Nov 09, 2016 11:14 Asia/Kabul
  • تاریخ پاڼه شماره  ۲۳۵

نن د چهار شنبې ورځ، د دیارلس سوه پینځه نوېم هجري لمریز کال د لړم د میاشتې نولسمه نیټه ده چې د څوارلس سوه اته دیرشم هجري قمري کال د صفرې د میاشتې له نهمې او د دوه زره شپاړسم میلادي کال د نومبر د میاشتې له نهمې نیټی سره برابره ده.

««««««««««««

یو زرو څلور سوه یوکاله  پخوا، د اووه دیرشم هجري قمري کال  د  صفرې  د میاشتې  په  نهمه  نيټه،  د  پيغمبر  اکرم  (ص)  ستر  صحابي  او  د  حضرت امام علي  (ع)  نږدې  یار  عمار  یاسر  د هغه  صفین  جنګ  په  بهیر کښې چې  د حضرت  امام علي (ع) او معاویه  د لښکر تر مینځ  رامینځته  شو، په  شهادت ورسید.

عمار یاسر د حضرت رسول اکرم (ص) له هجرته  اووه پنځوس کاله وړاندې وزيږيد او همدغه راز د هغه  مور او پلار  ( یاسر او سمیه ) د اسلام  لومړني شهیدان  دي.

عمار د کفارو د ظلمونو  پر وړاندې  ثابت  قدمه  ؤ  او په  ځلونو یې د رسول اکرم (ص) سره اوږه  په  اوږه  په  جنګونو کښې  برخه  اخیستې  ده او  رسول اکرم  (ص)  ورسره  ډیره  مینه  درلوده.

د صفین  په  جنګ  کښې د عمار  شهادت  ډیر  دردونکی  ؤ خو هغه څه چې د هغه  شهادت  ته  یې  ډیر  اهمیت  وربخښلی، هغه  ته   د رسول  اکرم (ص) دا وړاند وینه  وه چې  ورته یې فرمایلي  وو: ای  عماره  له  ما  وروسته  به  فساد او فتنه  وي  خو هر کله  چې  داسې  وشول  نو ته  له  علي او د هغه  له  پلویانو څخه  پيروي  وکړه،  ځکه  حق  د علي  او علي  له  حق  سره  دی، ای  عماره  ته  به  له  علي  سره  یو ځائ  له  دوو  ډلو سره  جنګ  وکړې  چې  هغه  بیعت  ماتونکي  او ظالمان  دي  نو  یوه  باغي  ډله  به  تا ووژني.  دغه حدیث په جنګ کښې د حضرت امام علي  (ع)  د دښمنانو  باطل  والی  په  ښه  ډول  روښانه کوي. 

««««««««««««

یو زرو اوولس کاله پخوا، د  څلور سوه یویشتم  هجري قمري کال  د صفرې  په نهمه  نيټه، لوئ  مسلمان  عالم، تاریخ  پوه  او  متفکر  ابو علي  مسکویه  وفات شو. هغه   د  درې سوه شلم هجري قمري  کال  په  شا او خوا کښې د اوسني  تهران  په  شهررئ کښې  وزيږيد.

هغه د خپلې زمانې  په  ټولو علومو کښې استاد  ؤ  او د  طب، کیمیا، تاریخ  او  فلسفې  په  برخه کښې  یې هم  پراخې  څیړنې  وکړې .

ابن  مسکویه  د دغه  پوهې  په  یوځائ  کولو او خپلې  روښانه  لیدتوګې سره ډیر  مهم  اثار  رامینځته کړل  چې هم  د تاریخ، فلسفې  او  هم  د اخلاقو  په  برخه کښې  ډیر ګټور دي.

ابن مسکویه ته له ارسطو او فارابي وروسته، د دریم  ښونکي  یا معلم  لقب ورکړل  شوئ  دی.

د ابن  مسکویه  له  مهمو اثارو څخه چې  ډیر ی  یې  په  عربۍ  ژبه  دي، کولئ شو،  د تهذیب  الاخلاق  کتاب  ته اشاره وکړو چې دغه کتاب خواجه نصیرالدین  طوسي  په  فارسۍ  ژبه  ژباړلئ  دی.

د هغه  بل  کتاب  (تجارب  الامم) نومیږي  چې  په  دغه کتاب کښې  تر درې سوه دوه اویایم  هجري قمري کاله  پورې مهمې پيښې ذکر شوې دي  چې  د ژورو  تاریخي  پيښو او  څیړنو سرچینه  بلله کیږي.

د شعر  او ادبیاتو په  برخه  کښې  د  (جاویدان  خرد) په  نامه  کتاب  د دغه پياوړي  عالم  له  نورو کارونو څخه دئ  چې د دغه  لوئ  مسلمان  تاریخ  پوه او عالم  د بشپړ  احساس  شور او  قدرت  د لطیفو منظومو  بيلګه  او  نومونه ده.

