Dec 02, 2019 16:29 Asia/Kabul
  • د معيوبينو نړيواله ورځ

ملګرو ملتو د ۱۹۹۲ ميلادي کال د دسمبر دريمه نېټه چې د ليندۍ د مياشتې له دولسمې سره برابره ده د معيوبينو يا معذورو کسانو نړيواله ورځ ونوموله.

د دغې ورځې د نومول کېدو مقصد د معيوبينو او معذورو کسانو د حقوقو او خېر ښيګړې وده بيان شوې دې. له دې امله چې ټاکل شوې دغه ورځ په نړۍ کښې د معذورو او معيوبو کسانو د مشکلاتو او غوښتنو د بيانولو لپاره يو فرصت وي، د ملګرو ملتو عمومي اسمبلۍ د ۱۹۸۱ ميلادي کال د معيوبينو د نړيوال کال په توګه او له   ۱۹۸۳   کال نه تر ۱۹۹۲ کاله پورې موده يې د معيوبينو يا معذورو کسانو نړيواله لسيزه اعلان کړه چې په اجتماعي ژوند کښې د هغوي فعالانه او هر اړخير شرکت او کيفيت ته وده ورکړي او پرمختګ يې زيات کړې شي.

ګرانو او قدرمنو دوستانو د معيوبينو د نړيوالې ورځ د دې خاص مطلب  په شروع کښې به د معيوبيت يا معذورۍ مفهوم ته لږه اشاره وکړوو چې په دې پوه شوو چې  په بنيادي توګه د نړيوالو ادارو له نظره کوم کسان معيوب او معذور ګڼل کيږي. د روغتيا نړيواله اداره دې واقعيت ته اشاره کوي چې معيوب کسان يوازې هغه کسان نه دي چې له بدني لحاظه مشکل لري، بلکه هر هغه کس چې په خپلو اجتماعي تعلقاتو کښې له مشکل سره مخامخ وي د دغو کسانو برخه ګرځي. د دغې ادارې د تحقيقاتو له مخې د نړۍ له اوو ميليارډ نفوسو څخه له يو ميليارډ نه زيات کسان له ځينو ناتوانيو سره مخامخ دي خو البته دغه شمېر هر کال د زياتېدو په حال کښې دے. د دغې ادارې د رپوټ مطابق اته فيصده معيوب کسان د ودې په حال کښې هېوادونو کښې ژوند کوي او ويل کيږي چې له هغوي څخه پنځوس فيصده  روغتيائي مراقبتونو او خيال ساتنې ته ضرورت لري چې نه دي ترسره شوي. له دې نه علاوه له سلو ميلينو زيات معيوبه ماشومان په نړۍ کښې شتون لري چې دغه شمېر له تشدد سره د مخامخو روغو ماشومانو څلور برابر دے. د نړۍ د روغتيائي ادارې د اعلان مطابق په ټوله دنيا کښې معيوبه کسان له ډېرو کمزورو روغتيائي وسائلو او تجهيزاتو برخور دي او له دې نه علاوه چې په عامه توګه يو لړ لاندې لاسته راوړنې لري ، اقتصادي مشارک يې ډېر کم دے او د هغوي ترمېنځ د فقر اندازه ډېره زياته ده. دغې ادارې په نړۍ کښې د معيوبينو د ناسمو حالاتو دلائل د روغتيا، زدکړو، روزګار، ټرانسپورټ او اطلاعاتو په شمول مدني خدماتو ته د لاسرسائۍ د خنډونو په شان موارد بيان کړي دي.

له ناتوانۍ او معيوبۍ سره د انساني ټولنو چلند له لوړو  ژورو ډک دورانونه تېر کړي دي. په دا ډول چې هېلېنډر په ۱۹۹۶ کښې په پينځو مختلفو دورانونو وېشلي دي. وړومبے دوران يا د ختمولو يا نابودۍ دوران، په مهمه توګه د معيوبينو په وژلو، ختمولو او له منځه وړلو باندې متمرکز دوران ؤ. دويم دوران يا د غېر معيوبو کسانو له سترګو لرې د بې وزلو او بې کسو کسانو د ساتنې په مرکزونو کښې د ساتلو دوران ؤ چې په ظاهره د عادي او عامه خلقو لپاره يو خفه کونکې ننداره رامنځته نه کړي. دريم دوران يا د کارکردګۍ د ښه کولو دوران ؤ چې په نورو الفاظوسره د ادارو لخوا د توان ورکولو او خيال ساتنې دوران ګڼلې شوو. په دغه دوران کښې هم د معذروۍ او معيبوۍ لرونکو کسانو د بيلولو په بنياد يو ډول خيال ساتنه ده. څلورم دوران چې د اجتماعی تداخل د دوران په نامه نومول کيږي په کورنۍ، ټولنه او اجتماعي نظامونو کښې په شتون سره د ناتوانو کسانو له هڅونې او حوصلې ورکونې سره مل دوران دے. او آخرنے پينځم دوران يا ځان ته د ودې ورکولو، ځان چلولو او ځان ته توان ورکولو دوران يعنې د داسې موقعيتونو رامنځته کول چې ناتوان کس د خپلو ظرفيتونو د استعمال او پراختيا پوره توان ولري.

