Dec 05, 2016 12:23 Asia/Kabul
  • د تاریخ پاڼه ۲۶۱

نن د ګل ورځ یا دوشنبه د ۱۳۹۵ هجري لمریز کال د لیندۍ د میاشتې پنځلسمه نیټه ده چې د ۱۴۳۸ هجري قمري کال د ربیع الاول یا وړومبۍ خور له پنځمې او هم د ۲۰۱۶ میلادي کال د دسمبر له پنځمې نیټې سره برابره ده.

=            ۱۷۰ کاله پخوا، د دولس سوه اته شپیتم هجری قمری کال د ربیع الاول د میاشتې په پینځمه نیټه، په نوی سبک سره د (دارالفنون) په نوم د ایران لومړنی پوهنتون پرانیستل شو. دغه مدرسه د قاجار باچا ناصرالدین شاه قاجار د باچاهۍ د پړاؤ په پیل کښې او د هغۀ د هوښیار وزیراعظم امیرکبیر میرزا تقی خان په همت او محنت سره جوړه شوه. د دارالفنون مدرسې د جوړېدو هدف په هغه زمانه کښې د نویو علومواو صنائعو ترلاسه کول وو.

د دارالفنون کلتوری فعالیت په ابتداء کښې د پیاده نظام، سوارۀ نظام او نورو پوځی څانګو او همداراز د طب، جراحۍ، معدن پیژندنې او درمل جوړونې په څانګو کښې ؤ. دغی مدرسې د خپل فعالیت په کلونو کښې یو شمیر فارغ االتحصیلان لرل چې له هغوئ څخه یو شمېر لوړو حکومتی پوسټونو ته ورسېدل. د دغه کلتوری مرکز جوړېدل د ایران د زده کړو او روزنې په تاریخ کښې د عطف یو ټکئ ګڼل کیږی.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            ۱۴۲ کاله مخکښې د ۱۸۷۴ میلادي کال د دسمبر په پنځمه نیټه ایران د سره صلیب له نړیوالو تشکلاتو سره ملګری شو. د سره صلیب د نړیوالو تشکیلاتو په لړ کښې له نړیوالو کنوشنونو سره د ملګري کیدو لپاره د ایرانیانو وړومبی کوشش د ناصر الدین شاه قاجار د باچاهۍ دوران ته رسیږي. ایران د هغه د حکومت په وختو کښې د ۱۸۷۴ کال په دسمبر میاشت کښې د جنیوا د ۱۸۶۴ کال تصویب شوی کنونشن ومنه. خو په عملي توګه له دغې نیټې لس هاو کاله وروسته هم داسې کومه موسسه یا سازمان جوړ نه شو چې په ایران کښې د دغه کنونشن اجرائي عامل وي. په دغو کلونو کښې په دې لړ کښې د ایران ترټولو جدي کوشش په جنیوا کښې د سره صلیب دریم نړیوال کانفرنس ته د یو استازي لیږل وو. په دغه غونډه کښې په پاریس کښې د ایران د هغه وخت مختار وزیر او سیاستوال عبدالصمد ممتازالسلطنه د سره صلیب نړیوال نشان ته د اسلامي ټولنو د نظر په بیانولو کښې مهم رول درلود.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            ۳۶ کاله پخوا، د دیارلس سوه نهه پنځوسم هجری لمریز کال د لیندې د میاشتې په پینځلسمه نیټه، پیلوټ جنرال احمد کشوری په شهادت ورسید. احمد کشوری د دیارلس سوه دوه دیرشم هجری لمریز کال په چنګاښ کښې د ایران په شمال کښې په یوه کلی کښې وزیږید. هغه په دیارلس سوه یو پنځوسم لمریز کال کښې په هوایی ځواک کښې شامل شو او د چورلکې د پیلوټۍ روزنه ېې په بریالیتوب سره پائ ته ورسوله. کشوری د اسلامی انقلاب له بریالیتوب وروسته د ایران په لویدیځ کردستان کښې د انقلاب ضد عناصرو په وړاندې ګڼ عملیات او بیلابیل فعالیتونه تر سره کړل او څه وخت وروسته ېې د ایلام ولایت د هوایی ځواکونو مشری په غاړه واخیسته. هغه خپله دنده په پوره اخلاص او صداقت سر ته ورسوله او پر ایران د صدام رژیم له برید وروسته کشوری د ګڼو عملیاتو په ترڅ کښې دښمن ته درانه زیانونه ورسول. بالاخره دغه بزرګوار شهید د دیارلس سوه نهه پنځوسم هجری لمریز کال د لیندې په پینځلسمه په داسې حال کښې چې له یو لړ سختو خو بریالیو عملیاتو څخه د خپلې قرارګاه په لور راروان ؤ تر برید لاندې راغئ او خپلې همیشنۍ هیلې یعنې شهادت ته ورسید.