Nov 16, 2016 11:51 Asia/Kabul
  • د تاریخ پاڼه ۲۴۲

نن د شورو ورځ یا چارشنبه د ۱۳۹۵ هجري لمریز کال د لړم د میاشتې ۲۶ نیټه ده چې د ۱۴۳۸ هجري قمرې کال د صفرې او هم د ۲۰۱۶ میلادي کال د نومبر د میاشتې له شپاړسمې نیټه سره برابره ده.

=            ۷۱ کاله پخوا د ۱۹۴۵ میلادي کال د نومبر په شپاړسمه نیټه په ویتنام باندې د فرانسوي ځواکونو په حملې سره د بشپړې آزادۍ ترلاسه کولو لپاره د دغه هیواد د خلکو خونړۍ او اوږد جنګ پیل شو. د فرانسې لخوا د ویتنام له نیغ په نیغه استعمار له یوې پيړۍ وروسته د دویم نړیوال جنګ په دوران کښې جاپان د ویتنام کنټرول په لاس کښې واخیست. په دغه جنګ کښې د جاپان په ماتې او له ویتنامه د دغه هیواد پوځ په وتلو سره فرانسویانو په دغه ورځ نیت درلود چې د ویتنام د خپلواکۍ له موافقې سره سره دغه هیواد یوځل بیا ونیسي.

خو د هوشي مینه په مشرۍ د ویتنام خلکو له فرانسوي پوځیانو سره مقابله پیل کړه او بلآخره یې استعمارګرو ته د سختو تلفاتو او زیان په وراړولو سره په ۱۹۵۴ کال کښې فرانسوي ځواکونو ته ماتې ورکړه. او داشان په ویتنام باندې د فرانسې د سلطې پړاو پاې ته ورسید.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            ۴۸ کاله اګاهو د ۱۳۴۷ هجري لمریز کال د لړم د میاشتې په ۲۶ نیټه مشهور محقق او ایران پيژاندی استاد ابراهیم پورداود په ۸۳ کلنۍ کښې وفات شو.

استاد پور داود د خپلو تحقیقاتو او ایران پیژندنې د مطالعاتو د بشپړونې لپاره جرمني او بیا هندوستان ته لاړ او په پوهنتون کښې یې تدریس پیل کړ. دغه مشهور محقق په ۱۳۱۵ کال کښې د تهران پوهنتون د ادبیاتو او حقوقو په ډیپارټمنټ کښې د تدریس لپاره راوبللی شو او په ۱۳۱۷ کال کښې د هنر او پوهې د نړیوالې اکاډمۍ دایمي غړی شو او په ۱۳۴۶ کال کښې د هغوي د انساندوستانه خدماتو په وجه یې د واټیکان له درباره علمي نشان ترلاسه کړ.

هغه بلآخره د ۲۷ کالو له دوامدار تدریس وروسته په ۱۳۴۲ کال کښې د ممتاز او غوره استاد په توګه له پوهنتونه متقاعد شو.

فرهنګ ایران باستان، آناهیتا او هرمز نامه د دوي له آثارو څخه دي.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            ۳۷ کاله وړاندې د ۱۳۵۸ هجري لمریز کال د لړم په ۲۶ نیټه د ایران او لیبیا ترمینځ ډیپلماټیکې اړیکې ټینګې شوې. دغه اړیکې له اسلامي انقلابه مخکښې غوڅې شوې وې او وجه یې دا وه چې معمر قذافي په ایران کښې پهلوي حکومت د امریکې په امپریالزم پورې پیئلی باله چې د لویدیځ او د قدس د نیواکګر رژیم ګټو ته یې د عربي هیوادونو او فلسطینیانو پر ګټو ترجیح ورکوله.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            او له ننه ۳۲ کاله مخکښې د ۱۳۶۳ هجري لمریز کال د لړم په ۲۶ نیټه د علي ابن ابي طالب(ع) نومي ۱۷ لښکر قومندان برید جنرال مهدي زین الدین چې د صدام د بعثي رژيم د تیري په وړاندې د ایران د مقدسې دفاع په اتو کالو کښې تکړه او مشهور قومندان و، شهید شو.

شهید مهدي زین الدین په ۱۳۳۸ لمریز کال کښې د لرستان ولایت په خرم آباد کښې زیږیدلی و. هغه له اسلامي انقلاب وروسته خپل فعالیتونه له رغونکي جهاده پیل کړل او بیا د اسلامي انقلاب د پاسدارانو د لښکر رسمي غړی شو او د شهادت په وخت د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د یو مهم لښکر قومندان و.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

 

ټیګونه