له معيوبينو سره د چلند څه رنګوالے يوه اوږده تاريخچه لري. خو له 1980 نه راپه دېخوا يې مهمه برخه هغه وخت دے چې د هغوي په تعريفاتو او ورسره په چلند کښې د انساني حقوقو مفاهيم لا زيات څرګند شول. دغه نظر حتی د معيوبينو په طبقه بندۍ او ډلبندۍ کښې تاثير وکړ او په کلي توګه يې مخکښېنۍ طبقه بندۍ بدلې کړې. په 1980 کال کښې د روغتيا د نړيوالې ادارې لخوا د آئي، سي، آئي ، ډي ، اېچ ICIDH ، په نامه نوې طبقه بندي وړاندې کړې شوه چې د ناتوانۍ او معيبوۍ په حدودو کښې يې نوي مفاهيم ولرل. د دغو مفاهيمو له نظره د معيوبۍ يا معذورۍ ډولونه په بدني معذورۍ، حسي معذورۍ، ذهني معذورۍ،اجتماعي معذورۍ، څو معذورۍ او له کورنيو او ادارو سره په اړوند معذورۍ تقسيم شول.

همدارنګ ملګرو ملتو د  معيوبۍ علتونه په څلورو طبقو يعنې ژنيټکي او وراثتي عواملو، د ژوند او بيماريو عواملو او د پېښو او اجتماعي، کلتوري او چاپېريالي حالاتو وېشلي دي. د ژنيټکي او وراثتي عواملو په اړه ځينو ذهني وروستي پاتې والو او ارثي بدني ګډوډيو ته اشاره کولې شوو. بيماري هم د بدني او ذهني ناتوانۍ يو ډېر مهم علت بيان شوے دے. له بده مرغه داسې ښکاري چې د ودې په حال کښې هېوادونو کښې د مېرمنو د حمل په دوران کښې بيمارۍ او له زېږون څخه مخکښې نامناسب حالات زيات څرګند دي چې په عامه توګه د حاملو مېرمنو لپاره د ضروري اسانتياو د نيشتوالی نتيجه ده. د يو بل مهم علت په اړه عفوني او د چينچو بيماريو ته اشاره کولې شوو. له دې نه علاوه د ماشومانو د ګوزن، ټي بي او د غوږونو او سترګو عفونتونو په شان بيمارۍ هم په ځلونو بيان شوې دي. د ودې په حال کښې هغه هېوادونه چې محدوده مخنيونکي طبي پروګرامونه لري د شري، کوې، مغزي پاړسوب ، چيچک او ملېريا په شان بيمارۍ د ناتوانيو نسبتاً د پام وړ علتونو په توګه بيان شوي دي.

په صنعتي هېوادونو کښې د شکرې، سرطان په شان بيمارۍ، د عصبي او سېسټم او حسي اندامونو بيمارۍ، د هاضمې او مثانې د سېسټم بيمارۍ، د زړۀ، رګونو او تنفسي بيمارۍ د ناتوانۍ د علتونو په توګه بيمارۍ ذکر شوي دي. ټرېفکي پېښې د ناتوانۍ يو ډېر مهم علت ګڼل کيږي.له نورو پېښو او حادثو څخه کورنيو او بهرنيو جنګونو او بلوو ته اشاره کولې شوو، اجتماعي، کلتوري او چاپېريالي علتونه د ناتوانۍ د علتونو څلورمه برخه ده چې يوازې د ودې په حال کښې هېوادونو کښې له فقر سره يې د ارتباط په بنياد څېړل کيږي.

