تاریخ پاڼه شماره ۲۳۸
نن د شنبې ورځ ، د دیارلس سوه پینځه نوېم هجري لمریز کال د لړم د میاشتې دوه ویشتمه نیټه ده چې د څوارلس سوه اته دیرشم هجري قمري کال د صفرې د میاشتې له دولسمې او د دوه زره شپاړسم میلادي کال د نومبر هم له دولسمې نیټی سره برابره ده.
««««««««««««
شپږ سوه شپیته کاله پخوا، د اوه سوه اته اویایم قمري کال د صفرې په دولسمه نیټه، د ایران یو لوئ شاعر خواجه جمال الدین سلمان ساوجي دایران په مرکز ساوه ښار کښې وفات شو. دسلمان پلار یو فاضل او اهل قلم ؤ او دمغولو د ایلخانان په دربار کښې یې درباري کار کاوه. سلمان د خپل ماشومتوب او ځلمیتوب ورځې دعلم او پوهې په زده کولو کښې تیرې کړې. هغه دخپل وخت په دودو علومو او تخنیکونوکښې دکمال درجې ته ورسید چې وتوانید د خدائ په ورکړل شو یو وړتیاؤ سره په وینا او شاعرۍ کښې دخپل وخت سرخیل شي. دسلمان دشعرونو ټولګه تر کابو یولس زره بیتونو ته رسیږي. هغه په ټولو زمینو کښې او دشعر په چوکاټونوکښې خپل شوق او ذوق نندارې ته وړاندې کړی دی او دشعر په زمینې کښې دڅيړاندو په نظر کښې یو مسّلم استاد ؤ . په شاعری کښې دهغه مهارت او استادي تر دې حده وه چې دایران یوه لوئ شاعر حافظ شیرازي هغه ستایلی دی. دسلمان ساؤجي شعرونو ته په کتنې سره پوهیدلئ شو چې هغه له عارفانه ګروهنو برخمن ؤ او په دې زمینه کښې دهغه اعتقادات د هغه په شعرونو کښې په ښه توګه څرګند دي. دسلمان دشعرونوپه دیوان کښې د خداوندمتعال او د اسلام دګران پيِغمبر (ص) د صفتونو په باب دینی قصاید هم موجود دي چې له هغو ځيني دتشبیه او د ژبې د رودې له پلوه ډير ښکلي دي .
««««««««««««
یو سلو شپږ اویا کاله پخوا، د اتلس سوه څلویښتم میلادي کال د نومبر په دولسمه نیټه، د نولسمې میلادي پیړۍ یو نامتو مجسمه جوړونکۍ (آګسټی روډین) په پاریس کښی وزیږید. له مجسمه جوړونې سره د هغه مینه او استعداد له ماشومتوبه څرګند شو. په وروسته کلونو کښې روډین د ښکلو او په زړه پورې مجسمو په جوړولو سره د یوه لوئ مجسمه جوړونکي په توګه شهرت وموند. د هغه له مشهورو آثارو یو د(متفکر انسان) په نوم دی . اګسټی روډین په نولس سوه اولسم میلادي کال کښې مړ شو.
««««««««««««
یو سلو څلور کاله پخوا، د دولس سوه یو نوېم هجري لمریز کال د لړم د میاشتې په دیارلسمه نیټه، د مشروطه پړاؤ له مخورو شخصیتونو آیت ا... شیخ عبدا... مازندراني وفات شو. آیت ا... شیخ عبدا... مازندراني په کابو دولس سوه نولسم لمریز کال کښې وزیږید. کلونو وروسته یې عراق ته مهاجرت وکړ او په کربلا کښې یې د شیخ زین العابدین مازندراني په شان له ستر عالمه استفاده وکړه. هغه له هغې وروسته نجف اشرف ته ولاړ او د نامتو استادانو په محضر کښې یې لوړې علمي درجې ترلاسه کړې. دغه مجاهد عالم د مشروطه غورځنګ په بهیر کښې په نجف حوزه کښې سره له آخوند ملا محمد کاظم خراساني او میرزا خلیل د دغه غورځنګ د دریو دیني او فکري مشرانو له یوه مشر په توګه عمل کاوه او د ګڼ شمیر اعلامیو په خپرولو او رغنده لار ښونو سره د خلکو په لار ښونې لاس پورې کاوه. له شیخ عبدا... مازندراني څخه ګڼ شمیر اثار په یادګار پاتې دي چې پکښې رساله الوقف، شرح شرایع، کتاب التجاره او کتاب الرهن او نورو ته اشاره کولئ شو.
