Nov 24, 2016 12:26 Asia/Kabul
  • د تاریخ پاڼه ۲۵۰

ګرانو دوستانو لکه څنګه چې خبر یئ نن د زیارت ورځ یا پنجشنبه د ۱۳۹۵ هجري لمریز کال د لیندۍ د میاشتې څلورمه نیټه ده چې د ۱۴۳۸ هجري قمري کال د صفرې له ۲۴ او هم د ۲۰۱۶ میلادي کال د نومبر له ۲۴ نیټې سره سمون خوري.

=            ګرانو مینه والو له ننه ۱۰۹۱ کاله وړاندې د ۳۴۷ هجري سپوږمیز کال د صفرې د میاشتې په ۲۴ نیټه د نحوې او حدیث عالم ابن دُرُستویه وفات شو.

د نحوې ستر عالم او ادیب ابو محمد عبدا... بن جعفر بن محمد ابن درستویه په ۲۵۸ سپوږمیز کال کښې په بغداد کښې زیږیدلی و. هغه د حدیث په علم کښې هم پوهه درلوده او په نحوه کښې به یې له علي بن عیسی رماني، مبرّد او ابن جنّي پیروي کوله.

د دغه عالم له آثارو څخه الارشاد، الکتّاب، اخبار النحویین او معاني شعر کتابونو نومونه اخیستی شو.

ابن درستویه په ۸۸ کلنۍ کښې په بغداد کښې وفاع شو.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            ۱۰۵۳ کاله اګاهو د ۳۸۵ هجري سپوږمیز کال د صفرې میاشتې په ۲۴ نیټه د دیلمان لړۍ مشهور ادیر او هوښیار وزیر صاحب ابن عبّاد وفات شو. هغه یو توانمن لیکوال و او په فضل او ادب کښې د خپلې زمانې مشهور شخصیت ګڼل کیده. داشان چې د هغې زمانې څو مشهورو پوهانو خپل ځیني کتابونه د هغه په نوم تالیف کړي دي.

صاحب بن عباد سره له دې چې په دیلمان حکومت کښې یې د وزارت منصب درلود خو تر لاس لاندې کسانو په وړاندې به یې له تواضع او خاکسارۍ ډډه نه کوله. له صاحب بن عباد څخه ارزښتناک تالیفات پاتې دي. د هغوي ترټولو مشهور اثر (المحیط) نومیږي چې د لغت په هکله په اوو ټوکو کښې راغونډ شوی دی. د صاحب بن عباد له نورو کتابونو څخه (امامت)، (انوار و الاعیاد) او (فضائل النوروز) ته اشاره کوی شو.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            ۱۱۱ کاله مخکښې د ۱۲۸۴ هجري لمریز کال د لیندۍ په څلورمه نیټه په ایران کښې د روسیې د پور د بانک ودانۍ د تهران د خلکو په لاس ورانه شوه.

د انګریزانو لخوا د ایران د شهنشاهي بانک له جوړویدو وروسته روسانو هم هڅه وکړه چې د بانک د جوړولو امتیاز ترلاسه کړي. هغوي د پور او قرض د بانک د جوړولو د امتیاز له ترلاسه کولو وروسته د بانکي چارو د ترسره کولو لپاره د یوې ودانۍ د جوړولو په لټه کښې شول. له دې امله یې د یو امامزاده د مقبرې او یو ښوونځي په خوا کښې وقف شوې ځمکه چې ادیره هم پکښې وه او په دغو ورځو کښې پکښې حکومت د مړو د ښخولو مخه نیوله، د دې کار لپاره مناسبه وګڼله.

روسانو د ودانۍ د جوړولو په کار کښې د تازه مړو جنازې او هډوکې راوباسل خو هغه یې په بې پروائۍ سره په یوه کنده کښې وغورځول. ورپسې یو عالم د روژې په مبارکه میاشت کښې په یوه وینا کښې خلک د بانک د جوړولو د کار بندولو ته وهڅول تر دې چې د دغې غلبلۍ په دوام کښې د امامزاده د حرم کارکونکواو د دیني علومو طلابو د خلکو په ملګرتیا پر یادې ودانۍ برید وکړ او د هغې نیمه جوړه شوې ودانۍ یې له خاورو سره سمه کړه.

