سوره احزاب ۲۲-۲۵
p-763-ahzaab-ayaat-22-25 د احزاب سورې ژباړه او تفسیر
p-763-ahzaab-ayaat-22-25
او کله چې مومنانو د (دښمنانو ډلې) ولیدلې، وې ویل: دا هماغه دي چې خدای او رسول یې مونږ ته وعده راکړه؛ اوخدای او رسول یې رښتیا وویل او (د دښمن د لښکر لیدلو) یوازې دهغوی ایمان او تسلیمیدا زیاته کړه.
په تیرو برخو کې مو د احزابو په غزا کې د منافقانو د کړنو په هکله خبرې وکړې. دا ایت فرمایي: خو واقعي مومنان چې په خدای او رسول او دهغوي په خبرو ایمان لري کله چې د دښمن له لښکریانو سره مخامخ شول وې ویل: له دې مخکې خدای تعالی د قرآن په ایتونو کې مونږ ته خبر راکړی و چې تاسو به هم د تیروامتونو په شان له سختو پیښو او د دښمنانو له یرغلونو سره مخامخ شئ ، د خدای رسول هم مخکې فرمایلې وو چې د عربو مختلف قبایل او ستاسو دښمنان ستاسو د ختمولو لپاره یو لاس کیږي. نو کله یې چې دغه حالات ولیدل، د تیښتې په ځای چې د منافقانو روده ده د دښمنانو په وړاندې ټینګ او په ځای پاتې شول او وې ښودله چې د خدای او پیغمبر امر ته تسلیم دي.
درسونه :
۱: مومن پوهیږي چې ظالم دښمن هغه په هیڅ صورت کې نه پریږدي نو ځکه له دښمن سره د مقابلې لپاره همیشه تیار وي .
۲: کافران له ټولو اختلافاتو سره سره چې له یو بل سره یې لري، د اسلام او مسلمانانو د تباهۍ لپاره یو ځای کیږي او دغه هدف ته د رسیدلو لپاره له خپل ټول ځواک او امکاناتو استفاده کوي .
۳: مومنان حتی که کم هم وي د دښمنانو په وړاندې چې که څه هم شمیر یې زیات وي ودریږي او ځانونه خدای ته تسلیموي نه دښمنانو ته.
په مومنانو کې داسې سړي شته دي چې هغه څه چې له خدای سره یې وعده کړې وه، په رښتیا سره پوره کړل، ځینو یې په خپلې وعدې وفا وکړه (او شهیدان شول) او ځینې ( نور د شهادت) په انتظار دي او هیڅکله یې ( خپله وعده او تړون) بدل نه کړ.
د تیر ایت په دوام کې چې د واقعي مومنانو استقامت او دریدنه یې بیان کړه دا ایت فرمایي: د ایمان خاوندانو له خدای سره عهد کړی چې د خدای د دین په مرسته کې به کوتاهي او سستي نه کوي او ت وروستۍ سلګۍ کې به ودریږي. نو ځینې په بدر او احد غزا کې د خدای په لاره کې شهیدان شول او ځینې یې د موقعې په انتظار دي چې په خپلې وعدې وفا وکړي او ځان خپل خدای ته تسلیم کړي. او د دغه عهد او تړون په پوره کولو په هغوي کې هیڅ سستي او کمزوري نه ده راغلې . د دې په اپوټه سست ایمانه کسان که په جنګ کې شرکت هم وکړي او بچ پاتې شي خوشاله وي او که د بل جنګ موقع راشي پکې برخه اخستلو ته تیار نه وي
درسونه :
مسلمانان د ایمان له نظره په یوې سویې نه دي او له مختلفو درجو برخمن دي ځینې په ارام او هوسا ژوند پسې دي او ځینې د خدای په لاره کې د شهادت په انتظار دي.
تر آخري سلګۍ د سر تر ورکولو د دین د دفاع لپاره چمتووالی په ایمان کې د صداقت نښه او او له خدای سره په کړې وعدې عمل کول دي.
واقعيمومن د خپلو دوستانو او خپلوانو دشهادت په لیدلو سره ویریږي نه او شاتګ نه کوي او له جهاده نه تښتي بلکې په خپله هم د شهادت په انتظار دی.
چې خدای صادقانو ته د هغوي د صداقت په وجه بدله ورکړي او منافقان که وغواړي عذاب یې کړي. یا ( که توبه وکړي) خپله مهرباني هغوي ته ستنه کړي. ځکه چې خدای بخښونکی مهربان دی.
او خدای هغه کسان چې کفر یې وکړ، په خپلې غوسې او غضب سره ستانه کړل، بې له دې چې کومه نتیجه یې لاسته راوړې وي؛ او خدای په جنګ کې د مومنانو لپاره کافي و. (هغوی یې له جنګه بې نیازه او کامیاب کړل) او خدای ماته نه خوړونکی توانمن دی.
دا ایتونه د احزابو د جنګ نتیجه داسې بیانوي: صادق او رښتیني مومنان چې له دښمن سره د مقابلې لپاره یې د جنګ جامې واغوستلې او د د اسلام په لاره کې د سرښندنې لپاره د پیغمبر په څنګ کې ودریدل خپله بدله له خدایه اخلي که څه هم د دواړو لورو تر مینځ جنګ ونه شو او مومنان و نه جنګیدل او شهیدان نه شول.
خو منافقان چې هم یې په خپله لړزانه روحیه لرله او هم یې نه ور سستول د خدای د عذاب او غوسې مستحق دي مګر دا چې خدای د توبې په وسیله یا په خپله مهربانۍ سره هغوی وبخښي او له ګناهانو یې تیر شي.
مشرکان او کافران هم چې ګمان یې کاوه په دغه شان توطئې سره د اسلام جرړه وچولی شي او د پيغمبر او مسلمانانو مونډ ویستلی شي بې له دې چې کوم بری یا ولجې لاسته راوړي ستانه شول.
په دغه پيښه کې خدای تعالی مسلمانانو ته ورزده کړه چې هیڅکله له دښمنانو ونه ویریږي او دښمنان هم پوه شي چې د هغوی توطئې د خدای د تدبیر په وړاندې بې اثره دي او دوي د خدای د قدرت مقابله نه شي کولی. نو کوم دښمنان چې د اسلام د ختمولو سره یو موټې شوې او د جنګ ډګر ته راغلې وو په ډیره غوسه او غم سره خپل وطن ته ستانه شول او خپلو ارمانونو ته په رسیدلو کې پاتې راغلل.
درسونه:
صداقت یوازې په وینا کې نه دی په عمل کې هم باید له خدای سره په خپلې کړې وعدې او ژمنې کې صادق پاتې شو او د خدای له دین سره په مرسته کې کوتاهي ونه کړو.
۲: د خدای مهرباني له هیچا لرې نه ده حتی تړون ماتوونکي منافقان هم دا هیله لرلی شي چې په توبې یا د خدای په حکیمانه مشیئت سره وبخښل شي.
۳: د ژوند په مختلفو چارو کې نه یوازې په مادي محاسباتو بسنه نه ده پکار بلکې له غیبې مرستو او له مادي محاسباتو له بهرو چارو هم غافله کیدل نه دي پکار.
پای .