Nov 17, 2016 14:20 Asia/Kabul
  • د تاریخ پاڼه ۲۴۳

نن د زیارت ورځ یا پنجشنبه د ۱۳۹۵ هجري لمریز کال د لړم د میاشتې ۲۷ نیټه ده چې چې د ۱۴۳۸ هجري قمري کال د صفرې او هم د ۲۰۱۶ میلادي کال د نومبر له اولسمې نیټې سره برابره ده.

=            ۱۸۳ کاله مخکښې د ۱۲۵۵ هجري قمري کال د صفرې د میاشتې په اولسمه نیټه د قرآن مجید تکړه قاري او د قراءت د فن استاذ شیخ عبدالرحیم سلطان القراء تبریزي د ایران د شمال لویدیځ په تبریز ښار کښې وزیږید.

سلطان القراء له خپل پلار څخه د علم له زده کولو وروسته له شیخ شامیل داغستاني سره اشنا شو او کله چې شیخ شامیل د روسانو خلاف پاڅو لپاره پوځ برابر کړ نو هغه هم له شیخ شامیل سره د داغستان په لور لاړ. هغه بیا تبریز ته راستون شو او د قرآن د قرائت په لړ کښې یې دیني مدرسه جوړه کړه او له هغه وخته یې د سلطان القراء یعنې د قرآن کریم د غوره قاري لقب ترلاسه کړ. دغه مشهور قاري په ۱۳۳۶ هجري قمري کال په تبریز کښې وفات شو او له ځانه یې د تجوید په علم کښې یوه رساله پريښودله.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            ۱۴۷ کاله وړاندې د ۱۸۶۹ میلادي کال د نومبر په ۱۷ نیټه سویس کانال چې د مدیترانه سمندر له سرې بهیرې سره نښلوي پرانیستل شو.

دغه کانال د فردیناند دی لسپس فرانسوي انجنئير په مشرۍ د لسو کلونو په اوږدو کښې وکینل شو چې اوږدوالی یې ۱۶۸ کیلومیټره او پسور یې له ۱۲۰ نه تر ۲۰۰ میټرو پورې دی. البته له دې نه پيړۍ پیړۍ مخکښې ایراني باچا داریوش او د مصر ځینو باچاهانو د مدیترانې د سمندر او سرې بهیرې ترمینځ د یوې اوبلارې د جوړولو لپاره کوششونه کړي وو او دا پخپله د دغې اوبلارې د اهمیت ښودنه کوي چې دا مهال د سویس کانال په نوم پيژندل کیږي. ځکه دغه کانال د دې سبب شوی چې د اروپا او آسیا ترمینځ تیریدونکې اوبلاره چې پخوا د افریقې له جنوبه تیریدله، ډیره لنډه شي. همداشان سویس کانال د آسیا او افریقا د دوو براعظمونو ترمینځ پوله او سرحد ګڼل کیږي.

د سویس کانال دغه ځانګړتیاوې د دې سبب شوي چې اروپائي استعمارچیان د دغه کانال تر جوړیدا مخکښې د هغه د کنټرولولو لپاره هلې ځلې او سیالي وکړي. خو مصر په ۱۹۵۶ کال کښې سویس کانال ملي اعلان کړ چې په همدې وجه د انګلستان، فرانسې او صهیونیسټي رژيم له حملې سره مخامخ شو. سره له دې بلآخره نیواکګر ځواکونه له سویس کاناله وتلو ته مجبور شول او دغه اوبلاره د مصر په واک کښې راغله.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            ۷۰ کاله وړاندې د ۱۳۲۵ هجري لمریز کال د لړم په ۲۷ نیټه مجاهد عالم آیت ا... شیخ مرتضی آشتیاني وفات شو.

هغه په ۱۲۴۲ لمریز کال کښې په تهران کښې زیږیدلی و. پلار یې مرزا حسن آشتیاني یو مبارز او د استعمار مخالف عالم و. شیخ مرتضی آشتیاني اسلامي علوم له خپل پلاره زده کړل او څه موده وروسته نجف ښار ته لاړ او د اجتهاد تر لوړې درجې یې زده کړې وکړې. آیت ا... مرتضی آشتیاني د خپل پلار په شان د حکومت د ظلم او استبداد سره په مبارزه کښې ځلانده کارنامه لري. دی په ایران کښې د مشروطه غورځنګ له فعالانو او آزادي غواړو څخه و.

