تاریخ پاڼه شماره ۱۳۲
نن د جمعې مبارکه ورځ، د دیارلس سوه پینځه نوېم هجري لمریز کال د زمري د میاشتې اتمه نیټه ده چې د څوارلس سوه اووه دیرشم هجري قمري کال د شوال له څلورویشتمې او د دوه زره شپاړسم میلادي کال د جولایي له نهه ویشتمې نیټی سره برابره ده.
««««««««««««
د ایران په تاریخ کښې د زمري میاشت اتمه نیټه په شیخ اشراق مشهور د عارف شهید د شیخ شهاب الدین سهروردي د درنښت ورځې په توګه نومول شوي ده. په شیخ اشراق مشهور، حکیم، متکلم، ادیب او فیلسوف شیخ شهاب الدین سهروردي ابو الفتوح په پنځه سوه نهه څلویښتم قمري کال کښې د زنجان په شا او خوا په سهرورد کښې و زیږید. هغه له دی وروسته چې حکمت او د فقې اصول یې زده کړل، د حکمت او فلسفې په علومو کښې د هغه وخت سرخیل شو او د ذهانت، حافظې قوت او ښه فکر په وجه یې د هغه وخت په ډیرو علومو کښې استاذي ترلاسه کړه. سهروردي لکه په ډیرو موردونو کښې د پخوانیو رایو په خلاف خبرې کړي او له ایراني حکمته او د زردشتي دین له اصلاحاتو څخه استفاده کړي وه، متعصبو خلکو هغه په شرک او بی دینئ تورن کړ او د حلب د عالمانو په نظر سره یې د هغه د وژلې حکم صادر کړ. تر دی چې بالاخره یې هغه په پنځه سوه اوه اتیایم قمري کال کښې په اته دیرش کلنۍ کښې و وژلو. سهروردي په عربي او فارسي ژبو کښې ګڼ شمیر آثار لري چې په عربي کښې منطق التلویحات، المقاومات، حکمه الاشراق او په فارسي کښې روزی با جماعت صوفیان، عقل سرخ و پرتونامه له هغو څخه دي. سهروردي د اشراق حکمت احیا کړ او هغه یې کمال ته وراسوه. د اشراق په حکمت کښې سیر او سلوک یواځی د فکر راپنځول نه دي ، بلکه د ریاضت او لار ښونې په وجه ذوق ترلاسه شوی دی. ملا صدرای شیرازي او حاج ملا هادي سبزواري د سهروردي له عقایدو استفاده وکړه او له هغو یې د لوړ حکمت په بیانولو او وړاندی کولو کښې استفاده وکړه.
««««««««««««
یو زرو دوه سوه شپږویشت کاله پخوا، د دوه سوه یولسم هجري قمري کال د شوال په څلور ویشتمه نیټه، د دریمې هجري قمري پیړۍ یو مشهور محدث او پوه عبدالرزاق صنعاني په پنځه اتیا کلنۍ کښې په یمن کښې وفات شو. هغه یو باخبره او پرهیزګاره عالم ؤ او د هغې زمانې ډیرو عالمانو د هغه له پوهې استفاده وکړه. دغه لوړ رتبه فقیه چې د عمر په وروستیو کښې یې خپل نظر له لاسه ورکړ، د قرآن مجید له نامتو حافظانو ګڼل کیده. د هغه په تالیفاتو کښې تفسیر قرآن ته اشاره کولئ شو چې د هغه یوه خطي نسخه د مصر په خزانې کښې ساتل کیږي.
««««««««««««
شپږ سوه اته اتیا کاله پخوا، د اوه سوه نهه څلویښتم هجري قمري کال د شوال په څلورویشتمه نیټه، یو مسلمان لیکوال، مفسر، محدث او فقیه ابن لبان وفات شو. هغه په شپږ سوه نهه اویایم قمري کال کښې په دمشق ښار کښې و زیږید او خپل ماشومتوب دور یې په خپل زیږنځائ کښې تیر کړ. هغه له لویو استادانو څخه د فقی، د فقی اصول او حدیث زده کولو ته مخه کړه. ابن لبان په شعر ویلو کښې هم له ډیرو سبکونو برخمن ؤ. هغه د خطبو او وعظ او له تدریس سربیره د قرآن په تفسیر هم بوخت ؤ. د هغه یوه ځانئ چاپ شوی اثر د قرآن په تفسیر کښې هغه کتاب دی چې په قرآن کریم کښې یې محکم او متشابه آیتونه جاجولي دي.
««««««««««««
نهه پنځوس کاله پخوا، د نولس سوه اووه پنځوسم میلادي کال د جولایي په نهه ویشتمه نیټه، د اټومي انرژۍ نړیوال آژانس د ملګرو ملتو لخوا جوړ کړائ شو .د دغه آژانس د جوړولو هدف هم له اټومي انرژۍ د سوله ایزې استفادې د ضمانت او د ډلوژونکو وسلو د تولید او پوځي هدفونو د کارولو د مخنیوي د ضمانت لپاره په فعالو اټومي بټیو څارنه وه.
