Dec 06, 2016 18:03 Asia/Kabul
  • د تاریخ پاڼه ۲۶۲

نن د نهې ورځ یا سه شنبه د ۱۳۹۵ هجري لمریز کال د لیندۍ د میاشتې شپاړسمه نیټه ده چې د ۱۴۳۸ هجري قمري کال د ربیع الاول یا وړومبۍ خور له شپږمې او هم د ۲۰۱۶ میلادي کال د دسمبر له شپږمې نیټې سره برابره ده.

=            ۸۳۴ کاله پخوا، د شپږ سوه څلورم هجری قمری کال د ربیع الاول د میاشتې په شپږمه نیټه، په مولوی مشهور ایرانی شاعر او حکیم جلال الدین محمد بلخی په بلخ ښار کښې چې په هغه وخت کښې د ایران یوه برخه وه او اوس د افغانستان په شمال کښې دی، وزیږید. پلار یې بهاء الدین ولد یو مشهور ویندوئ او عارف ؤ. مولوی په ماشومتوب کښې له خپل پلار سره حج ته ولاړ او وروسته بغداد او څه موده وروسته د ترکیې په ختیځ کښې قونیې ته ولاړ. دغه ایرانی شاعر او عارف د اسلامی علومو زده کړې په حلب او دمشق کښې ترسره کړې او وروسته یې د شاګردانو روزنې ته مخه کړه. د مولوی د ژوند د عطف نقطه په شپږ سوه دوه څلویښتم قمری کال کښې له یوه ستر ایرانی عارف شمس تبریزی سره اشنایی وه. له هغې وروسته یې درس او بحث پریښود او عرفانی سیر او سلوک او شعر ویلو ته یې مخه کړه. د دغه نامتو عالم آثار هم له هغه وخت وروسته څرګند شول چې تر ټولو مهم پکښې (مثنوی معنوی) دی. د هغه د شعرونو بل کتاب (دیوان شمس تبریزی) دی چې د دغو دواړو کتابونو کابو ټول شعرونه په فارسی ژبه کښې دی. (فیه ما فیه)، (مجالس سبعه) او (مکتوبات) د مولوی له نثری اثارو څخه دی. دغه ستر ایرانی شاعر او عارف په شپږ سوه دوه اویایم قمری کال کښې وفات شو.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

 

=            ۲۳۸ کاله پخوا د اولس سوه اته اویایم میلادی کال د دسمبر په شپږمه نیټه فرانسوی فزیک پوه او کیمیا پوه جوزف ګی لوساک وزیږید. هغه د خپل ژوند په اوږدوکښې بیلابیل کشفیات او څیړنې وکړې. د سیالوژن زهری ګاز ،د الکلو د نوعیت پیژندنې آله ،د کثافت معلومونې آله او د یو عنصر په توګه د کلورین تشخیص ،د هغه له کشفیاتو څخه دی. د هغه تر ټولو لوئ علمی فعالیت د ګازونو د انبساط د قوانینو جوړول دی چی د ده او د ده د ملګری شارل په نومونو د ( شارل –ګی لوساک ) قوانینوتر عنوان لاندې ثبت دی. ګی لوساک په اتلس سوه پنځوسم میلادی کال کښې مړ شو.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            ۹۹ کاله وړاندې د نولس سوه اولسم میلادی کال د دسمبر په شپږمه نیټه، د فنلینډ هیواد چې د روسیی تر حاکمیت لاندی ؤ خپلواکی ترلاسه کړه. له روسیې سره د فنلنډ ګاونډیتوب ، تل د فنلنډ د مقاماتو د اندیښنې سبب ؤ ، په دې ډول چې په دولسمې پیړۍ کښې یې له سویډن وغوښتل تر څو د روسېې په مقابل کښې له فنلنډ ملاتړ وکړی ، خو سویډنیانو د فنډلینډ هیواد ونیوه. په اولس سوه یویشتم میلادی کال کښې روسیې هم د فنلینډ یوه برخه ونیوه. فنلینډ په نولس سوه یوم میلادی کال کښې د رایې له حق او د قانون جوړونې له شورا برخمن شو ،چی بالاخره په نولس سوه اولسم میلادی کال کښې په روسیه کښې له انقلاب او له فنلینډه د روسی ځواکونو له وتلو وروسته دې هیواد خپلواکی ترلاسه کړه.