همداشان دغه مبارز روحاني تل د رضا شاه پهلوي پر مستبدانه او دیني ضدو سیاستونو اعتراض کوه او په همدې وجه درې کاله تر نظارت لاندې و.

سره له دې آیت ا... آشتیاني د تکړه شاګردانو روزل هیر نه کړل او ډیرو عالمانو د هغه له محضره ګټه پورته کړه.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            ۳۷ کاله پخوا د ۱۳۵۸ هجري لمریز کال د لړم په ۲۷ نیټه د ایراني محصلینو لخوا په تهران کښې د امریکې د سفارت له نیول کیدو دوه اونۍ وروسته د امام خمیني(رح) په حکم ښځینه او تورپوستي یرغمل خوشي شول.

دغه سفارتخانه د جاسوسۍ او د ایران د اسلامی جمهوریت پر خلاف د دسیسۍ لپاره یو مرکز و او په همدې وجه د هغې کارکونکي د امریکا د جاسوسانو په توګه د محصلینو سره ساتل کیدل. خو امام خمیني د انساندوستانه ملاحظاتو له مخې او له دې کبله چې ښځې او تورپوستي د امریکې په ټولنه کښې د ستم او توکمیزو چلندونو سره مخامخ دي، د هغو د خوشي کیدا حکم ورکړ.

محصلینو ته په خطاب کښې د امام خمیني د لیک په یوه برخه کښې داسې راغلي دي: اسلام د ښځو لپاره د یولړ خاصو حقوقو قایل دی او تورپوستکي چې یو عمر د امریکې تر ظلم او دباو لاندې یې ژوند تیر کړی، او ښاید د مجبورۍ له مخې ایران ته راغلي وي، نو په هغه بڼه کښې چې د هغوي جاسوسي ثابته شوې نه وي، هغوي ته تخفیف ورکړئ. په دې توګه ۱۳ ښځینه او تورپوستي یرغمل خوشي شول.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=34     کاله پخوا، د نولس سوه دوه اتیایم میلادي کال د نومبر په اولسمه نیټه، د عراق د اسلامي انقلاب لوړه شورا د صدام حسین د رژیم دمخالفو اسلامي ګوندونو او ډلو له خوا جوړه شوه. د دغې شورا مقصد د دی هیواد د پخواني رژیم له ظلم او ساډوبي څخه د عراقي خلکو خلاصون او د عراق د ټولو خلکو د رایو او ګډون په اساس د حکومت جوړول اعلان شول. د عراق د اسلامي انقلاب لوړی شورا د ایران په ضد د صدام د تپلی جنګ له فرصته په ګټه اخیستنې سره د پخواني عراق دیکتاتور رژیم ته درانده ګوزارونه ورکړل. له جنګ وروسته همدې شورا چې د صدام د حکومت تر ټولو لویه مخالفه شورا وه د دغه رژیم په ضد په سیاسي ، نظامي او کلتوري برخو کی فعالیت لاره.  د دوه زره درېم میلادي کال په مارچ میاشت کښې په عراق د امریکا او انګلیستان له حملې او د صدام رژیم له نسکوریدا وروسته دلوړې شورا مرکز د عراق خاورې ته بدل شو او د دغه  هیواد په سیاسي برخه کښې یې مهم رول په غاړه واخیست. سره له دې چی د همهغه کال د اګست په میاشت کښې د دغه مجلس رهبر آیت ا.. سید محمدباقر حکیم په یوه ویرونکي بم چاودنه کښې د نجف په ښار کښې شهید شو خو دغه  شورا چې خپل نوم یې د عراق  په لوړه اسلامي شورا بدل کړئ دی ،تر اوسه خپلې لارې  ته د خپلواکه او اسلامي عراق د جوړولو لپاره دوام ورکوي.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

 

 

ټیګونه