په موسیو نوژ بیلجیمي پورې له اړوندې پیښې او د هغه لخوا د شیعه عالمانو له سپکاوي له پیښې وروسته د روسي بانک ورانیدل او هم د ښار د واکمن لخوا د تهران سوداګرو ته خبرداری هغه مهم بدلونونه وو چې بلآخره په ایران کښې د مشروطیبت د پيښې سبب شول.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            شپږ شپیته کاله پخوا، د دیارلس سوه نهه ویشتم لمریز کال د لیندۍ د میاشتې په څلورمه نیټه، د ایران د ملي شورا د تیلو کمیسیون، د ایران د تیلو شرکت او د انګلستان الحاقي تړون رد کړ .دغه تړون د ایران د تیلي زیرمو د چور تالان پر سر د امریکا او انګلستان د تضادونو په اوج کښې او هغه مهال برابرشوی و چې په ایران کښې د تیلو ملي حرکت په پراخیدو و. دغه تړون د ایران د جنوب له تیلو څخه د ګټې اخیتستنې لپاره د انګلستان د واکونو په زیاتېدو او د دې هېواد د موقعیت د ټېنګېدو په موخه شوی و او د ایران د ملي ګټو او واکمنۍ پر وړاندې یو ګواښ ګڼل کېدو.

د ایران د تیلو د شرکت او انګلستان الحاقي تړون د ایران د پارلیمان په پنځلم پړاو کښې تایید نه شو او د دې تړون جاجول شپاړسم پارلیمان ته وځنډل شول.

