سره دښمني کوي، په هلاک ورسوه او هغه څوک چې له هغه سره خیانت کوي، له منځه یوسه..."

ژباړه: زماني

ټیګونه