Aug 02, 2016 12:21 Asia/Kabul
  • تاریخ پاڼه شماره  ۱۳۵

نن د دوشنبې ورځ، د دیارلس سوه پینځه نوېم هجري لمریز کال د زمري د میاشتې یوولسمه نیټه ده چې د څوارلس سوه اووه دیرشم هجري قمري کال د شوال د میاشتې اووه ویشتمه او د دوه زره شپاړسم میلادي کال د اګست له لومړی نیټی سره برابره ده.

««««««««««««

۱۰۷    کاله مخکې  د ۱۲۸۸لمریز کال د زمري  میاشتې په یولسمه نیټه،  یو مبارز او ژمن عالم آیت ا... شیخ فضل  ا... نوري په تهران  کې  داستعمار  په لاس دغولیدلو او  تالي څټو  عواملو په لاس پانسي شو .  هغه  دتهران دلومړۍ  درجې فقیه ؤ  او   داسلامی  او عدالت پالو  لیدتوګو  په دودولو کې ئې ډيرې هلې ځلې وکړې . آیت ا....نوري  دقاجار  داستبداد  په ضد دروحانیونو او خلکو په مبارزو  او  دمشروطه انقلاب   په رامینځةکیدونکي پړاؤ کې  یو نامتو مشر شمیرل کید .  خو  دمشروطه انقلاب  په وخت او  دملی شورا له جوړیدا او  داساسی قانون  ترمیم په برابریدو پسې ، لکه  څنګه چې   ئې دمجلس ځيني قوانین او مسودې  له اسلام سره په توپير کې لیدلې ،  ورسره ئې مخالفت ته مخه کړه   او  له څونورو مبارزانو سره یو ځآي ئې  دتهران په جنوب کې  په شهر ری کې  په حضرت عبدالعظیم   حرم کې  پرلتۍ ووهلې . شیخ فضل ا... نوري  له دې وروسته  کلی پارلیمان ئې ومانه ،  داسلام له شرعې سره  توپيري قوانین تصویب نه کړي ،  له پرلتیو وواته  او تهران ته بیرته ستون شو . دتهران له فتح کولو  او دصغیر استبداد  له ختمیدا وروسته  داستعمار عواملو  له رامینځةشویو شرائطو  څخه په ناسمې استفادې سره . شیخ فضل ا... نوري  چې تر کلونو کلونو پورې ئې  داستبداد دنسکورولو او  داسلام دحاکمیَت لپاره  مبارزه کړې وه ،  له استبداده دملاتړ په پلمه ئې  په  دغې ورخې شهید کړ .

آیت الله شیخ فضل الله نوری

 

««««««««««««

یو څلویښت کاله پخوا، د نولس سوه پنځه اویایم میلادي کال د اګست په اوله نیټه، د شوروي، امریکا، کینیډا او له البانیه پرته د اروپایي هیوادونو د مشرانو کنفرانس د فینلینډپه پلازمینې په هلسینکي کښې چې د اروپا ملګرتیا او امنیت کنفرانس په نوم مشهور شو، د شوروي په مشرۍ د ختیځ بلاک او د امریکا په مشرۍ د لویدیځ بلاک د هیوادونو ترمینځ د کړکیچ د ختمولو په موخه جوړ شو. خو د اروپا ملګرتیا او امنیت کنفرانس په عمل کښې د ختیځي او لویدیځي بلاکونو د نږدې کولو لپاره مهمې پایلې نه درلودې او په تیره بیا په نولس سوه نهه اویایم میلادي کال کښې په افغانستان د شوروي سره پوځ په یرغل سره خپل کارندوالئ له لاسه ورکړ. د شوروي له دړې وړې کیدا او د نولس سوه اتیایمې لسیزې په وروستیو کښې د اروپا په ختیځي هیوادونو کښې له سیاسي بدلونونو پسی د اروپا ملګرتیا او امنیت کانفرانس هدف په اروپایي هیوادونو کښې د سولې رامینځته کولو او دوام ته بدل شو او د نولس سوه څلور نوېم میلادي کال په دسمبر کښې یې د اروپا ملګرتیا او امنیت کانفرنس نوم وموند. د دغه تنظیم دارالانشاء د چیک جمهوریت په پلازمینې په پراګ کښې ده او د امریکا، کینیډا، اروپایي هیوادونو او د شوروي نوي خپلواکه شوي هیوادونو پشمول درې پنځوس هیوادونه، د اروپا ملګرتیا او امنیت د تنظیم غړي دي.

