Jul 28, 2016 15:28 Asia/Kabul
  • تاریخ پاڼه شماره  ۱۳۰

نن د چهارشنبې ورځ، د دیارلس سوه پینځه نوېم هجري لمریز کال د زمري د میاشتې شپږمه نیټه ده چې د څوارلس سوه اووه دیرشم هجري قمري کال د شوال د میاشتې له دوه ویشتمې او د دوه زره شپاړسم میلادي کال د جولایی له اووه ویشتمې نیټی سره برابره ده.

««««««««««««

یو زرو شپږ نوي کاله پخوا، د درې سوه یو څلویښتم هجري قمري کال د شوال په دوه ویشتمه نیټه، یو مشهور ایرانی شاعر ابو اسحاق کسايی مروزي و زیږید. د هغه د ژوند دوران په ایران کښې د غزنوي پړاؤ له  لومړیو او د ساماني پړاؤ له وروستیو سره برابر ؤ. هغه په پیل کښې، مدح  ویونکی شاعر ؤ، خو څه موده وروسته د روحي بدلون پسی چې د هغه د عقیدتي او فکري بدلون لامل شو، پرهیزګاري او عبادت خپل کړ او جلا یې د پیغمبر اکرم (ص) او د هغوئ حضرت دکورنۍ مدح او وعظ ته مخه کړه. کسایي د مضامینو په جوړولو، معاني بیان او بیانولو او تشبیهولو کښې ډیر قدرت درلود. هغه په فارسي شعرونو کښې وعظ او حکمت کمال ته ورساوه او ویل کیدئ شي، د ناصر خسرو په څیر د سترو شاعرانو د پیدا کیدا سریزې یې برابرې کړې. دغه قدرمن ایرانی شاعر په درې سوه څلور نوېم هجري قمري کال کښې وفات شو او یو شعري دیوان یې په یادګار پریښود چې د فارسي ادب په ډګر کښې بدیع او ارزښتمن دی.

ابو اسحاق کسايی مروزي

 

««««««««««««

دوه سوه شپږ اتیا کاله پخوا، د یولس سوه یو پنځوسم هجري قمري کال د شوال په دوه ویشتمه نیټه، یو نامتو ایرانی عالم محمد حسین خاتون آبادي وفات شو. هغه له خپل پلار محمد صالح او نیکه علامه مجلسي څخه ډیر علمونه زده کړل او لوړ علمي او معنوي مقام یې ترلاسه کړ. هغه په فقی، ادبیاتو او حدیث کښې ډیر مهارت درلود او معتبر اسلامي حدیثونه یې په خپلو کتابونو کښې راغونډ او تالیف کړل. د خاتون آبادي په ګڼ شمیر او ارزښتمنو تالیفاتو کښې د الالواح السماویه، نجم الثاقب او حاشیه بر شرح لمعه کتابونو ته اشاره کولئ شو.

آیت الله خاتون آبادی

 

««««««««««««

دوه سوه څلور څلویښت کاله پخوا، د اولس سوه دوه اویایم میلادي کال د جولایی په اوه ویشتمه نیټه، د اتلسمې میلادي پیړۍ د درو سترو اروپایي قدرتونو تر مینځ د پولینډ د ویش لومړنی تړون لاس لیک شو. دغه ټاټوبی چې نن صبا د اروپا له ختیځي هیوادونو څخه دی،د روسیې، اسټریا او پروشیا د غړیو په وسیله  د دغه تړون په لاس لیکیدا سره پر دغو دریو هیوادونو و ویشل شو. د روسیې، اسټریا او پروشیا حکومتونو له فساده او ختمیدا د پولینډ هیواد د ساتلو په پلمه، هر یوه د دغه هیواد یوه برخه ونیوله. د ویلو ده چې پولینډ تر اوسه څلور ځله په بیلا بیلو هیوادونو ویشل شوې دی.

لهستان

 

««««««««««««

یو سلو پینځه اویا کاله پخوا، د اتلس سوه یو څلویښتم میلادي کال د جولایی په اوه ویشتمه نیټه، د روس یو لیکوال او شاعر میخائيل لرمانتوف و وژل شو. هغه په اتلس سوه څوارلسم میلادي کال کښې په ماسکو کښې و زیږید او ډیر زر یې په شعر ویلو کښې خپل ذوق او استعداد و ښودلو. لرمانتوف چې د بل ستر روسي شاعر الیګزینډر پوشکین همهاله ؤ، له هغه اغیز و مانه . دغه دواړه شاعران  د روسیې د ادبیاتو لوئ شاعران ګڼل شوي دي. د لرمانتوف شعرونه اعتراضي او له ولولو ډک مضامین لري او د روسیې د ادبي رومانتیزم سرخیل دی. البته هغه له لیکنې هم غافل پاتی نه ؤ او د نثر په زمینه کښې هم ارزښتمن آثار لري. د دغه ځوان روسي شاعر او لیکوال په آثارو کښې کولئ شو، قهرمان عصر ما، مرګ پیامبر او شاخه فلسطین ته اشاره وکړو.

