د تاریخ پاڼه ۲۵۵
نن د نهې ورځ یا سه شنبه د ۱۳۹۵ هجري لمریز کال د لیندۍ د میاشتې نهمه نیټه ده چې هم د ۱۴۳۸ هجري قمري کال د صفرې له ۲۹ او هم د ۲۰۱۶ میلادي کال د نومبر له ۲۹ نیټې سره برابره ده.
= ۱۱۲۱ کاله اګاهو د ۳۱۷ هجري سپوږمیز کال د صفرې په ۲۹ نیټه ستر مسلمان ریاضي پوه ابو عبدالله محمد بن جابر بن سنان وفات شو.
ابو عبدالله محمد بن جابر بن سنان بتاني د اسلام یو مشهور حکیم او منجم، ستورپیژاندی او ریاضي پوه و او په هندسې، ریاضیاتو او هیئت کښې د خپلې زمانې مخکښ ګڼل کیږي.
هغه په مصر کښې زیږیدلی و او څه باندې څلویښت کاله د اسمانونو په رصد او نجومو بوخت پاتې شو. هغه د لمریز کال دقیق وخت وټاکه او ګڼ کتابونه یې ولیکل. تعدیل الکواکب، زیج صابی او مقدار الاتصالات د هغه ځیني کتابونه دي.
*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*
= ۱۵۲ کاله وړاندې د ۱۲۸۶ هجري سپوږمیز کال د صفرې د میاشتې په ۲۹ نیټه لوې مسلمان عالم او پوه حسینعلي تویسرکاني د ایران په اصفهان ښار کښې وفات شو.
هغه یو خبر او د تحقیق او مطالعې خاوند پوه و او د فقې او اصول فقه په شان علمونو کښې یې ډیره پوه او معلومات درلودل.
تویسرکاني ډیر کلونه ښوونه او تدریس وکړ او خپله پوهه یې د پوهې تږو ته منتقله کړه. د ملا حسینعلي تویسرکاني په مهمو کتابونو کښې په فقه کښې کشف الاسرار کتاب ته اشاره کولی شو چې په یولسو ټوکو کښې لیکل شوی دی. همداشان اصول عقاید، مکارم الاخلاق او حاشیه جامع عباسي د دغه پوه عالم له نورو آثارو څخه دي.
*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*
= ۷۳ کاله پخوا، د نولس سوه درې څلویښتم میلادي کال د نومبر په نهه ویشتمه نیټه، د مارشال تیتو په مشرئ د فاشیستې یوګوسلاویا په ضد آزادي غوښتونکې جبهه جوړه شوه .د دغه سازمان چیریکانو د جرمني ځواکونو له خوا د ایټالیا د نیونې په وخت د جرمني ځواکونو ته سخت ګزارونه ورکړل او په نولس سوه څلور څلویښتم میلادي کال کښې یې د شوروي سره پوځ په ملګرتیا له خپلې خاورې جرمني ځواکونه وشړل .د جرمني ځواکونو له وتلو وروسته مارشال تیتو په یوګوسلاویا کښې واک ته ورسید او جنګ وروسته یې لومړنې حکومت جوړ کړ.
*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*
= ۶۹ کاله پخوا، د نولس سوه اوه څلویښتم میلادي کال د نومبر په نهه ویشتمه نیټه، د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلې په کم اکثریت د یهودیانو او فلسطینیانو ترمینځ د فلسطین د ټاټوبي ویش ته رایه ورکړه .دغه ظالمانه او غیر منطقي پریکړه د لودیځو هیوادونو په تیره بیا امریکا او صهیونیسټي رژیم د ملاتړو تر نفوذ لاندې وشوه . د ملګرو ملتو د دغې مصوبې په اساس د بیت المقدس سیمه نړیواله اعلان شوه .د فلسطین د ویش پریکړه لیک چې د فلسطین په خاوره ېې یوه صهیونیسټي حکومت جوړیدو ته رسمیت ورکړ د عربو او مسلمانانو غوسه او د صهیونیسټانو خوښي په ځان پسې درلوده .انګلیستان د ملګرو ملتو له طرحې سره د مخالفت په پلمه خو په اصل کښې د صهیونیسټي رژیم جوړیدو ته د شرایطو برابرولو په موخه خپل ځواکونه د نولس سوه اته څلویښتم میلادي کال د مئ په پینځلسمه نیټه له دې ټاټوبي و ایستل .د انګریزانو له وتلو سم لاسي وروسته صهیونیسټانو د انګریزانو لخوا خالي کړل شوي پوځي مرکزونه ونیول او د فلسطین په خاوره ېې د صهیونیسټي رژیم جوړیدا اعلان کړه .له دغو اقداماتو وروسته د عربو او صهیونیسټانو لومړئ جګړه ونښته .د نومبر نهه ویشتمه نیټه د هغه تاریخي ظلم او ناانصافۍ له امله چې د فلسطین د خلکو پر ضد د ډیموکریسي غواړو ادعا کونکو لویدیځي حکومتونو رامینځته کړه، د فلسطین له مظلومو خلکو سره د پیوستون نړیواله ورځ نوموله شوې ده.
*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*
عبدالماجد درانی