سوره سباء ۶-۹
p-766-Saba-ayaat-6-9 د سباء سورې ژباړه او تفسیر
p-766-Saba-ayaat-6-9
آیات 6 تا 9 سوره سبأ
په سر کې د سبا سورې شپږم او اوم ایتونو ته ستاسو پام غواړو.
«وَیَرَى الَّذِینَ أُوتُوا الْعِلْمَ الَّذِی أُنزِلَ إِلَیْکَ مِن رَّبِّکَ هُوَ الْحَقَّ وَیَهْدِی إِلَى صِرَاطِ الْعَزِیزِ الْحَمِیدِ»،«وَقَالَ الَّذِینَ کَفَرُوا هَلْ نَدُلُّکُمْ عَلَى رَجُلٍ یُنَبِّئُکُمْ إِذَا مُزِّقْتُمْ کُلَّ مُمَزَّقٍ إِنَّکُمْ لَفِی خَلْقٍ جَدِیدٍ»
ژباړه:
هغه کسان چې ورته علم ورکړل شوی، هغه څه چې ستا د رب له لورې پر تا نازل شوې، حق وینی چې د عزیز او ستایل شوې خدای لارې ته هدایتول کوي.
او کومو کسانو چې کفر وکړ، وې ویل: آیا تاسو ته داسې یو سړی در وښیو چې تاسو ته خبر درکوي هغه وخت چې (په قبر کې) بالکل وراسته شئ، چې تاسو به یو ځل بیا ژوندي کیږئ؟
په تیرو ایتونو کې خبره دهغو کسانو وه چې د معاد یعنې قیامت انکار یې کاوه او هڅه یې کوله د الهي ایتونو په دروغ ګڼلو سره خلک ګمراه کړي. دا ایتونه فرمایي: د علم او فکر خاوندان په هغو ایتونو کې چې پر تا نازل شوې فکر او تدبر کوي او حقانیت ته یې رسیږي . هغوی دا نتیجه اخلي چې الهي هدایت ته د رسیدلو صحیح لاره د قران کریم ایتونو ته توجه او پام دی.
د رسول الله مبارک په زمانه کې د اهل کتابو ځینو عالمانو د تعصب او وارمخکې قضاوت په پریښودلو سره د خدای په رسول ایمان راوړ او مسلمان شول. په تاریخ کې هم ډیر عالمان د قران د ایتونو په مطالعې سره د قرآن عظمت او حقانیت ته رسیدلې او پرې یې ګواهي ورکړې او ځانونه یې د دغه کتاب او دین پیروان ګڼلې دي.
د دغو کسانو په مقابل کې همیشه داسې کسان وو او شته چې د قرآن کریم او د پيغمبر اکرم د رسالت د دروغ ګڼلو لپاره یې د معاد او قیامت مساله راپورته کړې. هغوی د سپکاوي او خندا په غرض وایي: دا هغه کس دی چې ادعا کوي انسانان به وروسته له هغه چې په قبرونو کې وراسته او خاورې شي دوباره له خاورو راپورته کیږي او نوی ژوند به پیلويږ
دغه کسان له دې امله چې د نړۍ او انسان د پیدا کوونکي او سرچینې انکار نه شي کولی نو د قیامت انکار کوي ، هغوي په دغه کار سره هڅه کوي خلک په پیغمبر ایمان رانه وړي او د دین اوامر ونه مني.
درسونه:
١: هغو کسانو د نظر په اپوټه چې دین د خلکو د جهل زیږنده ګڼي، د تاریخ په اوږدو کې ډیرعالمان او پوهان د اسلام په حقانیت پوه شوې او پرې یې اعتراف کړی دی.
۲: د پیغمبرانو لپاره په دنیا کې د ایماندارو کسانو د عزت او سرلوړۍ سبب کیږي.
۳: د پیغمبرانو د لارې مخالفان له عقل او منطقه د کار اخستلو په ځای هڅه کوي په سپکاوي او خندا کولو سره د پیغمبرانو شخصیت د خلکو په نزد خراب کړي چې خلک په پيغمبرانو پسې لاړ نه شي.
