د تاريخ پاڼه ٢٤٨
ګلونو اوریدونکو زمونږ سلامونه ومنئ . د تاریخ له یوې بلې پاڼې سره ستاسو په خدمت کې یوو په دغه برخه کې به د نن ورځې مهمې تاریخي پیښې درته وجاجوو. نن د نهې ورځ یا سه شنبه د ۱۴۳۸ هجري قمري کال د صفرې دمیاشتې دوه ویشتمه ، د ۲۰۱۶ میلادي کال د نومبر دوه ویشتمه او د ۱۳۹۵ کال د لیندې د میاشتې دوهمه نیټه ده .
اته سوه نه کاله پخوا په داسې ورځ د ۶۲۹ هجري قمري کال د صفرې په دوه ویشتمه عراقي حدیث پیژاندی او عالم ابن نقطه په بغداد کې وفات شو هغه له ماشوموالي له حدیثو سره ډیره مینه لرله او د حدیثونو د اوریدلو لپاره یې لرې لرې سفرونه وکړل. هغه په دې خاطر خراسان شام او مصر ته لاړ او د حدیثونو د راغونډولو په ترڅ کې یې ډیر شاګردان هم وروزل چې له خپل استاده یې پریمانه حدیثونه نقل کړې دي . د ابن نقطه په شاګردانو کې ابن عساکر یاودلی شو او په اثارو کې یې « الاستدراک » کتاب ته اشاره کولی شو .
×××××
۲۱۲ کاله پخوا د ۱۲۲۶کال د صفرې یا چورۍ د میاشتې په دوه ویشتمه نیټه میرزا محمد باقر خوانساري په خوانسار کې وزیږیده . میرزا محمد باقر بن میرزا زین العابدین د دیارلسمې او څوارلسمې هجري قمري پیړۍ لوی عالم دی هغه یو اصولي فقیه ، رجالي محدث، او لوی ادیب او څیړاندی و . او په اصفهان کې یې د عملي مذهبي چارو مشري په غاړه لرله . د هغه په درس کې ډیر تکړه استادان لکه شیخ الشریعه اصفهانی ، سید ابوتراب خوانساري او سید محمد کاظم یزدی او نور موجود وو دهغه په اثارو کې احسن العطیه ، د لمعې په شرحې لمن لیک، قرة العین ، روضات الجنات فی احوال العلماء و السادات ته اشاره کولی شو .
××××××
111 کاله پخوا د ۱۲۴۸ هجري لمریز کال د لیندې د میاشتې په دوهمه د مشروطه غواړو دوه عالمان ایت الله بهبهاني او ایت الله طباطبایی د مشروطه اهدافو ته د رسیدلو لپاره هم تړوني شول . د لهو ولعب په محفل کې د شیعیانو د عالمانو په جامه کې د ایران د کسټم د ډایریکټر بلژیکي نوژ د عکس خپریدلو د عالمانو او دیندارو کسانو غوسه راوپاروله . په دې مینځ کې تر ټولو لوی او ځپونکی اعتراض د تهران د لوی عالم سید عبدالله بهبهاني له خوا ولیدل شو . مظفرالدین شاه د بهبهاني له بوږنوونکو اعتراضونو وروسته هغه ته یو لیک ولیکه او د هغه د غوښتنې د پوره کولو ژمنه یې وکړه . خو د خلکو په کراریدو او د لومړیو جذبو له سړیدو وروسته قاجار پاچا په دې اړه هیڅ اقدام ونه کړ او دا ځل بهبهاني هوډمن شو چې د نورو عالمانو په ملګرتیا خپله مبارزه جاري وساتي. له همدې امله د ۱۲۸۴ کال د لیندې په دوهمه د لوی عالم سید محمد طباطبایي کور ته ورسید او له مذاکراتو وروسته دغه دوه عالمان متفق او هم تړوني شول چې اصلي هدف یعنې مشروطه ته د رسیدلو تر وخته پورې به د ظلم او استبداد د حکومت په خلاف مبارزه کوي دغه تړون چې د سیدین سندین د تړون په نامه مشهور دی د مشروطیت غورځنګ په تاریخ کې ډیر اهمیت لري تر دې چې د مشروطه غوښتنې د غورځنګ اصلي سبب همدغه دوه عالمان ګڼل شوې دي. بهبهاني یو نه ډریدونکې،میړنی او پریکنده شخصیت و او طباطبایي متقي پاک لمنی او د خپل وخت په سیاسی حالاتو پوه انسان و . په حقیقت کې دوه لویې ځانګړتیاوې چې هر مشر ورته د خپل غورځنګ د کامیابولو لپاره اړتیا لري یعنې د سازش او معاملې نه کول او بصیرت د بهبهاني او طباطبایي په وسیله لاسته راغی او ورپسې کامیابۍ یې ممکنې کړې. تر دې چې مشروطه ته ورسیدل .
