Mar 06, 2024 15:38 Asia/Kabul
  • د رڼا سرچینې (۷۷) پر قیامت باندې باور

د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو په دې شېبو کې د رڼا سرچینې نومي لړۍ له (۷۷م) مطلب سره ستاسو په خدمت کې یو، هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي. عزیزانو د رڼا سرچینو د لړۍ په دې برخه کې د نحل سورت د لومړي او څلورم آیت شأن نزول څېړو. له موږ سره و اوسئ.

پر قیامت باندې ایمان لرل، د اسلام سپېڅلي دین له مهمو برخو څخه دي، ځکه، که یو څوک پر آخرت ایمان ولري، د عذاب له وېرې، خپلو ټولو اعمالو، خبرو، کړنو او چلند ته پام کوي. آخرت ته پام کول، دنیوي چارې انسان ته کوچني او بې ارزښته ښيي او هغه د خپل خالق په لور ستنېدو ته لېواله کوي. په پایله کې، پر قیامت باندې باوري ټولنه به له فساد او ظلم څخه یوه خالي ټولنه وي. له همدې امله د اسلام ګرام پیغمبر (ص) د تېرو پیغمبرانو په څېر او د قرآن له سکون ورکوونکو آیتونو څخه په الهام اخیستنې سره، په رسا او واضحه توګه خلکو ته د قیامت په اړه ویناوې کولې او دوی ته یې خبرداری ورکولو.

که څه هم حقیقت غوښتونکو کسانو چې د دوی پر ژوند باندې د کفر او ګناه سیوری نه وو راغلی، د خدای د رسول په زړه راښکونکو خبرو سره، د ایمان او نور ډګر ته راتلل، مګر داسې کسان هم کم نه وو، چې د ایمان ساحل ته د رسېدو پر ځای یې د کفر او فساد په ګرداب کې پاتې کېدلو ته لومړیتوب ورکولو. دوی د خپلو پخوانیو کسانو پر پلونو ګام اخیسته او په ملنډې سره یې ویل: محمد وايي چې د قیامت رسېدل حتمي او نږدې دي. اوس چې داسې دي او هغه په نږدې راتلونکي کې د قیامت له راتلو خبر ورکوي، نو غوره ده چې له کاره لاس واخلو او په تمه پاتې شو، چې کله قیامت رامنځته کېږي. محمد باید پوه شي چې هغه مهال یوازې موږ ایمان راوړو. نو غوره ده چې له همدې وخته، هغه موږ ته غم او غصه رانه کړي؛ ځکه کله چې قیامت رامنځته شي، موږ  به د مؤمنانو له ډلې څخه و اوسو.

د قیامت منکران د دې حقیقت له درک څخه غافله وو که د نړۍ د کلونو شمېر هرڅومره زیات هم وي او دوام وکړي، مګر د قیامت د عمر په مقابل کې چې ابدي دی او هېڅکله پایته نه رسېږي، ډېر کم دی، نو که څه هم ځینې وختونه یو ځل هم د پیغمبر خوا ته راتلل او ویل یې: قیامت څه شو؟ کله رامنځته کېږي؟ هغه څه چې په اړه یې خبرې کوې او په هغه سره خلک غولوې، چېرته دی؟! خپلې سترګې پرانیزه او وګوره چې ټول شیان پر خپل ځای دي او په نړۍ کې بدلون نه دی راغلی.

څنګه کولای شې پر خپلو خبرو باندې ټینګار وکړې او له مرګ وروسته د نړۍ په اړه خبرې وکړې؟ بیا یې په ملنډي سره ویل: تاسو موږ له قیامت څخه وېرولو او د دوزخ د اور په اړه مو خبرې کولې. موږ د هغه کومه نښه نه وینو، مګر ډېر غواړو چې قیامت رامنځته شي او دوزخ چې موږ ته ځانګړی شوی دی، ووینو. جنت هم ستاسو او ستاسو د یارانو وي، موږ هغه نه غواړو.

له دې ډول خبرو څخه ډېر وخت نه وو تېر شوی، چې جبرئیل د پیغمبر(ص) خوا ته راغی او د نحل سورت د لومړي آیت لومړۍ برخه چې فرمايي: « أَتَى أَمْرُ ‌اللهِ : د خدای امر راتلونکی دی، نازله کړه. دا آیت د ماضي فعل په راوړلو سره، په نږدې وخت کې د قیامت له رامنځته کېدو خبر ورکړ، هغه قیامت چې پکې هېڅ شک شتون نه لري. د پیغمبر یارانو له دې تعبیر څخه دا ډول پوه شول چې په یقین سره به قیامت رامنځته شي. په ټول ښار کې اندېښنه او تشویش رامنځته شو او ټول خلک په تمه وو چې هره شېبه به زلزله رامنځته شي او نړۍ پایته ورسېږي او قیامت جوړ شي.

ځینو په عاجزۍ او پښېمانۍ سره په الهي دربار کې توبه وکړه. ځینو له خپلو خپلوانو سره خدای په اماني وکړه او له ژوند څخه یې لاس واخیست او د مرګ په تمه پاتې شول. په دې حالت کې، جبرئیل امین له آسمان څخه راښکته شو او د خدای تعالی له قوله یې وفرمایل: «فَلَا تَسْتَعْجِلُوهُ: بېړه مه کوئ. پیغمبر خپل یاران راټول کړل او چوپتیا ته د دوی له رابللو وروسته، خپلو دوو ګوتو ته یې اشاره وکړه او وفرمایل: زما د بعثت او قیامت ترمنځ واټن د دې دوو ګوتو په څېر، یوبل ته نږدې دی. خدای تعالی فرمايي: د خدای امر نږدې دی، مګر بېړه مه کوئ.