له دې تړون سره په مخالفت او د انګلستان د ښکیلاکي دسیسو په اشواکېدو کښې، د آیت ا... کاشاني په مشرۍ مذهبي ځواکونو او همداراز د مصدق په مشرۍ ملي ځواکونو فعال رول درلود. بالاخره د خلکو په ملاتړ سره، مبارزې ښې نتیجې ته ورسیدې او د ایران د تیلو صنعت د دیارلس سوه نهه ویشتم لمریز کال د کب په نهه ویشتمه نیټه  ملي اعلان شو.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            ۵۱ کاله پخوا، د دیارلس سوه څلور څلویښتم هجري لمریز کال د لیندې د میاشتې په څلورمه نیټه، په فرزانه حکیم مشهور یو نامتو فیلسوف او حکیم محمد هادي فرزانه په یو اتیا کلنۍ کښې وفات شو. دغه قدرمن فیلسوف او حکیم شیخ محمدهادي فرزانه په دولس سوه درې شپیتم لمریز کال کښې د اصفهان په شهرضا کښې زیږیدلی و. هغه  دیني معارف او د اسلامي علومو مقدمات په خپل زیږنځي کښې ترسره کړل او وروسته د زده کړو د پشپړولو لپاره اصفهان ته ولاړ. هغه د علم په بیلابیلو څانګو کښې زیاتره حکمت او فلسفې ته علاقه درلوده او په دې زمینه کښې یې د معلوماتو د ترلاسه کولو په لار کښې ډیر زیات زحمتونه و زغمل، په دی ډول چې د عمر په وروستیو کلونو کښې یې هغه د سترو حکیمانو په قطار کښې راوسته. حکیم فرزانه له هغې وروسته په خپل زیږنځائ شهرضا کښې د حکمت او فلسفی  تدریس ته ملا وتړله او تکړه شاګردان یې وروزل. د هغه ژوند د قناعت او ساده توب په کمال کښې ؤ او د دنیا زرو او زیورو هغه دوکه نه کړ.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            پنځه دیرش کاله پخوا، د دیارلس سوه شپیتم هجري لمریز کال د لیندې د میاشتې په څلورمه نیټه، یو ایرانی ستر مجتهد او فقیه آیت ا... میرزا احمد سرایي وفات شو. دغه تکړه عالم مقدماتي علوم له څوارلس کلنۍ د تبریز له عالمانو څخه زده کړل. وروسته قم ته ولاړ او د آیت الاګانو د سید شهاب الدین مرعشي نجفي او میرزا جواد آقا ملکي تبریزي د درس په محضر کښې یې خپله علمي وده زیاته کړه. میرزا احمد سرایي له هغې وروسته نجف ته ولاړ او د نامتو استادانو له محضره یې استفاده وکړه څو د علم او اجتهاد لوړې درجې ترلاسه کړي. دغه ستر فقیه له هغې وروسته خپل وطن ته ستون شو او د احکامو تبلیغ ،  دین تدریج او درس ته یې مخه کړه. هغه د ټول ګټو ودانیو په جوړولو سربیره د اعتقادي منحرفینو سره مناظرو او ښو بحثونو ته کښیناست او د دیني علومو د طلابو د ښې روزنې او تبلیغ لپاره یې بیلا بیلو هیوادونو ته سفرونه وکړل. دغه رباني عالم بالاخره په اویاکلنۍ کښې وفات شو.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            دریویشت کاله پخوا، د دیارلس سوه دوه اویایم هجري لمریز کال د لیندې د میاشتې په څلورمه نیټه،  د اصفهان  یو نامتو عالم آیت ا... سید احمد فقیه امامي وفات شو. آیت ا... سید احمد فقیه امامي اصفهاني په دیارلس سوه دولسم لمریز کال کښې په اصفهان کښې وزیږید. هغه په خپل زیږنځائ کښې د مقدماتي زده کړو له ترسره کولو وروسته قم ته ولاړ او د آیت الاګانو د سید محمد باقر سلطاني طباطبایي، سید حسین بروجردي، امام خمیني (رح) او علامه طباطبایي له محضره یې استفاده وکړه. آیت ا... امامي وروسته په اصفهان کښې تدریس ته مخه کړه او د اوږدې مودې پورې یې د دیني علومو د شاګردانو روزنې ته ملا وتړله. د هغه په خدمتونو کښې له شپیتو زرو زیاتو ټوکو کتابونو سره په اصفهان کښې د (الزهرا)  د لوئ کتابتون جوړول دي. همداراز (آیات معجزه آسای قرآن)، (بشر و رسالت او) او (چرا جمهوري اسلامي  و روش رهبران انقلابي ما) د هغه له تالیفاتو څخه دي. دغه رباني عالم بالاخره د دیارلس سوه دوه اویایم لمریز کال د لیندې د میاشتې په څلورمه نیټه په شپیته کلنۍ کښې وفات شو.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            او له ننه درې کاله وړاندې د ۲۰۱۳ میلادي کال د نومبر په ۲۴ نیټه د ایران د اسلامي جمهوریت او د جرمني په ګډون د ملګرو ملتو د امنیت شورا د پنځو غړو ترمینځ یوه لنډمهاله موافقه په جنیوا ښار کښې لاسلیک شوه. د دې موافقې لاسلیکیدو د ایران او د جرمنې، فرانسې، انګلستان، امریکې، چین او روسیې په شمول د ۵+۱ په نامه ډلې ترمینځ د یوې جامع موافقې د لاسلیکیدو او د ایران د سوله ایز ایټمي پروګرام په هکله د شکونو د ختمیدو او همداشان په ایران باندې د نړیوالو او څواړخیزو ظالمانه بندیزونو د ختمیدو لاره هواره کړه.

د ګډ اقدام د پروګرام په نوم د جنیوال د لنډمهالې موافقې له مخې خواو په رضاکارانه توګه ژمنه وکړه چې د یوې جامع حل لارې د وړومبي ګام په توګه متقابل اقدامات ترسره کړي. داشان ایران خپل ایټمي پروګرام او د یورانیمو پخول په محدوده توګه جاري وساتل او پرخپلو ایټمي تاسیساتو یې د ایټمي انرجۍ د نړیوال آژانس څارنه لااسانه کړه.

له بلې خوا لویدیځو هیوادونو د ایران خلاف وضع شوي ځیني بندیزونه وځنډول او د نویو بندیزونو له لګولو یې ډډه وکړه.

د جنیوا د موقتې موافقې ترټولو مهمه ځانګړتیا سوله ایزې ایټمي انرجۍ او د یورانیمو د پخولو پروګرام ته د لاسرسۍ لپاره د ایران په حق باندې د لویدیځو حکومتونو داده کیدل وو.

د لویدیځ د بندیزونو د بیخي ختمیدو لپاره د ایران د اسلامي جمهوریت او ۵+۱ ډله حکومتونو ترمینځ وروستۍ موافقه د ګډ اقدام د جامع پروګرام (برجام) په توګه د ۲۰۱۵ کال په جولائۍ میاشت کښې لاسلیک شوه.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

 

 

ټیګونه