Jun 15, 2016 12:13 Asia/Kabul
  • د هدایت حدیث
    د هدایت حدیث

په تیر مطلب کی مو، د کینې موضوع او په هغې پوری مربوط حدیثونه وڅیړل. د کینې کولو یوه نتیجه، خوابدې، قهر او بیلیدل دي. په مقابل کی یی خبرې اترې، د کینو د ختمولو او له زړه څخه د عقدو او خوابدیو د ایستلو لپاره، یوه ډیره ښه لار ده. له همدې رویه په دینې تعلیماتو کی راغلی دي، چی له یو او بل څخه قهر او خوابدې مه کوئ، او که خوابدې شوئ هر څه ژر پخلا شئ.

 .د اسلام ګران رسول ص فرمایی:« له مؤمنانو څخه هر څوک چی، د خوابدۍ په نښه، له یو او بل څخه جلا شی، او دری ورځې تیرې شی، او له یو او بل سره یو خبره ونه کړی، له اسلام څخه وتلی دي، او د هغوی ترمنځ دوستې او محبت نشته، پس هرڅو ک چی له دغو دؤو کسانو څخه، په خبرو کولو کی له بل یو څخه مخته شی، د قیامت په ورځ لا ژر جنت ته ځی.»

همداراز انحضرت وفرمایل:« که دوه مسلمانان چی له یو او بل څخه خوابدی دي، پداسی حال ومری چی تر اوسه پوری پخلا شوی نه دي، هر دواړه غیر مسلمان مړه شوی دي.»

 قرآن مجید، له خپلوانو او نږدیو کسانو سره، د اړیکو پری کول، د فاسقانو له خصوصیاتو څخه ګنلی دي، او هغه کسان چی قطع رحم کوی، او د خپلوانو سره تړاو پری کوی، په مختلفو عبارتونو سره ګواښی.

حضرت امام سجاد ع، خپل زوی امام محمد باقر ع ته، د یو لړ وصیتونو په ترځ کی وفرمایل:« ای زویه! له هغو کسانو سره له دوستۍ څخه ډډه وکړه، چی له خپلوانو سره یی تړاو پری کړئ، او د خپلو دوستانو سره بد کړچار کوی، ځکه چی ما، د قرآنکریم په دریو ځایونو کی، هغوی ملعون وموندل.» انحضرت وروسته، د محمد ص د سورې ۲۴ او ۲۵ آیتونه، او د رعد د مبارکې سورې ۲۵ آیت، او د بقرې سورې ۲۷ آیت تلاوت کړ.

 انسان یو اجتماعی موجود دئ، چی له نورو سره د اړیکو ټینګولو ته اړمن دئ. یوه داشان اړتیا، نه یواځی جسمی اړتیا، بلکه یوه ډیره ژوره روانی اړتیا ده. ځکه نو، د داشان اړیکو څخه محروم پاتیدل، د هغه لپاره ډیر سخت دي. له همدې رویه په آسمانی دینونو کی، له خپلوانو او نږدیو کسانو سره خوش اخلاقې، او له هغوی سره د عاطفې اړیکو ټینګول، ډیر اهمیت لری. د کورنیو اړیکو په اصلاح کولو سره، ټولنه د تعادل او لوړاوی په لور حرکت کوی. او پر عکس د اړیکو په پری کیدو سره، لمړئ کورنۍ او پسله هغه ټولنه، د نابودۍ او زوال په لور درومی.

ځکه نو، د خدای ګران رسول ص وفرمایل:« له خپل ورور سره د مسلمان قهر او خوابدې، د هغه د وینې د تویولو په شان ده.» حضرت امام علی ع، د خپل شهادت په مهال، اسلامی امت ته داسی وصیت وکړ:« ای زما اولادونو! له یو او بل سره تړاو لرلو، د یو او بل بخښلو، او د یو او بل په نسبت د نیکۍ کولو ته پایبند اوسئ، او له بیلیدو څخه ډډه وکړئ.»

