Oct 26, 2016 17:45 Asia/Kabul
  • حدیث هدایت
    حدیث هدایت

ډیرو ګرانو عزیزانو! پدی مطلب کی د نمّامی یا چغلې کولو په هکله بحث کوؤ، هیله ده چی د پام وړ مو وګرځی. د حضرت پیغمبر اکرم ص په یو حدیث کی راغلی دي؛ چی ویی وفرمایل:«آیا غواړئ د ډیرو بدو کسانو په هکله تاسو ته خبر در کړم؟ حاضرو کسانو ځواب ورکړ: هو، ای د خدای رسوله! انحضرت وفرمایل:« هغه کسان چی ډیر چغلی کوی، د دوستانو ترمنځ بیلتون او تفرقه اچوی، او د بی ګناهو او پاکو شخصیتونو لپاره؛ د عیب او بدو خصوصیتونو د موندلو په لټه کی دي.»

 په تیرو څو مطلبونو کی مو، د غیبت، دروغ، تهمت او بهتان په شان د ژبې یو شمیر ګناهونو ته اشاره وکړه.

نمّامی یا چغلې، د ژبې یوه بله ګناه ده. چغلې زیاتره پدی معنا ده، چی  هغه خبره چی د یو کس تر شا شوی وی، هغه ته ووایی. د مثال په توګه ووایی: پلانی ستا په باره کی داسی او هغسی خبرې وکړې. یا ستا په هکله یی داسی او هغسی کارونه وکړل. حضرت امام علی ع فرمایی:«ستاسو ډیر بد کسان، هغه خلګ دي، چی چغلی کوی او د دوستانو ترمنځ تفرقه اچوی، او د پاک لمنو کسانو د عیبونو په لټه کی کیږی.»

د خدای د ګران رسول ص له قوله یو حدیث نقل شوئ، چی ویی وفرمایل: د خدای په نزد ستاسو سخت دښمن، هغه کسان دی چی د دوستانو ترمنځ د چغلی کولو لپاره کوښښ کوی، او سره یو موټی ټولنې تیت او پاشلې کوی، او کار یی د ټولنو ترمنځ تفرقه اچول، او د پاکانو او نیکانو عیب لټول دي.»

 د اسلام له نظره، ژبه یوه داسی وسیله ده، چی انسان باید ډیر څارنه پری ولری؛ ځکه چی زیاتره ګناهونه په ژبه کی جرړه لری، او دا ژبه ده چی د هغو د ترسره کیدو سبب ګرځی. د غیبت او درواغو په شان د زیاترو کبیره ګناهونو ترسره کول، یواځی په ژبې باندی کیدای شی. پدی لړ کی چغلې هم، یوه ستره ګناه ده؛ چی ژبه د هغې د سرته رسولو وسیله ده. چغلګر؛ هم په امانت کی خیانت کوی، هم یی غیبت کړئ، هم داسی یوه موضوع چی  دینی ورور یی مکروه ګنی په ژبه بیانوی، او هم د کسانو او شخصیتونو رازونه او اَسرار افشا کوی. له همدې رویه ده چی چغلګر د خدای او خلګو په نزد تره ټلئ دئ.

حضرت علی ع فرمایی:« په تا باندی لازمه ده، چی له چغلی څخه ډډه وکړی، چی په زړه کی کینه رامنځته کوی، او انسان له خدای او خلګو څخه لیری کوی.

 قرآن مجید، هغو کسانو ته په چغلۍ سره د خلګو ترمنځ د کینې او عداوت اور بلوی، خبردارئ ورکوی؛ چی له دغه بد او ناوړه عمل څخه لاس واخلی، ځکه چی پایله یی په دوژخ کی د آخرت عذابونه دي. حضرت پیغمبر اکرم ص پدې باره کی فرمایی:«هغه څوک چی د دوؤ کسانو ترمنځ، د چغلۍ لپاره تګ را تګ وکړی، متعال خدای په قبر کی په هغه باندی اور، د قیامت تر ورځې پوری مسلطوی.»  