د فنلینډ هیواد د درې لکه اته دیرش زره مربع کیلو میټره په پراختیا سره د اروپا په شمال او له روسیې ،سویډن ،او ناروې هیوادونو سره په ګاونډ کښې پروت دی چې پلازمینه یې هلسینکی او د جمهوری حکومت لرونکئ دی.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            ۶۳ کاله پخوا، د دیارلس سوه دوه دیرشم هجری لمریز کال د لیندۍ د میاشتې په شپاړسمه نیټه، ایران ته دامریکا د وخت د ولسمشر مرستیال ریچرډ نیکسن په سفر د تهران د پوهنتون د محصیلینو اعتراض د باچا رژیم دمامورانوپه وسیله د درو محصیلینو دوژل کیدو لامل شو. دغه درې نیم میاشتنی سفر د ډاکتر مصدق په ضد د امریکا له کودتا او دهغه له نسکوریدا وروسته وشو. ایران ته دنیکسن سفر چې له دغې کودتا د واشنګټن د ناوړه استفادې په خاطر ترسره کیده ، دمحصیلینو له سخت غبرګون سره مخامخ شو. د لیندې په شپاړسمه نیټه دپهلوی رژیم دباچایی ګارډ یو شمیر ماموران د تهران پوهنتون ته ورغلل او پر محصیلینو په حملې سره یې له هغو درې کسان شهیدان کړل. یوه ورځ وروسته نیکسن په همدغه پوهنتون کښې د حقوقو ویاړمنه ډګری هم ترلاسه کړه. دمحصیلینو د غورځنګ په تاریخ کښې د دغې ورځې اهمیت له پلوه دغه ورځ په ایران کښې دلیندې شپاړسمه نیټه د (محصیلینو ورځ) نومول شوې ده.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            له ننه ۲۴ کاله مخکښې د نولس سوه دوه نوېم میلادی کال د دسمبر په شپږمه نیټه، د هند د اتر پردیش صوبې په فیض آباد ښار کښې بابری جومات د هندو افراطیانو له خوا شهید کړای شو. دغه جومات په برصغیرِ هند کښې د تیموریانو د لړۍ د بنسټ ایښودونکی ظهیر الدین محمد بابر له خوا د یوې غونډۍ په سر جوړ شو او له هغه وروسته په بابری جومات ونومول شو. له دریو پیړیو وروسته په اتلس سوه پینځه پنځوسم میلادی کال کښې یوه انګریز صاحب منصب ایچ ، او، نوبل په غلط او قصدی ډول د ثبت په دفتر کښې ولیکل چې د بابری جومات د هندوانو د یوې ړنګې شویې بت خانې په سر جوړ شوئ دی. همدا مسئله په برصغیر کښې د مسلمانانو او هندوانو د زیاتو اختلافونو او ستونځو د راپورته کیدو لامل شوه او په نولس سوه دوه نوېم میلادی کال کښې افراطی هندوانو، بابری جومات په بشپړه توګه وران کړ چې همدا مسئله د هندوانو او مسلمانانو د خونړیو نښتو لامل شوه او ګڼ شمیر مسلمانانو ته پکښې مرګ ژوبله واوښته.

له هغه وروسته د بابری جومات د لانجې په سر د مسلمانانواو هندوانو تر مینځ نښتو دوام وموند تر څو چې د دوه زره لسم میلادی کال د سپتمبر په دیرشمه نیټه د هند د ا... آباد محکمې د یوه حکم په ترڅ کښې د بابری جومات د مځکې یواځې دریمه برخه د مسلمانانو اړوند وبلله او پاتې دوې برخې یې د هندوانو برخه وګرځوله چې دغه ناعادلانه پریکړه د مسلمانانو له اعتراض او د بیا کتنې له غوښتنې سره مخ شوه.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            او له ننه ۲۳ کاله وړاندې د دیارلس سوه دوه اویایم هجری لمریز کال د لیندۍ د میاشتې په شپاړسمه نیټه، د ایران یو مشهور میوزیک کمپوزر جواد معروفی وفات شو. اوسمهاله میوزیک پوه استاد جواد معروفی په دولس سوه اوه نوېم لمریز کال کښې په تهران کښې وزیږید. هغه د درویش خان، علی نقی وزیری او د خپل وخت د نورو میوزیک پوهانو له تر ټولو ښو او مشهورو شاګردانو څخه ؤ. جواد معروفی له څوارلس کلنۍ څخه د موسیقۍ مدرسې ته ولاړ او د تار او ویلون له زده کولو وروسته یې پیانو ته مخه کړه او په ایران کښې یې د پیانو د غږولو په روده کښې یو ستر بدلون رامینځته کړ. هغه د پیانو په غږولو کښې خاصې رودې لرلې چې په هغو کښې تخنیک، ښکاره او څرګند وو. معروفی له دیارلس سوه نولسم لمریز کاله د راډیو له پرانیستلو سره سم دغې مؤسسې سره یو ځائ شو او تر کلونو د پیانو استاد ؤ. جواد معروفی کلونه کلونه د راډیو د موسیقۍ د لوړې شورا غړۍ ؤ او د موسیقۍ د عالی هنری مرکز څخه د ډیرې لوړې شهادت نامې په اخستو بریالئ شو. هغه بالاخره په اته اویا کلنۍ کښې په تهران کښې وفات شو.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

 

 

ټیګونه