تاریخ پاڼه شماره ۱۲۹
نن د سه شنبې ورځ، د دیارلس سوه پینځه نوېم هجري لمریز کال د زمري د میاشتې پینځمه نیټه ده چې د څوارلس سوه اووه دیرشم هجري قمري کال د شوال د میاشتې له یویشتمې او د دوه زره شپاړسم میلادي کال د جولایي د میاشتې له شپږ ویشتمې نیټی سره برابره ده.
««««««««««««
۱۳۴۵ کاله وړاندې د ۹۲ هجري قمري کال د شوال یا کوچنې د اختر د میاشتې په ۲۱ نیټه، په اوسنۍ اسپانیا کښې پروت آندلس ټاټوبی، د طارق بن زیاد په قوماندانۍ د اسلام د لښکرو لخوا فتح کړاي شو .
ابن طارق له دولسو زرو سپاهیانو سره د مراکش او آسپانیا په منځ کښی د جبل الطارق د غره په خوا کی له هغه تنګی چی اوس د جبال الطارق په نوم يادیږی تیر شو.
هغه د دښمن په وړاندی د خپلو سپاهیانود مورال اوچتولو لپاره امر وکړ تر څو هغه کښتی چی دوئ پکی له سینده تیر شوي ؤ،وسوځوی چی پکښی یی مسلمانان په میړانه او زړورتیا وجنګیدل او آسپانیا یی فتح کړه .پر اندلس د مسلمانانو د آتو پیړیو واکمنی په لړ کښی ډیر کولتوری او اقتصادی مرکزونه جوړ شول او دا سیمه د یوی اوږدی مودی لپاره د اسلامی تمدن زانګو پاتي شوه .خو د نهمې هجري قمري پیړۍ په وروستیو کښې اروپایی پاچاهانو د مسلمانانو د بی پروایۍ او کمزورۍ له امله هغوئ ته ماتی ورکړه او په دې ډول په دغه ټاټوبې کښې د مسلمانانو حکومت ختم کړاي شو .
««««««««««««
۱۰۸۳ کاله وړاندې د ۳۵۴ هجري قمري کال د شوال یا کوچنې اختر په ۲۱، د څلورمي هجري قمري پیړۍ وتلی محدق،فقیه او مؤرخ ابن حبان وفات شو .
ابن حبان غه خپلی لومړنی زده کړی د وخت له مشهورو عالمانو څخه بشپړي کړي او وروسته د ایران په شمال ختیځ کی د نیشاپور ښار ته چی په هغه وخت کی د علم او پوهی مرکز ؤ ولاړه او خپلو زده کړو ته یی دوام ورکړ.
ابن حبان د حدیث په علم کی د نظر له خاوندانو ګڼل کیده او په دې زمینه کښې يې خپل ځانګړې نظريې هم درلودي او څو ځله په بیلا بیلو ښارونوکښې د قاضي په توګه په دندو وګمارل شو .
ابن حبان خپل شخصی کتابتون د نورو علماوو د ګټی اخستنی لپاره بیل کړ ،خو زیاتره کتابونه يې له مینځه تللي دي .
د ابن حبان له پاتې آثارو الثقات، او (روضة العقلاء و نزهة الفضلاء) نومې کتابونه یادولاي شو .
««««««««««««
۶۰ کاله مخکښې د ۱۹۵۶ میلادي کال د جولایۍ په ۲۶ نیټه د مصر د هغه وخت ولسمشر جمال عبدالناصر، سویز کانال ملي اعلان کړ او د هغه د اداره کولو لپاره یو مصري سازمان جوړ شو. سویز کانال په ۱۸۹۶ میلادي کال کښې د انګلستان لخوا د مصر له نیواک وروسته جوړ شو چې له امله یې د اروپا او ایشیا ترمینځ سمندري لاره لنډه شوه. په سویز کانال باندې د انګلستان او هم د فرانسې ولکې دوام درلود تردې چې د جمال عبدالناصر د حکومت په وختو کښې هغه له دغه سټراټیجک کاناله د دغو دوو استعماري حکومتونو د لاس لنډولو لپاره هغه ملي اعلان کړ. د عبدالناصر له دې کار وروسته د انګلستان، فرانسې او صهیونیسټي رژيم ځواکونو په یو وخت پر مصر حمله وکړه خو د سویز په جنګ کښې د دغو هیوادونو له پوځي برترۍ سره سره په تیري ګرو حکومتونو باندې نړیوال دباو او دمصر د مسلمانو خلکو مقاومت د سویز کانال له سیمې د نیواکګرو د شاتګ سبب شو او دا کانال د مصر د حکومت او ولس په واک کښې راغی.
