د تاریخ پاڼه ۲۶۳
نن د شورو ورځ یا چارشنبه د ۱۳۹۵ هجري لمریز کال د لیندۍ د میاشتې اولسمه نیټه ده چې د ۱۴۳۸ هجري قمري کال د ربیع الاول یا وړومبۍ خور له اومې او هم د ۲۰۱۶ میلادي کال د دسمبر د میاشتې له اومې نیټې سره برابره ده.
= ۱۰۹۶ کاله اګاهو د ۳۴۲ هجري سپوږمیز کال د ربیع الاول د میاشتې په اومه نیټه د څلورمې قمري پيړۍ مشهور عالم، ادیب او شاعر علي بن محمد توخي په ۶۴ کلنۍ کښې د عراق د سویل په بصره ښار کښې وفات شو.
هغه د ننۍ ترکیې په ختیځ انطاکیه کښې زیږیدلی و او په ځوانۍ کښې بغداد ته لاړ او هلته استوګن شو. تنوخي د نحوې، لغدت، هندسې او ادبیاتو په علمونو کښې د خپلې زمانې مشهور شخصیت ګڼل کیده او د قضاوت په کار بوخت شو او په دې وجه په قاضي تنوخي مشهور شو.
هغه د علمي مرتبو له ترلاسه کولو نه علاوه ډیر ښه بیان هم درلود او په همدې وجه د عراق په مشرانو او بزرګانو کښې د غوره ویناوال په توګه مشهور شو. تنوخي د شعرونو له هغه دیوان سربیره چې ورڅخه پاتې دی، د العروض نومي کتاب په شان نور هم ډیر تالیفات لري.
*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*
= ۱۲۷ کاله اګاهو د اتلس سوه نهه اتیایم میلادی کال د دسمبر په اومه نیټه، په نننۍ بڼه د نړۍ لومړنی ګاډی ،چې یو اټومیټک انجن ورته ویل کیدل ، جوړ شو. دغه ګاډی چې په یو ساعت کښې یې دولس کلومیټره حرکت کاوه ، دجرمنی یوه پوه او صنعتکار کارل فرډریک بنز جوړ کړ. د دغه ګاډی سونګ پیټرول یا الکلو څخه تامیندل. نننی بسونه د دغه ډول ګاډی بشپړونکی شکل دی. کارل بنز په نولس سوه نهه ویشتم میلادی کال کښې مړ شو.
*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*
= ۷۵ کاله پخوا، د نولس سوه یو څلویښتم میلادی کال د دسمبر په اومه نیټه، په داسې حال کښې چې په اروپا کښې دوهم نړیوال جنګ ښه ګرم و، دجاپان دوو سوو الوتکو د آرام سمندر په څنډو کښې پروت په پرل هارپر بندر کښې دامریکا پر پوځی مرکز سخته بمباری وکړه. دغه عملیات هله وشول چې جاپانیان دختیځی آسیا د مسئلو په باب له امریکایانو سره په خبرواترو بوخت وو. دغو عملیاتو سره په یو وخت چې دامریکا نولس سترې بیړۍ پکښې تباه شوې ، د اوسنۍ انډونیشیا او دجاوه او سوماتره ټاپوګانو پشمول دآرام سمندر په ټاپوګانو اودجنوبی آسیا پر هیوادونو د جاپان پراخه اوسخته حمله پیل شو ه او دغه ټاټوبی یې ونیول. په پرل هارپر پوځی مرکز دجاپان هوائی حملې پسې امریکا له جاپان سره دجنګ اعلان وکړ او دوهم نړیوال جنګ تر ختیځی آسیا هم پراخ شو.
*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*
= ۳۵ کاله پخوا، د نولس سوه یو اتیایم میلادی کال د دسمبر په اومه نیټه، د فلسطین یو آزادی غواړی مبارز او د عربانو د آزادي غواړې جبهې دکنګرې یو مشر عبدالوهاب کیالي په بیروت کښې د صهونیسټانو په لاس ترور شو. هغه د زده کړو له پړاؤه د فلسطین د مسئلو اومشکلاتو په خاطر له سیاست سره آشنا شو. له دې امله یې د لندن په پوهنتون کښې د خپلې پی ایچ ډی رساله هم دصهونیزم او استعمار په مقابل کښې د عربانو د مقاومت او فلسطین په باب ولیکله. کیالی دخپلو مبارزو په لاره کښې لومړنۍ فلسطینۍ مجله د (آزاد فلسطین) په نامې سره خپره کړه او یوه خپرونکی موسسه یې جوړه کړه. د دغه متفکر مبارز په آثارو کښې د فلسطین ماډرن تاریخ ،دفلسطین د مقاومت غورځنګ او د فلسطین په باب دڅیړنو په نامه کتابونو ته اشاره کولئ شو.