د اټومي انرژۍ د نړیوال آژانس مرکز په ویانا کښې دی او په دې ښار کښې یو څیړنیز لابراتوار په بیلا بیلو زمینو کښې د خپلو څیړنو پایلې، له اټومي انرژۍ د سوله ایزې او ګټورې استفادې لپاره د آژانس غړیو هیوادونو ته ورکوي .
له دې سره په یو وخت د اټومي انرژۍ نړیوال آژانس د سترو قدرتونو تر اغیزو لاندې له خپلو اصلي دندو واټن اخیستی دی او په سیاسی بڼه انتخابي چلند هم کوي .
لکه څنګه چې د اټومي وسلو پينځه درلودونکي هیوادونه (آمریکا، روسیه، فرانسه، انګلستان او چین) د اټومي انرژۍ د نړیوال آژانس له څارنې بهر دي. له بلې خوا د ځینو هیوادونو سوله ایز اټومي فعالیتونه د سترو قدرتونو لخوا د زور په کارولو سره له ستونزې سره مخ کیږي او د دې په مقابل کښې د صهیونست رژیم په څیر د ځینو هیوادونو په اټومي پروګرامونو چې اټومي وسلې لري، کومه څارنه نه کوي .
««««««««««««
اوولس کاله پخوا، د دیارلس سوه اته اویایم هجري لمریز کال د زمري په اتمه نیټه، یو مشهور ایرانی څیړاند او نامتو استاد سید جلال الدین مجتبوي وفات شو.
د تهران پوهنتون قدرمن استاد او د عقلي علومو نامتو څیړاند استاد ډاکټر سید جلال الدین مجتبوي په دیارلس سوه اوم لمریز کال کښې په تهران کښې و زیږید. هغه له لومړنیو او مینځنیو زده کړو وروسته، لیسانس او وروسته ډاکټرۍ ترسره کړه او په فلسفې کښې فارغ التحصیل شو. استاد مجتبوي د ډاکټرۍ له اخیستلو وروسته، د تهران پوهنتون د فلسفې په ډلګۍ کښې په تدریس مشغول شو. او نهو کالو پورې هم د ادبیاتو او انساني علومو د پوهنځي مشرۍ او د دغه پوهنځي د فلسفې ډلګۍ مدیریت پر غاړه درلود. ډاکټر مجتبوي په اوږړوو کلونو کښې، په حکمت او فلسفې کښې ګڼ شمیر آثار تالیف او و ژباړل چې کلیات فلسفه، فلسفه یونان و روم او فلسفه یا پژوهش حقیقت د هغه له ژباړنو څخه دي. همداراز د قرآن ژباړنه او تفسیر چې د نظر د خاوندانو په عقیده د قرآن مجید په تر ټولو ښو ژباړنو کښې ګڼل کیږي، له دغه استاده په یادګار پاتی دی. استاد مجتبوي بالاخره د تدریس او د اسلامي کلتور د خپرونې له یوه عمر وروسته، بالاخره په یو اویا کلنۍ کښې په تهران کښې له نړۍ سترګې پټې کړې.
««««««««««««
او له ننه نهه کاله پخوا، د دیارلس سوه شپږ اتیایم هجري لمریز کال د زمري په اتمه نیټه، په مشکیني مشهور د ایران یو روحاني او مبارز آیت ا... علی اکبر فیض له نړۍ سترګې پټې کړې. هغه په دیارلس سوم هجري لمریز کال کښې د ایران په شمال لویدیځ کښې له مشکین ښار سره نږدې په یوی علم او فضیلت لرونکي کورنۍ کښې و زیږید. آیت ا... مشکیني د دیني علومو زده کړې له خپل پلار څخه پیل کړې. وروسته د زده کړو د دوام لپاره قم ته ولاړ. دغه ستر روحاني د آیت ا... العظمی بروجردي او امام خمیني (رح) په شان له نامتو عالمانو څخه د علم او اخلاق درس زده کړ او لوړې علمي درجې یې تر لاسه کړې. هغه همداراز له هغو لومړنیو کسانو څخه ؤ چې له شاه سره د مبارزې لپاره د امام خمیني (رح) د غورڅنګ غړي وو او په ځلونو و نیول، زنداني او جلاوطن کړئ شو. د ایران د اسلامي انقلاب له بریالیتوبه وروسته، آیت ا... مشکیني مهم مسئولیتونه پر غاړه واخیستل چې تر ټولو مهمه پکښې د خبرګانو د جرګې د درې دورو مشري وه چې د هغه تر وفاته یې دوام درلود. د دغه لوی استاد او د اخلاقیاتو د معلم په آثارو کښې د اصلاح الاصول، ازدواج در اسلام او بحث تکامل از نظر اسلام کتابونو ته اشاره کولئ شو.
ژباړن: ذیشان حیدر بنګش