تاریخ پاڼه شماره ۲۳۶
نن د پنج شنبې ورځ، د دیارلس سوه پینځه نوېم هجري لمریز کال د لړم د میاشتې شلمه نیټه ده چې د څوارلس سوه اته دیرشم هجري قمري کال د صفرې د میاشتې له لسمې او د دوه زره شپاړسم میلادي کال د نومبر هم له لسمې نیټی سره برابره ده.
««««««««««««
یو زرو یو سلو نهه کاله پخوا، د درې سوه نهه ویشتم هجري قمري کال د صفرې د میاشتې په لسمه نیټه، یو مشهور ایرانی پوه ابوالفضل بلعمي وفات شو. هغه په ننني ازبکستان کښې د بخارا اوسیدونکئ ؤ او لکه څنګه چې نیکه یې په کوچنۍ اسیا کښې په بلعم کښې اوسیده، په بلعمي مشهور شو. ابوالفضل بلعمي د ساماني پړاؤ یو پوه وزیر ؤ چې ارزښتمن تالیفات یې په یادګار پریښي دي. د طبري تاریخ د ترجمې کتاب چې د څلورمې هجري قمري پیړۍیو تاریخي کتاب دی، له دغه وزیر سره منسوب دی. د هغه په نورو آثارو کښې تاریخ بلعمي ته اشاره کولئ شو چې له روان او ساده نثره برخمن دی او په څلورمې هجري قمري پیړۍ کښې د لیکنې او لیکوالئ له رودې یوه ځلیدلي او تاریخي بیلګه ده. دغه کتاب د څلورمې هجري قمري پیړۍ له فارسي متنونو په یادګار پاتې یو تر ټولو پخوانئ اثر دی.
««««««««««««
پینځه سوه درې دیرش کاله پخوا، د څوارلس سوه درې اتیایم میلادي کال د نومبر په لسمه نیټه د جرمني مذهبي اصلاح غوښتونکئ مارټین لودر وزیږید. هغه په ځوانۍ کښې پادري شو. لودر همداراز د خپلو پوهنتوني زده کړو په پائ کښې په فلسفه کښې استادي ترلاسه کړه. د مسیحیت د دین په اړه د مارټین لودر نظریاتو د پاپ او د کلیسا د یو شمیر لوړو مقاماتو له نظر سره توپیر لاره او په همدې اساس یې په پینځلس سوه اولسم میلادي کال کښې د کلیسا د ظلم او زیاتي په وړاندې پاڅون وکړ. هغه د پاپ د ښکاره امر په خلاف انجیل په جرمن ژبه کښې وژباړه او بالآخره یې د کاتولیک کلیسا په ضد د پروتستانو په نوم غورځنګ جوړ کړ. د لودر افکار په اروپا او په ځانګړی ډول په جرمني کښې د سیاسي او مذهبي بدلونونو او جګړو سر چینه ګڼل کیږي. د پروتستانو مشر د ژوند په وروستیو کښې ناروغ شو او په پینځلس سوه شپږ څلویښتم میلادي کال کښې مړ شو.
««««««««««««
دوه سوه اوولس کاله پخوا، د اولس سوه نهه نوېم میلادي کال د نومبر په لسمه نیټه، په فرانسې کښې د برومیئر په نوم مشهوره کودتا رامینځته شوه. برومیئر د فرانسوي انقلاب په کال هنداره کښې د دوهمې میاشتې نوم دی چی په میلادی کال هنداره کښی د نومبر له میاشتې سره سمون لري. په دی ورځ نیپولین بوناپارت چې په شماليافریقا او مصر کښی په بریاوو مشغول ؤ، د(ډایریکټویر) د حکومت د اداری شورا دیوه غړي د پټې بلنې په ترڅ کښې فرانسې ته ستون شو. هغه د نظامي ځواکونو پر مټ لومړۍ پارلمان او ورپسی اداری شورا لغوه کړه او په رسمي توګه یې قدرت او د چارو واګې په خپل لاس کښې واخیستې. نیپولین د کونسلا په نوم درې کسیزې غونډې په مشرۍ د لومړی کونسل په توګه، خپل حکومت پیل کړ. هغه په اتلس سوه دوهم میلادي کال کښې د عمر تر پایه لومړي کونسل او دوه کاله وروسته د کونسلا په ړنګولوسره امپراطور ونومول شو او دا مقام یې په خپله کورنۍ کښې میراثي اعلان کړ. په دې ډول پر فرانسې یو ځل بیا شاهي نظام واکمن شو.
