Aug 02, 2020 06:30 Asia/Kabul

p-767-Saba-ayaat-10-13 د سباء سورې ژباړه او تفسیر

p-767-Saba-ayaat-10-13

سوره سبأ آیات 10 تا 13

په سر کې د سبا سورې  د لسم او یوولسم ایتونو تلاوت ته ستاسو پام غواړو.

«وَلَقَدْ آتَیْنَا دَاوُودَ مِنَّا فَضْلًا یَا جِبَالُ أَوِّبِی مَعَهُ وَالطَّیْرَ  وَأَلَنَّا لَهُ الْحَدِیدَ»، «أَنِ اعْمَلْ سَابِغَاتٍ وَقَدِّرْ فِی السَّرْدِ وَاعْمَلُوا صَالِحًا  إِنِّی بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِیرٌ»

او مونږ داوود ته له خپل لوري یو فضیلت ورکړ [او ومو ویل] ای غرونو او ای مارغانو له هغه سره [ د خدای په تسبیح کې] هم غږي شئ او  د هغه  لپاره مو اوسپنه نرمه کړه.

[ ای داووده] بشپړې او ارتې زغرې جوړې کړه او په جوړښت کې یې ( کړۍ) په سمه اندازه ولګوه  او ښه او نیک کار کوئ ځکه چې زه د هغه څه چې تاسو یې کوئ ، کتونکی یم»

  په تیره برخه کې د نهم ایت په پای کې « عبد منیب» یعنې د خدای په در کې د فریاد او ژړا کوونکي بنده  ته اشاره وشوه. ( د ص سورې په څلوریشتم ایت کې دې خبرې ته اشارې شوې وه چې حضرت داوود به دخدای په در کې توبه او فریاد کاوه) دا ایتونه د  حضرت داوود  او د هغه د زوي حضرت سلیمان علیهما السلام د ژوند ځینو برخو ته اشاره کوي.

په سر کې فرمایي: خدای تعالی حضرت داوود ته ځانګړې ډالۍ ورکړې وې. معنوي او مادي ډالۍ او پیرزوینې چې  په نمل سوره کې هم ورته لنډه شان اشاره شوې وه.  په دې  کې لومړۍ ډالۍ  په لمنځ او  تسبیح کې له هغه سره د جماداتو لکه  غرونو او حیواناتو لکه مارغانو  یو ځای کیدل وو، په دې ډول چې کله به حضرت داوود علیه السلام  د خدای په ذکر مشغولیده، د هغه خواوشا شیان به له هغه سره غږمله کیدل او د هغوی زمزمه به فضا ډکوله . په روایتونو کې همداراز د خدای د پیغمبر په هکله هم راغلې دي چې د هغه حضرت په مبارکو لاسونو کې کاڼو تسبیح وویله  او  د پيغمبر اصحابو دغه تسبیح واوریدله.

  ایتونه په دوام کې د حضرت داوود علیه اسلام یو ځانګړي وس او طاقت ته اشاره کوي او فرمایي:  مونږ د هغه لپاره اوسپنه نرمه کړه چې  زغره ترې جوړه کړي  او له دې لارې خپل ځان او ملګري خوندي وساتي . ظاهرا له داوود علیه السلام مخکې  جنګیالیو د دښمن له تورو نیزو او غشیو د ساتلو لپاره  له اوسپنیزو صفحو  او تختو کار اخسته  چې دا ډیرې درنې وې او جنګیالي یې ځورول. خو د خدای په اراده ، حضرت داوود وکړی شول اوسپنه د نرو تارونو په شان  نازکه کړي  او کړۍ کړۍ ترې جوړې کړي او بیا له دغه کړیو د کمیس په شکل زغره جوړه کړي چې جنګیالي یې واغوندي  او د دښمنانو له تورو نیزو او غشیو خوندي پاتې شي.

دا ایتونه  په پای کې حضرت داوود او دهغه قوم ته فرمایي:  له دغه وسایلو په استفاده کې  هغه په سمه او غوره لاره کې وکاروئ ځکه چې خدای تعالی په ټولو چارو خبرو دی.

 درسونه:

١:څوک چې د خدای په در کې توبه او فریاد کوي  خدای ورباندې ځانګړۍ مهرباني او لطف کوي.

۲: د هستۍ ټولو مخلوقات  که جمادات وي که بوټي او که حیوانات شعور لري او د خدای د امر تابع دي ( لکه څنګه چې په دغه ایت کې  غرونو او مارغانو ته خطاب شوی دی)

۳: دانسانانو  دګټې لپاره له ځمکې لاندې او باندې له موجودو زیرمو او معدونو  په استفادې د خدای له خوا ټینګار شوی دی.

۴:صنعت باید په پوره ځیرتیا  سره کار واخستل شي او باید ښه کیفیت ولري او د انسانانو د فایدې لپاره استعمال شي.

