تاریخ پاڼه شماره ۱۴۱
نن د یکشنبې ورځ، د دیارلس سوه پینځه نوېم هجري لمریز کال د زمري د میاشتې اوولسمه نیټه ده چې د څوارلس سوه اووه دیرشم هجري قمري کال د ذیقعدې د میاشتې له څلورمې او د دوه زره شپاړسم میلادي کال د اګست له اوومې نیټی سره برابره ده.
««««««««««««
اووه سوه یو اتیا کاله پخوا، د شپږ سوه شپږ پنځوسم هجري قمري کال د ذیقعدې د میاشتې په څلورمه نیټه، د مصر یو مشهور کاتب او پوه مهلبي په اووه پنځوس کلنۍ کښې وفات شو. هغه په نظم، نثر او ښکلي خط کښې د خپل وخت د پوهانو سرخيل ؤ، لکه څنګه چې یوه مشهور تاریخ لیکونکي د هغه په اړه ویلي دي: له هغه سره مې لیدنه وکړه او له هغو هر څه زیات چې مې اوریدلي وو، ولیدل. دغه مسلمان کاتب او ادیب په شعر ویلو کښې هم توانمن ؤ او له هغه د شعرونو یو ارزښتمن دیوان په یادګار پاتې دی. د هغه ټول شعرونو ښکلي او ساده دي او لکه څنګه چې د هغه د شعرونو دیوان د خلکو ډیر خوښ دی، په مصر او بیروت کښې په ځلونو چاپ شوئ دی.
««««««««««««
پینځه اویا کاله پخوا، د نولس سوه یو څلویښتم میلادي کال د اګست په اوومه نيټه، هندي فیلسوف، لیکوال او شاعر رابیندرانات ټیګور مړشو .
هغه په اتلس سوه یو شپیتم میلادي کال کښې د هند په ختیځ کولکتې کښې زیږیدلئ ؤ. ټیګور د هند د ملي غورځنګ د فعالیت په ترڅ کښې د دغه هیواد د خپلواکۍ لپاره شاعرۍ او لیکوالۍ ته مخه کړه. دغه هندي شاعر پخپلو شعرونو او لیکنو کښې د طبیعت په زړه پورې صفتونه له مذهبي او فلسفي تفکراتو سره نغاړلي دي . هغه په ځوانۍ کښې د (آفتاب ترانې) او د (ماښام ترانې ) خپرې کړې او په دغو شعرونو کښې یې خپل احساسات په یوه ځانګړي ظرافت سره بیان کړ. هغه په نولس سوه دیارلسم میلادي کال کښې د نوبل ادبیاتو جایزه هم وګټله. له دغه هندي ادیبه د شعرونو کابو شپیته دیوانونه، څلویښت لنډې او اوږدې کیسې، پنځوس ډرامې او یو شمیر فلسفي کتابونه او رسالې هم په یادګار پاتې دي . د ټیګور له آثارو څخه (باغبان)، (نوې میاشت)، (یوه ملګري ته لیکونه) او (نوښتي پيوند) نومي کتابونو ته اشاره کولئ شو.
««««««««««««
شپږ پنځوس کاله پخوا، د نولس سوه شپیتم میلادي کال د اګست په اتمه نیټه، د ساحل عاج افریقايي هيواد له فرانسې خپلواکي ترلاسه کړه.
په شپاړسمې میلادي پيړۍ کښې پرتګالیان پر ایوري کوسټ مسلط شول، خو په اتلس سوه یو نوېم میلادي کال کښې فرانسې د خلکو له مقاومت سره سره ساحل عاج خپله ښکیلاک مینه کړه. بالاخره په نولس سوه شپیتم میلادي کال کښې ساحل عاج په افریقا کښې د فرانسې له څو نورو ښکیلاک مینو سره یو ځائ خپلواکي ترلاسه کړه او جمهوري حکومت یې رامینځته کړ.
ساحل عاج د افریقا په لويې وچې او د اطلس سمندر په څنډو کښې درې لکه دوه دیرش زره څلور سوه درې شپیته مربع کلومیټره پراخوالي سره له لیبیریا، ګینه، مالي، ګانا او بورکینافاسو هیوادونو سره په ګاونډ کښې پروت دئ.