««««««««««««
یو سلو پینځه اویا کاله پخوا، د دولس سوه درې شپیتم قمري کال د صفرې دمیاشتې په لسمه نیټه، یولوئ مسلمان پوه او لیکوال ملاجعفر شریعتمدار تهراني په تهران کښې وفات شو. هغه په یولس سوه اوه نوېم قمري کال کښې زیږید او خپله ځواني یې زیاتره د علم او پوهې په ترلاسه کولو کښې تیره کړه او دهغه وخت له نامتو عالمانو یې استفاده وکړه. هغه دعثماني واکمن داؤد پاشا په وسیله دعراق د کربلا ښار د کلابندئ په وخت ایران ته راستون شو . ملاجعفر شریعتمدار پر قضاوت سربیره د عربانو په ادبیاتو او شعر ویلو کښې هم ډير مهارت درلود، خو د هغه شهرت زیاتره دفقې ،دفقې داصولو ، حکمت ،کلام او اخلاقو په زمینو کښې د ډيرو تالیفاتو لامل دی .له ملا جعفر شریعتمدار څخه په یادګار پاتې مهمو آثارو کښې دفقې په اصولو کښې (مصابیح) او په حکمت او کلام کښې (الشارع الکبیر)، (سفینةالنجاة) او (البراهین القاطعه) نومي کتابونو ته اشاره کولئ شو.
««««««««««««
یو سلو اووه ویشت کاله پخوا، د دولس سوه اته شپیتم هجري لمریز کال د لړم د میاشتې په شلمه نیټه، یو شیعه محدث او فقیه څیړاند ملا احمد خوییني قزویني په اته شپیته کلنۍ کښې وفات شو. هغه له لومړنیو زده کړو وروسته قزوین ته ولاړ او څه موده وروسته د زده کړو د دوام لپاره اصفهان ته هجرت وکړ. ملا آقا لکه څنګه چې د اصفهان د مشهورو عالمانو له درسه استفاده وکړه، د علومو د لوړو کچو د زده کولو په اراده عراق ته ولاړ او هلته تر کلونو اووسیدو. ملا احمد خوییني له هغې وروسته په قزوین کښې استوګنه غوره کړه او د فتوی او تدریس کار ته یې مخه کړه. له دغه فقیه او محدث څخه یوشمیر اثار په یادګار پاتې دي چې په دوو ټوکو کښې (معراج الوصول الی علم الاصول)، په فقه کښې په دریو ټوکو کښې (اللوامع) او په رجال علم کښې (مراة المراد) له هغو څخه دي.
««««««««««««
شپږ پنځوس کاله پخوا، د دیارلس سوه دوه اتیایم قمري کال د صفرې د میاشتې په لسمه نیټه، مشهور مسلمان عالم او اسلامي مرجع، آیت الله سیدعبدالهادي شیرازي وفات شو. هغه په ماشوم توب کښې خپل پلار له لاسه ورکړ او د میرزای شیرازي تر سرپرستۍ لاندې، چې نږدې خپلوان یې وو، له همهغه لومړیو څخه د اسلام د مبین دین له اصولو سره آشنا شو. آیت ا... شیرازي څه موده وروسته د نجف په علمیه حوزه کښې د آخوند خراساني او علامه یزدي په شان پیاړو استادانو څخه علمي ګټه پورته کړه او لوړو علمي او معنوي درجو ته ورسید. آیت ا... سیدعبدالهادي شیرازي ډیر وخت د نجف د علمیه حوزې د استادانو په سرکښې ځای درلود. له دغه لوړ مقام مسلمان عالمه، په اسلامي عباداتو او فروعاتو په اړه پر څو رسالو سربیره، د (دارالسلام) نومي کتاب په یادګار پاتې دی.
««««««««««««
او له ننه دیرش کاله پخوا، د دیارلس سوه پینځه شپیتم هجري لمریز کال د لړم د میاشتې په شلمه نیټه، یو مبارز فقیه آیت ا... سید ابوالفضل خسروشاهي وفات شو. هغه په نجف او تبریز کښې له کلونو زده کړو وروسته د اجتهاد او فقاهت لوړ مقام ترلاسه کړ او په تبریز کښې یې د رضا خاني د ساډوبۍ په پړاؤ کښې او له خپل پلار سره د احکامو تبلیغ، تعلیم، روزنې او د خلکو وعظ ته مخه کړه. آیت ا... خسروشاهي په دیارلس سوه څلورویشتم لمریز کال کښې په آذربایجان کښې د ډیموکریټانو د واکمنۍ په بهیر کښې په تبریز کښې له شوروي سره اړونده واکمنانو پر ضد مبارزه وکړه په دی ډول چې د هغه او د هغه مجتهد ورور د سید احمد د ترور طرحه هم برابره شوه. خو د ترور له اجرا مخکښې د ډیموکریټانو حکومت هڅه وکړه او هغه یو ځل بیا خپلو دیني وظایفو ته دوام ورکړ. آیت ا... خسرو شاهي د الهي احکامو د تبلیغ او دیني افکارو د خورولو په لار کښې په ځلونو په تبریز کښې د پهلوي حکومت لخوا و ځورول شو خو تل په خپل ایمان او اعتقاد ټینګ پاتې شو تر دې چې د دیارلس سوه پینځه شپیتم لمریز کال د لړم په شلمه نیټه په څلور اتیا کلنۍ کښې وفات شو.
ذیشان حیدر بنګش