 

اکنون به تلاوت آیات 12 و 13 از سوره سبأ گوش می‌سپاریم:

«وَلِسُلَیْمَانَ الرِّیحَ غُدُوُّهَا شَهْرٌ وَرَوَاحُهَا شَهْرٌ  وَأَسَلْنَا لَهُ عَیْنَ الْقِطْرِ  وَمِنَ الْجِنِّ مَن یَعْمَلُ بَیْنَ یَدَیْهِ بِإِذْنِ رَبِّهِ  وَمَن یَزِغْ مِنْهُمْ عَنْ أَمْرِنَا نُذِقْهُ مِنْ عَذَابِ السَّعِیرِ»، «یَعْمَلُونَ لَهُ مَا یَشَاءُ مِن مَّحَارِیبَ وَتَمَاثِیلَ وَجِفَانٍ کَالْجَوَابِ وَقُدُورٍ رَّاسِیَاتٍ  اعْمَلُوا آلَ دَاوُودَ شُکْرًا  وَقَلِیلٌ مِّنْ عِبَادِیَ الشَّکُورُ»

او د سلیمان لپاره مو باد (مسخر) کړ چې سهار به یې د یوې میاشتې فاصله وهله او مازیګر به یې (هم) د یوې میاشتې، او د هغه لپاره مو د (ویلو شویو) ګیلټو چینه روانه کړه او یو شمیر پیریانو به   دهغه په مخکې د  خپل پالونکي په  امر کار کاوه او په هغوی کې چې هر یو  زمونږ له امره سر غړاوه، په هغه به مو سوزوونکی عذاب څښه.

 هغوی به هر څه چې سلیمان غوښتل، محرابونه او تمثالونه (مجسمې) او  لوی لوښي د وړو ډنډو په شان، او نه خوځیدونکي دیګونه، دهغه لپاره جوړول. ای د  داوود کورنۍ! ( د دومره نعمتونو) شکر وباسئ. خو زما له بندګانو ډیر کم شکرایستونکي دي.

 حضرت داوود علیه السلام ته د خدای د پیرزوینو او نعمتونو ته له لنډې شان اشارې وروسته  دا ایتونه د  حضرت داوود په زوي حضرت سلیمان د دریو نعمتونو او مهربانیو ذکر کوي.

  لومړی مورد هوایي سپرلۍ ده  ( هغه شان چې نن سبا د بالون په شکل په هوا کې الوزي) وروسته له دې چې دغه سپرلۍ له ځمکې پورته کیدله  باد به سلیمان هر ځای ته چې هغه به اراده وکړه رسولو. حضرت سلیمان به په دغه سپرلۍ سره هغه فاصله چې  په هغه زمانه کې به په یوه میاشته کې وهل کیده  په نیمه ورځه کې وهله او  له ماسپښینه مخکې به ستنیده.

دوهمه لورینه، د ګیلټو ( مسو) ویلې کیدل دي د ضرورت د سامان او الاتو د جوړولو لپاره،  لکه  واړه او لوی  په ځای ښخ او وړونکي دیګونه. که حضرت داوود اوسپنه نرمه کړه حضرت سلیمان ګیلټ یا مس نرم کړل.

 دریمه لورینه،  حضرت سلیمان علیه السلام ته د یو شمیر  پیریانو تسلیمیدل او د هغه او دهغه د حکومت په خدمت کې راتلل دي  چې د حضرت سلیمان په امر به یې درانه اوسخت کارونه کول او که  له امره به یې سر غړاوه نو سخته سزا به ورکول کیده.

 د دوهم  مورد په هکله څرګنده ده چې انسان د  مسو یا ګیلټو د  ویلې کولو  وس لاسته راوړی دی . خو لومړی او دریم موردونه تر اوسه له انسانه پټ پاتې دي  او  کیدی شي ځینې کسان دا هسې چټیات وګڼي.  خو ایمانداره کسان چې  په غیر مادي  عوامل او غیبي ځواک  عقیده لري  مني چې په نړۍ کې پر مادي علتونو سربیره، غیر مادي او ناپيژاندي  عوامل او مخلوقات هم شته دي چې د خدای ځینو ولیانو د خدای په امر هغوی ته لاسرسي لرلې او ترې یې  استفاده کړې ده.

 درسونه

١: پیغمبران او د خدای ولیان  په تکویني چارو کې د تصرف طاقت لري.

۲: انسان کولی شي  چې پيریان په خپله ولکه کې راولي  خو  یوازې په هغو مواردو کې چې خدای ېې وغواړي . په نورو مواردو کې یې سپارښتنه نه ده شوې.

۳:  د صنعتي او هنري څیزونو جوړول او له اوسپنو، معدنونو او فلزاتو ګټه پورته کول  ځینې پیغمبرانو ته د خدای له لورې ښودل شوې وو چې د انسان د ترقۍ او  پراختیا لاره هواره شي.

 ۴: د ګیلټو یا مسو د ویلې  کولو او ترې د سامانانو جوړولو  صنعت ډیره اوږده مخنیه لري او د حضرت  سلیمان علیه السلام زمانې ته ورګرځي.