تاریخ پاڼه شماره ۱۲۷
نن د یکشنبې ورځ، د دیارلس سوه پینځه نوېم هجري لمریز کال د زمري د میاشتې دریمه نیټه ده چې د څوارلس سوه اووه دیرشم هجري قمري کال د شوال له نولسمې او د دوه زره شپاړسم میلادي کال د جولایي له څلورویشتمې نیټی سره برابره ده.
««««««««««««
یو زرو یو سلو دوه اویا کاله پخوا، د دوه سوه پینځه شپیتم هجري قمري کال د شوال د میاشتې په نولسمه نیټه، په ایران کښې د صفاریانو د لړۍ بنسټګر یعقوب لیث صفاري د ایران په یوه زاړه ښار جندي شاپور کښې وفات شو. دیعقوب لیث ځوانمردانه خصلتونه د هغه په لور د خلکو د جذبیدو لامل شول او تر یوې مودې پورې د ایران په جنوب ختیځ کښې د سیستان او بلوچستان خلکو هغه په امیرۍ وټاکه . یعقوب لیث له څه مودې وروسته قدرت ته ورسید او د خپلو پلویانو په مرستې سره يې د سیستان په شا او خوا کښې د ایران څو ښارونه ونیول او یو منسجم او یو موټئ حکومت یې جوړ کړ. یعقوب لیث په دوه سوه یو شپیتم هجري قمري کال کښې په یوه لوئ لښکر سره د عباسي واکمنانو پلازمینه بغداد فتح کړ. خو عباسي قواؤ ماته وخوړله او شاتګ يې وکړ . له دغې ماتې وروسته یعقوب لیث پر بغداد د بلې حملې لپاره د قواؤ په سمبالولو بوخت ؤ چې ناروغه شو او له څه مودې وروسته مړ شو.
««««««««««««
یو زرو درې کاله وړاندې، د څلور سوه څلور دیرشم هجري قمري کال د شوال د میاشتې په نولسمه نیټه، په ابن منده مشهور یو ایران توکمه تاریخ لیکونکی، فقیه او محدث ابوزکریا یحیی بن عبدالوهاب وزیږید.
هغه د ابن منده د کورنۍ وروستی کس ؤ او د هر هيواد له پوهانو د مختلفو علومو له ترلاسه کولو او په دې علومو کښې د مهارت له ترلاسه کولو وروسته یې تدریس او تالیف ته مخه کړه.
له دغه مسلمان محدث او تاریخ لیکونکي ډير آثار په یادګار پاتې دي چې له هغو د (زندګي نامه طبراني) کتاب ته اشاره کولائ شو. ابن منده بالاخره د پینځه سوه دولسم هجري قمري کال په ذی الحجې میاشت کښې په اته اویا کلنۍ کښې په اصفهان کښې وفات شو او په همهغه ښار کښې خاورو ته وسپارل شو.
««««««««««««
دوه سوه درې دیرش کاله پخوا، د یو زرو اووه سوه درې اتیایم میلادي کال د جولایي په څلورویشتمه نیټه، د وینزویلا په اوسنۍ پلازمینې کاراکاس کښې د جنوبي امریکا مشهور انقلابي او سیاستوال سایمن بولیوار وزیږید. هغه د جنوبي امریکا زیاترې سیمې د هسپانیا له استعماره آزادې کړې او د کاراکاس په انقلاب کښې یې فعال ګډون درلود او د خپلو پلویانو په مرسته یې د کولمبیا په مرکز کښې بوګوتا ونیوله. بولیوار د هغې کنګرې له لوري چې د سترې کولمبیا د جوړیدا په هدف جوړه شوې وه، ولسمشر وټاکل شو او د کولمبیا، وینزویلا او پاناما په آزادولو سره دغه هدف ته ورسید.
په یو زرو اته سوه دوه ویشتم میلادي کال کښې د بولیوار آزادي غواړې مبارزې اکواډور ته هم ورسیدلې او دغه هیواد له خپلواکۍ وروسته له کولمبیا سره یوځائ شو. له دې یو کال وړاندې هم بولیوار د پیرو د آزدادي غواړو ځواکونو په قومندانۍ سره دغه هیواد د هسپانیا له استعماره آزاد کړئ ؤ. همداراز په یو زرو اته سوه شپږویشتم میلادي کال کښې د بولیوار په مشرۍ د بولیویا انقلابیانو له اوولسو کالو مبارزو وروسته خپل ټاټوبی آزاد کړ او د بولیوار د خدماتو په قدرونې کښې یې دغه هیواد بولیویا ونوموه.
