د تاريخ پاڼه ۲۴۶
ګلونو اوریدونکو سلامونه د تاریخ له یوې بلې پاڼې سره مو په خدمت کې یوو نن د اتبار ورځ د دیارلس سوه پينځه نویم کال د لړم د میاشتې دیرشمه نیټه ده چې د 1438 هجری قمری کال د صفرې یا چورۍ دمیاشتې له شلمې او د دوه زره شپاړسم کال د نومبر هم له شلمې نیټې سره برابره ده . په دغه ورځ په تاریخ کې ځینو واقع شویو پیښو ته مو پام غواړو.
۱۳۷۷ کاله پخوا په دې ورځ د یو شپيتم هجري قمري کال د صفرې په شلمه ، د رسول الله مبارک د ګران لمسي حضرت امام حسین او دهغه د وفادارو اصحابو او کورنۍ د غړو د شهادت څلویښتي ولمانځل شوه . په همدغه کال د محرم په لسمه حضرت امام حسین علیه السلام او د هغه دوه اویا ملګري د یزید دسپایانو په وړاندې ودریدل او په یو نابرابره جنګ کې په مظلومانه ډول شهیدان شول او کورنۍ یې په بند لاړه . هر کال د دغه پیښې له تیریدو څلویښت ورځې ورسته د اربعین یا څلویښتۍ په نوم په یو لړ مراسمو کې د عاشورا د حماسې یاد لمانځل کیږي او د اسلامی د لوړو معارفو او د رسول الله مبارک (ص) د سیرت د ژوندي کولو په لاره کې د هغوي د شهادت او قربانۍ د لوی مقام درنښت کیږي. همداراز د یو روایت له مخې د شهیدانو دسردار امام حسین د شهادت په څلویښتمه ورځ د هغه حضرت کورنۍ د یزید د اسلام ضد ماهیت او د امام حسین د پاڅون د حقانیت له ښکاره کولو وروسته کربلا ته ورسیدله . د همدغه روایت له مخې دغه قافله هلته د پیغمبر له قدرمن صحابي جابر بن عبدالله انصاري او څو نورو اصحابو سره مخامخ شوه چې هغوي هم د امام حسین د څلویښتۍ لمانځلو ته راغلې وو او په ډیر غم او د عزادارۍ او ماتم په کولو سره یې دهغه شهید امام او نورو شهیدانو یاد ولمانځه .
×××××××××××××××××
د سل درې ویشت کاله مخکې د ۱۳۱۵ کال د صفرې په شلمه نیټه د اسلامی نړۍ لوی عالم ایت الله العظمی مرعش نجفي په نجف اشرف کې وزیږیده . د هغه پلار سید شمس الدین محمود مرعشي د خپل وخت له فقیهانو و . سید شهاب ادلین د اسلامي علومو د مقدماتو له زده کړې وروسته په نجف کې د آقا ضیاء الدین عراقي او شیخ احمد کاشف الغطاء د فقې او اصولو د خارج په درس کې حاضر شو هغه په اوه ویشت کلنۍ کې د اجتهاد درجې ته ورسیده . مرعشي په نجف کاظمین، کربلا ، سامرا ، قم تهران او کرمانشاه کې سبق ووایه او د میرزا ابوالحسن طبا طبایي بروجردي ، میرزا حسین فقه سبزواري ، حاج شیخ مرتضی طالقانی، شیخ عبدالکریم حائری یزدی، او محمد علی شاه آبادی په شان استادانو له محضره یې ګټه پوته کړه . هغه د تقلید له ځینو مراجعو د اجتهاد اجازه لاسته راوړه چې پهغوي کې د ځینو نومونه دا دي : آقا ضیاء عراقی، سید ابوالحسن اصفهانی و شیخ عبدالکریم حایری یزدی. دهغوي یو حدمت د علمیه حوزو یعنې دیني مدرسو جوړول وو چې چې په کې مهدیه مدرسې او شهابیه مدرسې ته اشاره کولش یو . دهغوی یو لوی یادګار، د ایت الله مرعشي کتابتون دی چې د ایت الله مرعشي په خپله خرچه په دیارلس سوه څلور څلویښتم کال کې په قم کې جوړ کړی شو او اوس پراخ شوی دی . دغه کتابتونه تر دوه نیمو لکو زیات چاپ شوې کتابونه او یو دیرش زره لاس نسخې لري . ایت الله مرعشي د ۱۴۱۱ کال د صفرې په اومه په قم ښار کې وفات شو .
××××××××××××××××
یو سل شپږ کاله پخوا د نولس سوه لسم کال د نومبر په شلمه نیټه
د روسیې لیکوال لئون ټولسټوی (Leo Tolstoy ) وفات شو هغه په ۱۸۲۸ کال کې زیږیدلی و او ډیر زر یې مور او پلار له لاسه ورکړل . هغه په اروپایی ټولنو کې مطالعې او سفر ته مخه کړه ، په دغه سفرونو کې دهغه مشاهداتو هغه د لویدیځ له مادي تمدنه سخت بیزاره کړ دغه روسی لیکوال د ماشومانو تعلیم او تربیت ته ډیر پام کاوه او د ټولنې له محرومو او بې وزله کسانو سره په مرسته کولو کې فعال و . له هغه ډیر اثار پاتې دي چې پکې دهغه مشهور ناول «جنگ او سوله» ، « قیامت» او « د ماشومتوب دوران» ته اشاره کولی شو .
