تاریخ پاڼه شماره ۱۳۱
نن د پنج شنبې ورځ، د دیارلس سوه پینځه نوېم هجري لمریز کال د زمري د میاشتې اوومه نیټه ده چې د څوارلس سوه اووه دیرشم هجري قمري کال د شوال د میاشتې له درویشتمې او د دوه زره شپاړسم میلادي کال د جولایي د میاشتې له اته ویشتمې نیټی سره برابره ده.
««««««««««««
۳۲۵کاله مخکې د ۱۱۱۲قمری کال دشوال دمیاشتې په درویشتمه نیټه، ستر مسلمان فقیه او محدث سید نعمت ا... جزایري په ۶۲کلنۍ کې وفات شو . هغه دفقې ،حدیثو ،تفسیر او دعربو دادبیاتو په علمونوکې یو ښه استاد ؤ او داسلام د دین داحکامو په پراختیا اوتبلیغ کې ئې ډير زیات زحمتونه ګاللي او ډير شاګردان ئې روزلي دي . دهغه له ارزښتمنو آثارو څخه :قصص الالنبیاء ، مدینة الحدیث او هدایت المومنین : نومې کتابونو ته اشاره کولی شو.
««««««««««««
۱۹۵ کاله وړاندې د ۱۸۲۱ م کال د جولای په ۲۸، پرو هیواد له اسپانیا خپلواکې ترلاسه کړه او دغه ورځ د پرو ملي ورځ اعلان شوه .
پرو د اینکا د متمدن قوم او د هغوۍ د امپراطورۍ مرکز ؤ چې له ۱۲ پیړۍ تر ۱۶ پیړۍ پورې د جنوبی آمریکا په هیوادونو سلطه درلوده.
د ۱۶ میلادي پیړۍ په لومړیو کښې اسپانیايي استعمارګر پرو هیواد ته ننوتل او سورپوستو له بې رحمانه وژلو وروسته یې ،دغه ټاټوبې د اسپانیا تر ملاتړ لاندې راوسته .
اسپانیايي استعمارګرو د پرو خلک او د دغه هیواد طبیعي زیرمې چورتالان کړي او په همدې دلیل د دغه هیواد د خلکو آزادې غواړي او خپلواکې غواړې مبارزې هم پیل شوي او د جنوبی آمریکا د آزادي غواړي سردار سیمون بولیوار او سان مارتین په مشرۍ د دغه هیواد د خلکو آزادي غواړو مبارزو نتیجه ورکړه ،پرو خپلواکه او جمهوري حکومت پکې جوړ شو .
پرو هیواد دولس لکه ۸۵ اتیا زره او ۲۱۶ مربع کیلومټره پراخوالی لري او جنوبي آمریکا په شمال لویدیځ او آرام سمندر په څنډو کښې پروت هیواد دی،چې له اکواډور، کولمبیا، چیلي، برازیل او بولیویا سره ګډه پوله لري.
««««««««««««
۱۳۸ کاله وړاندې د ۱۸۷۸ م کال د جولای په ۲۸مه نیټه د برلین تاریخي معاهده په همدې نامه د غونډې په پای کې چې د روسیې ، جرمني ، فرانسې ، برتانېې او اطریش استازو په کې ګډون درلود لاسلیک شوه .
د برلین غونډه د جرمني د وخت د صدر اعظم بیسمارک په غوښتنه جوړه شوه د دې معاهدې په لاسلیک سره د جرمني سیاسي او فوځي قدرت خپل اوج ته ورسیداو د دې هیواد د پراختیا غوښتنې لپاره زمینه برابره شوه .
په اصل کې په ۱۸۷۸ م کال کې د برلین د تړون په لاسلیکیدا سره د لومړنۍ نړیوالې جګړې د تر سره کیدا لپاره زمینه برابره شوه .
««««««««««««
۱۰۲ کاله وړاندې د ۱۹۱۴ م کال د جولاي په ۲۸، د لومړې نړیوال جنګ په درشل کښې، د اتریش امپراطورې په صربستان کښې د دغه هیواد د ولیعهد د وژلي په پلمه، د صربستان له حکومت سره د جنګ اعلان وکړ.
خو د دغه جنګ د اعلانیدو اصلي علت،د صربستان په کورنیو چارو او بلوا کښې د اتریش لاسوهنه او له هغو سره د صربستان د خلکو مخالفت ؤ .
په لومړې نړیوال جنګ کښې د جرمني،اتریش او عثمانيي حکومتونه په یوه جبهه کښې ودریدل او روسيي،فرانسي، انګلستان او صربستان مقابله ډله جوړه کړه .
««««««««««««
۴۰ کاله وړاندې د ۱۹۷۶د جولای په ۲۸مه نیټه یوې درنې زلزلې د چین ختیځ تانک شان ښار ولړزاوه .
د دې زلزلې قدرت د ریشتر په کچه ۷ اعشاریه آته درجې ؤ ، په دې زلزله کې ۶ لکه کسان مړه او لکونو نور یا ټپيان او یا کډه کولو ته اړ شول .
البته د چین چارواکو د دې زلزلې رسمي تلفات ۲۴۰ زره تنه اعلان کړل.
دا زلزله په چین کې د ۱۵۵۶ م کال له زلزلې را وروسته تر ټولو ستره زلزله ګڼل کیږي .
په هغه زلزله کې هم۸ لکه ۳۰ زره تنه وژل شوي ؤ .
««««««««««««
او له ننه پینځه دیرش کاله پخوا، د دیارلس سوه شپیتم هجري لمریز کال د زمري د میاشتې په اوومه نیټه، د ایران لیري کړئ شوی ولسمشر ابوالحسن بني صدر په منافقینو باندې مشهور د مجاهدین خلق د ترهګرې ډلګۍ د مشر مسعود رجوي په ملګرتیا له ایران وتښتید. له دې اووه دیرش ورځې مخکښې بني صدر د بې کفایتۍ او د صدام حسین د پوځ د یرغل په وړاندې د هیواد څخه په دفاع کښې د ناتوانۍ او ګډوډۍ په وجه په رسمي توګه د ولسمشرۍ له مقامه څنګته کړئ شوئ ؤ. هغه هیله درلوده د مجاهدین خلق په وحشیانه ټرورونو سره یو ځل بیا قدرت ته راوګرځي خو د ولسمشرۍ د ټاکنو له ترسره کیدا او په ولسمشرۍ باندې د محمد علی رجایي له غوره کیدا وروسته بني صدر په ناهیلۍ سره او د ښځو په جامو کښې د رجوي په مرګتیا فرانسې ته وتښتیده. بیني صدر په فرانسه کښې د ایران د اسلامي جمهوریت پر خلاف خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړ. رجوي هم په یو څرګند خیانت کښې خپله ډله د صدام حسین په خدمت کښې راوستله خو د عراق د ډیکټاټور له نسکوریدا وروسته دغه ډلې هم خپله کارنده توب له لاسه ورکړ.