د هیلې رڼا (د حضرت امام مهدي(ع)د ظهور دمنتظرانو دندې)
د تهران د پښتو خپرونې او انټرنیټي پاڼې خوږو مینه والو په دې شیبو کې د هیلې رڼا نومې لړۍ له ننني ۴۴مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو، د حضرت امام مهدی علیه السلام د ظهور د منتظرانو یوه مهمه دنده د ټولنې او د نړۍ درستو خلکو ته د هغه بزرګوار د معرفي کولولپاره له مجازی فضا او رسندوئي پوهې سره بلدتیا،په دغو ډګرونو کې د اغیزشیندونکي فعالیت په خاطر ده.نو هیله ده چې دغه مطلب ستاسو دخوښې وړ وګرځي.
هغه څوک چې د حضرت امام مهدی عجل ا... تعالی فرجه الّشریف په لازر ظهور پسې دي، ځان ژمن ګڼي چې نه یوازې ځان ،بلکې ټولنه هم ددغې برکتناکې پيې او نړیوال برکت لپاره تیاره کړي. هماغه شان چې ووئيل شول ، د ټولنې غړي ، له بل هر شي مخکې باید هغه بزرګوار او د هغه لوړې موخې وپيژني او د رغنده او فعال انتظار ضرورت درک کړي. خو ددغو معارفو او مفهومونو له کومو امکاناتو او آوزارونو څخه په استفادې سره ئې دوي ته منتقل کړو؟ . هغه لومړنی ځاي چې د دیني او معنوي مسئلو دمطرح کولو لپاره ذهن ته رسیږي، جوماتونه او دیني مرکزونه دي. په جوماتونو کې روحانیون په ښه توګه د خلکو لپاره د مهدیّت تعلیمات بیانولی شي. همداراز دغه مقدس ځاي ،د دعا او له امام الزمان سره اړونده نورو عملونو او مناسکو سره اړونده دستورو د ترسره کیدا لپاره مناسب ځاي دی .البته دمهدویّت د تبلیغ مجلسونه په بل هغه ځای کې ،لکه د امام زرګوار د مینه والو کورونو کې هم ترسره کیدلی شي.یو هغه مهم اقدام چې د بشریّت د ژغورونکي ځیني منتظرانو په تیره بیا په وروستیو کلونو کې ئې ترسره کړي دي،د مهدویّت د ډول ډول اړخونو په زمینو کې د تخصصي مرکزونو رامینځةکول دي.دغه مرکزونه د زده کړې د کلاسونو په ترسره کیدا سربیره،په خلکو کې او همداراز د رسندویو او انټرنیټي چینلونو له لارې هم ډول ډول تبلیغات ترسره کوي،چې ډير ګټه ور او اغیزشیندونکي دي.اصولا په اوسنۍ دوران کې چې د ارتباطاتو پړاؤ بلل کیږی،ډله ایزې رسندوئې د مهدویّت د الهي تعلیماتو پشمول د هر تفکر او باؤر د دودولو او تبلیغ یو ترټولو مهم آوزار دی.
دوستانو کتاب د ډله ایز ارتباط یو ترټولو پخوانۍ او اغیزشیندونکي وسیله ده چې له ډير پخوا راهسې د حضرت بقیةا... د شخصیّت ،غیبت، قیام او حکومت د معرفي لپاره د متفکرانو د پام و ړ ده. په دې باب لومړنی کتاب د ؛ الفتن ؛په عنوان سره د اهل تسنن د یوه محدث او عالم نعیم بن حداد او د ؛ المصنف؛ په نامې سره د اهل سنت د یوه بل دیني عالم ابن همام صنعانی هم یو پخوانی کتاب لیکلی دی . جالبه دا چې دغه کتابونه د حضرت امام مهدي له زوکړې مخکې او د روایتونو په اساس تالیف شوي دي. هماغه شان چې د اهل تسنن شپږګوڼه کتابونه (صحاه سته )چې د دغه مکتب د حدیثو اصلی سرچینې شمیرل کیږي، د حضرت امام الزمان (ع) په باب ئې ډير زیات حدیثونه نقل کړي دي. همداراز د مهدویّت په زمینې کې د اهل تسنن یو بل مهم اثر هم شته چې یوازې درې کتابونه ئې یوه نامتو عالم ابونعیم اصفهانی لیکلي دي . له بل پلوه ، د اهل تشیّع غوره او کم ساری عالمانو چې د غیبت کبرا له پیلیدا سره نزدې وو، د عقلي دلیلونو او حدیثونو په استناد سره ئې له مهدویّت سره اړونده د مختلفو مسئلو په اثبات کې ځینی مهم کتابونه لیکلي دي. په دغو کتابونو کې ؛د شیخ صدوق لیکل شوي ؛کمال الدین ، د نعماني لیلک شوی ؛الغیبه؛، د شیخ مفید لیکل شوي کتاب ؛الارشاد؛ او د شیخ طوسي لیکل شوي کتاب ؛ الغیبه؛ او د محمد بن یعقوب کلیني اثر ؛اصول کافي ؛ هم چې د اهل تشیّع د حدیثو یو مهم کتابونه دي، زیاتره برخه ئې مهدویّت ته مخصوصه ده . دغه شان کتابونو ته اشاره، له دې اړخه اهمیّت لري ، چې دهغو اصلي کتابونو سرچینې دي چې په ورپسې پړاؤنو او اوسمهال کې تحریر شوي دي .