*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*
= له ننه ۱۷ کاله مخکښې د دیارلس سوه اته اویایم هجری لمریز کال د لیندې د میاشتې په اولسمه نیټه، یو اوسمهاله ایرانی لیکوال، سیاستوال او تاریخ لیکونکی حسین مکی وفات شو. هغه په دولس سوه نوېم لمریز کال کښې وزیږید. هغه د مقدماتی زده کړو له زده کولو وروسته تهران ته راغئ او حکومتی خدمتونو ته یې مخه کړه. مکی د دیارلس سوه شلم له وږی او د سیاسی پرانیستې فضا له رامینځته کولو وروسته په مطبوعاتو کښې خپل رسمی فعالیتونه پیل کړل او د هغه تاریخی، تحقیقی او ادبی لیکنې د تهران د تر ټولو غوره ورځپاڼو د لیکنو مهمې برخې وې. هغه په هغه وخت کښې د ایران د شل کلن تاریخ د کتاب لومړنی ټوکې ولیکلې او مشهور شو. مکی په وروستیو کلونو کښې د ایران ګوند او د ایران ډیموکرات ګوند غړۍ شو او دا په پینځلسمه، شپاړسمه او اولسمه جرګه کښې د ده د سیاسی فعالیتونو لپاره یوه پیلامه شوه. هغه د ډاکټر مصدق له سختو پلویانو څخه ګڼل کیده او د تیلو د صنعت د ملی کولو په مبارزو کښې یې ډیرې هڅې وکړې. مکی د جنوب د کمپنۍ د لاس د لنډولو د پلاوی غړۍ ؤ او د خپلو خدمتونو له امله یې د فداکاره سرباز لقب وګاټه. هغه د دیارلس سوه دوه دیرشم لمریز کال د زمری د میاشتې له اته ویشتمې کودتا وروسته څنګته کړئ شو او په داسې وخت چې په دیارلس سوه نهه دیرشم لمریز کال کښې یې سیاسی فعالیتونو ته مخه کړه، پهلوی رژیم د مکی د فعالیتونو مخالف شو. حسین مکی له هغه وروسته علمی او ادبی کارونو ته مخه کړه او ډول ډول اثار یې ولیکل. په اتو ټوکو کښې د ایران شل کلن تاریخ، په اتو ټوکو کښې تور کتاب، په دوو ټوکو کښې د سیاسی خاطرات، په دوو ټوکو کښې د سید حسن مدرس ژوند، د چنګاښ د دیرشم واقعات او د دیوان مشتاق او فرخی یزدی سمول د هغه له اثارو څخه دی. د تیلو د صنعت د ملی کیدا په بهیر کښې د ډاکټر محمد مصدق له پلویانو او رجاله د وروستی کس په توګه حسین مکی ، بالاخره د دیارلس سوه اته اویایم لمریزکال د لیندې د میاشتې په مینځنیو کښې په تهران کښې په اته اتیا کلنۍ کښې وفات شو.
*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*
= او د دسمبر د میاشتې اومه نیټه د هیوادونو د هوائي چلن نړیواله ورځ ده.
د هر کال د دسمبر د میاشتې اومه نیټه په ۱۹۴۴ میلادي کال کښې د هیواد د هوائي چلن د نړیوال کنونشن د لاسلیکیدو کلیزه ده چې د دغه کنونشن له لاسلیکیدو وروسته د هیوادونو د هوائي چلن نړیوال سازمان جوړ شو. په دې وجه د دغه سازمان عمومي اسامبلې په ۱۹۹۲ کال کښې په یو پریکړه لیک کښې دغه ورځ د هیواد د هوائي چلن د نړیوالې ورځې په توګه تصویب کړه او اعلان یې وکړ چې د ملګرو ملتو د عمومي اسامبلې لخوا هم دغه ورځ په رسمي توګه تائيد شي.
ټول هیوادونه هر کال د دغې ورځې د نمانځلو او د ټولنو په اقتصادي او اجتماعي پراختیا کښې د هیوادونو د هوائي چلن د صنعت په اهمیت باندې د ټینګار او همداشان د هوائي ټرانسپورټ د کارنده توب او قانونمندۍ او حفاظت، خوندیتوب او لوړاوي په ساتنه کښې د دغه سازمان د بنیادي رول د یادونې لپاره د دې ورځې مراسم نمانځي او مختلف پروګرامونه اجرا کوي.
*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*