Nov 24, 2016 12:33 Asia/Kabul
  • د تاریخ پاڼه (۲۴۷)

دتهران دپښتو خپرونې خوږومینه والو ښه اونیکمرغه ورځ درته غواړو دوستانو نن د ګل ورځ یا دوشنبه د ۱۳۹۵هجری لمریز کال د لیندۍ دمیاشتې لومړۍ نیټه ده چې د ۱۴۳۸قمری کال دصفرې دمیاشتې له یویشتمې او د ۲۰۱۶میلادي کال د نومبر دمیاشتې هم له یویشتمې نیټې سره سمون خوري .

۱ ،   دوستانو  نن دنومبر یوویشتمه نیټه  دټيلیویژن نړیواله ورځ ده .

  دملګروملتو  عمومی اسمبلۍ  په ۱۹۹۶ کال کې ،دنومبر یویوشتمه نیټه ،  دټيلیویژن دنړیوالې ورځې په توګه ونوموله .  ملګروملتو ، د دغه  اقدام موخه ، د ټيلیوژني پروګرامونو  مبادلې ته  په تیره  بیا  دهغو  پروګرامونو  مبادلو ته دملتونو  هڅول   اعلان کړل ،چې   دټولنې  د  سولې ،د   ټولنیزې پراختیا  او کلتوری مسئلو  دپياوړتیا اواقتصادي پراختیا لپاره  جوړیږي .ټيلویژین د ارتباطاتو او  اطلاع رسونې لپاره  یوه خورا ستره ولسی او  ډيره لیدونکي رسانۍ ده  ،ځکه چې  په آسانۍ سره دهرې پرګنې او هرعمر  کسانو  او مخاطبانوته  مطلبونه وړاندې کوي .  دټيلویژن لیدل او ددغې رسانۍ له لارې د اطلاعاتو ترلاسه کول   سواد او تعلیم ته اړتیا نه لري او  په همدې دلیل ب، دغه رسانۍ په وروسته پاتې او پراختیائي   هیوادونو کې  لازیات کارندوالی  لري .  ټیلیویژن   داطلاعاتو په  خپرولو او پوهولو  کې  دير  مهم رول  لوبوي  او  دانساني غوښتنو اوشرائطو  ته دبڼه ورکولو لپاره  یوه قدرتمنده وسیله  حسابیږي ..  ددغه شان ځانګړنو  په وسیله ، یونیسکو ته  دنده سپارل شوې چې دخپلواکه ټيلیوژني چینلونو او همداراز دهغو پروګرامونو د تولید ملاتړ  وکړي چې  ټولنې  دسولې ،  ټولنیزې   او اقتصادي پراختیا اوکلتوري  مسئلو د پیاوړتیا لامل کیږي    .  له دې امله  هر سال   په دغې ورځې  په نیویارک کې د ملګروملتو  په مرکز کې  دټيلویژن دنړیوالې ورځې  غونډه ترسره کیږي . په دغې غونډې کې  له درستې نړۍ  درسانۍ    کارکونکي  او خاوندان او او د ټيلیویژني چینلونو مالکان  سره  غونډيږي .  

*********************

۲ ،   ۲۳۳ کاله پخوا د   ۱۷۸۳کال دنومبر  په یویشتمه نیټه

          د  الوت  لپاره  دانسان دهڅې په تاریخ کې دلومړي ځل لپاره ،  بالون فضا ته واستول شو .  دغه بالون  دوه مسافران درلودل  چې   په هغو کې یو  د فرانسې یو فیزک پوه  فرانسوا دوروزیه  ؤ.  فرانسوا دوروزیه  دهماغه زده کړو له پړاوه  د الوت لپاره  دیوې وسیلې   د جوړولو په فکر کې ؤ او بلاخره  کله چې   مونګلفیه  وروڼو  لومړنی بالون جوړ کړ  ، نوهغه هم   په همدې ورخې  دیوه  بالون په جوړولو سره  الوت وکړ او  دفضا لاره ئې پرانیستله .

 دیادولو ده چې  دغه فیزیک پوه  دیوه څيړنیز الوت په وخت  دمانش  سمندر دپاسه  سقوط وکړ او  ووژل شو .

 

