Aug 02, 2020 06:30 Asia/Kabul

p-772-Saba-ayaat-31-33 د سباء سورې ژباړه او تفسیر

سوره سبأ آیات 31 تا 33  

«وَقَالَ الَّذِینَ کَفَرُوا لَن نُّؤْمِنَ بِهَـذَا الْقُرْآنِ وَلَا بِالَّذِی بَیْنَ یَدَیْهِ وَلَوْ تَرَى إِذِ الظَّالِمُونَ مَوْقُوفُونَ عِندَ رَبِّهِمْ یَرْجِعُ بَعْضُهُمْ إِلَى بَعْضٍ الْقَوْلَ یَقُولُ الَّذِینَ اسْتُضْعِفُوا لِلَّذِینَ اسْتَکْبَرُوا لَوْلَا أَنتُمْ لَکُنَّا مُؤْمِنِینَ»

 او کوم کسان چې کافران شول وې ویل:مونږ به  په دې قرآن او په هغه (کتاب) چې له دې مخکې و هیڅکله ایمان را نه وړو. که  وګورې هغه وخت چې دغه ظالمان  د خپل  پالونکي په وړاندې  نیول شوې وي، ( حیرانه به شې) په داسې حال کې چې ځینې یې له ځینو سره جدل او خبرې کوي، ( او خپل ګناهونه د یو بل په غاړه اچوي) مستضعفان، مستکبرانو ته وایي: که تاسو نه وائ مونږ به ضرور مومنان وو.

 

 د تیرو ایتونو په دوام کې چې په قیامت کې یې دمومنانو او کافرانو ځای او مقام بیانوه دا ایت فرمایي: کافران  د هغه څه چې اسماني کتابونه د توحید او قیامت په هکله ویلې دي انکار کوي او منلو ته یې تیار نه دي ، په حقیقت کې هغوی  په دې  خبره  ولاړ دي چې حق ونه مني ، کټ مټ دهغه چا په شان چې ځان یې  اوده کړی وي او هر څومره چې ورته غږونه کوې نه راپاڅیږي.

ایت په دوام کې فرمایي:  خو همدا منکران چې په دنیا کې د ضد له او بې ځایه تعصب له مخکې  حق تر پښو لاندې کوي په قیامت کې د خپل انکار د توجیه هڅه کوي او خپله ګناه به  د بل په غاړه اچوي، نو ځکه  د ټولنې مشرانو ته چې هغوی به هم ورسره په دوزخ کوي  وایي چې تاسو مونږ بې لارې کړو که نه وي مونږ خو ایمان راوړه او  په سزا به نه اخته کیدو.

درسونه:

۱: له حق سره ضد او دښمني  انسان د کفر او انکار په لور بیایي،  کوم انسان چې دغه شان وي هیڅکله د امیان راوړلو ته نه تیاریږي .

۲: ټول اسماني کتابونه یوه لاره او روده لري نو  ځکه کافران په هیڅ یو اسماني کتاب ایمان نه راوړي.

۳: کفر، شرک او بې دیني  په ځان او په پیغمبرانو ډیر لوی ظلم دی.  په دیني فرهنګ کې په ځان ظلم هم  د ظلم له مصداقونو دی.

۴: په قیامت کې ایمان د ژغورنې او کامیابۍ سبب ګرځي.

 

  تلاوت آیات 32 و 33 از سوره سبأ  

«قَالَ الَّذِینَ اسْتَکْبَرُوا لِلَّذِینَ اسْتُضْعِفُوا أَنَحْنُ صَدَدْنَاکُمْ عَنِ الْهُدَى بَعْدَ إِذْ جَاءَکُم  بَلْ کُنتُم مُّجْرِمِینَ»، «وَقَالَ الَّذِینَ اسْتُضْعِفُوا لِلَّذِینَ اسْتَکْبَرُوا بَلْ مَکْرُ اللَّیْلِ وَالنَّهَارِ إِذْ تَأْمُرُونَنَا أَن نَّکْفُرَ بِاللَّـهِ وَنَجْعَلَ لَهُ أَندَادًا  وَأَسَرُّوا النَّدَامَةَ لَمَّا رَأَوُا الْعَذَابَ وَجَعَلْنَا الْأَغْلَالَ فِی أَعْنَاقِ الَّذِینَ کَفَرُوا  هَلْ یُجْزَوْنَ إِلَّا مَا کَانُوا یَعْمَلُونَ»

 ( خو) مستکبران مستضعفانو ته وایي: آیا  مونږ تاسو له هغه هدایته  چې تاسو ته راغلی و منع کړئ؟ بلکې تاسو په خپله ګناهکار وئ.

