سوره سباء ۳۸-۴۱
p-774-Saba-ayaat-38-41 د سباء سورې ژباړه او تفسیر
راهی بسوی نور (770)
تفسیر ساده و روان آیات 38 تا 41 سوره سبأ
په سر کې د سبا سورې 38 ایت ته ستاسو پام غواړو هلته چې لوی خدای فرمایي:
«وَالَّذِینَ یَسْعَوْنَ فِی آیَاتِنَا مُعَاجِزِینَ أُولَـئِکَ فِی الْعَذَابِ مُحْضَرُونَ»
او کوم کسان چې زمونږ د ایتونو د (انکار او باطلولو) هڅه کوي، په دې ګمان چې مونږ عاجزولی شي، هغوی به (دخدای) په عذاب کې حاضر کړی شي.
د تیرو پروګرام وروستی ایت د دې ټکي ښودونکی و چې مالونه او اولاد د انسان د نیکمرغۍ سبب نه دي بلکې دا ایمان او نیک عمل دی چې انسان په دنیا او اخرت کې سعادت او خوشبختۍ ته رسوي او هغه ته په جنت کې ځای ورکوي.
دا ایت د ایمان د خاوندانو مقابل لوري ته اشاره کوي او فرمایي: هغوی د حق د پيژندلو او ترې د پیروۍ په ځای همیشه د حق د انکار او ورسره د مبارزې په لټه کې دي او ګمان کوي چې له قدرت شتمنۍ او امکاناتو د د برخورتیا په وجه کولی شی د خدای له ولکې ووځي او له عذابه وتښتي. دغه کسان باید پوه شي چې دغه خیالات غلط دی او هغوی به ضرور په قیامت کې حاضریږي او د خپلو عملونو سزا به وینی.
درسونه :
۱: د طاقت او شتمنیو خاوندان چې خپل امکانات او وسایل یې د حق د لارې په ختمولو او د حق د ناتوانه ښودلو لپاره کارولې په خپله به ساقط او ختم شي او د خدای په اراده نه شي غالب کیدلی.
۲: د اسلام دښمنان په خلکو کې د قران د مقام د کمزورې کولو لپاره هڅه کوي. نو ټول مسلمانان په تیره بیا دیني عالمان دنده لري په جامعې پلانونې سره د دښمنانو د دغه غوښتنې د تحقق مخه ونیسي.
تلاوت آیه 39 از سوره سبأ
«قُلْ إِنَّ رَبِّی یَبْسُطُ الرِّزْقَ لِمَن یَشَاءُ مِنْ عِبَادِهِ وَیَقْدِرُ لَهُ وَمَا أَنفَقْتُم مِّن شَیْءٍ فَهُوَ یُخْلِفُهُ وَهُوَ خَیْرُ الرَّازِقِینَ»
ووایه: بې له شکه زما پالونکی په خپلو بندګانو کې د هر چا لپاره چې وغواړي روزي پراخوي، او یا یې تنګوي، او هر څه چې د ( هغه په لاره کې) ولګوئ هغه یې ځای ډکوي او هغه ډیر ښه روزي ورکوونکی دی.
د تیرو ایتونو په دوام کې چې د هغو کسانو غندنه یې و کړه چې په خپلو مالونو او اولادونو سره په نور کبر خرڅوي، دا ایت فرمایي: خدای تعالی دی چې انسانانو ته روزي ورکوي او د حکمت او مصلحت په اساس، هغه کم یا زیاتوي، نو نه د روزۍ په زیاتیدو کبر کوئ او نه یې په کمیدو نهیلي او ناامیده کیږئ.
ایت په دوام کې فرمایي: انسان باید په هر حال کې دخپل وس مطابق له اړمنو سره مرسته او انفاق وکړي، ځکه چې رزق او روزي د خدای په لاس کې ده او هغه وعده کړې چې هر څه چې نورو ته ورکړل شي، د هغه ځای ډکوي نه دا چې د انفاق کوونکي روزي کمه شي.
درسونه:
۱: په رزق او روزۍ کې د خدای په بندګانو کې فرق، د هغوی په توانمنیو او وړتیاوو کې د فرق په شان د خدای د حکمت په اساس دی.
۲: کوم خدای چې انسان او نورو مخلوقاتو ته روزي ورکوي، هم هغه ضمانت ورکړی چې هغه څه چې انسان یې د خدای په لاره کې ورکوي ، په ښه توګه جبران کړي.
تلاوت آیات 40 و 41 از سوره سبأ
«وَیَوْمَ یَحْشُرُهُمْ جَمِیعًا ثُمَّ یَقُولُ لِلْمَلَائِکَةِ أَهَـؤُلَاءِ إِیَّاکُمْ کَانُوا یَعْبُدُونَ»، «قَالُوا سُبْحَانَکَ أَنتَ وَلِیُّنَا مِن دُونِهِم بَلْ کَانُوا یَعْبُدُونَ الْجِنَّ أَکْثَرُهُم بِهِم مُّؤْمِنُونَ»
او هغه ورځ چې خدای به ټول محشور کړي، بیا به پرښتو ته ووایي: آیا دوی ستاسو عبادت کاوه؟
هغوی به ووایي : ای خدایه ته پاک سپیڅلی یې، ته زمونږ سرپرست یې نه دوی، بلکې دوي د پیریانو عبادت کاوه او زیاترو یې په هغوی ایمان درلود.
د مشرکانو یو خرافاتی باور ، په قیامت کې د پرښتو په شفاعت عقیده وه، نو په یو ډول یې د پرښتو عبادت کاوه او د هغوي لپاره د خاص مقام قایل وو. په داسې حال کې چې په خپله پرښتو د ځان لپاره دغه شان یو مقام نه مانه او داسې کومه ادعا یې نه لرله.
قران مجید د قیامت د محکمې په انځورولو سره فرمایي: پرښتې به د ځان د دفاع په مقام کې د مشرکانو د باطل خیال په وړاندې ووایي: هغوی په شیطاني افکارو اخته شوې او د شیطان پیروي یې کړې ده او په حقیقت کې د شیطان اطاعت کوونکي وو. شیطان د هغوی په نظر کې بت پالنه ښکلې کړې وه او هغوی یې په غلط عقیدو او ناسمو کړو اخته کړې وو. ته وا هغوی په یوازیني خدای د ایمان په ځای د شیطان عبادت کاوه او د هغه بندګان وو.
درسونه:
۱: مشرکان د پرښتو لپاره د یو خاص مقام قایل وو ، هغوی عقیده لرله چې پرښتې به په قیامت کې دهغوی شفاعت کوي، نو ځکه یې په مختلفو شکلونو دهغوی عبادت کاوه چې له شفاعته یې برخور شي.
۲: مونږ باید ځیر ووسو چې د شیطان په لومه کې رانه شي او د صحیح عقیدو په ځای غلطې عقیدې او باورونه ونه منو. څومره ډیر داسې بد کارونه دي چې شیطان یې مونږ لپاره ښه او ښکلې بریښوي.
پای.