Nov 15, 2016 16:01 Asia/Kabul
  • تاریخ پاڼه شماره  ۲۴۱

نن د سه شنبې ورځ، د دیارلس سوه پینځه نوېم هجري لمریز کال د لړم د میاشتې پینځه ویشتمه نیټه ده چې د څوارلس سوه اته دیرشم هجري قمري کال د صفرې د میاشتې له پینځلسمې او د دوه زره شپاړسم میلادي کال د نومبر د میاشتې هم له پینځلسمې نیټی سره برابره ده. ««««««««««««

څلور سوه څلور پنځوس کاله پخوا، د نهه سوه څلور اتیایم هجري قمري کال  د صفرې د میاشتې په پینځلسمه نیټه، د صفوي لړۍ یو باچا لومړی طهماسب وفات شو او دویم شاه اسماعیل د هغه په ځائ د باچاهۍ پر ګدۍ کښیناست. شاه طهماسب صفوي له یوولس کلنۍ څخه د ایران باچا ؤ. هغه له څو کلونو ناروغۍ او څلور پنځوس کلنې باچاهۍ وروسته په پینځه شپیته کلنۍ کښې وفات شو. شاه طهماسب که هم د بریالیتوبونو، کفایت او واکمنۍ له پلوه له شاه اسماعیل او یا شاه عباس سره د پرتلې وړ نه دی خو په هر حال د هغه په وخت له ایرانه هیڅ څه کم  نه شول او د بهرنیو دښمنانو له اعتراضونو یې مخنیوی کړی دی. شاه طهماسب د خپلې باچاهۍ په لومړیو کښې عیش  او عشرت ته مخه کوله خو د عمر په مینځنیو کښې یې له دغو کارونو توبه وکړه او عبادت ته یې مخه کړه او د اسلام  د شعایرو  د  ساتنې په هکله یې یو لړ فرمانونه صادر کړل. 

««««««««««««

درې سوه شپږ اتیا کاله پخوا، د شپاړس سوه دیرشم میلادي کال د نومبر د میاشتې په پینځلسمه نیټه، جرمن ستور پیژاندی او منجم جوهانیس کیپلر په نهه پنځوس کلنۍ کښې مړ شو. هغه چې په پینځلس سوه یو اویایم میلادي کال کښې زیږیدلئ ؤ، د خپلو زده کړو له بشپړولو وروسته آسټریا ته ولاړ او تدریس یې پیل کړ. کیپلر وروسته یوه مشهور ډینمارکي ستور پیژاندي تیکو براهه سره آشنا او له هغه وروسته په هغه کښې  ورو ورو د نجوم مینه او ګروهنه ښکاره شوه. کیپلر کلونه کلونه په دې زمینه کښې په مطالعې او څیړنې بوخت ؤ. د ستورو د حرکت او په خپل مدار کښې د مریخ د بیضوي حرکت د کشفولو په اړه د کیپلر پر قوانینو مشهور د هغه  قوانین د دغه ستور پیژاندي د څیړنو له پایلو څخه دي چې د هغه په کتاب یعني (نوي نجوم) کښې څرګند دي.

««««««««««««

یو سلو درې کاله پخوا،  د  دولس سوه دوه نوېم هجري لمریز کال  د لړم  د میاشتې په  پینځه ویشتمه نیټه، په سردار ملي مشهور  د ایران  آزادي  غواړی  او  مشروطه  غواړی مبارز  ستار خان  وفات  شو .

ستار خان  د قاجار  د  سلطنتي مستبد نظام  له  مامورانو سره  د نښتو په  وجه، په ځوانۍ کښې  خپل  زیږنځائ  تبریز  چې  د ایران  په  شمال  لویدیځ  کښې دی، پریښود، خو د آزادي غواړو او مشروطه غواړو خوځښتونو  د  پیل  په  لومړیو شیبو کښې تبریز ته ستون شو  او د مشروطه غواړو په لیکه کښې ودرید. ستار خان  په  آذربایجان سیمه کښې د تبریز  د خلکو د پاڅون  مشري په  غاړه  واخیسته  او  د  محمد علي  شاه  قاجار  له  ظلم  سره  یې سخته  مبارزه وکړه .

