د تاریخ پاڼه (۲۴۹)
دتهران دپښتو خپرونې خوږو مینه والو ښه اونیکمرغه سهار درته غواړو دوستانو نن دشورو ورځ یا چارشنبه ، د ۱۳۹۵لمریز کال دلیندۍ میاشتې دریمه نیټه ده چې د ۱۴۳۸قمری کال د صفرې له درویشتمې او د غه راز د ۲۰۱۶ کال د نومبر له درویشتمې نیټې سره سمون خوري .
۱ ، ۱۳۷کاله پخوا د ۱۳۰۱ قمری کال د صفرې دمیاشتې په درویشتمه نیټه
یو ایرانی فقیه او ستر عالم شیخ محمد باقر آقا نجفي وفات شو . هغه په ۱۲۳۴قمری کال کې زیږیدلی ؤ او په اصفهان کې د دیني علومو په بیلابیلو څانګو کې له زده کړو وروسته د زده کړو دبشپړولو لپاره دنجف اشرف علیمه حوزې ته لاړ . آقانجفي له نجفه له ستنیدو وروسته په اصفهان کې هستوګن شو او دشاګردانو روزنې او دکتابونون لیکلو ته ئې مخه کړه . . هغه ډیر زیات ټولنیز نفوذ درلود او امر باالمعروف اونهی از منکر چارو ته ئې ډیر اهمیّت ورکاوه او دغه راز ئې له منحرفاتو سره هم کلکه مقابله کوله . په همدې دلیل ، آقا نجفي په خلکو کې ډير محبوبیّت درلود. له هغه څخه په پاتې کتابونو کې ، الب الفقه ، او لب الاصول نومې کتابونو ته اشاره کولی شو .
*********************
۲، ۱۱۰ کاله مخکې ، د ۱۲۸۵لمریز کال دلیندۍ دمیاشتې په دریمه نیټه
په ایران کې په سربي چاپ سره په اتو پاڼو کې : مجلس : نومې ورځپاڼه خپره شوه . دغې ورځپاڼې پر داخلی اوبهرنیو خبرونو سربیره ، د ایران د ملی شورا ټول مذاکرات هم منعکس کول . د دغې ورځپاڼې مسئولیّت اوسردبیري دهغه وخت یوه مشهور لیکوال ادیب الممالک فراهاني په غاړه درلوده .
********************
۳، ۴۲ کاله وړاندې د ۱۹۷۴ کال دنومبر په درویشتمه نیټه
دفلسطین هیواد جوړیدا دملګروملتو په عموی اسمبلۍ کې تصویب شوه . د فلسطین موضوع ، په حقیقت کې یوه هغه لومړنۍ موضوع ده چې د ملګروملتو په عمومی اسمبلۍ کې مطرح شوه . په عین حال کې د ملګروملتو ډير پریکړه لیکونه دصهونیسټانو او ستروقدرتونو دتمو اوټو په نظر کې په نیولوسره صادریدل . دصهونیسټ توکمپال رژیم حکومت یوه همدغه پریکړه لیک په استناد سره د ۱۹۴۸کال دمئ په څوارلسمه نیټه خپل موجودیّت اعلان کړ . په دې مینځومیان کې دفلسطین موضوع دامریکا اوانګلستان د په څير دهیوادونو له مستقیمو او غیرمستقیمو هلوځلو سره سره، د فلسطین دخلکو دحق غواړو مبارزو په وسیله تل د ورځې دیوې موضوع په توګه مطرح پاتې شوه . د ۱۹۷۳کال په نومبر کې دعربانو سرمشریزې دفلسطین آزادي غواړي جبهه (پي ایل او ) د دغې سیمې دخلکو یوازینۍ قانوني نماینده جبهه وبلله او د ۱۹۷۴کال په فرورۍ کې داسلامی هیوادونو سرمشریزې هم هغه تائيد کړه . په دغو وړاند وینو او جوړوشویو زمینو سره ، د ۱۰۷۴ کال دنومبر په ۲۳ نیټه د ملګروملتو عمومی اسمبلۍ په دوو پریکړه لیکونو کې داموضوع د توجه وړ وګرځوله او هلته ئې په پیل کې پی ایل او ته اجازه ورکړه څو د دغې اسمبلۍ یا ټولنې په غونډو کې دڅارونکي غړي په توګه ګډون وکړي او دوهم ئې ،هم خپل وطن ته په ستنیدو کې دفلسطین دملت حقوق او له ملی حقوقو برخمنیدا په رسمیّت وپيژندله . دملګروملتو اقدام لامل شو څو عمومی افکار دفلسطنیانو په حقانیّت اومظلومیّت او دغه راز د اسرائيلو له جنایتونو سره لازیات آشنا شي . په عین حال کې له صهونیسټ رژيم او د دغه سپیره رژیم له جنایتونو د سترو قدرتونو ملاتړ او دځينوعربو مشرانو او دفلسطین دمشرانو سازباز اوغولیدل لامل شوي څو دفلسطین موضوع هماغه راز لاینحل پاتې شي .
*********************
۴، او له ننه شپاړس کاله پخوا د ۱۳۷۹لمریز کال دلیندۍ دمیاشتې په دریمه
یو ایرانی مبارز دیني عالم آیت ا... سید مهدي روحاني وفات شو . هغه په ۱۳۰۳ لمریز کال کې دتهران په جنوب کې په قم سپيڅلي ښآر کې په یوې تقوادارې اوعلم لرونکي کورنۍ کې زیږیدلی ؤ ، روحاني په ځوانۍ کې د دیني علومو زده کول پیل کړل او نولس کلن ؤ چې دعراق نجف اشرف علیمه حوزې ته لاړ . هغه په دغه سپیڅلی ښار کې تر اتو کلونوپورې له بیلابیلو عالمانو علم زده کړ او قم ته له ستنیدو وروسته ئې ، هماغه شان دعمل زده کولو ته دوام ورکړ . آیت ا... روحاني دبیلابیلو دینونو اومذهبونو په باب ډير زیاتې اسلامی اوغیراسلامی مطالعې او څيړنې وکړې . هغه همداراز له ۱۳۴۱لمریز کال څخه دحضرت امام خمیني په رهبرۍ دایران د ولس د اسلامی غورځنګ له هماغه پیله له هغه سره یو ځاي ؤ. دغه مبارز عالم د قم دعلمیه حوزې جامعه مدرسیّن یو بنسټګر ؤ ، چې د دغې حوزې دغوره استاذانو یوه ټولنه ده. هغه همداراز دشاګردانو پر روزلو سربیره ، یوشمیر کتابونه هم لیکلي دي چې له هغو څخه ، فرقة السلفیة و تطَوّراتها فی التاریخ ، بحوث مع اهل السنة والسلفیة، اودغه راز داسلامی فرقو او مذهبونو تاریخ ، نومې کتابونو ته اشاره کولی شو .
(سیماب)
**********************************************