د معيوبينو نړيوال کنونشن په ۲۰۰۶ ميلادي کال کښې برابر کړے شو او د همدغه کال د دسمبر په ديارلسمه د ملګرو ملتو په عمومي اسمبلۍ کښې تصويب کړے شو. دغه کنونشن يوه سريزه ، پنځوس اصلي مادې او اتلس الحاقي پروټوکولونه لري او کليات يې هم اته بنيادي محورونه لري. د ذاتي منزلت او د انفرادي خپلواکۍاحترام، د انتخاب حق، د تبعيض ختمول، هر اړخيز او موثره مشارکت، اجتماعي الحاق، د انسانانو د مختلفوالي احترام او د بشري پرګنې د يوې برخې په توګه د معيوبو کسانو قبلول، د فرصتونو برابرول، د لاسرسائۍ د قابليت رامنځته کول، د سړي او ښځې برابري، د معيوبو ماشومانو د ذاتي قابليتونو احترام او د خپلواک تشخص د لرلو لپاره د هغوي د حق احترام له معيوبينو څخه دملاتړ د نړيوال کنونشن ځينې بنيادي محورونه دي. دغه کنونشن د معيوبينو د سترې ټولنې د يو ډېرې سترې لاسته راړونې په توګه يو لړ خاصې ځانګړتياوې لري. وړومبنے کنونشن په دريمه زريزه کښې دے چې د معيوبينو ټولنې يې په برابرولو کښې لوے رول  لوبولے دے.

د معيوبينو په اړه د خلقو د نظر څه رنګوالے د دغې پرګنې په اړه د هغوي د  چلند په څه رنګوالي کښې موثره دے. د معيوبۍ او د ناتوانو کسانو په اړه د صحيح پېژندګلۍ نيشتوالے او په نتيجه کښې نفي کول او د دغو کسانو يو خوا ته پرېښودل او يا ورسره د انساني او منطقي چلندونوپه ځاے ترحم کول به منفي نتائج په ځان پسې ولري. زياتره ناتوان او معيوب کسان له زدکړو، د اوسېدو له ځاے، تګ راتګ، روزګار، معلوماتو او مناسب اجتماعي ژوند ته لاسرسائۍ څخه بې برخې دي.په داسې حال کښې چې دغه کسان د نورو په شان د ژوند حق لري.  

کلتور، سائکو ډاينامېک، او اجتماعي موضوعات له منفي نظر سره مرسته کونکي ځينې عوامل دي. د نظر د جوړښت پېچلتيا په دې خبره دلالت لري چې له اجتماعي موضوعاتو څخه د نظر د بدلون لپاره استفادې کېدې شي. کله چې اجتماعي جوړښت او حالات طبيعي ګڼل کيږي نو هر کس د ظاهر ، کارکردګۍ، چلند او باور له لحاظه له معمولي معيار سره سمون ونه خوري نو غېر عادي ګڼل  کيږي او له هغو زياترو امکاناتو چې د عامه خلقو په اختيار کښې دي بې برخې کيږي او دغه بې برخې والے هم طبيعي ګڼل کيږي. په همدې بنياد غېر معيوب کسان دا تصور کوي چې معيوب کسان د منفي بار په دليل هغه فرقونه چې له نورو سره يې لري تل د طبيعي حالاتو د ترلاسه کولو خواهش لري. داسې ښکاري چې اکثر هغه پېغامونه چې له غېر معيوب کسانو يې له خپل خواوشا حاصلوو د ناتوانو يا معيوبو کسانو په نسبت زمونږ د تفکر يو برخه برابروي او هغوي له يو انسان څخه په ډېره ټيټه سطح کښې راولي.  

او وروستۍ خبره دا چې معيوبين پکار دي دا فرصت ولري چې خپلو هنري او فکري خلاقو وړتياو ته وده ورکړي او هغه نه يوازې د خپلو ګټو لپاره بلکه د ټولنې د غني کولو لپاره وکاروي. د دې لپاره پکار دي په کلتوري فعاليتونو کښې د مشارکت لپاره د هغوي د لاسرسائۍ ضمانت ورکړې شي. د روغتيا د نړيوالې ادارې د وېنا له مخې که حکومتونه ، غېر حکومتي ادارې، ماهرين، معيوبين او  د هغوي کورنۍ  له يو بل سره ملګرتياوې او تعاون ولري د معيوبينو د لارې خنډونه په اسانۍ سره لرې کولې شي.

....................

 

ټیګونه