Aug 06, 2016 11:07 Asia/Kabul
  • تاریخ پاڼه شماره  ۱۳۷

نن د چهارشنبې ورځ، د دیارلس سوه پینځه نوېم هجري لمریز کال د زمري د میاشتې دیارلسمه نیټه ده چې د څوارلس سوه اووه دیرشم هجري قمري کال د شوال د میاشتې له نهه ویشتمې او د دوه زره شپاړسم میلادي کال د اګست له دریمې نیټی سره برابره ده.

««««««««««««

۵۲۴  کاله  پخوا،  د   ۱۴۹۲  کال  د اګست په دریمه نیټه، د ایټالیايي سمندر  کچ کونکي کریسټوفر کولمبس خورا ستر سفر  پیل شو.  په هغه تړون کښې چې  د کریسټوفر کولبمس  او د اسپانیا د ملکې ترمینځ  لاسلیک شو،  کولمبس  ماموریت ترلاسه کړ  څو  هندوستان  ته  نوي  لاره ومومي . په دې خاطر کولبمس  د اسپانیا له پائولوس بندره  په درو کشتیو  او یوسلو شلو ماڼوګانو سره حرکت وکړ او دوئ له درو دیرشو ورځو سمندرکچ کونې وروسته یوې وچې ته ورسیدل. کریسټوفر کولمبس  او د هغه ملګرو   خیال کاوه چې هندوستان ته ورسیدل ،  خو دوئ  د امریکا په لويې وچې کښې پروت سلواډور  ټاپو ته رسیدلي  وو .  په دې توګه کولمبس له دې پرته  چې پوه شي، د امریکا لویه  وچه يې کشف کړې وه.

کریسټوفر کولمبس

 

««««««««««««

دوه سوه دوه دیرش کاله پخوا، د دولس سوه پینځم هجري قمري کال د شوال په نهه ویشتمه نیټه، یو لوئ شیعه فقیه آیت ا... آقا محمد باقر وحید بهبهاني په نوې کلنۍ کښې وفات شو. ارواښاد علامه آقا محمد باقر اصفهاني له لویو او نوموړو فقیهانو څخه ؤ چې زمونږ له زمانې تر دوه سوه کاله مخکښې پورې هغه او شاګردان يې ستر فقیهان ګڼل کیدل او په فقه کښې د سترو بدلونونو او د تشیع له پاک مذهبه د دفاع سر چینې پاتی شوي دي. هغه د اصولو علم له نوي سره جوړ او احیاکړ او له اجتهاده په دفاع او له اخبار ګریو سره په مبارزې او د نامتو مجتهدانو په روزنه کښې یې پرله پسی هڅې وکړې او دا د دی سبب شو چې هغه استاد الکل و بلل شي. د آیت ا... بهبهاني د کارونو پایلې کولئ شو په دوو چورلیزو کښې و شمیرو : اول د روایتونو او حدیثونو پوره جاجول د اجتهاد باب واکمنیدل او د ظاهر پلنې او اخبارګري باب ختمول : دوهم د اجتهادي فقې د بشپړتیا په لاره کښې ګرځول، ښه تدبیر او په هغه زمانې کښې د هغه ځانګړئ ذوق، فوق العاده وړتیا او علمي مقام مشهور ؤ، په دی ډول چې د اسلامي نړۍ یو نابیغه ګڼل کیده. د هغه بزرګوار فقیه علمي هڅې او خدماتونه د اصولي او اجتهادي بحثونو په بدلون کښې د بدلانه مهم پیچومی ګڼل کیده. الاجتهاد والاخبار، شرح مفاتیح الفیض د د غه ستر شیعه مرجع په تالیفاتو کښې شامل دي.

 آیت‌اللَّه آقا محمد باقر وحید بهبهانی

 

««««««««««««

۱۰۲  کاله  پخوا،  د  ۱۹۱۴  میلادي کال  د اګست په دریمه نیټه، له پاناما اوبلارې څخه د لومړنۍ کشتۍ په تیریدا سره  دغه اوبلاره پرانیستل شوه.  د دغه اوبلارې د جوړیدا کار د فرانسوي انجنئیرانو په وسیله پیل شو، خو امریکایانو  ورته  دوام  ورکړ او بشپړ يې کړ.  د دغه ۶۸ کلومیټره اوږدې اوبلارې  په جوړیدا سره  د  آرام  او اطلس دوه سمندرونه  له  یوه  بل  سره  وګڼدل شول .