او مستضعفان به مستکبرانو ته وایي:  بلکې (ستاسو) د شپې او ورځې دوکه او مکر و، کله مو چې مونږ ته امر کاوه چې د خدای انکار وکړو او ورپاره شریکان وټاکو. هغوی به چې کله عذاب وویني خپله پښیماني به پټوي او مونږ د هغو کسانو په څټونو کې چې کافران شول زنځیرونه او طوقونه وراچوو،  آیا دوي ته بې له هغه څه چې  دوي کول د بل څه سزا ورکول کیږي؟

 

 په دغو ایتونو کې څو ځله د مستضعف او مستکبر ټکی کارول شوی دی ، داسې ښکاري چې له مستضعفه مراد هغه کسان دي چې  په پټو سترګو او  بندو غوږونو  د نورو پیروي کوي او خپل عقل  او فکر په کار نه اچوي،  او مستکبران هغه کسان دي چې  له قدرت او شتمنیو په ناوړه استفادې سره  نور تر خپلې سلطې لاندې راولي او پر هغوی لویوالی خرڅوي.

طبیعي ده چې مستکبران خلک  د خپلې پیروۍ کولو ته نه مجبوري ، هغوي  په مختلفو تبلیغاتي پروګرامونو  او له ډول ډول فرهنګي اوزارو او  وسایلو په استفادې سره  خپل کفریه تفکر نورو ته داسې تبلیغوي چې  ځینې  کسان د پیغمبرانو او اسماني کتابونو  پروګرامونه پریږدي او  او د مستکبرانو په ظاهري  تبلیغاتو او پړق پړوق پسې ځیي ، اتفاقا هغه څه چې کافران او مستکبران یې په خپلو تبلیغاتو کې کاروي  د ډیرو کسانو له نفساني خواهشاتو او شهوتونو سره هم  غږمله وي ، ځکه چې که د مسکتبرانو پیروي وکړي  نو  د خپلو خولو غوږونو او سترګو کنټرولولو ته حاجت نه لري او هرڅه یې چې زړه غواړي بې له کومې پابندۍ کوي.

 هغه څه چې  دغه ایتونه یې  په قیامت کې د دوو ډلو له خبرو اترو او مکالمې انځوروي  د دې ښودنه کوي چې د قدرت اوشتمنیو د خاوندانو فریبکاري   له مسوولیتونو د تیښتې  او د غاړې خلاصولو لپاره د منلو وړ توجیه نه ده. هر انسان که څه هم کم سواده او کم اطلاعه وي  باید  د شهوتونو او خوندونو د پیروۍ په ځای  په عقل فکر او پاک فطرت پسې لاړ شي  چې خدای تعالی یې په وجود کې ایښی دی.

 البته مستکبرانو ته هم د خلکو په بې لارې کولو کې د هغوی د رول او کردار په اندازه سزا ورکول کیږي خو مستضعفان  د هغوی فریبکاري او غولونه د خپلو ګناهونو دکولو لپاره  توجیه نه شي ګرځولی او له خپل مسوولیته ځان نه شي غړولی.

 درسونه:

۱: سره له دې چې  فاسده ټولنه  په انسانانو ډیر ناوړه اثرات لري خو هغوي د فساد او انحراف خپلولو ته نه مجبوري نو  هیڅوک خپله ګناه او غلط کار د نورو په غاړه نه شي اچولی.

۲:  په قیامت کې خپلې ګناهانې د نورو په غاړه نه شي اجولی، په بله ژبه هیڅوک د بل چا د ګناه پیټي په غاړه نه اوړي .

۳: هرچاته چې د پیغمبرانو او اسماني کتابونو غږ ورسیږي ، خو وې نه مني باید په قیامت کې ځواب ووایي.

۴: د قدرت او ثروت خاوندان او مستکبران  شپه او ورځ هڅه کوي چې  خپل افکار په خلکو کې تبلیغ کړي   هغوي تر خپلې ولکې لاندې راولي او  او ورته د فکرکولو اجازت ورنه کړي   او په دې طریقې سره خلک د خدای له لارې غړوي.

۵: منحرف انسانان  نور هم د خدای له لارې غړیدو ته بلي  او په ځای د دې چې له بدیو او ګناهونو یې منعې کړي هغوی بدو او سپکو کارونو ته هڅوي  او له دې لاره  ټولنه له ځانه سره ملګرې کوي.

پای.