Dec 08, 2016 13:29 Asia/Kabul
  • د تاريخ پاڼه (۲۶۴)

ګرانو او قدرمنو دوستانو په دې هيله چې روغ جوړ او خوشحاله به يئ تاودۀ سلامونه قبول کړئ. لکه چې پوهېږئ نن د زيارت ورځ د ۱۳۹۵ هجري نمريز کال د ليندې د مياشتې اتلسمه نېټه ده چې د 1438 هجري قمري کال د وړومبۍ خور يا ربيع الاول د مياشتې له اتمې او د 2016 ميلادي کال د دسمبر له اتمې نېټې سره سمون خوري.

1178 کاله پخوا په داسې يوه ورځ د 260 هجري قمري د وړومبۍ خور په اتمه نېټه د خداے د ګران رسول (ص) له پاکو اهلبېتو څخه حضرت امام حسن عسکري (ع) د عراق په مرکز کښې په سامرا ښار کښې شهيد شو. امام حسن عسکري په 232 هجري قمري کال کښې په مدينه منوره کښې وزېږېد. قدرمن پلار يې امام علي نقي (ع) په ډېرو غوره انساني کمالاتو او فضائلوښکلے ؤ او  قدرمنه مور بي بي  يې يوه دانشوره، عالمه او د فضيلت مېرمن وه. هغه بزرګوار امام د پلار له شهادته وروسته د مسلمانانو ديني مشري او لارښونه په غاړه واخېسته. د هغه حضرت د امامت دوران د حضرت امام مهدي موعود (ع) د زېږېدو په وجه يو ډېر حساس او مشکل دوران ؤ. ځکه چې د عباسي حکومت ماموران په دې ګمارلې شوي وو چې د داسې يو بچي د پېدا کېدو په صورت کښې دې هغه ووژني. خو حضرت امام مهدي (ع) د خداے پاک په فضل او رحمت سره دنيا ته راغے او د پلار له شهادته وروسته د له خلقو سترګو غېب شو چې په راتلونکي وخت کښې چې له هغه وخته يوازې خداے خبر دے د خداے پاک په امر او ارادې سره به ظهور وکړي او له ټولې دنيا څخه به د شرک، ظلم او ستم ټغر ټول کړي. امام حسن (ع) په خپل د علم، پوهې او معرفت په مکتب کښې يوشمېر فضيلت ناک دانشوران او عالمان تربيت کړل چې هر يو د مختلفواسلامي علومو زمينه کښې يو شمېر ليکلي اثار په يادګار پرېښودو سره د اسلامي معارفو او تعليماتو د ودې او خپرولو لپاره يو لړ موثره ګامونه پورته کړل.

 

بالاخر په داسې يوه ورځ امام حسن عسکري (ع) په زهرو سره شهيد کړې شو. د هغه بزرګوار امام د شهادت په مناسبت د تسليت په عرض کولوسره له هغه حضرت څخه دوه له نصحيته ډکې خبرې نقلوو: ((دوه خصلتونه له ټولوخصلتونواوچت دي يو په خداے پاک باندې ايمان او بل وروڼو ته ګټه رسول. زۀ تاسو ته ستاسو په دين کښې د پاکلمنۍ او تقوا، په خبرو کښې د راستۍ او د امانت د ادا کولو نصيحت کوم.))

***********

454  کاله پخوا په داسې يوه ورځ د 984هجري قمري کال د وړومبۍ خور يا ربيع الاول د مياشتې په اتمه نېټه ستر مسلمان عالم شېخ عزالدين حسېني په بحرېن کښې وفات شو. دغه لوړ رتبه عالم په 918 هجري قمري کال کښې د لبنان په جبل عامل کښې په يوه مذهبي کورنۍ کښې وزېږېد او له ماشومتوب څخه يې د ديني علوموزدکړې ته د همت ملا وتړله. عزالدين حسيني څه موده پس له خپل زوے شېخ بهائي سره ايران ته راغے او د ايران په شمال حتيځ کښې په خراسان سيمه کښې مېشته شو. هغه په دغه سيمه کښې د اتو کالو له اقامت په دوران کښې د خلقوپه هدايت او لارښوونه بوخت ؤ.  د شېخ عزالدين حسيني له اثارو څخه « تحفه اهل ايمان » او « ديوان اشعار » ته اشاره کولې شو .

