Aug 02, 2020 06:30 Asia/Kabul

p-769-Saba-ayaat-18-21 د سباء سورې ژباړه او تفسیر

راهی بسوی نور (765)  

سوره سبأ آیات 18 تا 21 

«وَجَعَلْنَا بَیْنَهُمْ وَبَیْنَ الْقُرَى الَّتِی بَارَکْنَا فِیهَا قُرًى ظَاهِرَةً وَقَدَّرْنَا فِیهَا السَّیْرَ  سِیرُوا فِیهَا لَیَالِیَ وَأَیَّامًا آمِنِینَ»، «فَقَالُوا رَبَّنَا بَاعِدْ بَیْنَ أَسْفَارِنَا وَظَلَمُوا أَنفُسَهُمْ فَجَعَلْنَاهُمْ أَحَادِیثَ وَمَزَّقْنَاهُمْ کُلَّ مُمَزَّقٍ  إِنَّ فِی ذَلِکَ لَآیَاتٍ لِّکُلِّ صَبَّارٍ شَکُورٍ»

 

او د هغوي او هغو سیمو په مینځ کې مو چې برکت مو پکې ایښی و ښکاره (او یو بل ته نزدې) ابادۍ وګرځولې او د هغوي په مینځ کې سفر مو په متناسب ډول ( او په اندازه) ټاکلی و. په هغو سیمو کې د شپو او ورځو په امن سره سفر کوئ.

نو (په ناشکرۍ سره یې) وویل: ای پالونکیه زمونږ د سفرونو په مینځ کې فاصله واچوه او پر ځان یې ظلم وکړ. نو مونږ هغوی (د نورو د عبرت لپاره) د کیسو موضوع وګرځول او په کلي ډول مو  خواره واره  کړل. بې شکه  په دې (کیسه کې) د هر شکر ګزاره صبر کوونکي لپاره  ( د عبرت) نښې نښانې دي.

  په تیره برخه کې مو د سبا د قام برخلیک ته چې په  یمن کې یې ژوند کاوه اشاره وکړه دا ایتونه په سر کې فرمایي :  خدای تعالی په هغوی داسې پریمانه نعمتونه نازل کړې و چې  په  دغه ټوله لویه سیمه کې په کمو فاصلو سره اباد کلي موجود وو.او ځمکه داسې له ګلونو او بوټو او ډول ډول ونو او کرهڼې ډکه وه چې  لارې به لنډې ښکاریدلې او کلي یو بل ته نزدې. ټول په کار او زیاراخته وو او  له پریمانه نعمته به یې ګټه پورته کوله.

  خو دغه حالت په خپل حال پاتې نه  شو او د اکثره خلکو غفلت او  مستي سبب شوه چې هغوی خدای هیر کړي. هغوی کبر خرڅاوه او د عیش او عشرت په ژوند  بوخت شول تر دې چې  هغه د چا خبره دغو نعمتونو یې زړه وواهه  اور له دغه ډیرو هوساینو  او ارامه ستړې او ستومانه شول او د حال په ژبه یې وویل:  غواړو چې حالات بدل شي او دومره یو بل ته نزدې نه وو؛ فاصلې مو زیاتې شي او له یوه بله یو څه لرې شو.

 دغه د نعمت کفران او  په بدمرغۍ د هغې د بدلیدو غوښتنه سبب شوه چې  هغه لوی بند یا ډیم چې د دغه سیمې د ښیرازۍ او پرمختګ سبب و وران شي. کیسه  داسې وه چې د ځینو اسبابو په وجه  د دغه خاورین بند دیوال له دننه  سست اور نرم شو او  د زیاتو اوبو په راتللو  سره  د بند دیوال مات شو  او ډیر لوی سیلاب راغی.دا پیښه سبب شوه چې د سبا تمدن چې  ډيره ښیرازه او شنه ځمکه وه  په یوې داسې سیمې بدله شي چې له خټو او خیچړو ډکه  وي او کورونه یې کنډواله وي. دا یو داسې عبرتناک برخلیک و چې تر ډیرو کلونو به یې خلکو یو بل ته کیسې کولې چې څنګه هغه اباد او ښیراز وطن  له خاورو  خشاک او ازغو په ډک وطن بدل شو.

درسونه:

۱: د نعمت ناشرکي  له لاسه د هغه د وتلو او یا په بدمرغۍ او بدبختۍ د بدلیدو او د ستونزو د پیدا کیدو سبب کیږي.

۲:  د ځینو ګناهونو منجمله ناشکرۍ سزا په همدې دنیا کې انسان ته رسیږي او د هغه  وګړنیز، کورنیز او ټولنیز ژوند  تر اغیزې لاندې راولي.

