Mar 09, 2024 14:16 Asia/Kabul
  • بې نقابه آمریکا

د بایډن د عمر په زیاتوالې د امریکا د خلګو اندېښنه، د ټرامپ په ګټه د محکمې فیصله په امریکې کې، د خوراکي توکو د کمښت په هکله خبردار ی او له یمن سره د امریکا د مقابلې درانه لګښتونه  د تیرې اوونۍ مهمې پېښې دي.

په تېره اوونۍ کې یوه ډېره مهمه موضوع چي د امریکا په رسنیو کې هم ورباندې خورا زیاتې تبصرې شوي دي د دې هیواد د ولسمشر جوبایډن بوډاتوب دی.

د امریکا د وال اسټریټ ژورنال ورځپاڼې د یوې نظر غوښتنې په تر سره کولو اعلان کړی چي اکثره امریکایان د بایډن له بوډاتوب او د عمر له زیاتوالې څخه اندېښمن دي ځکه چي هغه نور حتی د نومونو په یادولو او عادي خبرو کې له ستونزو سره مخ شوی دی.

همداشان د یادې ورځپاڼې په حواله یوه بله مساله هم چي د امریکا د خلګو د اندېښمن کېدو لامل شوی، د توکو، ځمکو او د هر څه د قیمت بې سارې زیاتوالې یعني ګراني ده، که څه هم د شمېرنو له مخې په تېرو دوو کلونو کې د بایډن د حکومت پر مهال په امریکا کې اقتصادي حالات څه ناڅه برابر شوی دی لیکن ګراني د دې هیواد خلګو ته جدي اندېښنه رامینځ ته کړې ده.

د دې راپور له مخې د امریکا ۷۳ سلنه خلګ هم په راتلونکو ټاکنو کې د بایډن له نوماند کېدو سره مخالفه دي ځکه د ولسمشری لپاره هغه له حد نه زیات بوډا ګڼي.

البته همکار صاحب که تاسو هم لیدلي وي په حقیقت سره چي بایډن نور داسي نورماله نه ښکاري او هره ورځ په ټولنیزو رسنیو کې وینو چي هغه یا د نورو هیوادونو له رسمي چارواکو سره په کتنه کې خوب وړی وي او یا هم د یوه ولسمشر نوم نه شي اخیستلای او نومونه غلط وایي او یا هم په زینو باندې د ختلو پر مهال غوځاریږي، البته زه فکر کوم چي هغه کېدایشي په الزایمر باندې مبتلا وي، پوهېږې چي اوس ځینې شکونه رامینځ ته شوي چي بایډن تش په نامه ولسمشر دی او هر څه چارې د هغه د مرستیالې کامالا هریس له خوا مخ ته ځي.

البته دا کومې ستونزې چي تاسو ورته اشاره وکړه موجود دي  په همدې اساس وال استرتیت ژورنال هم ویلي دي چي دا کېدایشي په ولسمشریزو ټاکنو کې د ټرامپ په وړاندې د بایډن د ماتې خوړلو لامل وګرځي.

ګوره دې ټکې ته دې هم پام وي چي ټرامپ پسې هم ځینې جرمي دوسیې روانې دي، او هغه هم داسي روغ سړی نه دی، په دې خاطر امریکایان د ولسمشر په ټاکلو کې د  بد او بدتر   تر مینځ  په انتخابونو کې لالهانده دي. خو سره له دې په لومړنیو نظر غوښتنو کې ترامپ د ۴۷ سلنې ملاتړ په تر لاسه کولو سره، له بایډن څخه مخته شوی دی. ټرامپ خو یو افراطي او توکم پاله کس دی نو د کډولۍ د موضوع په کارولو سره، په بایډن باندې سختې نیوکي کوي، ځکه چي بایډن او په ټوله کې ډیموکراټان د کډوالو په وړاندې یوه څه نرم سیاست لري، که دې په یاد ټرامپ د خپلې ولسمشرۍ په پړاو کې هغه مکزیکي کډوال چي په غیرقانوني ډول امریکې ته د راوښتلو پر مهال په سرحدونو کې نیول شوي وه، په قفسونو کې اچولي وه او اولادونه یې هم ترې اخیستې وه. چي په نتیجه کې ګڼ شمېر ماشومانو هم له خپلو کورنیو څخه ورک شول.

په تېرو اوونیو کې د ټرامپ مخالفانو په ځینو ایالتونو کې په ځایي محکمو کې د هغه په ضد د حقوقي دوسیو په پرانیستلو سره، په ټاکنو کې د هغه د ګډون د مخنیوي لپاره کوښښ کولې، او د کولرادو په شان په یو نیم ایالتونو کې هم ځایې محکمو په ټاکنو کې د ټرامپ د نه ګډون فیصله کړې وه. خو په دوشنبې ورځ د امریکا ستره محکمې د ټرامپ په ګټه د پرېکړې په کولو سره، د کولراډو په شمول د ټولو ایالتونو د ځایي محکمو فیصلې چي ټرامپ یې په ټاکنو کې د ګډون لپاره نااهل بللی و، رد کړي دي او په دې هکله یې رسمي اعلامیه خپره کړې ده. د امریکا سترې محکمې ویلي دي چي د ایالتونو په کچه ځایي محکمې په اساسي قانون باندې په تبصرو سره د ولسمشریزو کاندیدانو د نااهل کېدو په هکله د پرېکړې صلاحیت نه لري او یوازې کنګرس په اساسي قانون باندې تبصره کولایشي. ټرامپ هم چي د خپلو تبلیغاتو یوه لویه برخه د ټولنیزو رسنیو او په تېره بیا د ټوییټر له لارې تر سره کوي، په خپل وروستي ټوییت کې د امریکا د سترې محکمې له دغې پریکړې څخه د لویه بریا په توګه یادونه کړې ده.

