تاریخ پاڼه شماره ۱۳۸
نن د پنج شنبې ورځ، د دیارلس سوه پینځه نوېم هجري لمریز کال د زمري د میاشتې څوارلسمه نیټه ده چې د څوارلس سوه اووه دیرشم هجري قمري کال د ذیقعدې د میاشتې له لومړی او د دوه زره شپاړسم میلادي کال د اګست د میاشتې له څلورمې نیټی سره برابره ده.
««««««««««««
۱۲۶۴ کاله پخوا، د ۱۷۳ هجري قمري کال د ذیقعدې د میاشتې په لومړی نیټه، د یو معتبر روایت له مخې، د اسلام د ګران قدره پیغمبر حضرت محمد مصطفی(ص) له اهل بیتو څخه د حضرت امام موسی ابن جعفر (ع) قدرمنه لور حضرت فاطمه معصومه(س) نړۍ ته راغله. فاطمه معصومه (س) یوه وینا واله میرمن، توانمنه معلمه او د زهد او تقوا بیلګه وه. هغه د خپل ورور حضرت امام علی رضا (ع) د لیدو لپاره د ایران په شمال ختیځ کښې خراسان ته د تګ په لاره کښې بیماره شوه او په قم ښار کښې د اوولسو ورځو له پاتې کیدو وروسته په ۲۰۱ قمري کال کښې وفات شوه. د ایران په قم ښار کښې د حضرت معصومه(س) پرتمین حرم د خلکو د مختلفو پرګنو د زیارت ځائ دی او ترڅنګ یې د اسلامي نړۍ تر ټولو ستره علمي او دیني مدرسه جوړه شوې ده چې په اوسنۍ زمانه کښې د اصیلو اسلامي تعلیماتو د خپریدو مرکز ګڼل کیږي او د علمي او دیني اهدافو د پرمخ بیولو سربیره د ظلم په وړاندې د مقاومت، پایدارۍ او پاڅون د سمبول په توګه پیژندل شوې ده.
د حضرت بي بي معصومې(س) د حرم زیاتوال له هغې بارګاه څخه نور او صفا او له مکتب څخه یې د فضیلت، پاک لمني او د خدائ په لاره کښې د هڅې درس زده کوي.
««««««««««««
۱۲۶۰ کاله پخوا، د ۱۷۷ هجري قمري کال د ذیقعدې په لومړی نیټه، د اسلام د لومړنیو وختونو له پوهانو او محدثانو څخه د ابو عبدا... لقب لرونکئ سنان نخعي کوفي وفات شو. هغه په ۹۵ هجري قمري کال کښې په بخارا ښار کښې وزیږید او د حضرت امام علی (ع) د مشهور سردار مالک اشتر له لمسیانو څخه ؤ. ابو عبدا... د خپلې زمانې یو ستر فقیه او د کوفې ښار قاضي هم ؤ.
««««««««««««
۱۱۰ کاله پخوا، د ۱۲۸۵ هجري لمریز کال د زمري د میاشتې په څوارلسمه نیټه، د روحانیونو په رهبرۍ د ایران دولس دوامدارو مبارزو پسې، مظفر الدین قاجار د مشروطیت فرمان لاسلیک کولو او صادرولو ته اړ شو. مشروطه انقلاب د استبداد، بې عدالتۍ او د ایران په چارو کښې د بهرنیو هیوادونو د لاسوهنو د ختمولو په موخه رامینځة شو. د قاجار په دربار کښې له فساده د خلکو د خبریدا په زیاتیدا سره، د هغوئ اعتراضونه او مظاهرې زیاتې شوې. د مظفر الدین شاه قاجار او د عین الدوله د مستبد صدراعظم په وخت کښې دغه اعتراضونه لا زیات شول او د خلکو د اعتراضیه مظاهرو په ځپنې کښې مامورانو یو شمیر کسان ووژل او یا يې ټپیان کړل. له دغو پيښو وروسته آیت ا... سیدعبدا... بهبهاني او آیت ا... سید محمد طباطبائي په مشرۍ د تهران د خلکو یوې ډلې د حکومت د ظلمونو په اعتراض کښې په ری ښار کښې پرلتۍ ووهلې. بالاخره مظفر الدین شاه قاجار چې د مملکت په ناکراره وضعیت ویریدلئ ؤ، عین الدوله يې څنګة کړ او د مشروطیت فرمان يې صادر کړ. د دغه فرمان په صادرولو پسې، د ملي شورا انتخابات ترسره شول او دغه پارلمان له جوړیدا وروسته اساسي قانون تصویب کړ.
