تاریخ پاڼه شماره ۱۳۳
نن د شنبې ورځ، د دیارلس سوه پینځه نوېم هجري لمریز کال د زمري د میاشتې نهمه نیټه ده چې د څوارلس سوه اووه دیرشم هجري قمري کال د شوال د میاشتې له پینځه ویشتمې او د دوه زره شپاړسم میلادي کال د جولایي د میاشتې له دیرشمې نیټی سره برابره ده.
««««««««««««
یو زرو دوه سوه نهه اتیا کاله پخوا، د یو سلو اته څلویښتم هجري قمري کال د شوال په پینځه ویشتمه نیټه،د خدائ ګران پیغمبر (ص) لمسئ حضرت امام جعفر صادق(ع) د ظالم عباسي واکمن د منصور دوانیقي په حکم شهید کړئ شو. امام جعفر صادق(ع) په درې اتیایم هجري قمري کال کښې په مدینی ښار کښې نړۍ ته سترګې رڼې کړې او د خپل قدرمن پلار حضرت امام محمد باقر(ع) اوباایمانه مور په لمن کښې و روزل شو. هغه حضرت په یو دیرش کلنۍ کښې د حضرت امام محمد باقر(ع) له شهادت وروسته د امامت مسئولیت پر غاړه واخیستو او دمسلمانانو لارښود شو. د هغه حضرت د ژوند پړاؤ، د د پینځو اموي واکمنانو او د دوو عباسي واکمنانو د حکومت له پړاؤ سره برابر ؤ او په هغه وخت کښې د واکمنئ پر سر د عباسیانو او امویانو تر مینځ سختو نښتو د پیغمبر (ص) پر کورنۍ د هغو دباؤ کم کړ. همدغې موضوع، د حضرت امام جعفر صادق (ع) لپاره مناسبه زمینه برابره کړه څو د اسلامي علومو پراختیا او د خپل مکتب د شاګردانو روزنه وکړي او د طب، کیمیا، الجبرا، نجوم او نور و علومو په شان بیلابیلو علومو کښې په زرګونو فقیهان او پوهان و روزي، لکه څنګه چې جابر بن حیان چې د کیمیا علم په پلار مشهور دی، د هغه حضرت له شاګردانو څخه ؤ. امام جعفر صادق (ع)له خپل پلار حضرت امام محمد باقر (ع) سره په مدینی کښې د هغه وخت د اسلامي نړۍ تر ټولو ستر علمي مرکز پرانیسته او له لرې او نږدې سیمو ګڼ شمیرو پوهو څیړاندو د هغه حضرت د علم او درس له محضره استفاده وکړه. بالاخره د عباسي ظالم واکمن منصور دوانیقي په حکم چې په خلکو کښې یې د امام جعفر صادق (ع) د زیات نفوذ زغم نه درلود، هغه حضرت ته یې په پینځه شپیته کلنۍ کښې زهر ورکړل او شهید یې کړ او د امام جعفر صادق (ع) پاک مړئ په مدینی منورې کښې په بقیع هدیرې کښې خاوروته وسپارل شو. د حضرت امام جعفر صادق (ع) د شهادت په مناسبت د تسلیت د وړاندې کولو ترڅنګ د هغه مبارک یوه لنډه وینا تاسو ته هم وړاندې کاوو چې فرمایي : علم حاصل کړئ او د پوهې تر لاسه کولو سره یو ځائ ځانونه په درنښت او زغم و پسلولئ او د هغه چا په نسبت چې ورته علم ورښئ، خاکساره و اوسئ.
««««««««««««
نهه سوه یو کاله پخوا، د پینځه سوه شپږ دیرشم هجري قمري کال د شوال په پینځه ویشتمه نیټه، یو ایرانی مسلمان لیکوال او محدث احمد هروي وفات شو. هغه د ننني افغانستان په شمال کښې د نظامیه بلخ مدرسی په نامتو مدرسانو کښې ګڼل کیده او هغه تر ټولو مشهور شاګرد چې د هغه په محضر کښې و روزل شو، رشیدالدین وطواط د بلخ لوړ رتبه ادیب او ویناوال ؤ. هروي په پینځه سوه شلم هجري قمري کال کښې د حج له مراسمو وروسته بغداد ته ولاړ او د دغه ښار د لیکوالانو او پوهانو په غوښتنه یې د حدیث او ادبیاتو تدریس ته مخه کړه.