متقی، پاک دامن، آگاه به علوم زمان و اوضاع سیاسی جهان. در واقع، دو ویژگی ممتازی که هر رهبر برای پیروزی نهضت بدان نیازمند است، یعنی سازش ناپذیری و درایت، به وسیله اتحاد بهبهانی و طباطبایی حاصل شد و پیروزی های بعدی را ممکن ساخت تا به مشروطه دست یافت.
×××××
101 کاله پخوا په دې ورځ د ۱۲۹۴ هجري لمریز کال د لیندې د میاشتې په دومهم د لومړي نړیوال جنګ په ورځو کې په قم ښار کې کمیته دفاع ملی" یعنې د ملي دفاع کمیټه جوړه شوه . په لومړي نړیوال جنګ کې په ایران د روسیې له تیري او تهران خواوشا ته یې له رسیدلو او د ملي شورا له ړنګیدو وروسته د پارلیمان یو شمیر استازي ، لوړ پوړي عالمان او د تهران تاجران له تهرانه قم ته لاړل او د ملي دفاع کمیټه یې جوړه کړه . په دې وخت کې د عالمانو له خوا د روسیې په خلاف د جهاد امر ورکړی شو په دغه وخت کې د روسیې قواوو ساوه ښار ونیوه او د قم په لور وخوځیدل د ملي کمیټې غړي په چټکه اصفهان ته روان شول او بیا د کرمانشاه په لور وخوځیدل . د روسیې قواو د ساوې له نیولو وروسته قم او کاشان ښارونه ونیول او له کمیټې سره د جنګ لپاره کرمانشاه ته روان شول . دغه کمیتې په کرمانشاه کې موقته دولت جوړ کړ او له روسانو سره جنګ ته یې ملا وتړله . له څو جنګونو وروسته چې له ملي کمیټې سره د روسانو او انګریزانو له خوا وشول دغه کمیټې مجبورا خپل ځای بدل کړ او یوه موده په قصر شیرین او د عراق په موصل کې ځای پر ځای شوه او اخر استانبول ته لاړه ، دغه کمیټې او موقت حکومت د راتلونکي کال په غویي میاشته کې په یو بل نوم سره خپل موجودیت اعلان کړ خو د لومړي نړیوال جنګه وروسته اخر ړنګه شوه .
×××××
درې اویا کاله پځوا د ۱۹۴۳ کال د نومبر په دوه ویشتمه نیټه د لبنان هیواد په دوهم نړیوال جنګ کې خپلواکي لاسته راوړه د غه ټاټوبی په نولس سوه اتلسم میلادي کال کې د عثمانیانو له ولکې ووته او د فرانسې له خوا ونیول شو . په نولس سوه درې ویشتم کې فرانسې د نړیوالو د ټولنې له خوا رسما د لبنان سرپرستي په غاړه واخسته . له دغه وخته د فرانسې داستعماري سیاست او په لبنان کې د تبعیض په وجه په دغه هیواد کې ناکرارۍ پیل او په نولس سوه درې څلویښتم کال کې لبنان خپلواکه شو . لبنان د 10400 مربع کلومیټره رقبې په لرلو سره د مینځني ختیځ په لویدیځ او د مدیترانو سمندرګي په څنډو کې پروت دی او له سوریې او فلسطین سره ګډې پولې لري.
××××
درې پنځوس کاله پخوا په دې ورځ د نولس سوه درې شپيتم کال د نومبر په دوه ویشتمه د امریکا د هغه وخت ولسمشر جان ایف کینیډي د ټګزاس ایالت په دالاس ښار کې په یو سفر کې د دغه هیواد د یو کس له خوا ترور شو . کینیډي په ۱۹۱۷ کې زیږیدلی و او له نولس سوه شپږڅلویښتم کاله وروسته یې د پارلیمان دوه دورې استازی او یو ځل هم د مشرانو جرګې غړی و . د کینیډي قاتل لی هاروی اسوالد (Lee Harvey Oswald) د هغه له تروره څو ورځې وروسته د جک روبي په نامه د یو کس له خوا ووژل شول چې د پولیسو په ادعا هغه هم په زندان کې د سرطان یا ناسور د ناروغۍ له امله ومړ . په دې ډول د امریکا د ولسمشر د قتل اصلي عامل او انګیزه د شکونو په شپول کې پاتې شوه .