««««««««««««

یو سلو نهه دیرش کاله پخوا، د اتلس سوه اوه اویایم  ميلادي کال د نومبر په نهمه نېټه، د پاکستان ليکوال، متفکر او فارسي او اردو ويونکئ شاعر علامه محمد اقبال لاهوري وزېږېد. هغۀ له ابتدائي او لوړو زده کړو وروسته د فلسفې د زده کړو او تکميلي زده کړو لپاره  څلور کاله په جرمني او انګلستان کښې تیر کړل. علامه اقبال لاهوري له ځوانئ څخه شاعري پیل کړه او لومړنی منظومي کلام يې (د يتيم فرياد) نومېدۀ. دغه ژمن شاعر پاکستان ته له ستانیدا  وروسته  د خپلو وطنوالو د بېدارولو او د مسلمانانو د يوځائ کولو ته ملا وتړله او خپل نظريات او افکار يې د شعر په چوکاټ کښې په تېره بيا په فارسۍ ژبه بيان کړل. علامه اقبال په هند کښې له سترو ديني اصلاح غوښتونکو او  له هند څخه د پاکستان د بېلتون له پلويانو څخه ؤ. له علامه اقبال لاهوري  څخه  په فارسۍ او اردو ژبو زيات اثار په يادګار پاتې دي. د علامه اقبال ټول فارسي شعرونه په مختلفو قطعو، دوبېتونو، رباعيانو، غزلونو، مثنويانو او قصيدو شامل دي چې د اسرار خودي، رمز بيخودي، ارمغان حجاز او زبور عجم په نوم کتابونو کښې راغونډ شوي دي. دغه ستر شاعر په نولس سوه اته دیرشم میلادي کال کښې وفات شو.

««««««««««««

یو سلو نولس کاله  پخوا، د دیارلس سوه نولسم  هجري قمري کال  د صفرې  په نهمه نيټه، د ایران  د تیلو  د ویستلو امتیاز  د شپیتو کلونو  لپاره  انګلیسي سرمایه  دار  ویلیّم  ناکس  دارسي  ته  وسپارل  شو.

دارسي  لومړی  د ایران د تیلي زیرمو په  برخه کښې  پراخې  څیړنې وکړې  او  د ایران  د تیلي  زیرمو د غني توب  څخه  د ډاډ  له  ترلاسه کولو وروسته یې خپل  استعماري  وړاندیز  مظفرالدین  شاه  قاجار ته  وړاندې  کړ.

دغه  بې کفایته  شاه د ایران  د راتلونکو  پایلو او د ایران  د ملي  ګټو  په  پام کښې  نیولو  پرته  د تیلو د ویستلو امتیاز  دارسي ته  وسپاره.

خو په  ایران کښې د مشروطیت له انقلابه کابو  درې  لسیزې  وروسته  د دارسي  تړون  د بې عدالتۍ  او بې انډولۍ  له  امله  په  دیارلس سوه یو پنځوسم  هجري قمري کال  کښې لغوه  شو.

««««««««««««

درې شپیته کاله ‎‎‎‎پخوا، د دیارلس سوه درې دیرشم هجري لمریز کال د لړم دمیاشتې په نولسمه نیټه، د ډاکټر محمد مصدق دکابینې د بهرنیو چارو وزیر  ډاکټر سید حسین فاطمي دشاه رژیم د عواملو په لاس په ډزو  وویشتل شو. هغه په یوې نمایشي پوځي محکمې کښې په داسې حال کښې چې سخت ناروغ ؤ، په اعدام محکوم شوئ ؤ. ډاکټر فاطمي په ایران کښې د دیارلس سوه دوه دیرشم  هجري لمریز کال د زمري دمیاشتې د اته ویشتمې نیټې امریکايي کودتا  او د ډاکټر محمد مصدق له څنګته کیدا وروسته د باچا رژیم دمامورانو تر تعقیب لاندې ؤ او پټ ژوندیې کاوه. خو یوه موده وروسته ونیول او په همداسې ورځ  د باچا په حکم اعدام شو .

««««««««««««

او له ننه اووه ویشت کاله پخوا، د نولس سوه نهه اتیایم ميلادي کال د نومبر په نهمه نېټه، د برلین دیوال چې دغه ښار يې په ختيځي او لويديځي دوو برخو وېشلو له اتويشتو کلونو وروسته له مینځته یوړل شو. له دويم نړيوال جنګه وروسته د برلین ختيځه برخه د شوروي او لويديځه برخه يې د امريکې، انګلستان او فرانسې تر کنټرول لاندې راغله. په  نولس سوه یو شپیتم  کال کښې په برلین کښې د نا اراميو د رامینځته کیدا او د دغه ښار لويديځ ته د برلین دختيځ د اوسېدونکو تېښته  د شوروي او ختيځ جرمني د حکومتونو د اندیښنې سبب شوه او نوموړو حکومتونو د برلین ديوال جوړ کړ چې ورو ورو د جرمني د تجزيې په يو بیلګې بدل شو. خو د شوروي بدلونونه چې په ختيځي جرمني کښې يې هم زيات اغیزونه  وکړل په نولس سوه نهه اتیایم میلادي کال کښې د برلین د ديوال د ړنګیدا او بالاخره يو ځل بيا د جرمني د پیوستون سبب شول.

 

مترجم: ذیشان حیدر بنګش

 

ټیګونه