««««««««««««
اته نوي کاله پخوا، د نولس سوه اتلسم میلادي کال د نومبر په دولسمه نیټه، په لومړني نړیوال جنګ کښې د اتریش ـ هنګري د امپراطوري له ماتي او د دغو دواړو هیوادونو له جلا کیدا وروسته په اتریش کښې د سلطنتي نظام له مینځه ولاړ او په دغه هیواد کښې جمهوري نظام واکمن شو. د اتریش وروستئ امپراطور لومړۍ شارل چې د نولس سوه شپاړسم میلادي کال د نومبر له یویشتمې نیټی واک ته رسیدلی ؤ، د لومړني نړیوال جنګ د متارکې د تړون له لاسلیک وروسته ېې د نولس سوه اتلسم میلادي کال د نومبر په یولسمه نیټه له خپلې دندې استعفی ورکړه او په سویس کښې یې پناه واخیسته.
««««««««««««
شپیته کاله پخوا، د نولس سوه شپږ پنځوسم میلادي کال د نومبر په دولسمه نیټه، د صهیونیسټي رژیم ځواکونو د غزې تړانګې د رفح په ښار کښې د فلسطینیانو په لوئ پنډغالي کښې عام وژله وکړه. دغه جنایت له مصر سره د دغه رژیم ،انګلیستان او فرانسې د جګړی د اوربند له اعلانه څو ورځې وروسته رامینځته شو. د قدس د نیواکګر رژیم ځواکونو دغه پنډ غالي ته له ننوتو وروسته د هغه اوسیدونکي و وژل. په دغه بی رحمه عام وژلې کښې یو سلو لس فلسطیني ښځې ، نران او ماشومان شهیدان او کابو زر کسان هم ټپیان شول.
««««««««««««
دوه ویشت کاله پخوا، د دیارلس سوه درې اویایم هجري لمریز کال د لړم په دوه ویشتمه نیټه، دلرغوني فارسۍ د ژبو یو وتلی استاد ډاکټر مهرداد بهار وفات شو .هغه د مشهور ایراني شاعر ملک الشعرا بهار زوئ ؤ او په همدې دلیل یې له ماشومتوبه په کلتوري او ادبي چاپيریال کښې وده وکړه. مهرداد بهار خپلې لوړې زده کړې د لندن په پوهنتون کښې ترسره کړې. هغه ایران ته له راستانیدا وروسته د ایران د کلتور په بنیاد او د هنر او ادب په کلتور کښې په کار بوخت شو او په پوهنتون کښې یې تدریس هم کاوه.
ډاکټر بهار د ایران د لرغوني او اوس مهال ژبو په اړه ډیرې څیړني او مطالعې کړې دي . د ډاکټر بهار له اثارو کولئ شو (اساطیر ایران) او (سخن چند درباره شاهنامه) ته اشاره وکړو.
««««««««««««
او له ننه شل کاله پخوا، د دیارلس سوه پینځه اویایم هجري لمریز کال د لړم د میاشتې په دوه ویشتمه نیټه، د امام خمیني (رح) مشر ورور مجاهد عالم آیت ا... سید مرتضی پسندیده وفات شو. سید مرتضی د خپل پلار له شهادت وروسته، له خپلې مور او ترور سره د حضرت امام په سرپرستۍ بوخت ؤ. سید مرتضی مقدماتي علوم او سطوح د اصفهان له عالمانو زده کړل او وروسته یې د هغه وخت د استادانو په درس خارج کښې ګډون وکړ. له هغې وروسته خمین ته ولاړ او د فقې، اصول، کلام او منطق تدریس ته یې ملا وتړله. آیت ا... پسندیده د رضا خان د باچاهي په پړاؤ کښې د پهلوي له رژیم سره د مخالفت او د ظلم او ستم د حکومت د سر سپرنو په وړاندې د دریدنې له امله یوه موده جلاوطن شو او یو وخت هم د ستر او حجاب له مینځه وړلو سره د مخالفت په وجه محاکمه شو. دغه نامتو عالم د ایران د ملت اسلامي غورځنګ په بهیر کښې له امام او انقلاب سره د ملاتړ په وجه د پوځي محکمې لخوا په ځلونو ونیوئ شو او تر محاکمې لاندې راغئ. حضرت امام هم د خپل ژوند په ټولو پړاؤنو کښې تل له خپل مشر او استاد ورور سره په ډیر دراناوي او احترام او تواضع سره چلند کاوه او د دوئ په وړاندې یې خاکساري کوله.
ذیشان حیدر بنګش