««««««««««««
۳۷ کاله مخکښې د ۱۹۷۹ میلادي کال د جولایۍ په ۲۶ نیټه د الصاعقه فلسطیني سازمان د هغه وخت لوې مدیر زُهیر محسن د فرانسې په کان ښار کښې د صهیونیسټي رژيم د جاسوسي ادارې موساد د عواملو په لاس ووژل شو. صهیونیسټ ترهګر د زهیر محسن له وژلو وروسته وتښتیدل او د فرانسې پولیسو هم ادعا وکړه چې د هغوي هیڅ پته درک یې نه دی موندلی. سره له دې چې صهیونیسټي رژیم د فلسطین ډیر خلک او مشران وژلي دي، خو د امریکې په شان له ترهګرۍ سره د مبارزې مدعي هیوادونو هیڅکله دغه رژیم نه ده غندلی.
««««««««««««
۳۷ کاله پخوا، د دیارلس سوه اته پنځوسم هجري لمریز کال د زمري په پنځمه نیټه، د ایران له اسلامي انقلابه وروسته د لومړني ځل لپاره په تهران کښې د جمعې لمونځ ادا کړئ شو. د دغه جمعې لمانځه امامت د مبارز او انقلابي عالم ارواښاد آیت ا... سید محمود طالقاني پر غاړه درلود او د بیلا بیلو پرګنو ډیرو زیاتو خلکو پکښې ګډون وکړ. د ایران له اسلامي انقلابه مخکښې ، د واکمن استبداد او ساډوبي په وجه د داسی جمعی لمانځه د ادا کولو امکان نه ؤ چې پکښې د جمعی لمانځه امام په آزاده توګه ورځیني مسئلې بیان کړي. خو د اسلامي انقلاب په بریالیتوب پسی دغو عبادي او سیاسي مراسمو خپله حقیقي ځایګاه بیا وموندله او د ایران د مسلمانو خلکو د وحدت او قدرت په ځلا ځائ او د کورنیو او نړیوالو مسئلو په باره کښې د خبریدا لپاره په یوه ټریبیون بدل شو.
««««««««««««
او له ننه ۲۸ کاله پخوا، د دیارلس سوه اوه شپیتم لمریز کال دزمري په پنځمه نیټه، د ایران په لویدیځ کښې د منافقینو ترهګرو ډلګیو د ځپلو لپاره د مرصاد په نوم ستر عملیات پیل شول. له هغی دوه ورځې مخکښې ، منافقینو چې خپل ځواکونه د ایران او عراق په سرحد کښې راغونډ کړي وو او د عراق د پخواني رژیم په وسیله په درنو او لګو درنو واسلو سمبال شوي وو، د ایران پر خاوره یې تیری پیل کړئ ؤ. د منافقینو ډلګۍ د عملیاتو پلان ډیر ساده او غیر واقع بینانه ؤ. د منافقینو مشرۍ دا ګمان کاوه چې د دغی ډلګۍ ځواکونه به له کوم مهم خنډه پرته د هیواد له اصلي لارو تیر شي او په لنډه موده کښې به تهران ته و رسیږي او د ایران پلازمینه به و نیسي. خو د ایران پوځیانو د اولسي ځواک په ملتیا په مرصاد عملیاتو کښې د ایران په لویدیځ کښې منافقینو عناصر کلابند کړل او په پردیو پورې دغه پییلي او ګوډاګي ترهګر یې له مینځه یوړل.
ژباړن: ذیشان حیدر بنګش