په امریکې کې د تیرې اوونۍ یوه بله مهمه مساله هم د خوړو د کمښت په هکله رامینځ ته شویو اندېښنو ته ورګرځي. په دې وروستیو ورځو کې د امریکا د کرهڼې او څاروی په ډګر کې دوو فعالانو د امریکې له خوا د هوا د نه ککړتیا په پلمې سره، د سختو سیاستونو د پایلو په هکله خبرداری ورکړی دی او ویلي دي چي د امریکا د حکومت سیاستونه په یاده زمینه کې کرهڼې او مالدارۍ ته سخت زیانونه اړولي دي چي ورسره به په دغه هیواد کې د خوړو کمښت رامینځ ته شي.

د کرهڼې او د مالدارۍ په ډګر کې یو وتلی امریکایي پانګوال سالیوان رسنیو ته وویل: په دې وروستیو کې د نړیوال د موسم او د چاپېریال د نه ککړتیا پورې اړوند سیاستونه، چي د غربي هیوادونو له خوا پلي شوي او اوس دادی امریکا کې هم حکومت دغه سیاست پلي کوي، په هیواد دننه کې د خوراکي توکو په تېره بیا د غوښو او سابو د سخت کمښت لامل ګرځي او یوه لوی بحران رامینځ ته کوي.

هغه دې ته په اشارې سره، چي اقتصادي ستونزې هم د دې لامل شوي چي اکثره مالداران او کرونده ګر خپل کسب او کارونه پرېږدي او نورو کارونو ته مخه کړي چي ورسره د دې هیواد کرهڼه او مالداري سخته زیانمنه شوې ده خو حکومت لاهم دوی ته توجه نه کوي او د دې پر ځای د اوکراین له کروندګرو سره د مرستو لپاره په میلیاردونو ډالر لګوي.

رابه شو د یمن مسالې ته! په سره سمندر او د عدن په خلیج کې د اسرائیل د رژیم په باري کښتیو باندې د یمن بریدونه، د اسرائیل  درژیم د سمندري محاصرې لامل شوی دی، او یمن خو وایي تر هغه چي اسرائیل رژیم په غزې کې د فلسطینیانو له وژلو لاس نه واخلي، د یمن له خوا به ورباندې بریدونه دوام وکړي.

ها خوا بیا امریکا، انګلیس او یو شمېر نورو غربي هیوادونو او په سیمه کې د هغوی لاسپوڅو سره سمندر، د عدن خلیج او د عمان اوبو ته د خپلو جنګي کښتیو په استولو سره، کوښښ کوي چي د یمن له خوا د اسرائیل د رژیم محاصره ماته کړي او په زور سره، د اسرائیل د رژیم بندرونو پورې باري کښتۍ او د تیلو کښتۍ سکورټ کړي.  په عین حال کې امریکا خو هم له انګلیس سره یو ځای په یمن باندې په پرلپسې توګه هوایي بریدونه کوي او د یمن انصارالله غورځنګ ته سخت ګواښونه کوي.

یادې لانجې له دوو میاشتو راپه دې خوا دوام موندلي چي د امریکا (د هیل) تحلیلې ویب پاڼې ورباندې کتنه کړې ده او لیکلي دي چي له یمن سره د امریکا روانې لانجې په پنتاګون باندې زیات مالي لګښت ور اړولی دی.

دغې امریکایي رسنۍ په خپل راپور کې لیکي چي د یمن انصارالله د دوو زرو ډالرو بې پیلوټې چاودېدونکې الوتکې البوزوي څو اسرائیل رژیم په نښه کړي خو د امریکا جنګي کښتۍ د سره سمندر د پاڅه د دغو ارزانو بې پیلوټو الوتکو د ویشتلو لپاره له دفاعي توغندوي سیسټمونو څخه کار اخلي چي د هرې توغندی قیمت یې دوه میلیونه ډالره دي.

دا هغه مساله چي امریکایي رسنیو هم ورباندې زیاتې تبصرې کړي دي او له یمن سره د امریکا مقابله احمقانه بللې ده، خیر په دې هکله نورې تبصرې هم کېدایشي خو وخت مو په ختمېدو دی.

وخت خو ختم شوی دی لیکن له تلو مخکې باید له ګرانو اورېدونکو سره، د ویب پاڼې درک او زمونږ سره د اړیکو لارې اعلان کړم، البته چي مونږ ستاسو نظرونو ته سترګې په لاره او له نیوکو څخه مو هرکلی کوو.

زمونږ ایډرسونه درسره یادښت کړئ!

www.parstoday.ir/ps  زمونږ د ویب پاڼې درک دی او [email protected]  مو هم ایمیل ایډرس دی.

همداشان مونږ سره په ټولنیزو رسنیو کې ملتیا وکړئ څو  د ورځې د خبرونو، بدلونونو او نورو جالبو او حیرانوونکو موضوعاتو څخه خبر شئ.

په فیسبوک کې او اینسټاګرام کې هم د  IRIBpashto  تر عنوان لاندې زمونږ رسمي پاڼې دي چي تاسو هلته مونږ فالوو کولایشئ.

tehranradio1 موهم ټویټر پاڼه او د تلګرام کانال دی .

ستاسو د نظرونو او وړاندیزونو په تمه یو.