تاریخ پاڼه شماره ۱۳۴
نن د یکشنبې ورځ، د دیارلس سوه پینځه نوېم هجري لمریز کال د زمري د میاشتې لسمه نیټه ده چې د څوارلس سوه اووه دیرشم هجري قمري کال د شوال د میاشتې له شپږویشتمې او د دوه زره شپاړسم میلادي کال د جولایي د میاشتې له یو دیرشمې نیټی سره برابره ده.
««««««««««««
۲۱۰ کاله وړاندې، د ۱۸۰۶ کال د جولایي په یو دیرشمه نیټه، د افریقا د لويې وچې په جنوب کښې کاپ ټاټوبی انګریز لښکر ونیوه. په دې توګه د انګلستان په وسیله د جنوبي افریقا د شا او خوا سیمو د استعمار پړاؤ پيل شو. کاپ ټاټوبی د جنوبي افریقا جنوبي برخه جوړوي چې د هند او اطلس سمندرونو تر مینځ او د نیکې هیلې د څوکې په څنډه کښې پروت دی. دغه سیمه د سرو زرو او الماسو بډایه کانونه لري او په همدې دلیل تل د استعمارګرو د پام وړ ګرځيدلې ده .
««««««««««««
یو سلو څلور څلویښت کاله پخوا، د دولس سوه درې نوېم هجري قمري کال د شوال په شپږ ویشتمه نیټه، د ایران د مسلمانانو د تقلیدمرجع او پوه مجتهد آیت ا... سید عبدالمحمد موسوي وفات شو. هغه له اوه کلنۍ د قرآن مجید له حفظ کولو سره د دیني علومو زده کړې پیل کړې. هغه په څلورویشت کلنۍ کښې د اجتهاد درجه ترلاسه کړه او وروسته یې د تدریس کار ته مخه کړه. هغه د دیني علومو له لویو مدرسینو څخه ؤ او د فقی او د فقی د اصولو تدریس، د علمیه حوزو او دیني مدرسو جوړول، همداراز د نورو اجتماعي فعالیتونو تر څنګ د خدائ د احکاماتو اجرا کول، د هغه له خدماتو ګڼل کیږي. له هغه تالیفات په یادګار پاتی دي چې ټول پکښې پر لاس لیکل شوي دي او پکښې کولئ شو د شرح استدلالي بر عروه الوثقی کتاب او ذخیرة العباد رسالی ته اشاره وکړو.
««««««««««««
۱۳۰ کاله پخوا، د ۱۸۸۶ میلادي کال د جولايي د میاشتې په یو دیرشمه نیټه، د هنګري موسیقي جوړونکئ فرانز لیسټ مړ شو. هغه په ۱۸۱۱ میلادي کال کښې زیږیدلئ ؤ. لیسټ په موسیقۍ یا ساز غږونې کښې ډير ې وړتیاوې او خاص سټایل درلود. د لیسټ په خورا مشهورو موسیقیو کښې (فاؤست) په نوم سمفوني او د هنګري د موسیقۍ ملي او ځایي آوزارونو ته اشاره کولئ شو. پر دې سربیره هغه د سمفونیک منظومو جوړونکئ هم ؤ.
««««««««««««
دوه اویا کاله وړاندې، د ۱۹۴۴ کال د جولايي په یو دیرشمه نیټه، یو فرانسوی لیکوال آنتوان ډي سینټ ایګزوپیري په دوهم نړیوال جنګ کښې د خپلې الوتکې د نسکوریدا له امله ووژل شو. هغه په ۱۹۰۰ کال کښې د فرانسې په لیون کښې زیږیدلئ ؤ. هغه له فضا کچ کونې سره د خپلې دلچسپۍ په دلیل په دې څانګه کښې په کار بوخت شو. ایګزوپیري په دوهم نړیوال جنګ کښې پوځ ته لاړ او د پستي مرسولاتو وړل راوړل يې په غاړه واخیستل . هغه په همداسې ورځ د خپل ورځني ماموریت د ترسره کولو لپاره الوت وکړ، خو بیا د هغه او د هغه د الوتکې هیڅ درک ونه لګید. ایګزوپیري د لیکوالئ او هغو آثارو په دلیل چې له هغه پاتې دي، ډير مشهور شوی دی. ایګزوپیري چې کله بیکاره وائ، نو لیکوالي به يې کوله او د هغه شاهکار (وړوکی شهزاده) نومي کتاب دی . د (جنوب پيک) او (د شپې مهال الوت) نور کتابونه د دغه فرانسوي لیکوال آثار دي .