بولیوار په یوه فیډریشن کښې د جنوبي امریکا د یووالي خوب په سر کښې درلود خو د فرقه پالنو او ځان منمیو له کبله دغه هدف ته ونه رسید او په یو زرو اته سوه دیرشم میلادي کال کښې مړ شو.
««««««««««««
پینځه نوي کاله پخوا، د نولس سوه یویشتم میلادي کال د جولایی په څلورویشتمه نیټه، د ملتونو ټولنې په رسمي توګه د فلسطین، عراق او ختیځي اردن سرپرستۍ د انګلستان حکومت او د سوریې او لبنان سرپرستۍ یې د فرانسې حکومت ته وسپارله. البته پاریس او لندن د لومړني نړیوال جنګ په بهیر کښې او له هغې وروسته په خپلو مینځو کښې د عثماني امپراتورئ د تقسیمولو په هکله موافقې ته رسیدلي وو او د ملتونو ټولنې دغې پریکړې په حقیقت کښې دغه تقسیم ته قانوني اړخ ورکړ. که څه هم د دغو اسلامي ټاټوبیو واکمنۍ فرانسی او انګلستان ته سپارلو د سیمې د مسلمانانو خلکو غوسه را وپاروله، خو دغو دوو هیوادونو پر سوریې، لبنان، عراق او اردن خپله سلطې ته محکمتیا و بخښله او په تیره بیا انګلستان په فلسطین کښې د صیهونیسټي ناروا حکومت د جوړولو لپاره ضروري زمنیه هم برابره کړه.
««««««««««««
څلور دیرش کاله پخوا، د دیارلس سوه یو شپیتم هجري لمریز کال د زمري په دریمه نیټه، یو ایرانی توانمن ژباړن او لیکوال ډاکټر حمیدعنایت وفات شو. هغه په ایران کښې د علمي لیسانس له اخیستو وروسته انګلستان ته ولاړ او هلته کښې د لندن له پوهنتونه په سیاسي علومو او په اقتصادي څانګه کښې د ډاکټرۍ درجې په ترلاسه کولو بریالئ شو. ډاکټر عنایت وروسته ایران ته بیا ستون شو او د تهران په پوهنتون کښې یې څیړنې او تدریس ته مخه کړه. هغه د فلسفې او سیاسي مفکورې په زمینه کښې ډیر کتابونه تالیف او و ژباړل . د ډاکټر عنایت په ټولو آثارو کښې کولئ شو د (سیری در اندیشه سیاسي غرب)، (تاریخ طبیعي دین) او (اسلام و سوشیالیزم) ته اشاره وکړو.
««««««««««««
او له ننه درویشت کال پخوا، د دیارلس سوه دوه اویایم هجري لمریز کال د زمري په دریمه نیټه، یوه ایرانۍ ژباړنه او څیړانده میرمن عصمت ستارزاده وفاته شوه. هغه په دولس سوه نوېم هجري لمریز کال کښې د ایران په شمال لویدیځ کښې په تبریز ښار کښې و زیږیده او له سکول وروسته، د یوې استادې په توګه په خدمت بوخت شوه. میرمن ستارزاده سره له دی چې په ځوانئ کښې خپل میړه له لاسه ورکړ او د زمنو د روزنې مسئولیت د هغې پر مټو ؤ، درس زده کولو ته یې دوام ورکړ او د فارسي ادبیاتو او ژبې په څانګه کښې یې خپله ډاکټرۍ تر لاسه کړه. عصمت ستارزاده د ترکیې پر ژبې د بلدتیا په دلیل یو شمیر آثار له دی ژبې په فارسي کښې ژباړلي دي چې پکښې کولئ شو شرح سودی بر حافظ او شرح کبیر انقروی بر مثنوی ته اشاره وکړو چې د هغی په وجه یې د ایران د کال دترټولو ښه کتاب انعام و ګاټه.