تاریخ پاڼه شماره ۱۳۶
نن د سه شنبې ورځ، د دیارلس سوه پینځه نوېم هجري لمریز کال د زمري د میاشتې دولسمه نیټه ده چې د څوارلس سوه اووه دیرشم هجري قمري کال د شوال د میاشتې له اته ویشتمې او د دوه زره شپاړسم میلادي کال د اګست د میاشتې له دوهمې نیټی سره برابره ده.
««««««««««««
نهه سوه څلور شپیته کاله پخوا، د څلور سوه درې اویایم هجري قمري کال د شوال په اته ویشتمه نیټه، په سنایي غزنوي مشهور د ایران ستر شاعر او عارف مجدد بن آدم د ننني افغانستان او پخواني ایران په یوه ښار غزنین کښې و زیږید. هغه په ځوانئ کښې په ځلونو د سلاطین مدح ته مخه کړه، خو ډیره موده نه وه تیره چې دا کار یې پریښود او عرفان ته یې مخه کړه او د خلکو خدمت او واکمني یې خپله پیشه و ګرځوله او په خپلو شعرونو کښې یې په ظالمو او تیریګرو واکمنانو نیوکې ته مخه کړه. سنایي په هغو شاعرانو کښې شامل دی چې د فارسي شعر د سبک په بدلون او پکښې د ناوښت او تنوع په رامینځته کولو کښې ډیر اغیزمن پاتی شوئ دی. د سنایي غزنوي تر ټولو مهم آثار حدیقه الحقیقه کتاب دی چې د مثنوي په چوکاټ کښې د شعر په بڼه کښې ویل شوئ دی او پکښې د دغه ستر شاعر عرفاني او اخلاقي فکرونه بیان شوي دي. الهي نامه، کارنامه بلخ او طریق التحقیق د سنایي نور آثار دي.
««««««««««««
څلور نوي کاله پخوا، د نولس سوه دوه ویشتم میلادي کال د اګست په دوهمه نیټه، یو امرکايی او سکاټلینډی نوښتګر الیګذینډر ګراهم بیل مړ شو. هغه په اتلس سوه اووه څلویښتم میلادي کال کښې نړۍ ته سترګې رڼې کړې او په نري رنځ له اخته کیدا وروسته له کورنۍ سره کینیډا او بیا امریکا ته لاړ . ګراهم بیل په دغه هیواد کښې د غږ په منتقلولو کار پیل کړ او ورپسې له (تومس واټسن) سره له بلدتیا وروسته يې ازمیښتونه لا جدي کړل تر دې چې په اتلس سوه شپږ اویایم میلادي کال کښې يې ټيلیفون ایجاد کړ. البته د ګراهم بیل نوښت تر اوسه پورې ډير بدلونونو لیدلي دي او انسان د تار له استفادې پرته د غږ منتقلولو لپاره موبایل فون هم ترلاسه کړئ دی.
««««««««««««
نهه اویا کاله پخوا، د دیارلس سوه اته پنځوسم هجري قمري کال د شوال په اته ویشتمه نیټه، قدرمن فقیه او فیلسوف آیت ا... سید حسین بادکوبه ای وفات شو. هغه په دولس سوه درې نوېم هجري قمري کال کښې د ننني آذربایجان پلازمینې له باکو سره نږدې ښار کښې و زیږید او د دیني درسونو زده کړې یې له خپل فاضل پلاره زده کړې. دغه لوئ عالم د پلار له مرګ وروسته تهران ته راغئ او تر اوه کاله یې له لویو عالمانو څخه فقه، اصول او فلسفه زده کړل. هغه وخت، هغه نجف اشرف ته مهاجرت وکړ او د هغې حوزې له لویانو څخه یې هم پریمانې استفادې وکړې. آیت ا... بادکوبه ای کابو تر څلورو لسیزو پورې په نجف کښې د اسلامي علومو تدریس په تیره بیا فلسفی ته مخه کړه او ډیر نامتو شاګردان یې و روزل. پر دی سربیره هغه په خاکساري، زهد او ساده ژوند ډیر مشهور ؤ
.
««««««««««««
شپږویشت کاله پخوا، د نولس سوه نوېم میلادي کال د اګست په دویمه نیټه، د عراق د تیري ګر بعثي رژیم پوځ پر خپل سویلي ګاونډي کویت په حملې سره دغه هیواد ونیوه. دا په نولس سوه اتیایم میلادي کال کښې پر ایران له حملې وروسته د عراق د پوځ دویم تیری ؤ. صدام رژیم د کویت په اړه تل د ځمکې ادعا درلودله او دغه هیواد یې د عراق نولسم ولایت باله. صدام رژیم اراده درلوده، د کویت په نیولو سره چې د تیلو بډایه زیرمې لري، د فارس خلیج په سیمه کښې د غوره قدرت د موقعیت د ترلاسه کولو په ترڅ کښې د عرب نړۍ مشري هم ترلاسه کړي. خو په کویت باندې د عراق تیري په نړۍ کښې د بغداد د پخواني رژيم پرخلاف سخت منفي غبرګون راوپاروه. د نړۍ هیوادونو او د امنیت شورا د عراق دغه اقدام وغنده او له کویته د عراق د پوځ د وتلو غوښتونکي شول. همداراز د امریکې په مشرۍ یوشمیر هیوادونو له کویته د عراق د پوځ د ایستلو لپاره خپل ځواکونه د فارس خلیج سیمې ته ولیږل. د کابو اوو میاشتو له سیاسي سلامشورو سره سره د عراق پخوانۍ رژيم له کویته د خپلو ځواکونو ایستلو ته چمتو نشو او له امله یې متحدینو پر عراق باندې په حملې او د دغه هیواد پوځ او خلکو ته د درنو زیانونو او تاوانونو په رسولو سره د نولس سوه یو نوېم میلادي کال په فرورۍ میاشت کښې د کویت نیواک ختم کړ.
ذیشان حیدر بنګش