Jul 25, 2016 11:25 Asia/Kabul
  • تاریخ پاڼه شماره  ۱۲۸

نن د دوشنبې ورځ، د دیارلس سوه پینځه نوېم هجري لمریز کال د زمري د میاشتې څلورمه نیټه ده چې د څوارلس سوه اووه دیرشم هجري قمري کال د شوال د میاشتې له شلمې او د دوه زره شپاړسم میلادي کال د جولایي له پینځه ویشتمې نیټی سره برابره ده.

««««««««««««

شپږ سوه شل کاله پخوا، د اته سوه اولسم هجري قمري کال د شوال په شلمه نيټه، لغت پیژاندی او د لغت تدوینونکئ مجد الدین ابو طاهر محمد بن یعقوب فیروز آبادي وفات شو. هغه د حدیث، تفسیر او تاریخ په زمینه کښې هم له ډیرې پوهې برخمن ؤ او په دی موضوګانو یې کتابونه ولیکل . خو د فیروز آبادي تر ټولو مهم فعالیت د لغت علم په زمینه کښې دی او په دی موضوګانو کښې د هغه تر ټولو مهم اثر د قاموس کتاب دی چې د عربي ژبې  له ترټولو مهمو لغتونو څخه دی. همداراز د سفر السعاده او تنویر المقیاس کتابونه د دغه ایراني نامتو مسلمان لغت پیژاندي له نورو اثارو ګڼل کیږي.

مجدالدین ابوطاهر محمدبن یعقوب فیروز آبادی

 

««««««««««««

اته اویا کاله پخوا، د نولس سوه اته دیرشم ميلادي کال د جولايي د میاشتې په پينځه ويشتمه نيټه، په فلسطين کښې د سبزۍ په بازارونو کښې په بيلا بيلو چاودنو کښې دوه شپېته ملکیان ووژل شول او کابو سل نور ژوبل شول. صهيونيسټي ترهه ګرو ډلو دغه دوه بمونه کیښودلي وو او هدف يې د ويرې رامینځته کول او په خپل وطن کښې د فلسطينيانو د ژوند ناامنه کول او په نتيجه کښې يې د فلسطينيانو بې کوره کول وو. په کليو او د ښارونو په زيات نفوس لرونکو سيمو باندې حملې او د عامو  فلسطيني خلکو په  خاورو او وينو کښې لوغړول د فلسطينيانو ترمینځ د رعب او ويرې د رامینځته کولو لپاره  د صهيونيسټانو يوه اصلي رودې وه چې اوس هم دوام لري.

چاودنه

 

««««««««««««

دوه اویا کاله  پخوا، د یو زرو درې سوه درویشتم هجري لمریز کال د زمري د میاشتې په څلورمه نیټه، په ایران کښې د پهلوي لړۍ بنسټګر په رضا خان مشهور رضا پهلوي له شپاړس  کلنې باچاهۍ او  درې کاله  جلاوطنۍ وروسته په جنوبي افریقا کښې مړ شو. هغه په  یو زرو دوه سوه اووه پنځوسم هجري  لمریز کال کښې د ایران د شمال په یو کلي کښې زیږیدلئ ؤ.

رضا خان ته په یو زرو دوه سوه نهه نوېم هجري  لمریز کال کښې په داسې حال کښې چې د سمندري ځواکونو افسر ؤ، د انګلستان لخوا دنده ورکړئ شوه چې د لندن حکومت د ګټو د ساتنې لپاره په ایران کښې کودتا وکړي. له دغې کودتا وروسته رضا خان دفاع وزیر شو او بیا وزیراعظمۍ ته ورسید. هغه بالاخره د برطانیې په ملاتړ سره په  یو زرو درې سوه څلورم هجري لمریز کال کښې  د قاجار لړۍ وپرزوله او ورسره  د عالمانو او آزادي غواړو سیاستوالانو له مخالفت سره سره د باچاهۍ په تخت کښیناست او بیا یې شپاړس کاله پر ایران ظالمانه حکومت وکړ او هڅه یې وکړه چې په ایران کښې د اسلامي فرهنګ او کلتور پرځائ د لویدیځ کلتور دود کړي. په همدې وجه د ایران مسلمان خلک له رضا خان سره سخت مخالف وو.

د دویم  نړیوال جنګ له پیلیدو او له جرمن ډیکټاټور هټلر سره ملګرتیا ته د ایران د ظالم باچا د ګروهنې له څرګندیدا وروسته متفقینو ایران قبضه کړ او په یو زرو درې سوه شلم هجري لمریز کال کښې یې رضا خان ونیوه او سویلي افریقې ته څیرمه موریس جزیرې ته یې جلاوطن کړ.

د رضا خان جنازه

 

««««««««««««

درویشت کال پخوا، د نولس سوه درې نوېم میلادي کال د جولایی په پنځه ویشتمه نیټه، د صیهونیسټ رژیم ځواکونو یو ځل بیا له مځکې، هوا او اوبو څخه د لبنان پر جنوب باندې یوه وحشیانه حمله وکړه. دغه حمله په نولس سوه دوه اتیایم میلادي کال کښې له یومخیز تیری وروسته د لبنان پر ضد د صیهونیسټانو تر ټولو سخت پوځي عملیات وو. صیهونیسټ رژیم د نیواکګرو صیهونیسټانو او د هغوئ د کورنیو ګوډګیو په مقابل کښې د لبنان د جنوب د مسلمانانو د وسله وال مقاومت په پلمه دغه څاروي ډوله حملې پیل کړې. د لبنان پر جنوب د صیهونیسټي رژیم په سخت پوځي تیري کښې یو سلو اته ویشت عام خلک شهیدان ، پنځه سوه کسان ټپیان  او له څلورو لکو زیات کسان کډه په سر شول. پر دی سربیره، د لبنان کروندو او اقتصادي تاسیساتو ته ډیر تاوانونه ورسیدل . له دغه غیر انساني تیری  سره سره، خلکو او لبناني مبارزینو  د دوه زرم میلادي کال په مئی کښې د خپل هیواد له جنوب څخه د نیواکګرو صیهونیسټانو تر وتلو پورې خپل مقاومت ته دوام ورکړ.

پر لبنان د صهیونیسټ رژیم برید

 

««««««««««««

او له ننه نولس کاله پخوا، د یو زرو درې سوه شپږ اویایم هجري لمریز کال د زمري په څلورمه نیټه، د نړۍ د درنو تیلو ترټولو ستر چاڼځائ په بندر عباس کښې پرانیستل  شو. په بندر عباس کښې دغه چاڼځائ یا ریفاینري له طراحۍ نه  تر جوړیدو او د هغه د تجهیزاتو د لګیدو تر مرحلې پورې  د ایراني ماهرانو او کارپوهانو لخوا برابر شو. دا چاڼځائ د ایران د تیلو د صنعت یوه مهمه طرحه ده  او د تیلي محصولاتو د تولید د ظرفیت د لوړولو او د کورني مصارفو د برابرولو او بهر ته د هغې د یوې برخې د صادرولو لپاره جوړ شوئ دی.

د بندر عباس د تیلو چاڼځائ

 

ټیګونه