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            ۲۶ کاله مخکښې د دیارلس سوه نهه شپیتم هجری لمریز کال د لیندې په پینځلسمه نیټه، د ایران د اصیلی موسیقۍ استاد منوچهر جهانبګلو په دوه شپیته کلنۍ کښې مړ شو. هغه په دیارلس سوه اوم هجری لمریز کال کښې وزیږید. جهانبګلو موسیقی د ایران له پیاوړو استادانو زده کړه او بیا یې د خپلو زده کړو د بشپړولو لپاره اطریش ته سفر وکړ او د دکټرا درجې په اخیستلو بریالئ شو. هغه ایران ته په راستانیدا سره د موسیقۍ تدریس او څیړنو ته مخه کړه. جهانبګلو په دې برخه کښې آثار هم لری چې د (سنتور ښولو) کتاب ته یې اشاره کولائ شو.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            له ننه ۲۰ کاله وړاندې د دیارلس سوه پینځه اویایم هجری لمریز کال د لیندې په پینځلسمه نیټه، ایرانئ ډرامه لیکونکئ او ډایریکټر علی حاتمی وفات شو. هغه د ډراماټیک هنرونو له پوهنځی څخه له فراغت وروسته له ملی ټلویزیون سره همکاری پیل کړه او د ډرامو په لیکلو بوخت شو. د علی حاتمی ټول فلمونه له ایرانی کلتور سره د هغه مینه او علاقه په ډاګه کوی. (ستار خان)، (سوته دلان)، (کمال الملک) او (مور) د ټلویزیون د (هزار دستان) او (سلطان صاحبقران) په څیر له خپرونو سره د هغه د آثارو له ډلګۍ یادولائ شو. حاتمی د جهان پهلوان ټلویزیونی خپرونې د جوړولو په حال کښې ؤ چې اځل ورته د بشپړولو فرصت ورنه کړ او بالاخره د دیارلس سوه پینځه اویایم هجری لمریز کال په لیندې میاشتې کښې د یوې سختې ناروغۍ له امله په حق ورسید.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            او له ننه درې کاله مخکښې د دوه زره دیارلسم میلادی کال د دسمبر په پینځمه نیټه، د جنوبی افریقا پخوانی ولسمشر او له توکمپالنې سره دمبارزې اتل نیلسن منډیله په پینځه نوی کلنۍ کښې مړ شو. هغه په نولس سوه اتلسم میلادی کال کښې زیږیدلی ؤ او خپل له نیم عمره زیات ژوند یې له آپارټائیډ سره په مبارزې کښې تیر کړ. د جنوبی افریقا فقید رهبر دجنوبی افریقا دسپین پوستو توکمپالو په بند کښې تر اوه ویشتو کلونو پورې بندی ؤ ، تردې چې د نولس سوه نوېمې لسیزې په لومړنیو کښې په جنوبی افریقا کښې توکمپالنه لغوه او نیلسن منډیله هم آزاد شو. دجنوبی افریقا خلکو په نولس سوه څلور نوېم میلادی کال کښې د رایو په اکثریت سره نیلسن منډیله دجنوبی افریقا د لومړنی تورپوستی ولسمشر په توګه وټاکه. منډیله دآپارټائیډ رژیم له چارواکو سره اوحتی دخپل بند له ساتونکو سره ډیره مهربانی او ښه چلند وکړ. د منډیله دغه خوش اخلاقه چلند دهغه نامه په نړۍ کښې لازیاته تل پاتې کړه او لامل شوه په نولس سوه درې نوېم میلادی کال کښې د نوبل دسولې جایزه هم وګټی. نیلسن منډیله ډیر کتابونه او مکالې لیکلی دی چې د (آزادۍ سخته لاره) په نوم دهغه د خاطرو کتاب ډیر مشهور دی.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

 

ټیګونه