آیات 8 و 9 از سوره سبأ
«أَفْتَرَى عَلَى اللَّـهِ کَذِبًا أَم بِهِ جِنَّةٌ بَلِ الَّذِینَ لَا یُؤْمِنُونَ بِالْآخِرَةِ فِی الْعَذَابِ وَالضَّلَالِ الْبَعِیدِ»، «أَفَلَمْ یَرَوْا إِلَى مَا بَیْنَ أَیْدِیهِمْ وَمَا خَلْفَهُم مِّنَ السَّمَاءِ وَالْأَرْضِ إِن نَّشَأْ نَخْسِفْ بِهِمُ الْأَرْضَ أَوْ نُسْقِطْ عَلَیْهِمْ کِسَفًا مِّنَ السَّمَاءِ إِنَّ فِی ذَلِکَ لَآیَةً لِّکُلِّ عَبْدٍ مُّنِیبٍ»
آیا هغه په خدای پورې دروغ تړلې دي که نه لیونتوب پرې راغلی دی؟ (داسې نه ده) بلکې هغه کسان چې په اخرت ایمان نه لري، په ډیر لرې عذاب او ګمراهۍ کې دي.
آیا هغه څه ته یې چې په اسمان او ځمکې کې دهغوی مخې او شاته دي نه دي کتلې؟ که وغواړو هغوی به په ځمکه کې ننباسو یا به پرې د اسمان (د کاڼو) ځینې ټوټې وروغورځوو، بې شکه په دې چاره کې د هر توبه کوونکي انسان لپاره عبرت دی.
د پيغمبر مخالفان چې له مرګه د وروسته ژوند انکار به یې کاوه ویل به یې: دا یوه دروغه ادعا ده چې دغه سړي په خدای پورې تړلې ده او هغه په لیونتوب اخته شوی دی چې دغه شان خبرې کوي؛که نه وي یو عاقل انسان څنګه دغه شان ادعا کولی شي.؟!
خدای تعالی د دغه شان کسانو په ځواب کې فرمایي: پيغمبر نه دروغجن دی او نه لیونی! بلکې دا تاسو یئ چې په ژورې ګمراهۍ اخته شوې یئ او د حق خبرې منلو ته تیار نه یئ او ګمان کوئ چې د قیامت په انکار سره به له هغه عذابه چې هغه یې خبر ورکوي خلاص شئ.
په دوام کې خدای تعالی دغه شان ضدي کافرانو ته فرمایي: آیا اسمان او ځمکې ته نه ګورئ چې په کوم قدرت سره پنځول شوې دي؟ آی هغه خدای چې قادر دی په ځمکه او اسمان کې دغه شان عظمت وپنځوي، ستاسو انسانانو له دوباره پیدا کولو عاجزه دی؟ آیا تاسو واقعا د هغه په قدرت کې شک او دوه زړه والی لرئ چې دغه شان انکار کوئ؟ آیا هغه د دې طاقت نه لري چې د لویو زلزلو په راوستلو سره تاسو ټول په ځمکه کې ننابسي؟ یا دا چې د اسماني کاڼو په لیږلو سره تاسو او ستاسو کارونه او استوګن ځایونه تباه کړي.
هر عاقل انسان دغه چارې ممکنې ګڼي او د نړۍ په مختلفو سیمو کې د هغه له واقع کیدو خبر دی. نو څنګه ده چې ځینې کسان تیر او راتلونکي ته له پامه پرته یوازې خپل نن ګوري او د قیامت انکار کوي؟
۱: ځینې انسانان خدای تعالی د هستۍ د خالق او سرچینې په توګه مني خو د قیامت منلو ته تیار نه دي چې د خدای اوامر او مسوولیتونه یې ومني.
۲: په اخرت د ایمان نه لرل د ډول ډول انحرافاتو او په لا ډیره ګمراهۍ کې د ډوبیدو سبب کیږي.
۳: کوم انسان چې زلزلې په شان طبیعي پیښو په وړاندې ناتوانه وي څنګه دخدای له لوی عذابه تښتیدلی او بچ کیدلی شي.
۴: په هستې کې تفکر انسان د خدای د بندګۍ او تعبد په لور بیایي، او هغه په نورو پورې له وابستګۍ ازادوي . د بندګۍ سرچینه او جاروت د خدای په لور دی.
پای.