په تیرو څو لسیزو کې ، د حضرت امام زمان(ع) په باب د کتاب لیکنې اهتمام لازیات شوی او له هغوي ډیرو هم د ټولنې د وګړو لپاره لا ژورې او کارنده محتوا لري. د آیت ا... صافی ګلپایګاني لیکل شوي اثر ؛منتخب الاثر، د آیت ا... ری شهري لیکل شوي ؛ انشامۀ امام مهدی؛ د آیت ا... جوادي آملی څخه ؛مهدی موعود؛، د محمدر ضا حکیمي څخه ؛خورشید معرف؛ او همداراز د زلمیانو او حتی ماشومانو په سویه د هغه بزرګوار د معرفي کولو لپاره لا زیات کتابونه اورسالې لیکل شوي چې دغه پراخې هڅې به ، د کتاب اغیزشیندونکي او پخوانۍ رسانۍ له لارې د مهدویّت د کلتور د پراختیا لپاره په ټولنې کې په سلو کې سل ښې او غوره پایلې ولری. هر انتظار کونکی کس ددغه شان ښو کتابونو په تبلیغ او ډالۍ کولو سره ، د صاحب الزمان عجل ا... تعالی فرجه الّشریف د فرج لباره د ټولنې د چمتووالی لپاره ګام پورته کولی شي.
د رسندوئي ټيکنالوجۍ پرمختګ او د هغوي د اډول ډول امکاناتو زیاتیدا، د مهدوي کلتور د دودولو لپاره نه یوازې په اسلامی هیوادونو کې بلکې د نړۍ په سویه هم د بشریّت د ژغورونکي د منتظرانو په اختیار کې مناسب فرصت ورکړی دی.ریډیو او ټيلیویژن او سینما، درې پر نفوذه ډله ایزې ارتباطي وسیلې دي. په تیره بیا ټيلیويژن چې په وروستیو څو لسیزو کې ئې ډيره پراختیا موندلې او د نړۍ زیاتره خلک ورته لاس رسی لری. د ا مام مهدی او د هغه ژغورونکو او لوړو موخو پيژندل او ورپیژندل، په مختلفو ژبو او مختلف ټيلیویژني چینلونو له لارې، که په سمه ترسره شي، نو د مهدویّت د کلتور په دودولو کې به ډیرې اوڅاره اغیزې ولري. اوس د امام بزرګوار ځيني منتظران او مینه وال هڅه کوي، څو په مختلفو ټيلیویژنی پروګرامونو کې دغه حیات بخښونکی کلتور بیان او دود کړي.
ټيلیویژن د مهدوي آئيډیاؤ د معرفي کولو لپاره یو قدرتمن آوزار دی. نړۍ، د انټرنیټ او ټولنیزو چینلونو په پنځيدا سره، د اطلاع رسونې او د خبرونو او د نورو رسندوئي تولیداتو د مبادلې نوی مرحلې ته واریده شوې ده. له دغې ټيکنالوجۍ څخه استفاده په چټکۍ سره د زیاتیدا په حال کې ده او دغه رسندویه د مختلفو پروګرامونو په بڼه د مهدوي آئيډیاؤ د خپرونې او پراخونې لپاره په یوه کم ساري فرصت بدله شوې ده . اوس د مهدي موعود(ع) ډيری منتظران د هغه بزرګوار د شیخصیّت او د هغه د ظهور او حکومت د توضیح او تبلیغ لپاره، په ټولنیزو چینلونو کې فعال دي . البته له دغو نړیوالو رسندویو سره بلدتیا هر څومره پراخه شي،د مهدوي آئيډیاؤ د پراختیا په لاره کې ورڅخه لازیاته استفاده کیدلی شي.د فیلم ،عکس،مقالو تولید او د الیکټرانیک کتابونو او ویناؤ خپریدا او هر هغه شی چې ددغو آئيډیاؤ په خدمت کې وي ، د مهدویّت د تبلیغ لباره د انټرنیټي فضا بې بدیله فرصتونه دي .لږترلږه هغه کار چې د امام الزمان له ظهور سره مینه وال کس ئې ترسره کولی شي،په ټولینزو چینلونو کې په دې زمینې کې د ښو مطلبونو او تولیداتو پراخه تبلیغ او خپرول دي.
