Oct 26, 2016 17:54 Asia/Kabul
  • د هدایت حدیث
    د هدایت حدیث

د ژبې یوه بله ګناه سپکاوی کول او کنځا ده، چی په روایتونو کی ډیره غندله شوې ده. دغه ډیر ناوړه صفت، د کینې او دښمنۍ د پیداکیدو، او د انسانانو ترمنځ د عاطفې تړاوونو د له منځه تلو سبب کیږی. حضرت امام علی ع فرمایی:«بد رد ویل د انسان ارزښت او عزت لږوی، او وروې او دوستې له منځه وړی.»

یو ارزښتمن نعمت، چی متعال خدای ج انسان ته بخښلئ دئ، د ژبې نعمت دئ. خو د هر بل نعمت په شان، له ژبې څخه کولای شو؛ هم په درسته لاره او هم په غلطه لاره کار واخلو. یعنی په ژبې سره کولای شو؛ هم د خدای ذکر، او ښکلی او په زړه پوری خبرې وکړو، او هم کولای شو په درواغ ویلو، غیبت کولو، تهمت لګولو او ښکنځل کولو سره؛ له هغې څخه نورو ته د آزار رسولو په لاره کی استفاده وکړو. له ژبې څخه د نا وړې او غلطې استفادي مور دونه ډیر زیات دي، دا شان چی د هغې لپاره ۷۰ ګناهونه بیان شوی دي. چی یو یی زیاړې او بدې ردې ویل دي.

 ښکنځل؛ د بدۍ، کرکې، بد کار، پلیدۍ، او سپکاوی کولو په معنا راغلی دي. له اصطلاحی نظره؛ په ژبې سره د بدو او سپکو کلمو استعالولو ته وایی، چی د یو انسان د خوارولو، آزار او زورونې سبب شی.

حضرت امام صادق ع وفرمایل: بد رد ویل ظلم او جفا ده، او جفا کاره کس په دوژخ کی دئ.» متعال خدای به بد ویونکی او کنځل کونکی کسان ، په آخرت کی په درد ناکو عذابونو کی ګیر کړی، لکه څرنګه چی حضرت رسول اکرم ص فرمایی:«څلور کسان دي، چی د هغوی عذاب؛ د دوژخیانو د عذاب د زیاتیدو سبب ګرځی، د هغوی له جملې څخه یو هغه کس دئ، چی په کنځل سره د خوند اخیستو په لټه کی دئ؛ چی په دورژخ کی د هغه له خولې څخه په دوامداره  توګه نو او خونړین مواد روانې دي، او د دوژخیانو د عذاب د زیاتیدو سبب ګرځی.»

په حقیقت کی ښکنځل او سپکاوی کول؛ انسان له اسلام څخه لیری، او کفر او نفاق ته نږدی کوی.» حضرت پیغمبر اکرم ص فرمایی:« بد رد ویل او د ژبې بد والئ د اسلام له صفتونو څخه نه دي.» همدراز انحضرت فرمایلې دي:« سپکې سپورې، او د نورو د عزت له منځه وړل، د نفاق او دوه مخی توب دوې څانګې دي.»

 د انسان په کلام کی د ښکنځل او ناوړو خبرو سرچینه، له انسانی لارې څخه پستۍ او کږې لارې ته د هغه ګروهنه ده. انسان ترڅو پوری چی، له خپل انسانیت څخه لیری شوئ نه وی، په ژبې سره د ناوړو کلماتو له استعمالولو څخه ډډه کوی. خو همدا چی د انسانیت له حد څخه واوښت، او پستۍ ته یی ګروهنه وموندله، د ناوړو خبرو کول؛ ورته عادی کیږی. حضرت امام علی ع فرمایی:«د پستو او ذلیلو انسانانو عادت او روده بد ژبې، او بد رد ویل دي.» حضرت رسول اکرم ص فرمایی:« متعال خدای جنت، په هر بی عزته او کم شرم کس باندی، چی له هر څه ووایی، او له هر څومره ښکنځل څخه چی ورته وشی، کومه پروا نه لری؛ حرام کړئ دئ.»

