Nov 19, 2016 16:57 Asia/Kabul
  • د تاريخ پاڼه (245)

ګرانو او عزتمنو دوستانو د سلامونو په وړاندې کولو سره د تاريخ پاڼه ننني پروګرام سره ستاسو په خدمت کښې يوو

لکه چې درته معلومه ده نن د خالي ورځ د ديارلس سوه پينځه نوي هجري نمريز کال د لړم د مياشتې  نهويشتمه نېټه ده چې د څوارلس سوه اته دېرشم هجري قمري کال د صفرې له نولسمې او او د دوه زره شپاړم کال د نومبر له نولسمې نېټې سره سمون خوري.

********************

1267  کاله پخوا د يو سل يو اويايم هجري قمري کال د صفرې په نولسمه نېټه د ګڼ شمېر روايتونو له مخې ايراني ستور پېژاندے ابومعشر بلخي وزېږېد. هغه له ستورپېژندنې سره د دلچسپۍ په  وجه بغداد ته لاړ او په دغه څانګه کښې په تعليم حاصلولو بوخت شو. هغه له مختلفو سرچينو څخه  چې په عربي، هندي، يوناني او سرياني ژبو ليکلې شوې وې استفاده وکړه ان تردې چې د خپلې زمانې ترټولو مشهور ستور پېژاندے شو. د هغۀ علمي اثار د هغۀ له مرګه وروسته تر پېړيو پورې د اسلام او لويديځ په نړۍ کښې معتبر وو. د ابومعشر د نظريې له مخې ټول تعليمات الهي منشاء لري او په هر علم کښې د خداے پاک د وحي نښې نښانې ليدل کيږي. د ابو معشر اثار د هغو ځينو زړو متنونو څخه د اخېستو په دليل چې اصل يې له منځه تلے ؤ د پام وړ دي. له دغه مسلمان ستورپېژاندي څخه په يادګار پاتې له ترټولو مهمو اثارو څخه «المدخل الکبير» او «المواليد الصغيره» کتابونو ته اشاره کولې شوو.

*********************

108  کاله پخوا په داسې يوه ورځ د دولس سوه اوۀ اتيايم هجري نمريز کال د لړم د مياشتې په نهويشتمه نېټه مشهور ايراني واعظ سيد جمال الدین واعظ اصفهاني ووژل شو. سيد جمال الدين واعظ همداني چې به سيد جمال الدین اصفهاني مشهور ؤ په تقريباً دولس سوه دوه څلوېښتم هجري نمريز کال کښې په همدان کښې وزېږېد. په شل کلنۍ کښې د زدکړو لپاره اصفهان ته لاړ او بيا په تهران کښې مېشته شو. هغه د مشروطې د غورځنګ په دوران کښې د سيد عبدا... بهبهاني او سيد محمد طباطبائي له ملګرو څخه ګڼل کېدۀ او په منبر باندې به يې د واکمنانو په ظلم و ستم باندې نيوکې کولې. سيد جمال د ايران د مشروطه غورځنګ يو مشر بلل کيږي چې تقريباً شل کاله هيې په اصفهان، مشهد، شيراز او تهران کښې وعظونه کول او د خلقو د بېدارولو کوشش يې کوۀ.په دې وجه محمد علي شاه حکم يې د نيولو حکم ورکړ. هغۀ په پارلېمان باندې د توپونو له حملې وروسته  مقدسو زيارتونو ته د تلو اراده لرله چې په لاره کښې وپېژندلے او ونيوے شو او له څو مياشتو وروسته جېل ته ولېږل شو. هغه د دولس سوه اوه اتيايم هجري نمريز کال د لړم په نهويشتمه نېټه په پينځه څلوېښت کلنۍ کښې په جېل کښې ووژل شو.

***********************

 

55 کاله پخوا په داسې يوه ورځ د ديارلس سوه درې اتيايم هجري قمري کال د صفرې په نولسمه نېټه د د اسلامي علومو يو ستر مدرس او لوړ عالم آيت ا... حاجي سيد مرتضی لنګرودي وفات شو. هغه په ديارلسم سوه شپږم هجري قمري کال کښې د ايران له لنګرود ښار سره نزدې سيمه کښې وزېږېد او په ځوانۍ کښې د زدکړو د دوام لپاره قزوين ته لاړ. آيت ا... لنګرودي بيا په تهران کښې د آيت ا... تنکابني په شان سترو آيت ا... ګانو څخه ديني او فقهي علوم زده کړل. هغه په ديارلس سوه اته دېرشم هجري قمري کال کښې د عراق نجف اشرف ښار ته لاړ او کلونه کلونه يې د آيت ا... نائيني د درس له کلاسونو څخه علمي ګټه اوچته کړه، ان تردې چې د اجتهاد درجې ته ورسېد او د نجف اشرف  علميه حوزې د مدرسين په قطار کښې راغے. آيت ا.... لنګرودي ډېره موده د قم په علميه حوزه کښې په تدريس بوخت ؤ او يو شمېر کتابونه يې هم وليکل.

