تاریخ پاڼه شماره ۲۳۴
نن د سه شنبې ورځ، د دیارلس سوه پینځه نوېم هجري لمریز کال د لړم د میاشتې اتلسمه نیټه ده چې د څوارلس سوه اته دیرشم هجري قمري کال د صفرې د میاشتې له اتمې او د دوه زره شپاړسم میلادي کال د نومبر د میاشتې هم له اتمې نیټی سره برابره ده.
««««««««««««
درې سوه دوه څلویښت کاله پخوا، د شپاړس سوه څلور اویایم میلادي کال د نومبر په اتمه نیټه، د اوولسمې میلادي پیړۍ انګریز شاعر جان میلټن مړ شو. هغه په شپاړس سوه اتم میلادي کال کښې په لندن کښې وزیږید او خپل وړومبی اثر یې د (غمجن روح او خوشاله روح) په نامه خپور کړ. د دغه انګریز شاعر له نورو آثارو څخه (ورک شوی جنت) ته اشاره کولئ شو.
میلټن له کلیسا څخه د حکومت د بیلیدو، د مذهب د آزادۍ او په عین حال کښې د حکومت لخوا د سانسور د اعمالیدو مدافع او پلوئ ؤ.
««««««««««««
یو سلو یویشت کاله پخوا، د اتلس سوه پینځه نوېم میلادي کال د نومبر په اتمه نیټه، د مشهور جرمن ساینسدان او فزیکس پوه ویلهلم کُنراډ رونګټن په لاس ایکس وړانګه کشف شوه. د دغې وړانګې د کشفولو په وجه هغه ته په نولس سوه لومړي میلادي کال کښې د فزیکس د څانګې نوبل انعام ورکړئ شو.
له دې امله چې رونګټن کشف کړې وړانګه نه پيژندله نو هغې ته یې د ایکس یعني نامعلومې وړانګې نوم ورکړ. دا وړانګه یا شعاع د انساني بدن له بافتونو تیریږي او د بدن د داخلي اندامونو د انځور اخیستنې او د ضایعاتو یا د ماتو هډوکو د معلومولو لپاره تر ټولو ښه وسیله ده.
««««««««««««
یو سلو شپاړس کاله مخکښې، د د نولس سوم میلادي کال د نومبر په اتمه نیټه، امریکايي لیکواله میرمن مارګریټ میچل د دغه هیواد د جارجیا ایالت په اټلانټا کښې وزیږیدله. د هغې پلار د عدلیې وکیل ؤ. میرمن میچل څه موده په طبي برخه کښې زده کړه وکړه خو د مور د مړینې غم یې د زده کړو د نیمګړې پریښودو لامل شو او له دوه ویشت کلنۍ څخه یې لیکنه پيل کړه.
دغې امریکايي لیکوالې ډیره موده خبریالي او په مطبوعاتو کښې د لمن لیک لیکنې کار په غاړه درلود خو د (ضایع شوي) په نوم ناول یې شهرت زیات کړ. (نه فنا کیدونکی) د مارګریټ میچل یو بل اثر دی.
هغه په نولس سوه نهه څلویښتم میلادي کال کښې په یوه ټرافیکي پيښه کښې مړه شوه.
««««««««««««
څلویښت کاله پخوا، د دیارلس سوه پینځه پنځوسم هجري لمریز کال د لړم د میاشتې په اتلسمه نیټه، یو ایرانی انقلابي مبارز نصرت ا... انصاري د باچاهي نظام د امنیت ساتونکي ساواک تنظیم تر شکنجو لاندې شهید شو. حجت الاسلام شیخ نصرت ا... انصاري په بوئین زهرا کښې وزیږید. هغه د حوزوي علومو له زده کولو سره سم سیاسي مبارزو ته هم مخه کړه او د رژیم پر ضد یې فعالیتونه ترسره کړل. حجت الاسلام انصاري بالاخره په دیارلس سوه څلور پنځوسم لمریز کال کښې د ساواک په لاس ونیوئ شو او د شپږو میاشتو ویرونکیو شکنجو له زغملو وروسته شهید شو.
««««««««««««
او له ننه نولس کاله پخوا، د دیارلس سوه شپږ اویایم هجري لمریز کال د لړم د میاشتې په اتلسمه نیټه، ستر عالم آیت ا... شیخ محمد حسین کلباسي اصفهاني په دوه نوي کلنۍ کښې وفات شو. هغه په اصفهان کښې له مقدماتي زده کړو وروسته په اولس کلنۍ کښې نجف اشرف ته ولاړ او د کچو له زده کولو وروسته د آیت الاګانو د سید ابوالحسن اصفهاني، آقا ضیاء الدین عراقي، میرزا علي آقا شیرازي او شیخ محمد کاظم شیرازي په شان د استادانو له درس خارجه لوړې استفادې وکړې. آیت ا... کلباسي وروسته اصفهان ته ستون شو او یوه موده وروسته د دوهم ځل لپاره نجف ته ولاړ. دغه ستر عالم په نجف کښې له اوسیدو دیرش کاله وروسته د قم علمیه حوزې ته ولاړ او د فقې او اصول تدریس ته یې مخه کړه. آیت ا... کلباسي د ګڼ شمیرو تالیفاتو لرونکئ ؤ چې پکښې فضایل اهل بیت ، شرح باب حادي عشر و غرائب او قصار الکلم ته اشاره کولئ شو.
مترجم: ذیشان حیدر بنګش