««««««««««««
یو سلو څلورویشت کاله پخوا، د یو زرو دوه سوه یو اویایم هجري لمریز کال د زمري د میاشتې په نهمه نیټه، امامي عالم او اصولي فقیه آیت ا... ملا احمد بن علی اکبر فاضل مراغي وفات شو. آیت ا... ملا احمد فاضل مراغي د دیارلسمې هجري قمري پیړۍ په مینځنیو وختونو کښې نړۍ ته سترګې رڼې کړې. هغه په اصل کښې د مراغې اوسیدونکئ ؤ او په تبریز کښې اوسیدو. هغه د اسلامي علومو له مقدماتي زده کړو وروسته، د نجف اشرف علمیه حوزې ته ولاړ او د استاد اعظم، شیخ مرتضی انصاري او سید حسین کوه کمره ای او نورو په شان عالمانو له محضره یې ګټه پورته کړه. فاضل مراغي له دې کلونو مخکښې چې د نجف اشرف په علمیه حوزې کښې یې تیر کړل او لوړو علمي درجو ته ورسید، تبریز ته ستون شو او د فقې، اصولو او کلام تدریس ته یې مخه کړه. له هغه څخه ګڼ شمیر آثار په یادګار پاتې دي چې پکښې (حاشیه بر نهج البلاغه)، (حاشیه بر صمدیه)، (تفسیر قرآن و نکات القرآن) او (بیان دقائقه ) ته اشاره کولائ شو. بالاخره دغه امامي عالم، اصولي فقیه، متکلم او لوئ ادیب د یو زرو دوه سوه یو اویایم هجري لمریز کال د زمري د میاشتې په نهمه نیټه په تبریز کښې وفات شو او جنازه یې نجف ته یووړل شوه او په وادی السلام کښې خاورو ته وسپارل شوه.
««««««««««««
شپږ دیرش کاله پخوا، د دیارلس سوه نهه پنځوسم هجري لمریز کال د زمري د میاشتې په نهمه نیټه، د ایران د اسلامي جمهوریت د بیرغ ځانګړنې چې مخکښې تصویب شوې وې، اعلان شوې. د ایران د اسلامي انقلاب له بریالیتوب وروسته د ایران د اسلامي جمهوریت بنسټګر حضرت امام خمیني (رح) د داسې یو بیرغ د جوړیدو غوښتونکئ شو چې د دغه اسلامي نظام له مختوا او موخو سره غږملئ وي. هغه بیرغ چې تصویب شو، د تیر په شان د زرغون، سپین او سور درو رنګونو څخه جوړ دئ. زرغون د اسلام د بیرغ رنګ او همداراز د ایران د سمسورتیا او آبادنۍ نښه ده. سپین رنګ د ایرانیانو سوله غوښتنه ښایې او سور رنګ د دین او وطن څخه په دفاع کښې د ایرانیانو د سر ښیندنې نښه ده. د ایران د اسلامي جمهوریت د بیرغ په مینځ کښې د الله آرم راغلئ دی چې په زیات غور سره لا اله الا الله ویل کیږي. د سپین رنګ په غاړه کښې هم دوه ویشت ځلې د الله اکبر عبارت لیکل شوئ چې د یو زرو درې سوه اووه پنځوسم هجري لمریز کال د سلواغې د میاشتې په دوه ویشتمه د ایران د اسلامي انقلاب د بریالیتوب بیلګه ده. په ټول کښې د ایران د اسلامي جمهوریت بیرغ اسلامي تعلیمات او د ایران پر اسلامي جمهوریت واکمن الهي ارزښتونه ښیي.
««««««««««««
او له ننه نهه ویشت کاله پخوا، د دیارلس سوه شپږ شپیتم هجري لمریز کال د زمري د میاشتې په نهمه نیټه، د مکې د خونړۍ جمعې پیښه رامینځته شوه. د دیارلس سوه شپږ شپیتم هجري لمریز کال د زمري د میاشتې په نهمه نیټه چې د څوارلس سوه اووم هجري قمري کال د ذی الحجې د میاشتې له شپږمې نیټی سره برابره وه، په زرګونو ایراني او د نورو اسلامي هیوادونو ګڼ شمیر زائرین په مکې او د خدائ په کور کښې له مشرکانو څخه د برائت د الهي فریضې د ترسره کولو په حال کښې وو چې د سعودي عربستان د وهابي حکومت د مامورانو لخوا پرې وحشیانه یرغل وشو او له هغو یو شمیر حاجیان شهیدان شول. د خدائ د کور زائرین له قرآن او اسلامي تعلیماتو په الهام سره هر کال د برائت مراسم ترسره کوي او په هغو کښې اتحاد ته د مسلمانانو د بلنې تر څنګ، د اسلام له دښمنانانو په ځانګړي توګه له امریکې او صهیونیسټ رژیمه خپله بیزاري اعلانوي. د خدائ په امن کور کښې د دغه بې رحمانه تیري له امله څلور سوه ایراني حاجیان شهیدان شول او تر زرو زیات پکښې ټپیان هم شول. د خدائ د کور پر زائرانو حملې وښودله چې د عربستان وهابي مشران نه یواځې په دغه هیواد کښې د حرمین شریفین د خدمت وړتیا نلري بلکه د خپلې غلامۍ د ثابتولو لپاره حاضر دي، الهي ټینګ احکام تر پښو لاندې کړي.
ژباړن: ذیشان حیدر بنګش