*****************

۳،   ۸۰ کاله مخکې  د  ۱۹۳۶کال دنومبر په یویشتمه نیټه 

        دلبنان یوه سیاستوال  پیر جُمیَل    دلبنان فلانژ ګوند  جوړ کړ .  فلانژ ګوند  هغه  ګوند دی چې  په پیل کې  په ۱۹۳۳ کال کې  په آسپانیا کې  تاسیس شو او   د فاشیزم په شان    دحکومت پر قدرت او حاکمیّت  تکیه  کوي .  د  آسپانیا فلانژ ګوند  له تاسیس   درې کاله وروسته  دلبنان یوه سیاستوال  پير جُمیَل    نازي جرمني ته  له سفر او  دنازیزم   د اصولو او رودې له زده کولو رووسته   دځينودوستانو په ملګرتیا سره  د ۱۹۳۶ کال  دنومبر په یویشتمه نیټه  دلبنان دکتایبو  یا فلانژ ګوند  جوړ کړ.  دلبنان فلانژ ګوند  له یوې خوا   له پان عربیزم  سره مخالفت کاوه  او  له بلې  خوا ئې  له   عربی هیوادونو سره   په اقتصادي  ملګرتیاؤ ټینګار درلود. خو  د دغه ګوند طبیعي موخه  د نورو ګوندونو په څير ،   دقدرت ترلاسه کول او  دلبنان  پر سیاسی  اواقتصادي برخلیک سلطه درلودل وو  چې  نه یوازې    دهغو په پیلیدو اوبڼه موندنې کې  اغیزمن رول درلود ،بلکې   دهغه درامینځةکیدا په بهیر کې ئې ،    په سلګونو مسلمانان  دخپلې کینه کښو  عملیاتو قرباني کړل .  دلبنان له داخلی جنګه وروسته  دفلانژسټانو  بې شمیره جنایتونو  نوي اړخونه غوره کړل  او هغوي دخپلو سیاسی  اوپوځي  فعالیتونو اوخوځښتونو  په پراختیا سره  وتوانیدل ،  له ځانه  یوه غیر انساني  او وحشي ډوله  ډوله   څيره نندارې ته وړاندې کړي .  دلبنان دفلانژ ګوند  کړچار بې له شکه   نه  یوازې  دلبنان او د هغه  د ولس په خدمت کې  نه ؤ  ،بلکې    په لبنان کې ئې  دصهونیسټ رژیم  د یوه  پوځي  مټ  په توګه  عمل کاوه  چې    په هغو سپیرو اقداماتو کې ئې   د ۱۹۸۲ کال  په اوړي کې  دڅلورو  ایرانیو ډيپلوماټانو  په برمتګرۍ کې نیغ په نیغه  لاس درلودلو ته اشاره کولی شو .

**********************

۴ ،     ۶۳ کاله وړاندې  د ۱۳۳۲لمریز کال د لیندۍ دمیاشتې  په  لومړۍ نیټه

         یو لوي فقیه او   عالم   آيت ا...  حبیب ا... عسکري  اشتهاردي   له نړۍ سترګې پټې کړې . هغه  په  ۱۲۷۱لمریز کال کې    له تهران سره نزدې   په اشتهارد کې زیږیدلی ؤ او  له ماشوموالي ئې  دیني علومو زده کول پیل کړل .  حبیب  ا....  دخپل پلار په هڅونې  او  دسالامی معارفو په زمینې کې  دمعلوماتو  له زیاتولو سره د دلچسپۍ  په سبب ، په ځوانۍ کې  په عراق کې  دنجف اشرف  علمیه وزې ته لاړ .  هغه  په دغه ښآر کې  تر پنځلسو کلونوپورې  له لویو عالمانو  علم زده کړ او  داجتهاد درجې ته ورسید.   هغه وخت  ئې د ستر دیني مرجع  آیت ا... العظمي  میرزا  ابوالحسن  اصفهاني  په  غوښتنې سره  په لوړه سویه  دفقې اواصولو  تدریس ته  مخه کړه .  هغه  دخپل عمر په وروستیو کلونو کې  په قم سپيڅلي ښار کې  هستوګن شو څو  تبلیغ اوتدریس  وکړل شي ، خو  ډير  وخت نه ؤ تیر چې له نړۍ ئې سترګې پټې کړې.

*****************

۵ ،     ۲۱ کاله پخوا   د ۱۹۹۵کال دنومبر په یویشتمه نیټه

         ډيټون تړون لاسلیک شو .   په ۱۹۹۱کال کې  په یوګوسلاویا کې  دسیاسی نظام له دړې وړې کیدا وروسته   په دغې سیمې کې داخلی  جنګونه پيل شول . په حقیقت کې ،   بوسنیا هرزیګوینیا له خپلواکۍ سره  په   دغې سیمې کې  دهستوګنو  صربانو مخالفت او د بوسنيا صرب  جمهوریت  له جوړیدو سره  ګروهنه  لامل شوه  څو  موجوده اختلافات ، یوه نوي بڼه غوره کړي .   د ۱۹۹۲کال  له جنورۍ څخه  دصربانو په لاس  د دغه هیواد  د مرستیال لومړي وزیر  په  ترور سره،  دبوسنیاوالو  اوصربانو ترمینځ دجنګ لمبې  پورته شوې  او په دې پسې دصرب توکمپالو جنایتکارو په لاس   د بوسنیاوالو    قومي  او نسل  ختمونې او عامې وژلې  پيل شوې .   دبشری حقوقو  اودوستۍ مدعیانو  لودیځي حکومتونو  پر دغې نسل ختمونې سترګې پټې  کړې . په نهایت کې  دبوسنیا دمسلمانانو له درې نیم کلونو نسل وژنې  وروسته  امریکا   دمسلمانانو د ژغورونکي په توګه  ډګر ته  ودنګل   او  دصربستان ، کروویشیا او  بوسنیا هرزیګوینیا  مشران ئې   دامریکا په ډيټون کې سره غونډ کړل   او لورو  له درو اونیو بحثونو اومشورو وروسته  دډيټون  سولې تړون لاسلیک کړ .  په دې توګه ، صربانو  دبوسنیا د   څه دپاسه یو لک مسلمانانو له  عامو وژلو رووسته   دغه نسل ختمونه  پاي ته ورسوله

(سیماب)

**************/////////////////////////////**************

 

ټیګونه