««««««««««««
یو پنځوس کاله پخوا، د دیارلس سوه شپږ اتیایم هجري لمریز کال د شوال په شپږویشتمه نیټه، په هبة الدین مشهور یو عراقی عالم او مجاهد آیت ا... سید محمد علی شهرستاني له نړۍ سترګې پټې کړې. هغه په دیارلس سوه لومړي هجري قمري کال کښې د کربلا په سپیڅلي ښار کښې وزیږید او په لومړیو کښې يې په خپل زیږنځائ کښې او وروسته په نجف اشرف کښې بیلا بیل اسلامي درسونه زده کړل او د اجتهاد درجه یې ترلاسه کړه . آیت ا... شهرستاني یو پوه او ژمن عالم ؤ او د خپل ژوند په اوږدو کښې یې نه یواځئ ډیر کتابونه و لیکل بلکه د اسلام او د مسلمانانو د لوړاوي په لاره کښې یې ګڼ شمیر اقدامات ترسره کړل. هغه د عراق د خپلواکئ لپاره ډیرې هڅې وکړې او د انګلستان له ځواکونو سره یې د جنګ په جبهو کښې شتون وموند. دغه فاضل عالم د لوړې محکمې د مشر، د معارفو وزیر او د عراق د پارلمان په استازیتوب کښې هم د ګڼ شمیرو خدمتونو سرچینه شو. آیت ا... محمد علی شهرستاني د اسلامي نړۍ د ویښولو او یو ځائ کولو لپاره ډیرې هڅې وکړې او په دغه زمینه کښې یې د محمد عبدو په شان له کسانو سره اړیکې او ملګرتیاوې درلودې. دغه نامتو عالم په ډول ډول زمینو کښې ډیر کتابونه په یادګار پریښي دي چې پکښې د (المحیط) تفسیر ، (حکمة الاحکام) او (نهضة الحسین) کتابونو ته اشاره کولئ شو.
««««««««««««
او د نولس سوه شپیتم میلادي کال د جولایي د میاشتې په یو دیرشمه نیټه، د امریکا د تورپوستو مسلمانانو مشر الیجاه محمد د دغه هیواد د فیډرل حکومت تر څارنې لاندې د تورپوستو د یوه حکومت د جوړولو غوښتونکئ شو. د هغه دغه طرحه په امریکا کښې له نسلي توپیره د خلاصون لپاره د تور پوستو د هڅو په لړ کښې وه. الیجاه محمد چې پخپله د فرد محمد په نوم د امریکا د تورپوستو مسلمانانو د غورځنګ د یوه بل مشر تر اغیز لاندې مسلمان شوئ ؤ، د دغه غورځنګ یو ترټولو اغیزمن کس ګڼل کیږي. هغه د دغه هیواد مسلمانانو لپاره مرکزونه، جوماتونه او د (امت اسلام) ګوند جوړ کړ. په عین حال کښې د (مالکوم ایکس) په شان د امریکا د تورپوستو مسلمانانو د غورځنګ یو شمیر فعالان د الیجاه محمد د ځینو سیاستونو او عقایدو مخالفان وو. طبیعي وه چې د امریکا د تورپوستي دولت د جوړیدو طرحه هم له واشنګټن لخوا چنداني جدي ونه ګڼله شي.
ژباړن: ذیشان حیدر بنګش