««««««««««««
څلور نوي کاله پخوا، د نولس سوه دوه ویشتم میلادي کال د اګست په څلورمه نیټه،په هغو یوناني عسکرو د کمال اتاترک په مشرۍ د ترکیې د ملي پالو ځواکونو حمله چې هیواد یې نیولئ ؤ، پیل شوه. په لومړي نړیوال جنګ کښې د عثماني امپراتوري په دړې وړې کیدا پسی د دغې امپراتوري اصلي ټاټوبئ یعنی اوسنۍ ترکیه د متحدینو تر سلطې لاندی وراغله . په دی مینځو میان کښې یونانیانو چې په لسګونو کاله یې له عثمانیانوسره جنګ جګړې درلودې، فرصت غنیمت و باله اود ترکیې ځینې برخې یې ونیولې. خو د ترکیې ملي پالو هغوئ شاتګ ته اړ کړل او متحده حکومتونه یې دی ته کانی کړل څو د ترکیې حکومت په رسمیت و پیژني. اتاترک هم له دی موقعیته په استفادې او د لویدیځوالو په ملاتړ سره قدرت ته و رسید او خپل اسلام دښمنه او لویدیځ پاله اقدامات یې پیل کړل.
««««««««««««
او له ننه اته ویشت کاله پخوا، د ۱۳۶۷ هجري لمریز کال د زمري د میاشتې په څوارلسمه نیټه، د پاکستان یو ستر دیني عالم او مبارز علامه سید عارف حسین الحسیني د دغه هیواد په شمالي ښار پیښور کښې د فرقه پالو اوتالي څټو عواملو په لاس شهید شو. هغه په یوې علم لرونکي کورنۍ کښې وزیږید او په ځلمیتوب کښې يې د دیني علومو زده کولو ته مخه کړه. علامه حسیني له یوې مودې وروسته عراق ته او بیا ایران ته راغئ څو خپلې زده کړې بشپړ کړي. هغه په عراق کښې له حضرت امام خمینی (رح) او د هغه له افکارو سره بلد شو. سید عارف حسیني د اسلامي انقلاب د اوج په وخت کښې په ایران کښې ؤ او له خلکو سره يې مټ په مټ د پهلوي رژیم پر ضد مبارزه وکړه او په همدې دلیل د باچا رژيم د تالي څټو په لاس پاکستان ته واستول شو. شهید عارف حسیني په پاکستان کښې طلباؤ ته د دیني علومو په ورزده کولو او د محرومو کسانو ملاتړ ته مخه کړه او په ۱۳۶۳ هجري لمریز کال کښې د زیات لیاقت او پوهې په دلیل د پاکستان د تحریک نفاذ فقه جعفریه غورځنګ په مشرۍ غوره شو. هغه له دې وروسته په پاکستان کښې د اهل تشیع او اهل سنت تر مینځ د وحدت او یووالي د رامینځة کولو لپاره د خپلو هلوځلو پر دوام سر بیره هڅه وکړه، څو په دغه هیواد کښې د شیعیانو حقوق احیاء کړي. د علامه سید عارف حسین الحسیني دغو اقداماتو د پاکستان د خلکو د وحدت او آرامښت د دښمنانو غوسه راوپاروله او هغه يې په همداسې ورځ شهید کړ.
یاد او خاطره ئې تل ژوندۍ.
ژباړن: ذیشان حیدر بنګش