ګوینده: په اسلامی څیړنو کی، چغلې د جادو او سحر په لیکه کی راولی. ځکه هماغه ډول چی جادو د خلګو ترمنځ بیلتون رامنځته کوی، او د افرادو پټی چاری او رمزونه بربنډوی، چغلې هم؛ دا شان پلیدې اغیزې له ځانه پرځای پری ایږدی.

له دې رویه، امام صادق ع په یو ارزښتناک حدیث کی فرمایی:«ډیره ستره جادو چغلې ده، ځکه چی په چغلۍ سره د دوستانو ترمنځ بیلتون رامنځته کیږی، د زړه له کومی یاران له یو او بل سره دښمن کوی، له کبله یی وینی توئیږی، کورونه ورانیږی او پردې ایسته کیږی. چغلګر هغه ډیر بد کس دئ، چی د ځمکې په سر ګام پورته کوی.»

ګوینده: په حدیثونو کی راغلی دي، چی که یو چغلګر د یوې ډلې خلګو ترمنځ و اوسیږی، د خدای رحمت به د هغې ټولنې په برخه نه شی، او د هغوی دعا نه قبلیږی. لکه څرنګه چی په روایت کی راغلی دي: د حضرت موسی ع په زمانه کی د بنی اسرائیلو په منځ کی سخته وچکالې راغله. حضرت موسی ع د باران د دعا لپاره د یو شمیر نورو کسانو په ملګرتیا بیدیا ته لاړ، خو هر څومره چی یی دعا وکړه، کومه اغیزه یی ونه کړه او باران را نغئ. حضرت موسی لا زیات مناجات وکړ. تر دې چی د پرودګار له خوا ورته وحې وشوه:«ستاسو په منځ کی یو کس شته، چی زیاته چغلې کوی، او د هغه په خاطر ستاسو دعا نه قبلوم.» حضرت موسی ع له خدای څخه وغوښتل، هغه معرفی کړی؛ ترڅو نوموړئ له خپل منځ څخه وباسی. متعال خدای ج وفرمایل:«زه؛ تاسی له نمامی او چغلې څخه منع کوم، څرنګه د خپل بنده راز بربنډ کړم، او هغه تاسو ته معرفی کړم؟ نو حضرت موسی ع دغه موضوع خپل قوم ته بیان کړه، چغلګر وویرید؛ او توبه یی وکړه، پسله هغه خدایتعالی خپل د رحمت باران پر هغوی باندی نازل کړ.

 زیاتره کسان، د روحی او روانی دلایلو له کبله، له هغه څه د خلاصون لپاره چی روح او روان یی زوروی، له یو بل کس سره د زړه خواله کوی، او خپل حالات او مشکلات ورته بیانوی. پدی منځ کی چغلګر کس ناوړه استفاده کوی، او دغه خبری نورو ته رسوی. دا ډول دئ چی په امانت کی د خیانت عمل هم، د چغلګر په ناوړه کړچار باندی ورزیاتیږی.

په روایت کی راغلی دي؛ یو سړی حضرت امام سجاد ع ته وویل: پلانئ ستاسو په هکله داسی او هغسی وایی؛ انحضرت ورته وفرمایل:«د خپل ورور د ورورۍ حق دی ادا نه کړ، سره له دې چی هغه، ته امین وبللی. تا د هغه په هکله خیانت وکړ، او هم دی زموږ احترام هم ونه ساته، ځکه چی موږ له تا څخه یوه داسی خبره واوریده، چی د هغه اوریدو ته مو اړتیا نه درلوده، آیا نه پوهیږی چی چغلګر د دوژخ سپیان دي! خپل ورور ته ووایه؛ مړینه زموږ ټولو لپاره ده، او قبر موږ پخپله غیږ کی نیسی. نو د قیامت ورځ زموږ د وعدې وخت دئ، متعال خدای په هغې ورځ کی، زموږ تر منځ قضاوت کوی.» 

 

 

 

ټیګونه