 د قهر او بیلتون په حال کی، انسان د مقابل لوری له عادی حالاتو او ځانګړنو څخه په زیاته اندازه، د هغه منفی کړچار او خبرو ته پام کوی. پداسی حال کی چی، د دوستۍ او پخلاینې په حالت کی دا ډول افکار او کتنې ډیر کمیږی.

ځکه نو، دوامداره خوابدۍ او پخلاینې، د ژوندانه د آرامو شرایطو کمزوری کونکي او زورونکي دي. اوس که جزیې کشمکشونه او اختلافات حل نه شی، او یو څوک هم د هغو د اصلاح په فکر کی نه وی، دښمنۍ او کینه؛ د زړونو تر تل پوری نفوذ، او افراد له یو او بل څخه لیری کوی، او په پای کی د اسلامی ټولنې د سره پاشل کیدو او سقوط اسباب او امکانات برابریږی. ځکه نو، د اسلام په مقدس دین کی، ټولو هغو کسانو ته چی له یو او بل سره اختلاف لری سپارښتنه شوې ده، چی هر څه ژر د خپلو اختلافونو د حلولو لپاره اقدام وکړی، او له یو او بل څخه د بخښنې په غوښتلو سره، له خپلو زړونو څخه د کینې او دښمنۍ نښې له منځه یوسی، تر څو؛ په ځان باندی د ستمګرانو د سلطې موندلو فرصت برابر نه کړی. لکه څنګه چی امام علی ع فرمایی:« که خلګ، صله ارحام او له خپلوانو سره نیکې کول بند کړی، او د هغوی پانګې او شتمنې، د شرورو او ستمکارو کسانو  لاس ته لویږی.» حضرت امام صادق ع هم، پدې باره کی فرمایی:« د هغو ګناهونو له جملې څخه؛ چی د هر څه ژر فنا او نیستۍ سبب ګرځی، له خپلوانو سره د رابطې پری کول دي.» پر دې سربیره، د انحضرت له قوله نقل شوئ، چی ویی فرمایل:« که دوه تنه له یو او بل څخه خوابدی وی، د خدای د لعنت وړ ګرځی.» د امام صادق ع د یارانو یو تن، پوښتنه وکړه: هغه ستمکار چی د قهر سبب ګرځیدلئ، د لعنت وړ دئ، مګر ستم ځپلئ ولی باید لعنت شی؟ امام وفرمایل:« ځکه چی خپل ورور سولې او پخلاینې ته نه را بولی، او د هغه له بدو خبرو څخه، سترګې نه پټوی.»

 یوه ورځ د خدای رسول ص خپلو صحابیو ته وفرمایل:« آیا تاسی له داسی څیز څخه خبر کړم، چی له زیاتو لمونځونو او روژو څخه لا ښه دئ؟ اصحابو وویل: هو؛ ای د خدای ګران رسوله! حضرت وفرمایل:« له یو او بل سره پخلاینه.»

او امیر المؤمنین، علی ع په یوه خطبه کی وفرمایل:« له هغو ګناهونو څخه، چی د ګناهکار په نابودۍ کی د بیړې سبب شی، خدای ته پناه وړم.» د انحضرت یو یار وویل: آیا داسی ګناهونه شته؛ چی د انسان په نابودۍ کی د چټکتیا سبب شی؟ ویی فرمایل:«هو، د صله رحم پری کول! یوه کورنۍ، چی سره راغونډیږی او پخپلو کی ملګرتیا هم کوی، او سره له دې چی ګناهګاره دي، خو خدای تعالی هغوی ته روزې ورکوی. او یوه کورنۍ سره بیلیږی، او له یو او بل سره اړیکې پری کوی، پس متعال خدای هغوی محروموی، سره له دې چی ظاهراً د تقوا خاوندان دي.»

 

ټیګونه