دغه ټکی باید هیر نشي چې د حضرت امام مهدی علیه السلام د موخو د لاپراخو دودولو لپاره د ټولنیزو چینلونو تولیدات باید د دنیا په مختلفو ژبو وي،څو هغه انسانان چې له ظلم او فساد او بې عدالتۍ او بې وځلۍ څخه په ژغورل کیدا پسې دي، ددنیا دعدالت پراخونکي له دغه ژغورونکي سره آشنا شي. له هغو ډيرو زیاتو فعالیتونو سره سره چې په انټرنیټي دنیا کې ئې د هغه بزرګوار منتظران ترسره کوي، البته د هغو ډيرو ظرفیّتونو او د هغو د وړتیاؤ او امکاناتو د زیاتیداچټکتیا بهیر ته په پام سره دغه هلې ځلې باید لا پراخې لا تخصصي او لازیاتې غږمله شی، څو لا زیاتې اغیزشیندونکي شي،پر دې اساس،نن سبا د ارتباطاتو په پړاؤ کې د نړۍ د ټولو خلکو لپاره او د ټولنې وګړو ته د حضرت امام مهدي(ع) دمعرفی کولو لپاره دهغه بزرګوار د ظهور دمنتظرانو یوه مهمه دنده،له انټرنیټي دنیا سره بلدتیا او په هغو کې د اغیزشیندونکي فعالیت په خاطر رسندوئي پوهه ترلاسه کول دي.
دوستانو د حضرت امام مهدي عجل ا... تعالی فرجه الّشریف او له هغه بزرګواره مخکې د پیغمبر اکرم(ص) له نسله امامان ، ټول له خداوندمتعال سره د نزدیکت او تقرّب وسیلې دي . په همدې دلیل په دعای ندبه کې لولوو،؛
« ... وَ صِلِ اللّهُمَّ بَیْنَنا وَبَیْنَهُ وُصْلَةً تُؤَدّى اِلى مُرافَقَةِ سَلَفِهِ، وَاجْعَلْنا مِمَّنْ یَاْخُذُ بِحُجْزَتِهِمْ، وَیَمْکُثُ فى ظِلِّهِمْ، وَاَعِنّا عَلى تَاْدِیَةِ حُقُوقِهِ اِلَیْهِ، وَالاِْجْتِهادِ فى طـاعَتِهِ، وَاجْتِنابِ مَعْصِیَتِهِ، وَامْنُنْ عَلَیْنا بِرِضاهُ، وَهَبْ لَنا رَأْفَتَهُ وَرَحْمَتَهُ، وَدُعآئَهُ وَخَیْرَهُ، مانَنالُ بِهِ سَعَةً مِنْ رَحْمَتِکَ، وَفَوْزاً عِنْدَکَ ، ...
؛او لویه خدایه ! د مونږ او د هغه (حضرت مهدی) ترمینځ داسې پیوند او ارتباط ټينګ کړه چې د هغوي له پلارونو سره د دو ستۍ او همنیشنۍ سبب شي، او مونږ له هغو کسانو وګرځوه چې د هغوي د مهربانۍ او عنایاتو پر لمن منګولې ښخې کړي او دهغوي د لطف په سیوري کې ووسي؛ او مونږ ته د هغه حضرت دحقوقو په اداکولو او د هغه په فرمانبرداری کې د هڅې او دهغه بزرګوار دحقوقو په اداکولو او د هغه له نافرمانۍ په لیرې سیاتلو کې مرسته وکړه؛او پر مونږ احسان او منت وکړه او دهغه بزرګوار د خیر دعا او مهرباني او او مرسته د مونږ په نصیب کړه څو د هغو په سبب ، د تا په درګاه کې نجات وموموو او پراخ رحمت ته ورسیږو......
آمین یا رب العالمین
(سیماب)
*****************************************************