Aug 06, 2016 12:36 Asia/Kabul
  • تاریخ پاڼه شماره  ۱۴۰

نن د شنبې ورځ، د دیارلس سوه پینځه نوېم هجري لمریز کال د زمري د میاشتې شپاړسمه نیټه ده چې د څوارلس سوه اووه دیرشم هجري قمري کال د ذیقعدې د میاشتې له دریمې او د دوه زره شپاړسم میلادي کال د اګست له شپږمې نیټی سره برابره ده.

««««««««««««

اته سوه اوولس کاله پخوا، د شپږ سوه شلم هجري قمري کال د ذیقعدې میاشت په دریمه نیټه، یو مصرئ مسلمان مفسر او فقیه ابن منیر په اسکندریه کښې و زیږید. هغه مقدماتي علوم له خپل پلار څخه زده کړل او وروسته د فقې، عربي ادبیاتو او د قرآني علومو په شان د بیلا بیلو دیني علومو څانګې د هغه وخت له مشهورو استادانو څخه زده کړې او په دغو څانګو کښې یې مهارت و موند. ابن منیر په خپل ژوند کښې بیلا بیل مسئولیتونه پر غاړه درلوده او یوه موده يې د قضاوت کار ته مخه کړه. ابن منیر په درې شپیته کلنۍ کښې په اسکندریه کښې وفات شو او په  هغه جومات کښې چې نن په جامع المنیر مشهور دی، خاورو ته وسپارل شو. له دغه مسلمان پوهه د قرآن د تفسیر او نورو اسلامي علومو په زمینه کښې ګڼ شمیر آثار په یادګار پاتی دي چې د هغه له کتابونو یوه برخه په قاهره کښې په ځلونو چاپ شوي ده.

ابن منیر

 

««««««««««««

یو سلو یو نوي کاله پخوا، د اتلس سوه پنځه ویشتم میلادي کال د اګست په شپږمه نیټه،د بولیویاهیواد له اسپانیاد خپلواکي په کسبولو کښې بریالئ شو او دغه ورځ، د دغه هیواد د ملي ورځی په توګه و نومول شوه. پر بولیویا د اسپانیا استعماري سلطه له شپاړسمې میلادي پیړۍ د دغه هیواد د بډایه معدنونو په لوټلو سره  پیل شوه. پر بولیویا د اسپانیا د سلطې په دور کښې د اسپانیا د استعمار پر ضد د ډیرو خلکو خوځښتونه او پاڅونونه رامینځته شول چې تر ټولو مهم پکښې د مشهور جنوبي امریکایي آزادي غواړي د سیمون بولیوار په مشرۍ د بولیوي خلکو انقلاب ؤ. دغه انقلاب له اتلس سوه نهم میلادي کاله پیل شو او ورو ورو یې د بولیویا په ټولو سیمو کښې پراختیا و مونده او په نهایت کښې د دغه هیواد د خپلواکي سبب شو. دغه هیواد د جنوبي امریکایي هیوادونو د خپلواکئ په لار کښې د سیمون بولیوار د قربانیانو او مبارزو په وجه، بولیویا نومول شوئ دی. بولیویا د جنوبي امریکا په لویدیځ کښې کابو یولس لکه کلومیټره پراختیالري او د پیرو، چلي، ارجنټاین او برازیل هیوادونو سره ګاونډئ دی.

بولیویا

 

««««««««««««

یو سلو پینځه دیرش کاله پخوا، د اتلس سوه یو اتیایم میلادي کال د اګست په شپږمه نیټه، یو اسکاټلینډي کاشف او طبیب الیګزینډر فلیمنګ و زیږید. هغه بریالئ شو، د طب په څانګه کښې خپل مدرک ترلاسه کړي. د لومړني نړیوال جنګ په وخت کښې، فلیمنګ وکتل چې ډير ټپیان د عفونت په وجه مړي، پریکړه وکړه دهغو د روغتیا لپاره هڅه وکړي. له ډیرو څیړنو وروسته، هغه په نولس سوه اته ویشتم میلادي کال کښې له دوو نورو پوهانو چین  او فلوري سره د پني سیلین ماده کشف کړه. دغو دریو پوهانو په نولس سوه پنځه څلویښتم میلادي کال کښې د طب په څانګه کښې د دغه مهم کشف په وجه  په ګډه د نوبل انعام  و ګاټه. پني سیلین نن صبا هم د طب په علم کښې ډیر کارندوالئ لري.

الیګزینډر فلیمنګ

 

««««««««««««

یو سلو یویشت کاله پخوا، د دیارلس سوه شپاړسم هجري قمري کال د ذیقعدې میاشت په دریمه نیټه، یوه پرهیزګار عالم او فقیه آیت ا... سید محمدفشارکي اصفهاني له نړۍ سترګې پټې کړې. هغه په دولس سوه درې پنځوسم قمري کال کښې له اصفهان سره نږدې په فشارک کلي کښې و زیږید او له شپږ کلنۍ د قرآن کریم او مقدماتي درسونو زده کړې پیل کړې. یو لس کلن ؤ چې له خپل مشر ورورسره کربلا ته  او وروسته نجف ته ولاړ او له فاضلو استادانو څخه په استفادې سره یې د علم او فضیلت لوړې کچې ترلاسه کړې. په عین حال کښې، هغه د زهد او پارسايي په وجه د شیعیانو د مرجعیت له منلو څخه ډډه وکړه او د ګڼ شمیرو شاګردانو د روزنې ، بحث او درس ته   یې مخه کړه.

آیت الله سید محمد فشارکی اصفهانی

 

««««««««««««

نهه شپیته کاله پخوا، د نولس سوه اوه دیرشم میلادي کال د اګست په شپږمه نیټه، د جرمني ـ انګلستان فیلسوف فرډینینډشیلر مړشو. هغه په اتلس سوه څلور شپیتم کال کښې و زیږید او د آکسفورډ په پوهنتون کښې یې فلسفه زده کړه او له زده کړو وروسته یې په همدی پوهنتون کښې او وروسته په نورو پوهنتونونو کښې دریو دیرشو کالو پورې د فلسفې تدریس ته مخه کړه. شیلر ځان یو ایډیالسټ ګاڼه او د فلسفی په لا منطقي کولو او  پوهیداوړ بللو پسی ؤ. هغه هڅه کوله د انسان چلند په کمیتي بڼه کښې وښئ څو په اړه یې لا غوره قضاوت وکړئ شي. د عمل لپاره منطق د ابو الهول معماګانې او هیومینیزم د شیلر په کتابونو کښې شامل دي.

فرډینینډ شیلر

 

 

ژباړن: ذیشان حیدر بنګش

ټیګونه