د اروپا د ملګرتیا او امنیت کنفرانس

 

««««««««««««

۲۸ کاله مخکې  د ۱۳۶۷لمریزکال دزمري دمیاشتې  په یولسمه نیټه ، ایران او عراق ته دملګروملتو  لیږل شوي څيړنیز  پلاوي   پخپلو دوو راپورونو کې وویل ، چې  دعراق دوخت رژیم  له ایران سره په جنګ کې ، د ایرانیو ځّواکو نو په ضد  له کیمیائي وسلو استفاده کړې ده .   دا د ایران په ضد دعراق د صدام رژیم  په وسیله دکیمیائي وسلو دپراخې  کارونې په باب  دملګروملتو لومړنی جوت اعتراف ؤ .  په عین حال کې  امنیت شورا  له کیمیائي وسلو دصدام رژیم  دپوځیانو  داستفادې په غبرګون  کې  دعراق دبعثي رژیم په ضد کوم پریکړه لیک صادر   نه کړ .  دغه رژیم  دایران په ضد په اته کلن تپلی جنګ کې  په ځلونو   دایران دعامو خلکو او مبارزانو په ضد  له کیمیائي وسلو استفاده کړې ده  ، خو  په هغه وخت کې  دلودیځي حکومتونو  دملاتړ په دلیل  چې   پخپله ئې  له صدام رژیم سره ددغو وسلو په تولیدولو کې مرسته  او ملګرتیا کوله ، ترنړیوالو دباؤنولاندې ورغلل . په همدې دلیل  دعراق درژیم په  وسیله  کیمیائي وسلو دکارولو په باب دملګروملتو دڅيړنیز  پلاوي راپورونو  له خپریدو لږه وخت وروسته ، دعراق جنګي الوتکو  بیا دایران په لودیځ کې  په : آشنویه ښار کیمیائي بمباري وکړه  چې په نتیجې کې ئې  ددغه ښار  کابو  دوه نیم زره کسان ټپیان شول . دملګروملتو څیړنیز پلاوي بلاخره هم  د عراق په وسیله دغه حمله چې   دایران په وسیله داوور بند له منلو وروسته وشوه ،تائيد کړه .

له کیمیایي وسلو څخه د عراق استفاده

 

««««««««««««

۱۹ کاله پخوا  د ۱۳۷۶لمریز کال د زمري دمیاشتې  په یولسمه نیټه،  ستر دیني عالم  او فقیه  آیت ا...  سید عبدالرضا  حسینی شهرستاني  وفات شو .  هغه په ۱۲۹۹لمریز کال کې  په کربلا سپيڅيلي ښآر کې زیږیدلی ؤ  او  خپلې دیني زده کړې ئې  ډيرې زر پیل کړې   او دهغه وخت له مشهورو عالمانو ئې علم زده کړ ،  تر دې چې  پخپله یو فاضل مجتهد شو  او ډير شاګردان ئې وروزل   . آیت ا... شهرستاني   په عامو کارونو کې هم ډير فعال ؤ  او  دیني مدرسې ، جوماتونه  او درملتونونه ئې تاسیس کړي دي .  په عین حال کې  هغه  دکیڼ پالو له پروپيګنډیزو یرغلونو سره  هم مقابله کوله  او  دیوې مجلې په خپرولو سره ئې  دځوان نسل دیني شکونو اوشبهاتو ته مستدلل ځوابونه ورکړل .  ددغه لوي او پوه عالم  دفعالیتونو پراختیا لامل شوه چې  دعراق بعثي رژیم  هغه له هیواده وباسي او  آيت ا... شهرستاني   په ایران کې مشهد ښآر ته راغی   او  هلته ئې  یو لړ کتابونه ولیکل  چې له هغو څخه : المهدی الموعود : ، نوروز دراسلام ،  او الصلاة  الجمعه  فی عصر الغیبه : نومې کتابونو ته اشاره کولی شو .

آیت الله سید عبدالرضا حسینی شهرستانی

 

««««««««««««

۱۱ کاله پخوا، د دوه زره پنځم میلادي کال د اګست په اوله نیټه، د عربستان پخوانئ باچا فهد بن عبدالعزیز له کلونو ناروغئ وروسته مړشو. هغه د نولس سوه یویشتم میلادي کال کښې د عربستان په پلازمینې په ریاض کښې و زیږید. فهد بن عبدالعزیز په نولس سوه اوه شپیتم کال کښې د لومړي وزیر مرستیال او اته کاله وروسته د عربستان ولیعهد شو. هغه په نولس سوه دوه اتیایم کال کښې، د خپل ورور د خالد بن عبدالعزیز له مرګ وروسته، د آل سعود د باچاهي لړۍ د پنځم باچا په توګه قدرت ته و رسید. د ملک فهد د باچاهي په وخت کښې ریاض له واشنګټن سره ډیر نږدې تعلقات برابر کړل. همداراز  هغه د ایران پر ضد د صدام د اته کلن تپلي جنګ په بهیر کښې، له صدامه ملاتړ کاوه. خو په نولس سوه نوېم کال کښې د عراق په وسیله د کویت له نیواک وروسته، فهد له صدامه لاس واخیسته. فهد په نولس سوه پنځه نوېم میلادي کال کښې د زړه د ناروغئ په وجه عملا د حکومت له چارو پاتی راغئ او دغه کار یې خپل ځائ ناستي امیر عبدا... ته وسپاره. د فهد له مرګه وروسته، ملک عبدا... د عربستان باچا شو.

ملک فهد

 

 

ذیشان حیدر بنګش

ټیګونه