Aug 06, 2016 12:20 Asia/Kabul
  • تاریخ پاڼه شماره  ۱۳۹

نن د جمعې مبارکه ورځ، د دیارلس سوه پینځه نوېم هجري لمریز کال د زمري د میاشتې پینځلسمه نیټه ده چې د څوارلس سوه اووه دیرشم هجري قمري کال د ذیقعدې د میاشتې له دوهمې او د دوه زره شپاړسم میلادي کال د اګست د میاشتې له پینځمې نیټی سره برابره ده.

««««««««««««

۱۱۲۶  کاله وړاندې د ۳۱۱ هجري سپوږمیز کال د ذیقعدې یا میانې په دویمه نیټه د څلورمې هجري قمري  پیړۍ مشهور محدث او فقیه ابن خزیمه وفات شو.

هغه په ۲۲۳ قمري کال کښې زیږیدلئ ؤ او د ځوانۍ له پړاوه  یې د مختلفو دیني علومو د زده کولو لپاره ځينو هیوادونو ته سفرونه  وکړل. ابن خزیمه بیا د ډیرو کتابونو لیکلو ته مخه کړه. په دې وجه له هغه نه ډیر آثار پر ځائ پاتې دي. د هغه  تر ټولو مهم چاپ شوئ اثر  د (التوحید و اثبات صفات الرب) کتاب دئ چې د اسلام د پاک دین د اعتقادي بحثونو په لړ کښې لیکل شوی دی. ابن خزیمه په دې کتاب کښې د قرآن مجید د آیتونو او د اسلام د ګران قدره پيغمبر(ص) له اهلبیتو علیهم السلام څخه د نقل شویو روایتونو په اساس د متعال خدای د وحدانیت په باب خپل عقاید په مفصله توګه بیان کړي او بیا یې د خدای د صفاتو شرحه ورکړې ده.

ابن خزیمه

 

««««««««««««

۱۲۱  کاله وړاندې، د اتلس سوه پینځه نوېم میلادي کال د اګست په پینځمه نیټه،  د جرمني  د انجنیّر  روډلف ډیزل  د ډيزلو د انجن جوړیدا ثبت شوه.  روډلف ډيزل  د خپل  ژوند یوه  برخه  په  فرانسې ، انګلستان  او  ورپسې جرمني کښې تیره کړه او  په میونیخ پوهنتون کې ئې زده کړې وکړې . ډیزل   دخپلو زده کړو په وخت  متوجه شو  چې  دبخار یا بړاس  په ا نجنونو کې دډبرینو کاڼو  له سونګو  ترلاسه شوي نوي فی صده انرژي  او په همدومره اندازه    په احتراع شویو انجنونو کې  دپيټرولو  له سونګو   ترلاسه شوي  انرژي    ضاېع کیږي  او یوازې پاتې لس فی صده انرژي مصرف کیږي . له دې امله ، هغه  له هماغه وخت راهسې  دیوې آلې دجوړولو فکر وکړ  چې زیاتره کارندوالی ولري  او ترټولو کمه اندازه ئې ضائع  شي .  هغه له ډيو هلوځلو وروسته بلاخره  د۱۸۹۵کال داګست په پنځمه نیټه   وتوانید  یو انجن احتراع کړي  چې  دهوا په  پوو کولو سره  کابو پنځه سوه درجه سنټي ګریډ  پورې  زیاته تودوخه تولید کړي .  د ډيزل په موټور یا انجن کې  چې په ډیزلو سره کار کوي ،  د ډیزولو له وراچولو مخکې  باید هوا ګرمه شي او وروسته  سونګ په سلینډر کې خواره  شي .  دغه انجن  په سړونکو  آلې مجهزه کیدله څو  تر لوړې تودوخې پورې ئې ورسوي  . همداراز دور منتقل کړائ شویو سونګو داندازې په بدلولو سره  دانجن چټکتیا  او ځواک  برابریدلی شي.