*********

25 کاله پخوا په داسې يوه ورځ د 1370 هجري نمريز کال د ليندۍ د مياشتې په اتلسمه نېټه ملګرو ملتو د يو رپوټ په خپرولوسره د عراق بعثي رژيم د ايران په خلاف د اتۀ کلن تپلي جنګ د شروع کوونکي په توګه اعلان کړ. په دغه ورځ د ملګرو ملتو د هغه  وخت عمومي سېکتر خاوير پرز ډېکوئيار په خپل رپوټ کښې ًپه وضاحت سره اعلان وکړ چې عراق د 1980ميلادي کال د ستمبر په دويشتمه نېټه د ايران په خاوره تېرے کړے دے.

د ملګرو ملتو د هغه وخت عمومي سېکتر په خپل رپوټ کښې همدارنګ تاکيد وکړ چې د ملګرو ملتو د تنظيم د منشور، د نړيوالو پېژندل شويو قوانينو او اصولو  او همدارنګ د نړيوالواخلافي اصولو له مخې په ايران باندې د عراق تېرے د توجيه  وړ نۀ دے او تيري کوونکي ته پکار دي چې د خپل تيري مسئوليت ومني.

 

د ويلو ده چې د 1359 هجري نمريز کال د وږي د مياشتې په يو دېرشمه نېټه د عراق فوځ د ايران په حريم باندې د په هوائي او زمکني تيري سره د اسلامي ايران په خلاف تپلے جنګ په رسمي توګه شروع کړ. د دغه تيري په دوران کښې چې د لويديځو حکومتونو په ملاتړ سره يې بڼه ونيوه د ايران يو شمېر پوله ايز ښارونه او کلي ونيول شول او ګڼ شمېر ښځې، ماشومان او سړي د صدام د اور لګونې او مقام غوښتنې قرباني شول. خو د اتو کلونو له تپل شوي جنګه وروسته د عراق ټول تيري ګر ځواکونه د نړيوالو پولو شا ته وشړلې شول او بالاخره په داسې يوه ورځ ملګرو ملتود عراق پخوانے رژيم د جنګ شروع کوونکي او تيري ګر په توګه معرفي کړ. د ملګرو ملتو دغه اقدام په نړيواله سطح له ځان څخه په دفاع کښې د ايران د اسلامي جمهوريت په حقانيت او د عراق په تيري ګر والي باندې يو تائيد ؤ او په طبيعي توګه د عراق لپاره لازمي کوي چې د ايران د جنګ تاوان ادا کړي چې د امنيت د شورا په   598پرېکړ ليک کښې هم يې ذکر شوے دے.

*****

23  کاله پخوا په داسې يوه ورځ د 1372هجري نمريز کال د ليندۍ په اتلسمه نېټه ستر ديني عالم، فقيه او د نړۍ د مسلمانانو د تقليد يو لوے مرجع آيت ا... العظمی سيد محمد رضا ګلپائېګاني له دنيا سترګې پټې کړې. هغه د ايران په يو ښار ګلپائېګان کښې دنيا ته راغے او خپل تعليم يې د قران شريف په زدکړې سره شروع کړ. د تقليد دغه ستر مرجع بيا د خپلې زمانې د مروجو ديني علومو په زدکړه لاس پورې کړ او د آيت ا... حائري په شان د خپلې زمانې له لوړرتبه استادانو څخه يې علمي فېض حاصل کړ.

د قم د علميه حوزې له تاسيس نه وروسته آيت ا... ګلپائېګاني په دغه حوزه کښې تدريس شروع کړ او د درس کلاسونه به يې تل د علم اودين له پتګانو ډک وو. دغه لوړرتبه عالم د ايت ا... بروجردي چې د خپلې زمانې يو ډېر مهم مرجع  تقليد ؤ له رحلت نه وروسته د قم د علميه حوزې په لوړ رتبه مراجعو اواستادانوکښې شمېر شو. د ايران د اسلامي انقلاب له کاميابۍ وروسته آيت ا... ګلپائېګاني تل د اسلامي انقلاب د ارواښاد رهبر حضرت امام خمېني (رح) ملګرے او مرستندويه ؤ او په مختلفو واقعاتو کښې به يې په خپلو بيانيو او ملاتړونو سره له امام خمېني (رح)  او د هغه بزرګوار له ارمانونو او آئېډيالونو څخه دفاع کوله. د اسلام د دغه لوړرتبه عالم له خدمتونو څخه د ګڼ شمېر مدرسو تاسيس، د ټولنې د بې وزلو کسانو لپاره د روغتون جوړول او همدارنګ د فقې او د هغې د اصولو په زمينه کښې ګڼ شمېر اثارو ته اشاره کولې شوو.

**************

 

ټیګونه