میخائیل لرمانتوف

 

««««««««««««

یو سلو درې څلویښت کال پخوا، د اتلس سوه درې اویایم میلادي کال د جولایی په اوه ویشتمه نیټه، یو روسي سیاستوال او شاعر فیوډور ایوانوویچ تیوتچیو مړشو. هغه په اتلس سوه دریم میلادي کال کښې و زیږید او خپلې پوهنتوني زده کړې یې د تاریخي ژبو د زده کولو په څانګه کښې ترسره کړې. تیوتچف تر دوه ویشتو کالو پورې په میونیخ ښار کښې د روسیې استازی ؤ او له ټولنیز چاپیریال او د دغه هیواد د پوهانو له افکارو یې اغیز و مونده. هغه که څه هم په جرمني کښې شعر ویل، خو له دغه هیواده له ستانیدا وروسته یې په لا جدي توګه ادبیاتو ته مخه کړه او په شعر ویلو کښې یې د پنځون لپاره خپله پریمانه مینه و ښودله.

فیودور ایوانوویچ تیوتچف

 

««««««««««««

اووه ویشت کاله پخوا، د یو زرو درې سوه اته شپیتم هجري لمریز کال  د زمري د میاشتې په شپږمه نیټه، د ایران مسلمانو خلکو د ولس مشرۍ له  ټول ټاکنو سره په یو  وخت په  یوه  ټول پوښتنه کښې په  ګډون سره  په  غټ اکثریت سره د ایران د اسلامي جمهوریت په اساسي قانون کښې را منځته شوي اصلاحات تائید کړل .حضرت امام خمیني (رح ) د دیارلس سوه اته شپیتم هجري لمریز کال د غبرګولی په میاشت کښې له خپل  رحلته  لږ  وړاندې  د دې اصلاحاتو  د تر سره کیدا او په همدې موخه د یوغونډې  د جوړیدا فرمان صادر کړ.

د اساسي قانون تر ټولو مهم بدلون د رهبرۍ د مقام لپاره د مرجعیت د شرط حذفول وو.  همداراز  د ولس مشر د اختیاراتو  ډيرول او د لومړي وزارت د څوکۍ لیري کول هغه نور مهم بدلونونه وو چې د مسئولیتونو له ګوتې وهلو د مخنیوي او د مجریه قوې د لا ډيرې کوټلتیا په موخه اجرايي شول .

د اساسي قانون د دغو اصلاحاتو په اساس پر مجریه قوې  د تمرکز او د هغې د کارندوالي د زیات والي په موخه د دغې قوې له  مشرۍ،لوړه قضايی شورا حذف شوه او پر ځائ  يې د قضایه قوې مشر د دغې قوې مسئولیت په خپله غاړه واخیست .

د ولس مشرۍ د ټول ټاکنو په پینځم پړاؤ کښې د حضرت امام خمیني (رح) نږدې  یار آيت ا... هاشمي رفسنجاني د ایران د ولس مشر په توګه وټاکل شو.

د ایران د اسلامي جمهوریت اساسي قانون

 

««««««««««««

او له ننه  اووه کاله پخوا، د  یو زرو درې سوه اته اتیایم هجري  لمریز کال د زمري په  اتمه  نیټه، ایرانی مطرح  ډایریکټر سیف ا... داد وفات شو .

هغه  په  دیارلس سوه څلور دیرشم هجري  لمریز کال کښې په خرمشهر کښې وزیږید او په  دیارلس سوه یو پنځوسم هجري لمریز کال کښې د شیراز له پوهنتونه  د ټولنې پيژندنې په برخه کښې فارغ التحصیل شو .

د شپیتمې لسیزې  په  لومړیو کښې هغه  د ایران د لومړۍ تلویزیوني شبکې د فلمنامې یا سکریپټ د څیړنې د شورا غړئ ؤ او له هغې وروسته د فارابي سینمايي بنسټ غړئ شو .

داد  د اویایمې لمریزې لسیزې په لومړۍ نیمايۍ کښې د دوو کلونو لپاره د سینما د مدیریه  پلاوي  مشر  ؤ  خو له دیارلس سوه شپږ اویایم  تر دیارلس سوه نهه اویایم  لمریز کلونو د کلتور او اسلامي ارشاد وزارت سینمايي مرستیال ؤ .

هغه  د خپل فعالیت  د کلونو په اوږدو کښې د (زیر باران)، (کانیمانګا) او (بازمانده) په څير د فلمونو له ډایرکټرۍ سر بیره د تدوینوونکي په توګه هم فعالیت کاوه .

سیف ا... داد  د تدوینوونکي په توګه په  (هور در آتش)،  (ابلیس)،  (در مسلخ عشق)  او  (بچه های طلاق)  فلمونو کښې فعالیت کړئ دی او  د ابراهیم حاتمي کیا په ( از کرخه تا راین) په فلم کښې  يې د طرحې د مجري  په  توګه کار کړئ دی.

سیف ا...  داد بالاخره د دیارلس سوه اته اتیایم  هجري لمریز کال  د زمري په شپږمه نیټه د تهران د مهر په روغتون کښې د سرطان  د ناروغۍ  له کبله  له نړۍ سترګې پټې کړې.

سیف الله داد

 

 

ژباړن: ذیشان حیدر بنګش

ټیګونه