د پاناما اوبلاره

 

««««««««««««

شپږ اتیا کاله پخوا، د دیارلس سوه نهم  هجري لمریز کال د زمري په دیارلسمه نیټه، د شیعیانو د تقلید مرجع او نامتو عالم او فقیه آیت ا... سید علی سیستاني د ایران په شمال ختیځ کښې د مشهد په سپیڅلي ښار کښې و زیږید. پنځه کلن ؤ چې د قرآن تربیت یې پیل کړ او له یولس کلنۍ یې د خپل پلار په سپارښتنه د اسلامي مقدماتي درسونو زده کولو ته مخه کړه. هغه اته کاله وروسته د خپلو زده کړو د بشپړولو لپاره د قم علمیه حوزې ته ولاړ او د آیت ا... العظمی بروجردي له محضره یې پریمانه استفاده وکړه. آیت ا...سیستاني په دیارلس سوه یو دیرشم لمریز کال کښې د عراق نجف اشرف ته ولاړ چې خپل دیني معلومات نور هم زیات کړي. هغه په دی ښار کښې له لویو عالمانو په تیره بیا د آیت ا... خویي له محضره استفاده وکړه او پخپله یې هم په لوړو حوزوي کچو کښې تدریس ته مخه کړه. دغه فاضل عالم، تر اوسه په عراق کښې نه یواځی د شیعیانو د تقلید تر ټولو لوئ مرجع ګڼل کیږي بلکه په دی هیواد کښې د ارامښت او وحدت په رامینځته کولو کښې یو مهم رول درلودي. په دیارلس سوه دوه اتیایم لمریز کال کښې پر عراق د امریکا له حملې وخته آیت ا... سیستاني د تکفیري ډلګیو او امریکا په وسیله د دغه هیواد د نیواک ختمولو او د یوه متحد او باثباته عراق د رامینځته کولو لپاره ډیرې هلې ځلې کړي دي.

آیت الله سیستانی

 

««««««««««««

۵۶  کاله  پخوا،  د ۱۹۶۰  میلادي کال  د اګست په دریمه نیټه، نیجر افریقايي هیواد  بشپړه  خپلواکي ترلاسه کړه  او  د ملګرو ملتو غړئ شو.  دغه  ټاټوبی  له اتلسمې پيړۍ  د فرانسې په  نیواک کښې  ؤ  او  په  ۱۹۲۲  میلادي کال کښې په نیجر کښې د فرانسې د پوځي اډو  په جوړیدو سره  رسما د فرانسې مستعمره شو. خو د نیجر خلکو  بلواؤ  ته  مخه کړه  او  بالاخره  په  همداسې ورځ  يې  د خپل  هیواد خپلواکي ترلاسه کړه .

نیجر  هیواد  په  دولس  لکه اووه شپیته زره مربع کلومیټره  مساحت سره چې د افریقا د لويې وچې  په  لویدیځ کښې پروت  دی او  له  لیبیا، چاډ، مالی او بنین  هیوادونو سره  ګاونډئ  هیواد  دی.

د نیجر هیواد

 

««««««««««««

۳۸  کاله  پخوا،  د  ۱۹۷۸  میلادي کال  د اګست په دریمه نیټه، صهونیسټ رژيم  په یوه بل ترهه ګر اقدام کښې  په  پاریس کښې د فلسطین  د آزادۍ  جبهې (پي ایل او) استازی  عزالدین قلق  سره  د خپل مرستیال  وواژه. په  ۱۹۷۰مې او   ۱۹۸۰ مې  لسیزو کښې  د موساد په نامه  د صهیونیسټ رژيم  جنایتکارې او جاسوسي ادارې  د دغې جبهې یا پي ایل او  ډير چارواکي ترور کړل  څو  دغه جبهه کمزوري او سازباز ته يې اړباسي. که  څه  هم  د فلسطین آزادۍ جبهې بالاخره  له صهیونیسټ رژيم سره سوله ومنله  خو د فلسطین  مسلمان  ملت  له صهیونیسټي دښمن سره  مبارزې ته  هماغه راز دوام  ورکړئ دی.

عزالدین قلق

 

««««««««««««

او له ننه نهه ویشت کاله پخوا، د دیارلس سوه شپږ شپیتم لمریز کال د زمري په دیارلسمه نیټه،په کاشف مشهور آیت ا... سید علی اکبر برقعي قمي وفات شو. هغه په دولس سوه اته اویایم لمریز کال کښې په قم کښې و زیږید. هغه د حوزوي مقدماتو له زده کولو وروسته نجف اشرف ته ولاړ او د لویو استادانو له محضره یې استفاده وکړه. آیت ا... برقعي د دویم نړیوال جنګ په وخت کښې د خلکو د مرستې لپاره د خیریه انجمن  جوړولو ته ملا وتړله او له جنګ وروسته یې په ګڼ شمیر غونډو کښې ویناوې وکړې. دغه رباني عالم په ویانا او پاریس کښې په نړیوالې کنګرې کښې د یوه روحاني پیشوا په توګه وینا وکړه چې له هغې وینا او د اروپاڅخه له راستانیدو وروسته، پهلوي رژیم هغه شیراز او وروسته یزد ته جلاوطن کړ او دغه جلاوطني، تر څوارلسو کالو پورې اوږده وه. د هغه په آثارو کښې کولئ شو په دریو ټوکو کښې راهنمای دانشوران، د حضرت امام علی (ع) په سیرت د مهر تابان او جلوه حق، د امام حسین (ع) د جنبش په اړه کانون احساسات، د امام حسن (ع) په اسرارو کښې بامداد روشن، د مرګ حقیقت په اړه  چرا از مرګ بترسم او سیاحت نامه حضرت علی (ع) ته اشاره وکړو.

آیت‏ الله سید علی‏ اکبر برقعی قمی

 

 

ذیشان حیدر بنګش

ټیګونه