مشرکو عربانو تل پر قیامت باندې له باور کولو څخه مخ ګرځولو. ځکه چې پر قیامت او د حساب کتاب پر ورځې باور، د خودپرستانو ژوند محدودي او د دوی آزادي کموي.

د مشرکو ​​مشرانو ژوند، لکه د نړۍ په هر دور او زمانه کې د ټولو مستبدانو او خود پرستانو په څېر، د هر ډول بندونو د ماتولو پر بنسټ ولاړ وو، له همدې امله، کله چې رسول الله (ص) د قيامت په اړه خبر ورکولو او د جنت او دوزخ د ځانګړتياوو په شمېرلو سره، نيکو کسانو ته د جنت او بدکارانو ته د دوزخ د اور وعده ورکوله، دغه بهانه غوښتونکې ډلې چې خپلې ګټې يې په خطر کې ليدلې، د هر فرمان او الهي قانون د سرغړونې لپاره يې، په ملنډو سره  ژبه خلاصوله.

دوی له ځان سربېره، د مسلمانانو د نوي ايمان د ضعيفولو په خاطر، هر چېرته چې هغوی یې ليدل، په لوړ غږ سره يې ويل: آيا دا امکان لري چې یو انسان مړ شي او بدن يې په خاورو بدل شي او يا په دښته او بحر کې د غوښه خوړونکو حیواناتو خوراک شي؟" بیا هغه بېرته ژوندی شي او حساب ورکړي؟"

«اُبی بن خلف» ، یو بهانه غوښتونکی کس وو. هغه یو لجوج، فاسد او تبهکار شخص وو چې له پیغمبر سره یې پخوانۍ دښمني درلوده. له رسول الله سره د اُبی دښمني تر دې حده وه چې هغه یې د رسول اکرم ترټولو سرسخت او  ځوروونکی دښمن ګڼلی دی؛ داسې چې هرکله په مکه کې پیغمبر ته رسېده، په ډېرې بې شرمۍ سره یې ویل: خپل آس ته ښه روزنه ورکوم ترڅو په هغه سره تا ووژنم.

یوه ورځ اُبی له خپلو یوه ډله دوستانو سره یوځای د پلان شوي نقشې له مخې، د پیغمبر خواته راغی او پیغمبر ته یې په خطاب کې وویل: اې محمده! له جنت او دوزخ څخه ستا مطلب څه دی؟ آیا ته وايي چې موږ له مړینې وروسته بېرته ژوندي کېږو؟ دا ممکن نه دي او هېڅ عقل هغه نه مني! بیا هغه وروست هډوکی چې ورسره وو، هغه خلکو ته چې د دوی په شاوخوا کې ولاړ وو، ښکاره کړ.

هغه حاضرانو ته په خطاب کې وویل: تاسو قضاوت وکړئ! څه ډول دا وروست هډوکی خپل لومړي حالت ته ورګرځي او د بدن له نورو غړو سره ژوندی کېږي؟ نوموړي هغه هډوکی دومره په خپلو لاسونو سره مات مات کړ چې ټول پوډر وګرځېد او پر ځمکه توی شو. بیا یې پیغمبر ته وویل: اې محمده! څه ډول ستا خدای د دې هډوکي ذرات چې په هوا او ځمکه کې خپاره شوي دي، راټولوي او انسان ته بیاځلي ژوند ورکوي؟ هغه داسې فکر کولو چې رسول اکرم به د هغه پوښتنې ته هېڅ ځواب ونه لري.

دلته د نحل سورت څلورم آیت نازل شو او په لنډې جملې سره یې ځواب ورکړ او وفرمایل:« خَلَقَ الْإِنسَانَ مِن نُّطْفَةٍ فَإِذَا هُوَ خَصِیمٌ مُّبِینٌ. انسان یې له کمو او بې ارزښته اوبو څخه جوړ کړ، نو هغه مهال دښمني څرګنده ده. په حقیقت کې خدای تعالی ټولو لجوجو او دښمنو انسانانو ته فرمايي: که مو خپل خلقت هېر کړی نه وو، هېڅکله مو دومره کمزوري او سست استدلال ته مخه نه کوله، اې هېروونکیه انسانه! شا ته راوګرځه، او خپل خلقت ته وګوره، څه ډول بې ارزښته نطفه وې.

د دې سورت څلورم آیت، د یس سورت له ۷۷م آیت سره ورته والی لري چې فرمايي: «خَلَقْناهُ مِنْ نُطْفَةٍ فَإِذا هُوَ خَصِیمٌ مُبِینٌ وَ ضَرَبَ لَنا مَثَلًا وَ نَسِیَ خَلْقَهُ» یعنى سره له دې چې موږ هغه له نطفې څخه جوړ کړی، مګر دومره پر خپل ځان مغروره شوی چې زموږ پر وړاندې دښمني کوي او موږ ته دا مثال وړاندې کوي چې څه ډول دا وراسته هډوکي بیاځلي ژوندي کېږي، ګواکي هغه خپل خلقت هېر کړی دی.

همدارنګه ذهن ته د نږدې کېدو لپاره کولای شو ووایو؛ لکه څنګه چې که یوه ټوټه  آهن ربا د ډېرو خاورو په منځ کې چې پکې د وسپنې کوچني ذرات شته، په چټکۍ سره دا ذرات راټولوي، د متعال خدای لپاره دا چې د هرانسان د بدن ذراتو راټولول، که د نړۍ په هر ګوټ کې چې وي، ډېر آسانه دي.

ژباړه: زماني

ټیګونه