Nov 10, 2016 10:50 Asia/Kabul
  • تاریخ پاڼه شماره  ۲۳۷

نن د جمعې مبارکه ورځ، د دیارلس سوه پینځه نوېم هجري لمريز کال د لړم د میاشتې یویشتمه نیټه ده چې د څوارلس سوه اته دیرشم هجري قمري کال د صفرې د میاشتې له یوولسمې او د دوه زره شپاړسم میلادي کال د نومبر هم له یوولسمې نیټی سره برابره ده.

««««««««««««

نهه سوه اووه دیرش کاله پخوا، د پینځه سوه یوم هجري قمري کال د صفرې دمیاشتې په یولسمه نیټه، د شپږمې هجري قمري پیړۍ ستر فقیه ، محدث او قاري جعفر بن حسین بن احمد چې په سراج مشهور ؤ، دلبنان په جنوب کښې په صور ښار کښې وفات شو. هغه په څلور سوه نولسم هجري قمري کال کښې وزیږید او د فقه ، حدیث ، قرائت ، نحور او لغت په علومو کښې یې مهارت وموند او د دغو علومو د ترلاسه کولو لپاره یې د مصر او شام په شان ټاټوبو ته  ډیر سفرونه وکړل. هغه خپل ځيني شعرونه هم په یادګار پریښودلي دي چې پکښې نظام المناسک شعرونو ته اشاره کولئ شو.

««««««««««««

یو سلو نولس کاله پخوا، د دولس سوه شپږ اویایم هجري  لمریز کال د لړم د میاشتې په یویشتمه نیټه، په نیما یوشیج  مشهور د ایران یو اوس مهال نوښت ګر شاعر علی اسفندیاری د ایران په شمال کښې د مازندران ښار په یوش کلي کښې وزیږید. هغه د ماشومتوب له پړاؤ وروسته  تهران ته راغئ او د فرانسوي ژبې په زده کولو بوخت شو او له هغه سره سم  یې د عربۍ ژبه هم په ښه توګه زده کړه. نیما یوشیج د خپل یوه  استاد په هڅونه په شعر ویلو پیل وکړ او په ایران کښې د لومړي نوښت ګر شاعر په توګه مطرح شو . د نیما شعرونه له خاصې وړتیا برخمن دي چې د وزن او قافیه مهمه ځانګړتیا وربښي. د ایران د دغه نوښت ګر شاعر تر ټولو مهم اثر (افسانه) نومیږی. نیما یوشیج په دیارلس سوه اته دیرشم هجري لمریز کال کښې په دوه شپیته  کلنۍ کښې وفات شو.

««««««««««««

اته پنځوس کاله پخوا، د دیارلس سوه اتیایم هجري قمري کال د صفرې د میاشتې په یولسمه نیټه، د شیعیانو د تقلید مرجع او عالم آیت ا... شیخ محمد علي اردوبادي وفات شو. د شیعیانو د تقلید مرجع او عالم د میرزا ابو القاسم زوئ شیخ محمد علي اردوبادي په تبریز کښې وزیږید او د حوزې درسونو د سطوح او مقدماتو له بشپړولو وروسته یې کربلا ته هجرت وکړ. فقه، اصول، حکمت او فلسفه یې د کربلا د علمیه حوزې د هغه وخت له نامتو استادانو زده کړل. په هغه وخت کښې په نجف اشرف  کښې پاتی شو او د اجتهاد لوړه درجه یې ترلاسه کړه. شیخ محمد علي اردوبادي د رجال د حال په شرح کښې ډیر اطلاعات درلودل او په ادبیاتو، شعر ، خبرونو او روایاتو کښې استاد ؤ. د آیت  الاګانو د مامقاني او شربیاني له وفاته وروسته د آذربایجان، قفقاز او ټولې روسیې شیعیانو د تقلید په چاره کښې ده ته رجوع وکړه. د آیت ا... اردوبادي تالیفات تر دوه پنځوسو ګڼل کیږي. له هغو څخه (القبسات فی اصول الدین)، (مناهیج الیقین)، (الشهاب المبین)، (الشهب الثاقبة) او (رجوم الشیاطین) د دغه قدرمن عالم تر ټولو مهم آثار دي.

««««««««««««

درې څلویښت کاله پخوا، د دیارلس سوه دوه پنځوسم هجري لمریز کال د لړم د میاشتې په یویشتمه نیټه، یو ایرانی اسلام پیژاندئ او لیکوال استاد رضا روزبه وفات شو. هغه په دیارلس سوم هجري لمریز کال کښې د ایران په شمال ختیځ کښې د زنجان ښار په یوې مذهبي کورنۍ کښې وزیږید. روزبه له ماشومتوبه د دیني چارو ته علاقه وښودله او په مدرسه کښې یې د زده کړو سره سم په علمیه حوزې کښې  فقې، اصول، منطق او فلسفې زده کولو ته هم مخه کړه. هغه د استادئ  له څه موده وروسته، تهران ته راغئ او د فیزیک په څانګه کښې یې زده کړو ته مخه کړه. په دغه څانګه کښې د روزبه د استعداد او علاقې باوجود، هغه په پوهنتون کښې له تدریسه ډډه وکړه او د اسلامي مدرسې جوړونې او د ځوانانو او زلمیانو د دیني روزنې ته یې مخه کړه. د هغه په ګڼ شمیرو کتابونو کښې د اثبات وجود خدا، ولایت او عربی آسان کتابونو ته اشاره کولئ شو. هغه په یوې لیبارټرې کښې د ریډیو ایکټیو وړانګو سره د تماس له امله په سرطان ناروغئ اخته شو او له نړۍ یې سترګې پټې کړې .