««««««««««««
څلور دیرش کاله پخوا، د نولس سوه دوه اتیایم میلادي کال د اګست د میاشتې په اوومه نیټه، د لبنان له پلازمینې بيروته د فلسطین د آزادي غواړي غورځنګ د ځواکونو د وتلو په اړه د امریکا، لبنان او د فلسطین د ازادي غواړي غورځنګ تر مينځ پریکړه لیک لاسلیک شو. دغه پریکړه لیک د نولس سوه دوه اتیایم میلادي کال د جون په میاشت کښې پر لبنان د صهیونیسټ رژيم د پوځ له پراخ برید وروسته وشو چې په لبنان کښې د میشتو فلسطیني مبارزو ځواکونو د ایستلو او له مینځه وړلو په موخه ترسره شو. د توکم پاله صهیونیسټ رژيم پوځ په دې برید کښې له زیاتو او پرمختللو تجهیزاتو استفاده وکړه. په دې توګه فلسطیني او لبناني ځواکونو د هغوئ په مقابل کښې اتیا ورځې مقاومت وکړ.
بالاخره د فلسطین د آزادي غواړي غورځنګ پخوانئ مشر یاسر عرفات دې ته چمتو شو چې له لبنانه دولس زره فلسطیني مبارزین وباسي او په اتو نورو عربي هيوادونو کښې یې ځائ پر ځائ کړي. که څه هم له لبنانه د فلسطین د آزادي غواړي غورځنګ د ځواکونو وتل، دغه غورځنګ ته سخت ټکان او له تل ابیب سره د هغوئ سازباز ته لاره برابره کړه، خو صهیونیسټان هم له هغو وروسته د لبنان د اسلامي مقاومت د جنګیالیو له پرله پسې ځپوونکو ټکانونو سره مخ شول تر دې چې تر دوه زرم میلادي کال پورې له دغه هيواده تیښتې ته اړشول.
««««««««««««
څلورویشت کاله پخوا، د دیارلس سوه یو اویایم لمریز کال د زمري په اولسمه نیټه، د مسلمانانو د تقلید مرجع او لوړ رتبه فقیه آیت ا... العظمی حاج سید ابوالقاسم موسوي خویي په شپږ نوي کلنۍ کښې له نړۍ سترګې پټې کړې. دغه لوړ رتبه عالم د ایران په شمال لویدیځ کښې په خوئ ښار کښې و زیږید او په ځوانئ کښې د زده کړو د دوام لپاره له خپل پلار سره یو ځائ د عراق نجف اشرف ښار ته ولاړ. هغه د دغه ښار په علمیه حوزې کښې، د منطق، د بیان فن، مباني دین، فقې او فلسفې په شان علوم زده کړل او په ځوانئ کښې د اجتهاد لوړې درجې ته و رسید. د دغه ستر مرجع په مشهورو آثارو کښې، چې د علمیه حوزواو د اسلام د عالمانو داستفادې وړ دي، کولئ شو د البیان فی تفسیرالقرآن، جواهر الاصول، مصباح الفقاهه او منتخب الرسایل ته اشاره وکړو. آیت ا... خویي د خپل مرجعیت په وخت کښې، د اسلامي نړۍ د مهمو مسایلو لپاره ځانګړي مقام ته قایل ؤ لکه هغوئ د فلسطین د مسئلې په اړ، دیوې فتو ې له صادرولو سره د قدس شریف پر آزادۍ او د فلسطین د دفاع پر ضرورت ټینګار وکړ.
««««««««««««
او له ننه اوولس کاله پخوا، د دیارلس سوه اته اویایم لمریز کال د زمري په اولسمه نیټه، یو اوسمهاله ایرانی شاعر او لیکوال غلام علی رعدی آذرخشي وفات شو. هغه په دولس سوه اته اتیایم لمریز کال کښې د ایران په شمال لویدیځ کښې په تبریز کښې و زیږید او د سکول پړاؤ له ختمولو وروسته تهران ته راغئ څو د حقوقو په څانګه کښې زده کړې وکړي. رعدي د لیسانس له اخیستلو وروسته پاریس او جینوا ته ولاړ او ویې کړئ شول، د تطبیقي ادبیاتو او نړیوالوحقوقو په څانګه کښې خپله ډاکټري تر لاسه کړي. هغه د خپل عمر په اوږدو کښې په بیلابیلو کلتوري پوسټونو منجمله په یونیسکو کښې یې د ایران استازي او د دغه موسسې د مرستیال په توګه فعالیت وکړ. له دغه ایراني شاعر او ادیبه د زبان پارسي و وحدت ملي ایران ، امیرکبیر و شناخت جامعه په شان کتابونه او همداراز د نګاه او پرواز په شان د شعرونو ټولګې په یادګار پاتی دي.
ذیشان حیدر بنګش