ستار خان  د  مشروطه غواړو لخوا د تهران له  فتح  کولو او د محمد علي  شاه  له لیرې کیدو وروسته ، د تهران  د خلکو  په غوښتنه ، تهران ته راغئ  او  تود هرکلی  یې  وشو . خو  تهران ته د ستار خان  په راتلو سره  د استبداد او استعمار  تالي څټو، له  هغه  او د هغه  له  ملګرو سره  مخالفت  ته  مخه  کړه  او  هغوئ یې  په  ګډوډۍ  تورن  کړل.

له  لنډې  مودې وروسته، د حکومتي مامورانو او آزادي غواړو تر مینځ سختې نښتې پیل شوې چې پکښې زیات شمیر آزادي غواړي ووژل  او ستارخان  هم  سخت  ژوبل  شو  او  د  همدغه  ټپونو  له  کبله  په داسې ورځ وفات شو .

««««««««««««

شپږ دیرش کاله  پخوا،  د دیارلس سوه نهه پنځوسم هجري  لمریز  کال  د  لړم د میاشتې په  پینځه ویشتمه نیټه، د ایران  په  جنوب  لویدیځ  کښې  سوسنګرد ښار، د عراق د پخواني  رژیم  د  تیریګرو  ځواکونو  په  مقابل  کښې  د اسلام د لښکرو  د  مقاومت  کتونکی  ؤ .

دغه دفاعي عملیات د دوه سوه ساتندویه ځواکونو، بسیجو  او د ښار د  یو شمیر خلکو لخوا په سپکو وسلو سره وشول، چې په دغو عملیاتوکښې د ایران  میړنیو جنګیالیو  د  شهید ډاکټر  مصطفی چمران  تر  قوماندې  لاندې، د دښمنو د ټانګونو او درنو حملو په وړاندې مقاومت وکړ، تر دې چې سوسنګرد  ښار  یې  د  بعثیانو  له  کلابندۍ  وژغوره .

دغه  بریاليتوب  په  داسې  حال  کښې  ترلاسه  شو  چې  د  ایران  مسلمانو میړنیو  دفاع  کوونکو، خپل  زیات  ملګري  له  لاسه  ورکړي  وو  او درې  ورځې یې  خواړه،  اوبه  او  مهمات  نه  درلودل .

««««««««««««

دیرش کاله پخوا، د دیارلس سوه پینځه شپیتم هجري لمریز کال  د لړم  د میاشتې په  پینځه ویشتمه نیټه، ستر ایرانی لیکوال، څیړاند  او  ادیب  استاد محمد تقي مدرس  رضوي   په  پینځه  نوي کلنۍ کښې  وفات  شو .

استاد تقي  مدرس  د ایران  په  شمال  ختیځ  مشهد سپيڅلي ښار کښې وزیږید. وروسته تهران  ته راغئ  او د لومړنیو زده کړو له بشپړولو وروسته یې په فرانسوۍ   ژبه  کښې  څيړنې  او  مطالعې  ته  مخه کړه .

مدرس  رضوي  کلونه  کلونه  ځوان  څيړاندي  وروزل   او دهخدا په نامه د سترې  ډیکشنرۍ  په  تدوینولو کښې  یې  هم  ملګرتیا وکړه.  هغه  د ایران زیاتره  لرغوني  متنونه  تصحیح  کړل  او  لمن  لیکنې  یې  هم  پرې  وکړ‎ې.

مدرس رضوي  په فقې، منطقو، فلسفې  او فرانسوۍ  ژبه  کښې  لوړ  مهارت درلوده چې له هغه زیات ارزښتمن آثار هم پاتې دي چې له هغو (تاریخ بخارا)، (احوال  و  آثار خواجه نصیرالدین طوسي)  او  (دیوان  انوري)  ته  اشاره  کولائ شو.

 

ذیشان حیدر بنګش

 

 

ټیګونه