×××××××
نه څلویښت کاله پخوا د ۱۹۶۷ کال د نومبر په دوه ویشتمه د فلسطین د مسالې په هکله د ملګرو ملتو د امنیت شورا ۲۲۴۲ نمبر پریکړه لیک خپور شو . د دغه پریکړه لیک له چورلیزونو د نولس سوه اوه شپيتم کال په جون کې له عربو سره په جنګ کې د ټولو نیول شویو سیمو څخه د صهیونسټ رژیم د ځواکونو وتل او د سیمې د دولتونو د ځمکنۍ بشپړتیا او واکمنۍ په رسمیت پیژندل ، په عقبه خلیج او سویس کانال کې کې کشتیو د ازادۍ ضمانت ورکول او بالاخره د فلسطیني کډوالو د مسالې حل کول شامل وو. خو د صهیونسټ رژیم د کارړنګونو او له دغه رژیمه د لویدیځو هیوادونو په تیره بیا امریکا د هر اړخیز ملاتړ په وجه تر اوسه د دغه پریکړه لیک یوازې هغه برخې اجرا شوې چې د اسراییلو په ګټه وې.
×××××
پینځه څلویښت کاله پخوا د ۱۹۷۱ کال د نومبر په دوه ویشتمه د انګلستان ځواکونه له کابو دوو پیړیو وروسته د فارس خلیج له اوبو ووتل او دهغوی اډې ختمې شوې. د انګلستان له سختې کمزورۍ او په دوهم نړیوال جنګ کې د دغه هیواد سترواکۍ د ماتیدو او د خلکو د پرله پسې پاڅونو او همداراز د انګلستان له ولکې د ځینو ښکیلاک مینو له ازادۍ وروسته دغه دولت په نولس سوه اته شپيتمه کال کې د سویس د اوبلارې له ختیځه د خپلو وتلو سیاست اعلان کړ . په دغه سیمه کې د انګلستان د اعلان له مخکې فارس خلیج ، عمان سمندر، سنګاپور، ملایشیا ، او ځینې نورې سیمې شاملې وې . البته لندن هڅه وکړه له فارس خلیجه له وتلو مخکې د خپلو نامشروعو موخو په لړ کې په سیمه کې د تفرقې او اختلاف د پیدا کولو لپاره ځینې اقدامات وکړل چې یو پکې له ایرانه د بحرین جدا کول وو.
×××××
اولس کال مخکې د ۱۳۷۸ کال د لیندې په دوهمه نیټه اوسمهاله تکړه استاد ، محقق او ژباړن ډاکټر محمد حسن لطفی تبریزی وفات شو استاد دکتر محمدحسن لطفی تبریزی، چې د افلاطون د اثارو تکړه فلسفي او محقق و په ۱۲۹۸ کال کې په تبریز کې زیږیدلی و هغه د لومړیو او مینځنیو زده کړو وروسته تهران ته لاړ او د تهران له پوهنتونه یې د حقوقو په برخه کې د ایم د ډګرۍ له لاسته راوړلو وروسته د ډاکټریټ ډګري له جرمني واخسته . او له ۱۳۲۹ کاله د اسلامي انقلاب تر کامیابۍ پورې یې د وکالت کار کاوه . ډاکټر لطفي تبریزی له دې وروسته خپل عمل د فلسفي اثاور ترجمې او لیکلو ته وقف کړ او په جرمني ، فرانسوي او انګریزۍ ژبه د تسلط په وجه د فلسفې د اثارو په ډیرو ښو ژباړنو کې شامل شو . هغه د فلسفې د اصلي متونو او کلاسیکو اثارو د کابو څلویښتو کلونو د ترجمې په موده کې ډیر اثارو وپنځول چې د افلاطون ژوند او اثار، د افلاطون د اثارو یوه دوره ، د رنسانس فرهنګ ، او د سقراط خاطراتو یا یادښتونو ته پکې اشاره کولی شو . استاد لطفی تبریزي د ۱۳۷۸ کال د لړم په دوهمه په اتیا کلنۍ کې وفات شو .