Jun 16, 2016 12:28 Asia/Kabul
  • د هدایت حدیث
    د هدایت حدیث

پدی مطلب کی د بیړې په هکله یو شمیر حدیثونه او روایات څیړو. د اسلام په اخلاقی مطالبو او سرچینو کی، بیړه لرل، د عجلې په شان نومونو سره، د صبر او د دریدا د طاقت ، او په کارونو کی دآرامښت او ډاډینې نه لرلو په معنا دي. بیړه او تلوار لرل د دی سبب ګرځی، چی انسان د کار د ترسره کولو د مقدماتو له چمتو کیدو وړاندی، بیله ځنډه د هغه په سرته رسولو لاس پوری کوی

 

 

پدی مطلب کی د بیړې په هکله یو شمیر حدیثونه او روایات څیړو.

 د اسلام په اخلاقی مطالبو او سرچینو کی، بیړه لرل، د عجلې په شان نومونو سره، د صبر او د دریدا د طاقت ، او په کارونو کی دآرامښت او ډاډینې نه لرلو په معنا دي. بیړه او تلوار لرل د دی سبب ګرځی، چی انسان د کار د ترسره کولو د مقدماتو له چمتو کیدو وړاندی، بیله ځنډه د هغه په سرته رسولو لاس پوری کوی. ټيک د دی په شان چی میوه، له پخیدو او د استفادې لپاره له چمتو کیدو مخکی وشکوله شی. یا دا چی د ځمکې له چمتو کولو وړاندی، دانی او تخم وپاشل شی؛ چی نتیجه یی د تخمونو نابودې، یا د محصول لږیدل دي. حضرت امام علی ع فرمایی:« د کارونو د وخت له رسیدو  مخکی، له بیړې کولو، او په مناسب وخت کی د کارونو په کولو کی، له سستې کولو څخه لیری توب وکړه.»

 

تلوار او بیړه کول، ګن منفی آثار لری، چی له ټولو مهم یی؛ په کار کی د خطا او اشتباه زیاتیدل دي؛ ځکه چی په زیاترو مواردو کی، په کارونو کی د بیړې زمینه، نا پوهې یا کامل او هر اړخیز علم نه لرل دي. له دې رویه ده، چی د خطا او اشتباه اندازه زیاتیږی، او په هماغه اندازه د داسی کړچار امکان چی، منفی نتیجې یی زیاتی دي، زیاتوالئ مومی. زیاتره وختونه؛ بیړه کول، د انسان د زیان سبب دئ. له دې رویه، متعال خدای ج، د اسراء د مبارکې سوری په ۱۱ آیت کی، بیړه کول؛ د رښتنی سود او زیان په پیژندلو کی د تیر وتنې عامل بولی، او د هغه په نسبت انسان ته خبر دارئ ورکوی. د قرآنکریم د مفسرینو په عقیده«انسان تل عجول دئ!» او له دې کبله چی انسان عجول او بیړه کونکئ دئ، خپل شر او خیر یو ډول وینی، او د هر دواړو خوا ته ور دانګی. پدې توګه خطا او اشتباه کوی، او نشی کولای مطلوب هدف ته ورسیږی. له دې رویه حضرت پیغمبر ص بیړه، د انسان د هلاک کیدو سبب ګنی، او فرمایی:« په حقیقت کی بیړې، خلګ هلاک کړی دي، که خلګ له بیړی کولو څخه لیری وای، هیڅوک نه هلاک کیده.» 

 انسان ته د دوکې ورکولو لپاره، د شیطان یو چل او ځانګړنه  هم، بیړه ده. د خدای رسول ص وفرمایل:« په کارونو کی بیړه، د شیطان له خوا ده، او په کارونو کی غور کول او مکث، د خدای له خوا دئ.» د شیطان کار، بیړې ته د انسان اړ ایستل دي، د انسان نفس هم؛ چی له عجلې او بیړې سره اخښل شوئ، نو دغه باطنی دښمن، له هغه بهرنی دښمن په ملتیا، د انسان د ګمراه کولو لپاره، لاسونه سره ورکوی، او داسی یو وضعیت رامنځته کوی، چی څیړلو او دقت کولو ته اړتیا لری. خو که بیړه وکړی، د انسان د درست تصمیم نیولو توان له منځه ځی، او ګمراهۍ ته کښل کیږی.

 له یوې موضوع او څیز سره له حد څخه زیاته علاقه، دقت نه کول، او په انسان باندی د هوا او هوس سلطه، هر یو پخپل نوبت کولای شی، په کارونو کی د بیړی او تلوار کولو له عواملو څخه وی. د کور او موټر په پیرودلو، او یا د واده په مهم کار، یا د سوداګرې شریک په غوره کولو کی بیړه، ممکنه ده د انسان لپاره زیات مشکلات را منځته کړی. ځکه چی سطحې او په بیړې سره څیړنې،د انسان لپاره حقیقت نه روښانه کوی. زیاتره بی دقته او د تلوار په اساس اقدامونه، د انسان د مشکلاتو او نا کامیو سبب ګرځی. حضرت امام علی ع، بیړه کول؛ د بی عقلۍ سره یو شانته بللي، او فرمایی:« د یو کار د توان له موندلو څخه وړاندی بیړه کول، او د فرصت له لاسه ورکولو وروسته سستې او ځنډ، د بی عقلۍ نښه ده.» حضرت امام جواد ع هم فرمایی:« دری څیزونه دی چی که هرڅوک هغه مراعات او عملی کړی، نه پښیمانیږی، لمړنئ یی له بیړی کولو څخه ډډه کول دي.»

 بیړه معمولاً له ناوړو صفاتو څخه شمیرل کیږی. مګر باید دغ ټکی ته مو هم پام وی، چی د خیر په کار کی د چټکۍ د کولو، او په نورو کارونو کی د بیړې د لرلو ترمنځ، ډیر توپیر شته دئ. داسی بیړه او تلوار کول ناوړه دي، چی د کار د اړخونو او جوانبو له پیژندلو او څیړنې پرته بڼه ونیسی، خو هر کله که یو کار، له هر نظره څيړل شوئ، او اړخونه یی سنجول شوی دي، باید د هغه د اجرا لپاره ځنډ ونه کړو. لکه څرنکه چی متعال خدای ج، د آل عمران د مبارکې سورې په ۱۳۳ آیت کی، د بیړې کولو ته امر کوی. د خدای ګران رسول ص وفرمایل:« خدایتعالی په نیک کار بیړه کول خوښوی.»

ځینی وختونه انسان، د یو خیر کار  دکولو نیت کوی، خو د ځنډ د کولو، او د دوستانو، خپلوانو، اولادونو او یا د خیر په کار کی د بی تفاوتو کسانو د خبریدو له امله، د هغه په سرته رسولو کی شک او تردید کوی، او په نتیجه کی هغه کار سرته نشی رسولای. امام صادق ع هم، له حکمت څخه په یو  ډک نصیحت کی فرمایی:« هر څوک چی د یو خیر کار د کولو تصمیم نیسی، باید بیړه وکړی، ځکه که په هر کار چی ځنډ وکړئ، شیطان پکی مکر او دوکه کوی.» انحضرت په یو بل ځای کی فرمایلی دي: « زما پلار امام باقر ع فرمایل: هر کله چی د یو ښه کار اراده وکړې، بیړه وکړه، ځکه نه پوهیږې چی څه به وشی.

 

 

 

ټیګونه