********************

۳۹کاله پخوا د ۱۹۷۷کال د نومبر په  نولسمه نیټه

د مصر د وخت  ولسمشر  انورسادات  نیواکي بیت المقدس ته  لاړ . نیواکي فلسطین ته   د هغه  دغه سفر  د یو عربی هیواد  د  ولسمشر  لومړنۍ  سفر  ؤ چې له صهونیسټ رژيم سره د مصر د نزدیکیدو ا و له دغه رژیم سره د تش په نامه سولې تړون د لاسلیکیدو  لپاره  وشو . نیواکي فلسطین اوبیت المقدس ته د انور سادات  سفر  د مسلمانانو ،عربانو په تیره بیا د فلسطنینانو سخته کرکه اوغوسه راوپاروله .  په عین حال کې  هغه  د ۱۹۷۸کال  په ستمبر کې  د امریکا  په وساطت سره ، دقدس  له نیواکګر رژیم سره  د کیمپ ډيویډ تړون لاسلیک کړ .  ډيرو عربی  او اسلامی هیوادونو  د مصر د  وخت  د ولسمشر په  دغه  اقدام  په سخت اعتراض کې  له دغه هیواد سره اړیکې غوڅې کړې . همداراز له صهونیسټ رژیم سره  سازباز  له عربانوسره او  د مصر ولس سره  د انور سادات   خیانت وبلل شو  او په مصر کې د سختو بلواؤ او اړۍ ګړۍ  لامل شو .  بلاخره هم  د مصر د پوځ  یوه انقلابی افسر  خالد اسلامبولي  دکیمپ ډيویډ د  بې شرمه  تړون  په لاسلیکیدو  په اعتراض کې  په ۱۹۸۱ کال کې  په یوه رسمي پریډ کې  انور سادات  په ډزو وواژه . 

*******************

۲۶ کاله وړاندې  د ۱۹۹۰کال دنومبر په نولسمه نیټه

دشمالی اټلانټيک  تړون (ناټو ) او وارسا تړون دغړو هیوادونو  مشرانو  دیوه تړون په لاسلیک کولو سره  د لودیځ اوختیځ  د دووبلاکونو ترمینځ  سوړ جنګ پاي ته ورساوه . دوي همداراز  د تبلیغاتي جنګ  له ختمولو او  د  دغو دواړو  پوځي تړونونو  د وسلو له کمولو سره  موافقه وکړه .  دسوشلزم   له کیمپ  او لوديځي بلاک د هیوادونو ترمینځ  سوړ جنګ  له دې وروسته پیل شو چې امریکا او شوروي   د ایټمي  وسلو د لرونکو او په جنګ کې  د بریالیو  دوو قدرتونو  په توګه ئې ،له دوهم نړیواله جنګه وروسته سرونه راپورته کړل .   کیوبا ته  دایټمي توغندیو  دمنتقلولو لپاره د شوروي هڅې چې   نړۍ ئې د  یوه ایټمی له جنګ  خطرې سره مخامخ کړې وه ،  ماسکو او واشنګټن  ئې  دایټمي جنګ  د مخنیوي لپاره  یولړ موافقو لاسلیک کولو ته اړ کړل .  په عین حال کې   د ختیځ اولودیځ بلاکونو ترمینځ په سیاسی،اقتصادي،تبلیغاتي او جاسوسي ډګرونو کې   هماغه را ز په سختئ  سره  دوام  وموند   چې  دا  په یوه اصطلاح سره  سوړ جنګ  ونومول شو.په هغو بدلونونو پسې چې  د    ۱۹۸۰ لسیزې   په دوهمې نیمائي کې   په شوروي او د ختیځي اروپا هیوادونو کې رامینځةشو ،  دساړه جنګ  دختمولو لپاره  ئې زمینه برابره کړه .  په عین حال کې ، دختیځ بلاک په نامه  په هیوادونو کې د شوروي  دنفوذ په کمیدا  او بلاخره د شوروي د اتحاد دجمهوریتونو  په دړې وړې کیداپسې   پسې ، سوړ جنګ هم ختم شو  او  وارسا تړون  هم څه موده وروسته ړنګ شو . 

 

ټیګونه