 کنځا کول، دښمنې او کینه؛ د دوستۍ او محبت پر ځای راولی. ډیر داسی لیدل شوی، چی د یوې ناوړې خبرې په خاطر، د دؤو دوستانو او یا حتی د دؤو وړونو اړیکې د تل لپاره پری کیږی. د اسلام ګران پیغمبر ص، د بنی تمیم له قبیلې څخه یو سړی ته په یو وصیت کی فرمایی:«خلګو ته ښکنځل مه کوئ، ځکه د دی سبب ګرځی چی هغوی له تاسو سره دښمنې وکړی.» او د امامانو له قوله په یو بل روایت کی راغلی دي:« سپکاوې او بدې ردې ویل، د انسان قدر او مرتبه کموی، او ورورې او دوستې له منځه وړی.» همداراز د متقیانو د مولا، حضرت علی ع په وصیت کی راغلی دي:« پخپلو خبرو کی له کنځا څخه استفاده ونه کړئ، ځکه چی ښکنځل او بد ژبې کول، زموږ له کورنۍ او پیروانو سره نه ښایی، او سپکاوی کونکئ کس د دوستۍ لیاقت نه لری.»

 ښکنځل او بدی ردې ویل، د انسان له ژوند څخه برکت له منځه وړی. حضرت امام صادق ع فرمایی:«هر څوک چی خپل دینی ورور ته کنځا وکړی، متعال خدای د هغه له روزې څخه برکت اخلی، او هغه پخپل حال یی پریږدی، او ژوند پری تنګوی.» په یو بل روایت کی حضرت علی ع فرمایی:«هغه څوک چی کلام یی ناوړه او کرکجن وی، له ژوند څخه به یی ګټه بده وی.»

بد ژبې او کنځا کونکی کسان، سربیره پر دې چی په دنیا کی له خیر او برکت څخه بی برخی دي، په آخرت کی به هم په دردونکو عذابونو اخته شی. لکه څرنګه چی حضرت پیغمبر اکرم ص وفرمایل:«په دوژخ کی په دوامداره توګه د هغوی له خولې څخه خوړین مواد را وځی.»

 متعال خدای ج د قرآنکریم د فرقان سورې په ۶۳ مبارک آیت کی فرمایی:« او د رحمان خدای خاص بندګان، هغه کسان دي، چی په ځمکی باندی په تواضع او خاکسارۍ سره تګ وکړی، او هرکله چی جاهلان ورته خطاب وکړی، سلام ورکړی او په خوږې ژبې ځواب ورکړی.»

له همدی رویه مؤمنان، دنده لری تر ممکن حده پوری د بد ژبو او کنځا کونکو کسانو سره په برخورد کی زغم ولری، او عکس العمل ونه ښیې، او حتی هغوی په مهربانۍ او نرم برخورد سره لارښوونه کړی.

په یو روایت کی راغلی دي: یو چا د حضرت پیغمبر اکرم ص په حضور کی ابوبکر ته کنځا وکړه، او هغه چوپ ؤ، او کله چی ابوبکر په غچ اخیستو پیل وکړ، حضرت پیغمبر ص پورته شو، او هغه ته یی خطاب وکړ:«یوې فرشتې ستا له خوا هغه ته ځواب ورکاوه، او کله چی دی ځواب ویل پیل کړل، فرشته لاړه او شیطان راغئ، او په هغې غونډه کی چی شیطان وی، زه نه کښینم.»  

د امام علی ع له قوله هم نقل شوئ، چی انحضرت کله چی یی واوریدل؛ د هغه یو شمیر سرتیری، معاویې او د هغه پیروانو ته کنځا کوی، وفرمایل:«زه نه غواړم تاسی سپکاوی کونکی اوسئ، لیکن که تاسی د کنځا پر ځای د هغوی د عملونو په هکله سپارښتنه وکړئ، او د هغوی حالات بیان کړئ، حق ته لا نږدی او د حجت د تمامولو لپاره لا ښه ده.»

 

 

 

 

ټیګونه