روډلف ډیزل

 

««««««««««««

نهه دیرش کاله پخوا، د یارلس سوه شپږ پنځوسم لمریزکال د زمري په پنځلسمه نیټه، د ایران د هغه وخت لومړی وزیر امیر عباس هویدا له دیارلسو کالو حکومت وروسته لیري شو. د امام خمیني (رح) د غورځنګ له ځپلو او د هغه له جلاوطنۍ وروسته د هغه وخت لومړي وزیر حسن علی منصور چې په ایران کښې د امریکایانو د قضایي خوندیتوب یا کیپیټولیشن د لائحې د تصویبولو عامل ؤ،  د انقلابي ځواکونو په لاس اعدام شو. د منصور له اعدام وروسته، هویدا چې د امریکی د سیاستونو او د شاه حکم منونکئ ؤ، لومړی وزیر شو. له هغه وروسته، هویدا دیارلسو کالو پورې په ایران کښې د امریکا د ناروا ګټو د ساتنې او د باچا د خاینانه او ځپونکیو سیاستونو د اجرا کولو مامور ؤ. خو په دیارلس سوه شپږ پنځوسم هجري لمریز کال کښې کله چې باچا د امریکی په غوښتنه اراده درلوده چې ځان په ظاهره د پرانیستي سیاسي فضا او اصلاحاتو پلوی و ښئ، هویدا یې لیري کړ. یو نیم کال وروسته د ایران اسلامي انقلاب بریالیتوب ته و رسید او هویدا د اسلامي انقلاب په محکمې کښې له محاکمې وروسته، د کلونو خیانت، ځپل او په ایران کښې د ساډوبي رامینځته کولو په وجه اعدام شو.

امیر عباس هویدا

 

««««««««««««

نهه ویشت کاله پخوا، د دیارلس سوه شپږ شپیتم لمریز کال د زمري په پنځلسمه نیټه، د ایران د اسلامي جمهوریت د هوایې پوځ د عملیاتي ځواک مرستیال برید جنرال پایلټ (عباس بابایي) د عراق له تیریګرو سره په مقابلې کښې شهیدشو. برید جنرال  بابایي چې د ایران له میړانیو، زړه سواندو او ایمان لرونکو پایلټانو څخه ؤ، په دیارلس سوه نهه ویشتم لمریز کال کښې د قزوین په ښار کښې و زیږید او د زده کړو د لومړنیو مرحلو له تیرولو وروسته پوځ ته ولاړ او څه موده وروسته د پایلټۍ له پوهنځېه فارغ التحصیل شو. برید جنرال بابایي د اسلامي انقلاب له بریالیتوبه وروسته او د ایران پر ضد د عراق پخواني رژیم د تپلي جنګ په پیلیدا سره، په ټول جدیت سره د عراقي تیریګرو پر ضد مبارزې ته مخه کړه. هغه به تر ټولو ګران عملیاتي الوتونه په میړانې او مهارت سره ترسره کول او بالاخره د خلکو له  ښه خدمت او د اسلامي انقلاب په لاره کښې له ډیرو قربانیانو وروسته، په همداسی ورځ شهید شو.

عباس بابایي

 

««««««««««««

او  له  ننه  اته ویشت کاله پخوا، د دیارلس سوه اوه شپیتم هجري لمریز کال د زمري په پنځلسمه نیټه،د عراق پخوانئ دیکتاتور صدام حسین له ایران سره د اوربند منلو ته مجبور شو. د دیارلس سوه اوه شپیتم لمریز کال د زمري په اوه ویشتمه نیټه د ایران په وسیله د امنیت شورا د پنځه سوه اته نوېم پریکړه لیک منلو پسی چې د دواړو لورو تر مینځ د اوربند تضمینونکئ ؤ، انتظار کیده، چې پوځي نښتې ختمې شي. خو صدام څو ورځې وروسته د ایران پر ضد پراخې حملې پیل کړې چې د ایراني جنګیالیو له  زړورتیا سره په ماتي ختمې شوې. څه موده وروسته د عراق بعثي رژیم، ایراني مخالفان چې د دغه هیواد په خاوره کښې وو، په وسلې سمبال او پر ایران یې حملې ته مجبور کړل چې دغه چل ول هم له پوره ماتي سره مخامخ شو. بالاخره صدام حسین چې پر ایران د اتو کالو جنګ په تپلو او د ایران او عراق دواړو هیوادونو خلکو ته د مالي او ځاني تاوانونو له رسولو سره نه شول کولئ چې خپلو مقصدونو ته و رسیږي، اوربند یې و مانه  او دغه اوربند په رسمي توګه دوه اونۍ وروسته اجرا شو.

صدام رژیم

 

 

مترجم: ذیشان حیدر بنګش

ټیګونه