××××
شپږ نوي کاله پخوا د نولس سوه شلم کاله د نومبر په شمله نیټه د انګلستان د استعمار په خلاف د عراق د خلکو لوی پاڅون ماته وخوړه . له لومړي نړیوال جنګ او د عثماني سترواکۍ له ماتیدو وروسته د فرانسې او انګلستان دولتونو په مینځني ختیځ کې ددغه سترواکۍ سیمې په خپلو کې وویشلې . پر دې اساس انګلستان د ټول عراق کنټرول په لاس کې واخسته خو له هماغه پیله د دغه هیواد د مسلمانو خلکو له مقاومت سره مخامخ شو . د عراق د خلکو پاڅون د نولس سوه شلم کال د جون په دیرشمه د اسلام د لویو عالمانو او روحانیونو په مشرۍ پیل شو او هدف یې د انګلستان د نیواکګرو ویستلو او د اسلامي اصولو په اساس د یو خپلواکه حکومت جوړول وو. د عراق خلکو او عالمانو په دغه پاڅون کې ډیرې میړانې وښودلې خو اخر د انګلستانیانو له خوا وځپل شول او د عراق د ډیرو خلکو وژل کیدو دغه پاڅون له ماتې سره مخامخ کړ .
96 سال پیش در چنین روزی، بیستم نوامبر سال 1920 میلادی:
××××××××××××××
پینځه نوي کاله پخوا د ۱۳۰۰ کال د لړم په شلمه ، د امریکا سټینډرډ آیل شرکت ته د ایران د شمال د تیلو د امتیاز د سپارلو لایحه تصویب شوه . د ایرن دولت د احمد قوام السطنة د صدارت په موده کې یوه لایحه برابره کړه چې پر اساس یط د ایران له تیلو د استفادې امتیاز د امریکا سټینډرډ آیل شرکت ته ورکول کیده . د دولت او پارلیمان تر مینځ د دغه موافقې په اساس دغه لایحه په پټه تصویب شوه چې شوروي او انګلستان پکې لاسوهنه ونه کړي. د شمال د تیلو د سپآرلو علت له مالي ګټو ورتیر په بهرني سیاست کې د انډول رامینځته کول وو او د ایران دولت غوښتل یو دریم هیواد هم په ایران کې اقتصادي فعالیت پیل کړل . ددغه لایحې له تصویبه دوه ورځې وروسته د شوروي د دولت اعتراضونه پيل شول او د ایران خارجه وزارت ته په یو یادښت کې یې خپل سخت اعتراض چې په حقیقت کې د الټی میټم حکم یې درلود څرګند کړ . د شوروي د دولت په اعتراض پسې د انګلستان دولت هم د ایران حکومت ته یو یاددښت ورکړ او په دې خبره یې اعتراض وکړ. شوروی د خپل اعتراض په ترڅ کې له ایران سره د تیلو د پخوانۍ معاهدې د اجرا غوښتنه کوله خو دې ته په پام سره چې دغه چاره د اساسي قانون په خلاف ترسره شوط وه د پارلمان غړي د شوروي او انګلستان د اعتراضونو په وړاندې ودریدل او د هغوي الټي میټم ته یې څه پام ونه کړ.
××××
اوه دیرش کاله پخوا د ۱۳۵۸ کال د لړم په دیرشمه اوسمهاله لوی شاعر محمد حسین جلیلی وفات شو . په بیدار مشهور محمد حسین جلیلی کرمانشاهي د کرمان شاه د علمیه حوزې د مشر ایت الله هادی کرمانشاهی زوی و هغه اول څو کله د نویو علومونو په زده کولو کې تیر کړل او بیا یې له خپل پلار او علامه حیدر قلی، سردار کابلی او آزاد همداني سره د اسلامي مذهبي علومو زده کړه پیل کړه . او د عربو ادبیات ، فقه ، حدیث او فلسفه یې زده کړه . محمد حسین جلیلي د خپلو مطالعاتو د بشپړولو لپاره په دیارلس سوه اتلسم کال کې تهران ته راغلی او په معقولو او منقولو علومو کې یې لیسانس یا د ایم ای ډګري واخسته ، جلیلی کرمانشاهی بیا خپل زیږنځای ته ستون شو او په لیسو کې یې د ادبیاتو په تدریس پیل وکړ . جلیلي یو تکړه شاعر و او په شعر کې یې د لرغونو استادانو د سبک پیروي کوله هغه غزل ډیر ښه وایه او شعر یې خوږ او له خاص لطفه برخمن و . له هغه یوشمیر اثار پاتې دي چې کرمانشاهان باستان، تاریخ سلسله سلجوقی و ابکارالافکار او داسې نور پکې شامل دي. محمد حسین جلیلی کرمانشاهي اخر د ۱۳۵۸ کال د لړم په وروستیو کې په شپيته کلنۍ کې وفات شو .
××××××
دوه دیرش کاله مخکې د نولس سوه څلور اتیایم کال د نومبر په شلمه نیټه د پاکستان انقلابي شاعر فیض احمد فیض وفات شو . هغه په نولس سوه یوولسم کال کې زیږیدلی و او په عربۍ او انګریزۍ کې یې ایم کړې وه . فیض یوه موده په پوځ کې و او سره له دې چې لوړو درجو ته ورسیده خو استعفا یې ورکړه . هغه په اردو او انګریزۍ ژبه د څو پاکستانیو خپرونو ایډیټر هم و . او درې کاله یې د دغه هیواد د هنري شورا وزارت په غاړه درلود . دغه پاکستاني شاعر چپې ګروهنې لرلې او په خپلو شعرونو کې یې د خلکو کړاونه او د دردونه انځورول . فیض په نولس سوه دوه شپيتم کال کې د لینن د سولې جایزه وګټله د هغه له کتابونو « نقش فریاد » ، « دست صبا » ، « فرهنگ پاکستان » و « نسخه های وفا » ته اشاره کولی شو .
پای۔