۳:  د قرآن سپارښتنه دا ده چې د تیرو قامونو  کیسې او برخلیکونه ولولئ او ترې د نن د ژوند لپاره سبق او عبرت واخلي.

 

  تلاوت آیات 20 و 21  

«وَلَقَدْ صَدَّقَ عَلَیْهِمْ إِبْلِیسُ ظَنَّهُ فَاتَّبَعُوهُ إِلَّا فَرِیقًا مِّنَ الْمُؤْمِنِینَ»، «وَمَا کَانَ لَهُ عَلَیْهِم مِّن سُلْطَانٍ إِلَّا لِنَعْلَمَ مَن یُؤْمِنُ بِالْآخِرَةِ مِمَّنْ هُوَ مِنْهَا فِی شَکٍّ  وَرَبُّکَ عَلَى کُلِّ شَیْءٍ حَفِیظٌ»

 او البته ابلیس د هغوی په هکله خپل ګمان پوره شوی ولیده، او له یو څو مومنانو پرته ټولو د هغه پیروي وکړه.

البته  ابلیس په هغوی هیڅه ډول ولکه  او غلبه نه لرله،مګر دا چې هغه کس چې په اخرت ایمان لري له هغه چا چې  پکې شک لري وپیژنو او ستا پالونکی پر هر څه څارونکی دی.

ابلیس وروسته له هغه چې آدم او حوا یې ګمراه کړل، د خدای له دره وشړل شو. هغه قسم وخوړ چې د آدم اولاد به هم ګمراه کوي او خیال یې دا و چې  په دغه کار کې به کامیاب شي.

دا ایتونه فرمایي:  شیطان د سبا د قام د خلکو په باره کې  خپل ارمان پوره شوی لیده ، ځکه چې اکثرو خلکو دهغه غوښتنه  عملي کړه  او یوازې یو څو مومنانو د هغه غوښتنه ونه منله .

 خدای تعالی په دوام کې فرمایي:  دا ګمان مه کوئ چې شیطان پر خلکو ولکه لري او هغوی د ګناه او سرغړاوي کولو ته مجبوروي، هیڅکله داسې نه ده، بلکې د هغه کار یوازې  وسوسه کول دي او که خدای په دې کار کې د هغه لاس پرانستې پریښی او هغه ته یې د دې کار اجازت ورکړی د دې لپاره ده چې  د خلکو د ازمیښت سامان برابر شي. یعنې معلومه شي  چې کوم کسان په اخرتایمان لري او د شیطان په وسوسو  کې نه راځي او کوم کسان په شک او دوه زړه توب اخته دي او د شیطان په لږې شان وسوسې سره د ګناه په لور کاږل کیږی.  طبعا  د کمزورې ایمان  او سستې ارادې کسان ډیر زره د نفساني خواهشاتو او د بهرنیو لمسونونو او ګروهنو په لومه کې راځي  او د هغو په وړاندې د ودریدو توان نه لري.

په دې کې شک نیشته چې خدای تعالی د خپلو بندګانو له عملونو خبر دی، خو د خپل علم په اساس سزا او جزا نه ورکوي؟ تر هغه وخته چې انسان په خپله یو کار ونه کړي هغه ته د سزا او یا ثواب ورکول معنا نه لري.  کټ مټ د هغه استاد په شان چې پوهیږي چې پلانکی شاګرد مې تکړه دی او سبق وایي خو تر څو چې له  هغه امتحان و انه خلي او د هغه امتحاني ‍‍پرچه ونه ګوري  هغه ته د پاس کیدو نمبرې نه ورکوي، څرګنده ده چې د استاد علم شاګرد ته د  انعام او بدلې ورکولو لپاره کافي نه دی بلکې شاګرد باید په عمل کې خپله توانمني  او تکړه والي وښیي.

درسونه :

۱: په انسان کې د شیطان د نفوذ یوه لاره او زمینه  د الهي نعمتونو کفران دی. د سبا قام په دې وجه چې د خدای د نعمتونو  کفران یې وکړ شطان پکې نفوذ وکړ.

۲:  خدای تعالی له یوې خوا انسان ته اختیار ورکړی او له بلې خوا یې په عقل او وحي سره هغه ته سمه او غلطه لاره ښودلې ده  د خدای پيغمبران او ولیان خلک نیکیو ته بلي او شیطان ، شیطان صفته او سرغړاوه کسان  بدیو ته بیایي، په دې مینځ کې انسان  په خپله اراده او اختیار سره خپله لاره منتخبوي.