««««««««««««

څلور دیرش کاله پخوا،  د نولس سوه دوه اتیایم  میلادي کال د نومبر په یولسمه  نیټه،  د لبنان په جنوب کښې په صور ښار کښې د صهیونیسټ نیواک ګر رژیم د ځواکونو د قوماندانی مرکز د شهید( احمد قصیر ) لبناني استشهادي له خوا ویجاړ کړئ  شو. د دغه شهادت غوښتونکي عملیاتو په ترڅ کښې نهه اتیا صهیونیسټ پوځيان ووژل شول او شپږ اتیا نور ټپیان شول. د قدس د نیواک ګر رژیم ځواکونو د همهغه کال د جون په میاشت کښې پر لبنان حمله کړې وه او د دې هیواد تر پلازمینې بیروت پرمخ تللي وو.  پر لبنان د صهیونیستي رژیم  د ځواکونو د وحشیانه حملې په ترڅ کښې په زرګونو عام خلک مړه او ټپیان شول چی د همهغه کال د سپتامبر په میاشت کښې د فلسطیني مهاجرینو په دوو پنډ غالو صبرا او شتیلا کښې بوږنوونکي عام وژله د دا ډول  بی رحمه  قتلونو یوه بیلګه ده. په عین حال کښې  د صهیونیسټي رژیم د قوماندانۍ په مرکز کښې چاودنه، چې په بیروت کښې د امریکایي او فرانسوي ځواکونو د مرکزونو له ړنګولو لږ وخت وروسته وشوه، دنیول شوي فلسطین او لبنان پولې ته   دصهیونیسټو ځواکونو د شاتګ لپاره مهم عامل وګرځید.

««««««««««««

او له ننه دولس کاله پخوا، د دوه زره څلورم میلادي کال د نومبر په یولسمه نیټه، د فلسطین د کور واکه تشکیلاتو او د دغه  هیواد  د آزادي بښونکي سازمان  یا (پی ایل او )مشر یاسر عرفات وفات شو. هغه په نولس سوه نهه ویشتم میلادي کال کښې وزیږید او له ځوانۍ  یې د صهیونیسټانو د نیواک په ضد مبارزه پیل کړه . عرفات په نولس سوه شپږ څلویښتم میلادي کال کښې د زده کړو لپاره  د مصر د قاهرې پوهنتون ته ولاړ او پنځه کاله وروسته د معمارۍ په برخه کښې فارغ التحصیل شو. هغه په نولس سوه پینځه شپیتم میلادي کال کښې فلسطین ته ستون شو او له صهیونیستي رژیم سره یې د مبارزې په موخه د فتح غورځنګ بنسټ کیښود. هغه څلور کاله وروسته د فلسطین د آزادي غواړي سازمان چې د فلسطین له بیلابیلو تنظیمونو څخه جوړ شوې ؤ، مشرۍ ترلاسه کړه او د ژوند تر پایه یې دا مقام وساته.  دغه فلسطیني رهبرپه نولس سوه اویایمې لسیزې کښې د تل ابیب پرضدد یو لړ مبارزو رهبري وکړه. خو په نولس سوه دوه اتیایم میلادي کال کښې پرلبنان  د صهیونیسټو ځواکونو له حملې وروسته ، چی په دغه هیواد کښې د (پی ایل او) مرکز هم ؤ عرفات خپلو ځواکونو ته  تونس ته د شا تګ حکم وکړ. دغه  اقدام  په عملي توګه د صهیونیست رژیم په وړاندی د(پی ایل او) د وسله والی  مبارزی پای  ؤ. یاسر په نولس سوه اته اتیایم میلادي کال کښې دا رژیم په رسمیت وپیژاند اودرې کاله وروسته یې له تل ابیب سره د ساز او باز خبرې اترې پیل کړې. د دغو خبرو اترو موخه  په نولس سوه درې نوېم  میلادي کال کښې د پي ایل او او صهیونیسټي رژیم په مینځ کښې د اسلو تړون ؤ. خو دغه رژیم په خپلو ډیرو ژمنو او موافقو عمل ونه کړ او په همدې وجه  په دوه زرم میلادي کال کښې د فلسطین خلکو د مسجد الاقصی د بیرته نیولو لپاره انتفاضه پیل کړه. صهیونیستي رژیم له دوه زره دویم میلادي کاله یاسر عرفات د اردن سیند د لویدیځي څنډی رام ا...  ښار څخه ممنوع الخروج اعلان کړ ، تر څو چی د ناروغۍ د زیاتیدا له امله پاریس ته یوړل شو چې له دوو اونیو وروسته په پینځه اویا کلنۍ کښې وفات شو.

 

ذیشان حیدر بنګش

 

 

ټیګونه