Aug 02, 2020 06:30 Asia/Kabul

p-765-Saba-ayaat-1-5 د سباء سورې ژباړه او تفسیر

p-765-Saba-ayaat-1-5

سوره سبأ آیات 1 تا 5

 ګلونو اوریدونکو د احزاب سورې په ختمیدو سره اوس دا دی د قرآن مبارکه سوره سبا درته پیلوو، دا سوره په مکې کې نازله شوې او په دې مناسبت چې د سبا د قام کیسه پکې راغلې ده ، سبا نومولی شوې ده.

  آیات 1 و 2  

د بخښونکي مهربان خدای په نامه

 ستاینه یوازې هغه خدای لره ده چې  هغه څه چې په اسمانونو او هغه څه چې په ځمکه کې دي،  د هغه دي او په اخرت کې (هم)حمد و ثنا د هغه ده  او هغه دی حکیم او خبر.

 هغه څه چې په ځمکه کې ننوځي  او هغه څه چې ترې وځي او هغه څه چې له اسمانه نازلیږي او هغه څه چې اسمان ته خیږي، (له ټولو) خبر دی او هغه دی مهربان بخښونکی.

 مونږ ټول چې کله  د غرونو، ځنګلونو، سمندرونو، ډول ډول حیواناتو او د فطرت نورې ښکلې منظرې وینو نو تا تاثیر لاندې راځو  او بې اختیار د  دغو هنري اثارو پنځوونکی ستایو. آیا هغه ذات چې اسمان او ځمکه او ډیرې ښکلې او نوې منظرې یې پیدا کړې چې  انځورګران یې مونږ ته تصویرونه جوړوي، د ستاینې او ثنا صفت وړ نه دی؟

د قران کریم  پينځه سورې  د خدای په حمد او ستاینې سره پيل کیږي. تر ټولو لنډه یې حمد سوره ده  چې مونږ یې په لمانځه کې لولو. په دوي کې یوه بله سوره  سبا سوره ده  چې د د دې هستۍ د پنځون په خاطر د خدای په ستاینې او صفت سره  پيل شوې ده.

 هغه چې هم د هستۍ پنځوونکی دی او هم یې له ټولو چارو خبرو/ د هغه له عمله هیڅه شی پټ نه دی او نړۍ د خپل علم او حکمت په اساس چلوي.

  په جنت کې به هم جنتیان د هغه ستاینه کوي  ځکه چې د عدل او فضل په بنیاد یې له خلکو سره سلوک کړی او نیک چارو ته یې ډیره لویه بدله ورکړې ده.

درسونه:

 ۱: واقعي او حقیقي ستاینه د لوی خدای  او  هر د کمال خاوند چې ستاینه یې کیږي په حقیقت کې د هغه د پيدا کوونکي ستاینه کیږي.

۲:  په نړۍ او انسان د خدای علم  کلي علم نه دی. بلکه هغه د هستۍ په ټولو جزییاتو او وړو وړو څیزونو خبر دی.

 

  آیه 3   

کافرانو وویل:  قیامت به (هیڅکله) په مونږ رانه شي. ووایه : ولې نه، په خپل پالونکي مې قسم چې له غیبو خبر دی  چې په تاسو به راځي.  په اسمانونو او ځمکه کې د ذرې هومره شی هم له هغه پټ نه دی. نه ترې وړوکی او نه ترې غټ داسې شته چې  په روښانه کتاب کې (لیکل) شوی نه وي.

 

هغه کسان چې دخدای انکار کوي او د هستۍ لپاره د یو مدبر خدای او پنځوونکي قایل نه دي، طبیعي ده چې د قیامت  انکار هم وکړي او  له مرګه وروسته ژوند او په قیامت کې حاضریدل ونه مني. خو پيغمبر په ډاګه وایي چې: دا د کفارو خیالونه ګمانونه او  ارمانه دي چې له مرګه وروسته دې قیامت نه وي او هغوی په خپله خوښه او بې له څه محدودیته په دنیا کې عمل وکړي. خو د الهي وحي له مخې چې پیغمبر یې نیغ په نیغه اخلي، ټول انسانان که کافران وي او که مسلمانان  په قیامت کې به حاضریږي او باید د خپلو افکارو او کړنو ځواب ووایي. 

  هغه محکمه چې د لیکلو مستنداتو په اساس چې د الهي پرښتو په وسیله په دنیا کې ثبت شوې، په عدل او انصاف سره د وګړو په چارو  غور کوي او هیڅ وړوکی یا لوی شی یې له قلمه نه پاتې کیږي.

درسونه

۱: د  قیامت منکران د هغه په نفی هیڅ دلیل نه لري او یوازې د خپل محدود علم او خیالونو ګمانونو په اساس د قیامت انکار کوي.

۲: د انسان مقابل لوری په حقیقت کې هغه هوښیار  او پوه خدای دی چې د انسان له ظاهر باطن او پټ او ښکاره خبر دی او له هغه  هیڅه شی نه شي پټولی

۳:  په مادي نظام کې  د کار اندازه ډیره  موثره ده خو په قیامت کې  کمیت او اندزه اساسي رول نه لري او مهم د کار کیفیت او نیت دی.

 

  آیات 4  و 5  

  چې هغو کسانو ته چې ایمان یې راوړی او ښه کارونه یې کړې، بدله ورکړي. هماغه چې ورپاره  بخښنه او ښه روزي ده.

او کومو کسانو چې زمونږ د ایتونو (د انکار او تکذیب) هڅه وکړه چې مونږ پړ کړي، د هغوي لپاره  د درناکې سزا (سخت) عذاب دی.

په تیر ایت کې د قیامت د محکمې په  هکله خبرې وشوې، دا ایتونه د انسانانو عاقبت او انجام ته اشاره کوي او فرمایي: خلک به په قیامت کې دوه ډلې شي: یوه ډله به د جنتیانو وي چې په دنیا کې په خپلو عملونو سره،   په اخرت کې د خدای د کریمانه رزق او اجر وړتیا مومي او بله ډله  هغه دوزخیان دي چې په دنیا کې یې د قران او دهغه د معارف د انکار او دروغ بللو په لاره کې ډیره هڅه کوله. هغوی فکر کاوه چې د خدای له قدرت او ولکې تښتیدلی شي او خدای  عاجزه او ناتوانه کولی شي.

درسونه :

۱:   په قیامت کې د خدای د اجر او بدلې د لاسته راوړلو یوازینۍ لاره ایمان او نیک عمل دی

۲:  هغه څوک د انسان د عملونو واقعي او کامله بدله ورکولی شي چې  د انسان په ټولو کارونو او نیت او  محرک پوره پوره خبر وي.

۳:  د قرآن او د اسلام د  دین د کمزورې کولو لپاره باید د  دښمنانو له هڅو او توطئو غافله نه شو ځکه چې هغوی همیشه له قرآنه د خلکو د لرې کولو هڅې کوي. پای